په جرمني کې د مېرمنو امېدواري

اوسمهالیز 23.02.2024

په جرمني کې امېدوارو مېرمنو ته کوم امتيازونه ورکول کيږي؟

له ډېر انتظار وروسته امېدواره شوې ياست او يا هم ناڅاپه او بې پلانه: هر ډول چې وي؛ امېدواري او نړۍ ته د نويو ماشومانو راتلل يو ستر بدلون دی. دا کار ښايي ستاسې ژوند پر بل مخ واړوي. دلته به ولولئ چې څه ډول مرسته ترلاسه کړئ؛ کوم حقونه لرئ او د څه لپاره تياری ونيسئ.

د امېدوارۍ په اړه په څه بايد وپوهېږم؟

امېدوارې مېرمنې بايد په لومړي سر کې څه وکړي؟

که د خپلې امېدوارۍ په اړه شک لرئ؛ کولای شئ په خپله د امېدوارۍ د مالومولو ازموينه ترسره کړئ. د ازمويلو لپاره يې وسيله له درملتونونو ترلاسه کولای شئ. په امېدوارۍ له ډاډمنتوب وروسته د ښځو يوې ډاکټرې يا ډاکټر ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې د ښځو ډاکټر پر (frauenaerzte-im-netz.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د ښځو ځانګړی ډاکټر نه وي؛ له عادي ډاکټرانو هم مشوره اخستلای شئ. په جرمني کې د ښځو ډاکټرانې هم زياتې دي او که نه غواړئ نارينه ډاکټر ته ورشئ؛ کولای شئ ښځينه ډاکټره غوره کړئ.

د ښځو ډله ډاکټر سره د وخت اخستلو  پر مهال د خپلې امېدوارۍ  د شونتيا په اړه ووايئ. په دې ډول ښايي د کتلو لپاره ژر وخت درکړل شي. ډاکټران به ستاسې ټېسټ واخلي او له امېدوارۍ به مو ځان ډاډه کړي. هغوی به همدا شان وګوري چې د مور او ماشوم روغتيا ښه ده او هر څه نورمال دي. د ماشوم د حالت مالومولو لپاره ستاسې د ادرار او وينې ازموينه کيږي. د ېږېدو اټکلي نېټه بيا د تلويزيوني معاينې په وسيله مالوميږي.له دې وروسته امېدوارې مېرمنې ته د مورولۍ کتابچه (Mutterpass) ورکول کيږي

د مورولۍ کتابچه (Mutterpass) څه ته وايي؟

هغه مېرمنې چې امېدواره وي، د ښځو ډاکټرې له لوري موټاپاس په نوم کتابچه ورکول کيږي. په دې کتابچه کې به د امېدوارۍ پر مهال د ټولو ازموينو پایلې وليکل شي. له ډاکټر يا قابلې سره د کتنې يا روغتون ته د تګ پر مهال به له تاسې څخه د دې کتابچې غوښتنه وشي. دا به غوره وي چې دا کتابچه تل له ځان سره نږدې وساتئ ځکه د زېږون يا بېړنۍ اړتيا پر مهال ښايي ډاکتر ستاسې خپل نسايي ولادي ډاکټر نه وي او د مور او ماشوم په اړه مهمو روغتيايي مالوماتو ته اړتيا ولري. د دې کتابچې برالا ساتل او هر څومره زر ډاکټر ته وړاندې کول به د وخت د ضايع کېدو مخنيوی وکړي او ستاسې درملنه به اسانه کړي.

سپارښتنه: په عمومي ډول، له دې پرته چې ښځه امېدوراه ده او که نه، غوره ده په کال کې يو ځل د ښځو ډاکټرې ته ورشي. د دې کتنې لګښتونه د بيمې شرکت ورکوي. که د چا د پناغوښتنې پروسه هم روانه وي؛ د سخت درد او امېدوارۍ پر مهال به مو د درملنې لګښتونه دولت ورکړي.

امېدوارې مېرمنې کوم ډول طبي خدمتونه ترلاسه کوي؟

په جرمني کې هره کس د دولتي روغتيايي پاملرنې حق لري. د دې خدمتونو لګښتونه د بيمې شرکت او يا د سوسيال اداره ورکوي.

امېدوارې مېرمنې بايد د خپلې امېدوارۍ په لومړيو مياشتو کې هر څلور اونۍ وروسته يو ځل له نسايي ولادي ډاکټر يا ډاکټرې ته ورشي. په وروستيو اتو اونيو کې بايد دا کار هرې دوې اونۍ وروسته وشي. دا روغتيايي ازموينې چې د امېدوارۍ د پاملرنې په نوم (Schwangerschaftsvorsorge) ياديږي؛ ډېرې مهمې دي ځکه ډاکټر بايد د مور او ماشوم له روغتيا څخه ځان ډاډمن کړي. که د دوو کتنو تر منځ ښه احساس نه کوئ؛ تر بلې کتنې انتظار مه کوئ او سملاسي له خپل ډاکټر سره اړيکه ونيسئ. ډاکټر يا ډاکټره به هر ځل د کتنې پر مهال ستاسې وزن، د وينې فشار او ادرار د ازموينې پایلې وګوري. ځينې وخت وينه هم د ازموينې لپاره اخستل کيږي.

د دې تر څنګ په نس کې ستاسې د ماشوم د زړه غږ درزا هم اورېدل کيږي. د امېدوارۍ په درېيمه، شپږمه او اتمه مياشتو کې به ټلويزيوني معاينات هم ترسره شي او وبه کتل شي چې ماشوم څه ډول وده کوي. په ياد مو وي چې د ازموينو وختونه له ياده ونه باسئ. په دې ډول به ډاکټر پر وخت په ممکنه خطرونو پوه شي او د مخنيوي‌ هڅه به يې وکړي. دا چې څه وخت، کومه ازموينه ضروري ده؛ ستاسې په د مورلۍ په کتابچه يا موټاپاس کې هم ليکل کيږي.

يادونه: د نورمالو معايناتو تر څنګ ځينې نورې طبي ازموينې هم شته چې د ماشوم په غړيو کې د نقص موندلو او په وده کې د ستونزو موندلو لپاه ترسره کيږي. دا ازموينې د (Pränataldiagnostik) په نوم ياديږي. د دې ازموينو ترسره کولو جبري نه دي خو که څوک غواړي په خپله خوښه يې ترسره کړي؛ د اصولو له مخې يې بايد لګښت خپله ورکړي. البته که ډاکټر په ماشوم کې کومه ستونزه يا د ناروغۍ نښه وويني او د ازموينو ترسره کولو حکم ورکړي؛ لګښتونه يې د بيمې شرکت ورکوي. په ياد مو وي چې ځينې وخت د دې ازموينو پایلې ناروښانه وي او د ستونزې په کره تشخيص کې پاته راځي.

د امېدوارۍ پر مهال بايد څه برابر شي؟

-       هېباما: تاسې کولای شئ د ځان لپاره يوه دايه يا هېبامه (Hebamme) ولټوئ. دا دايه به د امېدوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته له تاسې سره د ماشوم په پاللو کې مرسته وکړي او مشورې به درکړي. دا پالندويانې د امېدوارۍ او نويو زېږېدلو ماشومانو په پاللو کې تخصص لري. د پاللو لپاره د هېبامې لګښتونه ستاسې د بيمې شرکت ورکوي. په خپل شاوخوا کې د دې ډول يوې پالندويې يا دايې موندلو لپاره (Hebammensuche.de) وېبسایټ ته ورتللای شئ. البته له خپلې ډاکټرې يا ډاکټر څخه هم د يوې ښې هېبامې په اړه پوښتنه کولای شئ. د هېبامې موندلو لپاره لټون ښه وختي پیل کړئ څو بيا له ستونزو سره