په جرمني کې تقاعد کېدل

اوسمهالیز 03.05.2023

له تقاعد وروسته ما ته څومره معاش يا د تقاعد پیسې راکول کيږي؟

هغه کسان چې په جرمني کې د عمر له زياتېدو سره کار کول پرېږدي؛ متقاعد شوي (Rentner*innen) بلل کيږي. ډېر کسان اندېښنه لري چې ښايي له تقاعد کېدلو وروسته کافي پیسې ترلاسه نه کړي.  په زوړوالي کې غريبي، په جرمني کې ورځ په ورځ په يوه زياتېدونکې ستونزه بدليږي. په عمومي ډول هغه کسان چې د کاري ژوند پر مهال يې لږ عايد درلودلی وي؛ د تقاعد پر مهال ډېر د بې‌پیسه‌ګۍ له ستونزو سره مخ کيږي. له همدې کبله غوره ده چې مخکې له مخکې د تقاعد ددورې غم وخوړل شي. دلته موږ تاسې ته روښانوو چې د جرمني د تقاعد د بيمې سيستم څه ډول کار کوي او له بيمې پرته نور کوم فرصتونه شته چې د تقاعد پر مهال له موږ سره مرسته وکړي.

په څه بايد وپوهېږم؟

د تقاعد دولتي بيمه څه ډول ده؟

هغه کسان چې په جرمني کې کار کوي، له ناخالص (Brutto) معاش څخه يې په اتومات ډول يو څه پیسې د تقاعد بيمې ته ورکول کيږي. دا پیسې د کار ورکوونکي شرکت يا کس له لوري ستاسې له معاشه بېلې او بيمې ته لېږل کيږي. د کار ورکوونکي خپله هم د تقاعد په بيمه کې ونډه ورکوي. د دې تر څنګ دولت هم يو څه مرسته کوي. په دې ډول له راټولو شوو پیسو هغو کسانو ته يو څه ورکول کيږي چې همدا اوس د تقاعد په مرحله کې دي. وروسته چې تاسې تقاعد شئ؛ ځوان نسلونه به ستاسې د تقاعد پیسې درکړي. دې سلسلې ته (Umlageverfahren) وايي.

څوک د تقاعد د دولتي بيمې ونډه ورکوي؟

هغه کارکوونکي کسان چې د ټولنيزو بيمو په ورکړه مکلف دي (هغه کسان چې په مياشت کې له ۴۵۰ يورو زياتې ګټي)؛ هره مياشت يې د خپل عايد يوه ټاکل شوي سلنه د تقاعد بيمې ته ورکوي. د ملکي دولتي او آزادو کارکوونکو په شان هغه کسان چې ټولنيزې بيمې نه ورکوي؛ کولای شي په خپله خوښه د بيمې ونډه ورکړي؛ ځکه دوی د عمر د زياتېدلو له مخې د تقاعد پیسې نه ترلاسه کوي. دا کار ښايي له کار څخه د لنډ برېک اخستلو او يا د تقاعد د بيمې د ورکړې د تر ټولو لږ کالونو له پوره کېدلو مخکې غوره وي.

د ميني‌جاب ترسره کوونکي کولای شي ځان د تقاعد له بيمې څخه خلاص کړي. د دې کار لپاره بايد د خپل کار درکوونکي کس يا شرکت ته په ليکې بڼه د تقاعد له جبري بيمې (Rentenversicherungspflicht) څخه د خلاصون غوښتنه وړاندې کړئ. که دا کار ونه کړئ، د معاش يوه برخه مو د تقاعد د بيمې لپاره ګرځول کيږي. په دې ډول به ستاسې عايد يو څه کم شي خو په مقابل کې مو د تقاعد په پیسو ورزياتيږي او بيا کولای شئ يو څه وختي ځان تقاعد کړئ.

آيا زه په جرمني کې د تقاعد ترلاسه کولو مستحق يم؟

د دې لپاره چې په جرمني کې د تقاعد په سيستم کې شامل شئ؛ بايد ځينې شرطونه پوره کړئ: د بېلګې په ډول بايد يوه ټاکلي عمر ته ورسېږئ او د يوې کافي مودې لپاره مو بيمه ورکړې وي.

-       په منظم ډول د تقاعد (Regelaltersrente) لپاره تر ټولو لږ عمر ستاسې د زېږېدو له نېټې سره اړه لري. هغه کسان چې له ۱۹۶۴ کال وروسته پيدا شوي دي؛ کولای شي په ۶۷ کلنۍ کې تقاعد شي. که څوک له دې نېټې مخکې زېږېدلی وي؛ کېدای شي مخکې تقاعد شي. د دې کسانو د تقاعد عمر مالومالولو لپاره (finanztip.de) وېبسایټ کارولای شئ.

-       البته يوازې هغه کسان د تقاعد د پیسو مستحق ګڼل کيږي چې لږ تر لږه ۵ کاله يې د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. دې وخت ته تر ټولو لږ بيمه شوې موده وايي.

د منظم تقاعد تر څنګ د تقاعد نور ډولونه هم شته. د بېلګې په ډول د ډېرو کالونو لپاره د بيمه شوو تقاعد، د ځانګړي اوږده وخت لپاره د بيمه شوو کسانو تقاعد او د سختو معلولو کسانو لپاره تقاعد. د تقاعد دا ډولونه د مستحق کېدلو لپاره د تر ټولو لږ کالونو او ونډو بېلابېلې اندازې لري. د دې تقاعدونو له مخې د دې تر څنګ دا امکان هم شته چې له وخت مخکې تقاعد شئ خو بيا به ښايي لږ پیسې ترلاسه کوئ. د تقاعد د ډولونو په اړه نور مالومات پر (deutsche-rentenverischerung.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: که چا هېڅ وخت د تقاعد بيمې ته پیسې نه وي ورکړې او يا يې تر ټولو لږ کالونه نه وي پوره کړي؛ نه شي کولای د جرمني د تقاعد له خدمتونو ګټه واخلي.

له کومه ځايه د تقاعد غوښتنه کولای شم؟

که څوک په جرمني کې اوسي؛ کولای شي د جرمني د تقاعد له بيمې څخه د تقاعد د معاش ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. هغه کسان چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو يا هغو هېوادونو کې له جرمني سره د ټولنيز خونديتوب تړون لري؛ د تقاعد مستحق وي؛ کولای شي په جرمني کې هم تقاعد ترلاسه کړي. د جرمني د تقاعد اداره ستاسې غوښتنه په اړوند هېواد کې مسؤولينو ته ليږي.

که څوک په نورو هېوادونو کې ژوند کوي خو په جرمني کې د تقاعد مستحق وي؛ کولای شي په هماغه هېواد کې د بيمې له ادارې د تقاعد غوښتنه وکړي. هغه اداره به بيا دا غوښتنه په جرمني کې د تقاعد ادارې ته وليږي. تاسې کولای شئ په بهر کې ستاسې د تقاعد مسؤوله اداره پر (deutsche-rentenversicherung.de) وېبسایټ ومومئ. که څوک په دايمي (له شپږو مياشتو زيات) ډول له اورپايي ټولنې د باندې ژوند کول غواړي؛ په جرمني کې به يې د تقاعد معاش بند کړل شي. ځکه نو په بهر کې له ژوند غوره کولو مخکې ښه ده چې د جرمني د تقاعد د بيمې اړوند له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. دې ادارې ته په (۰۸۰۰۱۰۰۰۴۸۰۰) شمېره وړيا زنګ وهلای شئ.

د دې لپاره چې پر وخت د خپل تقاعد له ترلاسه کولو ډاډه شئ؛ بايد لږ تر لږه درې مياشتې وړاندې خپله غوښتنه وړاندې کړئ. دا کار پر (deutsche-rentenversicherung.de) وېبسایټ په انلاين ډول کولای شئ. د دې تر څنګ د پوست له لارې هم خپله غوښتنه لېږلای شئ. د جرمني د تقاعد د بيمې مشورتي مرکزونه کولای شي ستاسې سره د غوښتنليک په برابرولو کې مرسته وکړي.

له غوښتنليک سره يوځای بايد لاندې سندونه هم ولېږئ:

-       د پاسپورت يا اوسوايس په شان د پېژندنې سند.

-       د تقاعد د بيمې شمېره (Rentenversicherungsnummer)

-       د روغتيايي بيمې د شرکت نوم او د بيمې شمېره

-       د ماليې شمېره (Steuer-Identifikationsnummer)

-       د حرفوي يا لوړو زده‌کړو سند

-       بانکي شمېره

که څوک ماشومان ولري؛ د پورته سندونو تر څنګ بايد د ماشومانو د زېږون سندونه هم وليږي. دا به غوره وي چې که د غوښتنليک پر مهال، د اروپايي ټولنې يا بل هېواد د ننه د خپلې بيمې موده روښانه کړئ.

يادونه: که څوک ډېر ناوخته د تقاعد غوښتنه وکړي او د ترلاسه کولو پروسه يې اوږده شي؛ له پيل کېدو وروسته ښايي یوازې د تېرو درېيو مياشتو پیسې ورکړل شي.

د تقاعد د بيمې شمېره څه ته وايي؟

د تقاعد د بيمې شمېره (RVNR) يوه دوولس عدده شمېره ده چې ستاسې د ټول ژوند په اږوده کې معتبره ده. نړۍ ته نوي راغلي ماشومان په جرمني کې له ۲۰۰۵ کال راهيسې له زېږون سره سم دا شمېره ترلاسه کوي. نور کسان يوازې هغه وخت دا شمېره ترلاسه کوي چې لومړی ځل داسې دنده ترلاسه کړي چې له مخې يې د ټولنيزو بيمو ورکول لازمي وي او يا د جاب‌سنټر له لارې له په لومړي ځل له يوې دولتي روغتيايي بيمې سره ثبت شي.

د تقاعد د بيمې شمېره د خپلې ټولنيزې بيمې پر اوسوايس او يا د جرمني د تقاعد له بيمې څخه په راغلو ليکونو کې موندلای شئ. که نه شئ کولای دا شمېره ومومئ؛ کولای شئ د خپلې روغتيايي بيمې له ادارې يا د جرمني د تقاعد له بيمې سره اړيکه ونيسئ. د جرمني د تقاعد بيمې ته په (۰۸۰۰۱۰۰۰۴۸۰۰) شمېره وړيا زنګ وهلای شئ.

آيا په بهر کې د کار کالونه هم د تقاعد لپاره شمارل کيږي؟

په بهر کې د کار کولو موده تر ځانګړو شرطونو لاندې په هغه موده کې حسابيږي چې له مخې يې تاسې د تقاعد خدمتونه ترلاسه کوئ. د اصولو له مخې هر هېواد هر چا ته د کار د ځانګړې مودې له مخې د تقاعد معاش ورکوي او په دې ډول ښايي يو کس له څو هېوادونو د تقاعد څو معاشونه ترلاسه کړي.

په نورو هېوادونو کې ستاسې د کار کالونو د شاملولو لپاره بايد هغه هېواد د اروپايي ټولنې اړوند (د آیسلنډ، لختنشاين، ناروې، سويس په ګډون) وي او يا داسې هېواد وي چې جرمني د ټولنيز خونديتوب تړون ورسره ولري. دا هېوادونه د (Abkommensstaaten) په نوم ياديږي او لېست يې پر (deutsche-rentenversicherung.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: په ياد مو وي چې ښايي په هر هېواد کې د تقاعد لپاره عمر، معاش او قوانين يو له بله توپير ولري.

آيا کولای شم د تقاعد پر مهال کار وکړم؟

هو. د تقاعد پر مهال هر څومره کار چې غواړئ؛ کولای شئ. د ماليو او ټولنيزو بيمو ټول قوانين د متقاعدو کارکوونکو پر سر هم پلي کيږي. د ماليې په اړه مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ماليې د حساب تصفيه) کې لوستلای شئ. دا چې تاسې او مهال د تقاعد معاش ترلاسه کوئ؛ اړ نه ياست چې د کار له معاش څخه بيا د تقاعد د بيمې ونډه ورکړئ. البته دا فرصت لرئ چې په خپله خوښه پیسې ورکړئ څو په راتلونکي کې د خپل تقاعد پیسې لوړې کړئ.

يادونه: که څوک د ډېر وخت لپاره د بيمه شوي کس په توګه له وخته مخکې ځان تقاعد کول (Vorruhestand) غواړي؛ بايدکلنی معاش يې يوه ټاکلې اندازه (په کال کې ۴۶٫۰۶۰ يورو) ولري. که څوک زيات عايد ولري، دا عايد به يې د تقاعد د پیسو په توګه حساب شي. په دې اړه نور مالومات پر (deutsche-anwaltshotline.de) وېبسایټ لوستلای شئ.

د تقاعد شوو کسانو روغتيايي بيمه څه ډول ده؟

په عمومي ډول هغه کسان چې دولتي تقاعد ترلاسه کوي؛ د متقاعد شوو کسانو ل‍پاره د روغتيايي بيمې  (KVdR) ادارې له لوري بيمه کيږي. دا بنسټ د (AOK, TKK,…) په شان د دولتي بيمې شرکتونو له لوري اداره کيږي. البته د دې بيمې لپاره لږ ونډه ورکول کيږي. که تاسې پخوا د خپل کاري ژوند د دوهمې نيمايي د ۹۰٪ وخت پر مهال دولتي بيمه درلودلې وي؛ اړ ياست چې د (KVdR) غړيتوب ولرئ. که دا شرط پوره نه کړئ؛ کولای شئ د ځانګړو شرطونو په پوره کولو، په خپله خوښه د دې بيمې غړيتوب واخلئ. له تقاعد اخستلو مخکې مالومه کړئ چې د (KVdR) غړيتوب ترلاسه کولای شئ او که نه. د دې کار لپاره د خپلې روغتيايي بيمې له ادارې پوښتنه وکړئ.

د (KVdR) د ونډې کچه ستاسې د عايد له اندازې، د تقاعد له پیسو او د نيمه وخت دندې په شان د عايد له نورو سرچينو سره تړلې ده.

که څوک پخوا د شخصي بيمې له لوري بيمه شوي وي؛ کولای شي بيا هم په شخصي بيمه کې پاته شي.

د مصرفوونکو د خونديتوب د مرکز پر وېبسایټ، د متقاعدو کسانو لپاره د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

آيا زه مجبور يم چې د تقاعد د عمر په رارسېدلو تقاعد شم؟

نه. د کار بس کولو او تقاعد ته د تللو لپاره د وخت محدوديت نشته. هېڅوک اړ نه دي چې د تقاعد د عمر له پوره کولو سره تقاعد ته ولاړ شي. البته هغه کسان چې ډېر کار وکړي؛ وروسته ښايي د تقاعد ډېرې پیسې ترلاسه کړي. دا زياتوالی يوازې د دې لپاره نه دی چې تاسې د ډېر وخت لپاره پیسې ورکوئ بلکې د دې لپاره هم دی چې تاسې له تقاعد څخه وروسته د هرې مياشتې کار لپاره د ۰،۵٪ په اندازه د تقاعد اضافي ونډه هم ترلاسه کوئ.

يادونه: ځينې وخت ستاسې د کار په قرارداد کې ليکل شوي وي چې د تقاعد سن ته په رسېدو د کار قرارداد موده په اتومات ډول پای ته رسيږي. که دا قيد په قرارداد کې نه وي؛ کار مو د تقاعد له عمر سره پای ته نه رسيږي. که غواړئ هغه وخت خپله کار پرېږدئ؛ کولای شئ د لغوه کولو د نورمالې خبرتيا په وسيله دا کار وکړئ. په ياد مو وي چې ستاسې د کار شرکت يا اداره حق نه لري چې تاسې د تقاعد سن ته د رسېدو له کبله له کاره منفک کړي.

د تقاعد پیسې څه ډول محاسبه کيږي؟

د تقاعد د پیسو اندازه ستاسې د عايد له اندازې او د کار له مودې سره اړه لري. هر څومره ډېر کار مو چې کړی وي او هر څومره لوړ معاش مو چې درلودلی وي؛ په هماغه کچه به مو د تقاعد اندازه لوړه وي.

د کار موده يا د ونډې ورکولو وختونه (Beitragszeiten) هغه دورې ده چې تاسې پکې د تقاعد د دولتي بيمې ونډه ورکړې وي. د دې تر څنګ له ونډې د خلاصون مودې (Beitragsfreie Zeiten) هغه مياشتې يا کالونه دي چې د تقاعد بيمه نه وي پکې ورکول شوې. د بېلګې په ډول که چا د اولاد غټولو يا د کورنۍ د کوم غړي د پرستارۍ لپاره کار بس کړي وي او يا يې د امېدوارۍ له کبله اوږدمهاله دمه کړې وي او يا يې هم د کومې ناروغۍ يا زده‌کړو له کبله کار بس کړی وي؛ له ونډې د خلاصون وختونه بلل کيږي.

څنګه پوه شم چې وروسته له دولته څومره تقاعد ترلاسه کولای شم؟

د دې خبرې ځواب د خپل تقاعد په کلنيو مالوماتو کې موندلای شئ. هلته په نښه شوي وي چې تر اوسه مو څومره پیس ورکړې دي او که عايد مو په همدې اندازه پاته شي؛ څومره تقاعد ترلاسه کولای شئ. په دې مالوماتو کې دا هم موندلای شئ چې د تقاعد لپاره بايد نور څومره کار وکړئ.

که عمر مو له ۲۶ کالونو زيات وي او لږ تر لږه ۵ کاله مو کار کړی وي؛ د تقاعد کلني مالومات هر کال په اتومات ډول ترلاسه کوئ. کله مو چې عمر ۵۵ کاله شي؛ هر درې کاله وروسته به د تقاعد يو بشپړ راپور ترلاسه کړئ. د دې تر څنګ د بيمې هر غړی حق لري چې د جرمني د تقاعد له بيمې څخه د بيمې د مالوماتو غوښتنه وکړي. دا کار پر (deutsche-rentenversicherung.de) کولای شئ.

که د خپل تقاعد په مالوماتو يا راپور کې غلطي ومومئ؛ هر وخت کولای شئ د جرمني د تقاعد د بيمې له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ. دا غلطي ښايي د بېلګې په ډول د بيمې د خلاصون په موده کې وي. البته غوره ده چې د تقاعد دورې ته له داخلېدو مخکې د خپل تقاعد له جزئياتو او مالوماتو ځان ډاډه کړئ. په دې ډول به د ناسمو مالوماتو د سمون او يا د اړينو سندونو برابرولو لپاره کافي وخت ولرئ.

که د تقاعد پیسې مو د لګښتونه پوره نه کړي، له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟که څوک د تقاعد پیسې ترلاسه نه کړي او يا ډېرې کمې ترلاسه کړي چې د ژوند تېرولو لپاره کفايت نه کوي، کولای شئ د لومړني خونديتوب يا بيمې (Grundsicherung) په نوم د مرستې غوښتنه وکړي. د

که څوک د تقاعد پیسې ترلاسه نه کړي او يا ډېرې کمې ترلاسه کړي چې د ژوند تېرولو لپاره کفايت نه کوي، کولای شئ د لومړني خونديتوب يا بيمې (Grundsicherung) په نوم د مرستې غوښتنه وکړي. دا مرسته د سوسيال مرستې ته ورته ده او په مرسته يې د کور کرايه، روغتيايي او د پالنې بيمه او د خوراک څښاک او پوښاک تر څنګ د ژوند نور لګښتونه پرې کولای شئ.

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، کولای شي دا مرسته ترلاسه کړي:

  1. د تقاعد معمول عمر ته رسېدلی وي.
  2. مياشتنی عايد يې (په ۲۰۲۲ کال کې) له ۹۲۴ يورو زيات نه شي.
  3. په جرمني کې واوسي.
  4. په جرمني کې د اوسېدو اجازه يا د جرمني تابعيت ولري. مهم: د سوسيال پیسې ترلاسه کوونکي دا مرسته نه شي ترلاسه کولای.

 

د لومړني خونديتوب د پیسو اندازه (په ۲۰۲۲ کال کې) د ۳۶۰ او ۴۴۹ يورو تر منځ ده. دا پیسې هره مياشت ستاسې اکونټ ته راځي او اندازه يې د لاندې شيانو له مخې ټاکل کيږي:

  • ستاسې او ستاسې د ژوند د ملګري/ملګرې شتمني.
  • ستاسې او ستاسې د ژوند د ملګري/ملګرې عايد.
  • ستاسې د لګښتونو اندازه. په دې لګښتونو کې د کور کرايه، د جامو خوړو او نورو اړينو شيانو پیسې او بيمې شاملې دي.

 

د لومړني خونديتوب د پیسو ترلاسه لپاره په خپله سيمه کې تر ټولو نږدې سوسيال‌امت ته تللای شئ. د دې مرستې قرارداد بايد په هرو ۱۲ مياشتو کې يو ځل نوی شي. ځکه نو بايد په ياد ولرئ چې پر وخت يې د غوښتنې لپاره ګام واخلئ. ځکه وروسته بيا د تېر وخت پیسې نه درکول کيږي. که څوک نورو مالوماتو ته اړتيا لري، کولای شي د (deutsche-rentenversicherung.de) وېبسایټ ته ورشي.

يادونه: که څوک په ۲۰۲۲ کال کې د لومړني خونديتوب پیسې ترلاسه کوي، يو ځل ۲۰۰ اضافي يورو هم ورکول کيږي. د دې تر څنګ د انرژۍ د لګښتونو مرسته هم ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د لوړو بيو له کبله دولتي مرستې) کې ولولئ.

که وروسته زما د تقاعد پیسې ډېر کميږي، څه کولای شم؟

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهيسې لومړنی يا اساسي تقاعد (Grundrente) په پام کې نيول شوی دی. د لومړني خونديتوب د پیسو پر خلاف، په لومړني تقاعد کې د متقاعد کس شتمني په پام کې نه نيول کيږي. دلته یوازې دا کتل کيږي چې اړوند کس له کرايې څخه اضافي عايد او یا د شرکت يا خصوصي تقاعد نورې پیسې ترلاسه کوي که نه. د اساسي تقاعد د ورکړې موخه دا ده چې هر څومره لږ متقاعد کسان له سوسيال‌امت څخه د ژوند د لومړنيو لګښتونو يا لومړني خونديتوب د پیسو غوښتنه وکړي. په دې ډول زاړه کسان د بيوروکراسۍ له جنجال او سوسيال‌امت ته له تګ څخه خلاصيږي.

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، د اساسي تقاعد د پیسو ترلاسه کولو مستحق دي:

-       د تقاعد د بيمې ترلاسه کولو قانوني عمر ته رسېدلي وي. په دې اړه نور مالومات همدلته په بله برخه کې شته.

-       لږ تر لږه ۳۳ کاله يې د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. په دې کالونو کې هغه موده هم حسابيږي چې که چا د خپلو بچيانو ساتنه او پالنه او يا هم په کور کې د کوم بل غړي پالنه کړې وي. مهم: په دې وخت کې د هغه بل هغه هېواد کالونه هم حسابيږي چې له جرمني سره د ټولنيز خونديتوب دوه‌اړخيز تړون لري او يا د اروپايي ټولنې له قوانينو لاندې راځي. د ترکيې او امريکا یا نورو ورته هېوادونو وختونه نه حسابيږي.

-       د کالونو په اوږدو کې يې په منځني ډول لږ عايد درلودلی وي. په بله وينا، د کلني منځني عايد ۸۰ سلنه او یا له دې لږ عايد يې ترلاسه کړی وي.

د اساسي تقاعد بيمه ستاسې د عادي تقاعد پر پیسو د پاسه درکول کيږي. د اساسي تقاعد د پیسو اندازه ستاسې له عايد او د تقاعد بيمې ته ستاسې د پخوانيو ورکړل شوو ونډو له اندازې او مودې سره اړه لري. اوس مهال (۲۰۲۲ کال) د دې پیسو تر ټولو لوړه اندازه ۴۴۱ یورو ده.

د اساسي تقاعد ترلاسه کولو لپاره د اضافي غوښتنې اړتيا نشته. دا پیسې په اتومات ډول ستاسې له نورمال تقاعد سره یوځای ستاسې حساب ته درځي. د تقاعد بيمه د ماليې له ادارې سره ستاسې حسابونه ګوري او که مستحق يې وئ، پیسې درته ليږي. د اساسي تقاعد پیسې له جرمني بهر هم لېږل کيږي او اړتيا نشته چې څوک دې خامخا په جرمني کې ژوند وکړي.

د اساسي تقاعد پیسې د ۲۰۲۱ کال له جولای مياشتې ورکول کيږي البته مستحقو کسانو ته دا پیسې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې حسابيږي او ټولې ځنډېدلې پیسې ورته لېږل کيږي.

د اساسي تقاعد په اړه اړه نور مالومات پر (Deutschen Rentenversicherung) وېبسایټ لوستلای شئ.

آيا متقاعد شوو کسانو ته په جرمني کې د استوګنې دايمي اجازه ورکول کيږي؟

په جرمني کې د استوګنې د دايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره يو شرط دا دی چې اړوند کس بايد د خپل ژوند لګښتونه خپله پوره کړي او سوسيال‌امت څخه مرسته ترلاسه نه کړي. دا چې څوک له سوسيال څخه د څو سلنه مرستې ترلاسه کولو سره سره دايمي اجازه ترلاسه کولای شي؛ له يوه ايالته تر بله توپير کوي. ځينې کسان د تقاعد د پیسو تر څنګ د لومړني خونديتوب مرسته هم ترلاسه کوي. دا چې تاسې يې هم مستحق ياست او که نه؛ کولای شئ په اړه يې په اوسلنډربېهورده يا کومه مشورتي اداره کې له اړوند مامور څخه پوښتنه وکړئ.

که د چا د تقاعد پیسې يا کوم بل عايد په کافي کچه لوړ وي او له سوسيال څخه د مرستې ترلاسه کولو ته اړ نه وي؛ کولای شي د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي. البته په دې حالت کې يې بايد ځينې نور اړین شرطونه پوره کړي وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې موندلای شئ.

که څوک له تقاعد مخکې د کار کولو جوګه نه وي؛ څه به کوي؟

څوک د کومې ناروغۍ يا پېښې له کبله کار ونه شي کړای او يا د ډېر کم کار توان ولري؛ کولای شي د کمېدونکي عايد تقاعد (Erwerbsminderungsrente) ترلاسه کړي. د دې تقاعد ترلاسه کولو لپاره اړوند کسان بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

-       تر اوسه تقاعد شوي نه وي.

-       هېڅ کار ونه کړای شي او يا په ورځ کې له ۶ ساعتونو د ډېر کار توان ونه لري.

-       د پينځو کالونو لپاره بيمه شوی وي او لږ تر لږه د ۳ کالو لپاره يې د بيمي لازمه ونډه (Pflichtbeiträge) ورکړې وي.

يادونه: که څوک د خپلو زده‌کړو په څانګه يا مسلک کې کار ونه شي کړای خو په بله څانګه کې د کار کولو توان ولري؛  د کمېدونکي عايد تقاعد نه شي ترلاسه کولای.

د کمېدونکي عايد تقاعد ته د نورمال تقاعد په شان د خپل تقاعد د بيمې له لارې غوښتنه لېږلای شئ. د دې کار لپاره بايد د ډاکټر او ازموينو سندونه له ځان سره ولرئ. البته ښه ده چې د جرمني د تقاعد د بيمې اړوند له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. دې ادارې ته په (۰۸۰۰۱۰۰۰۴۸۰۰) شمېره وړيا زنګ وهلای شئ. د دې تر څنګ د لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونه (MBE) هم کولای شي مرسته وکړي. د دې ادارو کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي او ځان ته نږدې څانګه يې پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

په جرمني کې د تقاعد د پالنې کوم خدمتونه شته؟

له تقاعد وروسته د عايد ترلاسه کولو ډېرې نورې لارې چارې هم شته. د دولتي تقاعد تر څنګ کاري تقاعد (Betriebsrente)، (Riester)او (Rürup)  هم شته. البته له شخصي خدمتونو هم ګټه اخستلای شئ.

-       کاري تقاعد (Betriebsrente) د هغو کسانو لپاره يو غوراوی دی چې د رسمي مامورينو په توګه کار کوي. هلته کولای شئ د خپل عايد يوه برخه په يوه ځانګړي اکونټ کې وساتئ او ستاسې اداره يا شرکت به هم پر هغو پیسو يو څه وراضافه کړي. د ډېرو مالوماتو لپاره له خپلې ادارې سره خبرې وکړئ.

-       د (Riester)او (Rürup) تقاعد د خدمتونو ملاتړ هم د دولت له لوري کيږي خو ښايي د هر چا لپاره ښه ټاکنه نه وي. که څوک په (Riester) کې خپل اکونټ ته هره مياشت يو څه پیسې وليږي؛ دولت به هم هره مياشت يو څه مرسته ورسره وکړي. هر څوک چې ټولنيزې بيمې ورکوي؛ د دې ډول تقاعد د خدمتونو غوښتنه هم کولای شي. دا خدمتونه د هغه چا لپاره غوره دي چې عايد يې لږ او بچيان يې ډېر وي. په دې اړه ډېر مالومات پر (vzhh.de) وېبسایټ موندلای شئ. همدا شان (Rürup) د آزادو کارکوونکو لپاره غوره دی. دا ځکه چې دې اکونټ ته تلونکې پیسې له ماليې خلاصې دي. ستاسې د ماليې مشاور کولای شي تاسې ته ووايي چې دا خدمتونه ستاسې لپاره ښه دي او که نه.

-       د تقاعد په شخصي بيمو کې تاسې خپلې پیسې هغه ځای ته ورکوئ چې ډېره ګټه وکړي. د بېلګې په ډول د کورونو د کاروبار په برخه کې د پانګونې ګټه ښايي ستاسې لپاره په زوړوالي کې په کار راشي.

دا چې ستاسې لپاره د تقاعد کوم پلان ښه دی؛ ستاسې له عمر؛ د عايد کچې، مالي سرچينو، کورني حالت او د ګواښونو د منلو له اندازې سره اړه لري. د ډېرو کسانو لپاره د بېلابېلو ټاکنو ګډ غواروی ښه وي. د لا ډېرو مالوماتو لپاره ښه ده چې د مصرفوونکو د خونديتوب له مرکز څخه سلا ترلاسه کړئ.

مهم

پام مو وي چې د بانکونو له استازو سره پام وکړئ؛ کوم چې هڅه کوي پر تاسې د تقاعد يو پلان وپلوري. له هر څه وړاندې غوره ده چې د مصرفوونکو د خونديتوب د مرکز له يوه مامور سره په دې اړه سلا وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: