په جرمني کې د مهاجرو کمپونه

اوسمهالیز 08.06.2023

د مهاجرو د کمپونو د يوه استوګن په توګه کوم حقونه لرم؟

د آلمان د مهاجرو په کمپونو يا د لومړنيو منلو په مرکزونو کې ډېر وخت په زيات شمېر کسان په محدودو ځايونو کې ژوند کوي. ځکه نو د دې لپاره چې ټول استوګن يو له بل سره په آرامۍ ژوند وکړي؛ ځينې قوانين او مقررات پلي کيږي او د کمپونو مامورين يې له پلي کولو ځان ډاډه کوي. دا قوانين د يوه اصل په توګه له څو استثنايي حالاتو پرته په ټولو مرکزونو کې پلي کيږي.

د آلمان د کمپونو معيارونه او اړينتياوې

څوک د څه شي مسؤول دی؟
  • د آلمان د استوګنې هر مرکز د کور مقررات (Hausordnung) لري‌ چې د کمپ په ټولو اوسېدونکو پلي کيږي. په دې قوانينو کې د مېلمنو د راتلو يا د آرامۍ وختونه په نښه شوي دي. د دې مرکزونو مشران مسؤول دي چې د دې مقرراتو د پلي‌کېدو څارنه وکړي.
  • امنيتي مامورين د اوسېدونکو د خونديتوب او نظم ساتلو مسؤول دي. ځکه خو دوی د ملاقات کوونکو د پېژندنې کارت ګوري. په دې ډول مرکزونو کې بايد لږ تر لږه يوه ښځينه امنيتي ماموره تل موجوده وي.
  • ټولنيز کارکوونکي په کمپ کې د ټولنيزو ستونزو د څار مسؤولين دي. که له ګواښ سره مخ ياست يا پوښتنه لرئ؛ له دې کارکوونکو سره په اړيکه کې شئ. دوی کولای شي له تاسې سره د ماشومانو د ساتنې مرکزونو، کورونو، ډاکټرانو يا مشورتي مرکزونو په موندلو کې مرسته وکړي.

پاملرنه: د کمپونو کارکوونکي د پناغوښتنې د پروسيجر په شان ستاسې د قانوني مسايلو مسؤوليت نه لري. دوی نه شي کولای ستاسې د پناغوښتنې په پروسيجر کې لاسوهنه وکړي او يا ستاسې لپاره د سوسيال مرسته کمه يا زياته کړي. همدا شان دوی اجازه نه لري چې مالومات بمف (BAMF) يا نورو ادارو ته ستاسې په اړه مالومات ورکړي.

د يوه اوسېدونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

تاسې حق لرئ چې په خوندي فضا کې ژوند وکړئ. په ځانګړي ډول ښځې، نوي ځوانان او ماشومان بايد له ګواښونو او تاوتريخوالي لرې وساتل شي. د کمپونو مسؤولين بايد ډاډه شي چې ټول اوسېدونکي د خونديتوب احساس کوي، شخصي حريم لري او پوهيږي چې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د کورنيو يا فاميلي چارو وزارت د (پلان نړيوال جرمنی بنسټ) په شان نورو بنسټونو او يونيسیف سره په ګډه يو پروګرام جوړ کړ ځو د مهاجرو په کمپونو او د استوګنې په نورو مرکزونو کې د ماشومانو، ښځو او نويو ځوانانو د خونديتوب لپاره لومړني معيارونه پلي کړي.  د دې معيارونو پر بنسټ پورته ياد شوي کسان له تاوتريخوالي ساتل کيږي؛ روغتيايي او رواني-ټولنيزې پاملرنې ته يې لاسرسی تضمينيږي. د دې تر څنګ په هر مرکز کې بايد يوه داسې خونه وي چې ماشومان يو له بل سره لوبې پکې او زدکړې پکې وکړای شي.

د استوګنې په دې کمپونو کې ځينې نور مقررات هم پلي‌کيږي. په عمومي ډول چا ته د دوی په خوښه د اوسېدو کوټه نه ورکول کيږي او يوازې کسان نه شي کولای ووايي چې څوک بايد په کوټه کې ورسره واچول شي يا وایستل شي. که د خپل کوټې له ملګري سره ستونزه لرئ؛ ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر خبر کړئ. نور عمومي قوانين په لاندې ډول دي:

  • جوړه کسان يا د يوې کورنۍ غړي په يوه کوټه يا کور کې د ګډ اوسېدو حق لري.
  • ښځو ته له نورو ښځو سره ګډې کوټې ورکول کيږي.
  • د کوټې د دروازې، کولپ او کيليانو درلودل ستاسې حق دی. که خونه مو له بل چا سره شريکه وي؛ د کولپېدونکې المارۍ درلودلو حق لرئ.
  • د کمپ اداري مامورين حق نه لري چې ستاسې له اجازې پرته ستاسې کوټې ته د ننه شي.
  • له مخکينۍ خبرتيا پرته يا ستاسې په نه شتون کې د کوټې د کنټرول اجازه نشته.
  • تاسې د ورځې له خوا د ملاقات کوونکو د راوستلو او کتلو حق لرئ.
  • تاسې ته بايد هره اونۍ يو تازه ځان‌پاک درکړل شي او هرې دوې اونۍ وروسته مو بايد د توشکې پوښ بدل او ومينځل شي.
  • که غواړئ شپه بل ځای تېره کړئ؛ بايد د کمپ مسؤولين خبر کړئ. که تاسې له دريو شپو زيات بل ځای پاته شئ؛ د کمپ مسؤولين ښايي ستاسې ځای بل جا ته ورکړي خو شخصي شيان به مو وساتل شي.
  • تاسې د پاکو، د نر او ښځو بېلو تشنابونو او شاورونو درلودلو حق لرئ.
  • تاسې د سالمو، بېلابېلو او کافي خوړو درلودلو حق لرئ. دا خواړه بايد د خوګ غوښه ونه لري.
  • د کمپ مسؤولين بايد تاسې ته ستاسې د پوستونو او ليکونو راتللو په اړه په ورځني ډول خبر درکړي.
که زما په حقونو تېری وشي؛ څه کولای شم؟

ځينې کمپونه شته چې دا مقررات تر پښو لاندې کوي. په کمپونو کې د حالاتو د ښه‌والي لپاره تل هڅه شوې خو لا هم نيمګړتياوې شته. که تاسې هم ستونزې لرئ او حقونه مو تر پښو لاندې شوي وي؛ د خپل ايالت د مهاجرو په شورا  (Flüchtlingsrat)کې له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. دلته هم د مشورتي مرکزونو لست موندلای شئ.

که له تاسې سره زورزياتی يا تعصب شوی وي؛ ګواښل شوي ياست او يا په کمپ کې له جنسي يا فزيکي تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؛ هيله ده له ټولنيزو کارکوونکو يا د کمپ له مشر سره مخامخ اړيکه ونيسئ. که دوی مرسته نه شي کولای يا ستونزه جوړوونکي دوی په خپله وي؛ له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. د تبعيض ضد ادارې پر وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکزونه ومومئ. مېرمنې کولای شي دfrauen-gegen-gewalt.de يا frauenhauskoordinierung.de وېبسایټ وګوري څو په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه مشوره ترلاسه کړي. دوی همدا شان کولای شي د ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ مرستندويې شمېرې ته هم زنګ ووهي. دا شمېره شپه او ورځ په ګڼو ژبو ځواب ورکوي.

کولای شم يوه کور ته کډه وکړم؟

د اوسېدو ځای بدلول او يوه کور ته کډه کول ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري:

  • د درې کلنۍ قبولۍ يا فرعي خونديتوب لرونکي کولای شي يوه کور ته کډه وکړي.
  • د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې کور ته کډه کول، په جرمني کې ستاسې د اوسېدو له مودې، ايالت او اصلي هېواد سره اړه لري. په عمومي توګه پنا غوښتونکي بايد د منلو په لومړنيو کمپونو کې د لږ تر لږه شپږ اونيو او تر ټولو زيات تر ۲۴ مياشتو مودې لپاره پاته شي. که په دې کمپونو کې په اوسېدو او پاته کېدو مکلف ياست، بل کور ته د کډه کولو اجازه نه لرئ. د يادونې وړ ده چې له خوندي هېوادونو راغلي کسان بايد د پناغوښتنې په دوران او يا د رد په صورت کې تر هغې په لومړنيو کمپونو کې پاته شي، څو بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي.
  • د ډولډونګ درلودونکي په عمومي توګه کور ته د کډه کولو اجازه نه لري. د اصولو له مخې د فرعي خونديتوب درلودونکي بايد په کمپونو کې واوسي. ځينې وخت دا شرط د دوی په سند کې هم ليکل کيږي. په ځينو کمپونو کې چې ځای کم او خلک زيات وي، دې ډول کسانو ته کور ورکول کيږي او يا اجازه ورکول کيږي چې کور ته کډه وکړي. که په کمپونو کې په اوسېدلو مکلف ياست، کولای شئ له اوسلنډربېهورده څخه د دې مکلفيت د لرې کولو غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ بايد له سوسيال‌امت څخه هم د کور د لګښتونو ورکولو غوښتنه وکړئ. يادې شوې ادارې ښايي ستاسې غوښتنه رد کړي او که د فزيکي يا رواني ناروغۍ په شان دليل ونه لرئ، ښايي چانس مو لږ وي. ښه به وي چې په دې اړه له وړاندې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې سره خبرې وکړئ. زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين د خپلې سيمې وکيلان او مشورتي ادارې موندلای شئ. هلته د خپل ښار له نوم سره (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلټنه وکړئ.

پاملرنه: که خپل عايد لرئ او لا هم په کمپ کې ژوند کوئ، ښايي اړ شئ چې له معاش څخه په کمپ کې د اوسېدو د ځای کرايه ورکړئ.

بل ښار ته کډه کولای شم؟

دا چې بل ښار ته کډه کولای شئ او که نه، ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري:

  • هغه کسان چې درې‌کلنه قبولي يا فرعي خونديتوب لري او له سوسيال‌امت يا جاب‌سنټر څخه پیسې ترلاسه کوي، د اصولو له مخې بايد د درې کالونو لپاره په هماغه ايالت کې پاته شي، چېرې يې چې د پنا غوښتنه کړې وي. ځينې ايالتونه بيا په دې اړه نور قوانين هم لري، د بېلګې په توګه يو کس بايد په هماغه اداري ناحيه (Gemeinde) کې پاته شي، چېرته چې د پناغوښتنې د پروسې پر مهال اوسېدلی وي. دې قانون ته د اوسېدو د ځای مکلفيت (Wohnsitzzuweisung) وايي او ډېر وخت يې په اړه نيوکې هم کيږي. که د لېږېدېدو لپاره ستاسې دلايل کره او قانع کوونکي وي، کولای شئ د استوګنې قانون د (12a Abs. 5 Satz 2c) مادې له مخې د خپلې او هغې سيمې له اوسلنډربېهورده ادارو څخه د دې مکلفيت لرې کولو غوښتنه وکړئ. ښه به وي چې په دې اړه له وړاندې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې سره خبرې وکړئ.
  • د پنا غوښتنې په دوران کې کسان او د ډولډونګ درلودونکي بايد د اصولو له مخې په هماغه سيمه کې واوسي، چېرته چې لومړی ځای پر ځای شوي دي. يوازې هغه مهال بل ځای کډه کولای شئ چې خپل لګښتونه پوره کړئ او له دولت‌ څخه مرسته ترلاسه نه کړئ. د دولتي مرستې ترلاسه کوونکي د ځای بدلولو لپاره ډېر لږ چانس لري. اوسلنډربېهورده يوازې د هغه کسانو غوښتنې مني چې د بېلګې په توګه ډېر ناروغ وي او په دې ښار يا سيمه کې يې درملنه ناشونې وي. همدا شان په بل ښار کې مو د کورنۍ داسې غړي وي چې د پالنې لپاره ستاسې ملاتړ ته اړتيا ولري. دا دلايل بايد په سندونو ثابت کړئ او ښه ده چې مخکې له مخکې له مشورتي ادارو او وکيلانو سره خبرې وکړئ.

پاملرنه: . زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين د خپلې سيمې وکيلان او مشورتي ادارې موندلای شئ. هلته د خپل ښار له نوم سره (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلټنه وکړئ.

په کمپونو کې د شري يا سرخکانو واکسين کول حتمي دي؟

هو. د شري د مخنيوي د قانون له مخې بايد هغه کسان چې په کمپونو او هايمونو کې ژوند کوي، د شري واکسين وکړي. که تر اوسه مو دا واکسين نه وي کړي، بايد له رارسېدو وروسته د ۴ اونيو په موده کې دا واکسين وکړئ. د اړوند کمپ کارکوونکي په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کوي. نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې واکسين) کې هم لوستلای شئ.

 

مهم

خپل پوستونه او ليکونه هره ورځ وګورئ. ځينې وخت دا پوستونه مهم وي او د مهاجرت ادارې د هغو په وسيله په راتلونکو ورځو کې د کتلو وخت درکوي. په دې ټاکل شوو او ورځو حاضرېدل خورا مهم دي. که تاسې بل کمپ ته واستول شئ او يا خپله وغواړئ هلته ولای شئ؛ بايد د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde)  او بمف ته خبر ورکړئ او خپله نوې پته ورته روښانه کړئ. که داسې ونه کړئ؛ ښايي د دوی ليکونه ترلاسه نه کړای شئ او مهمې نېټې او مهلتونه له لاسه ورکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: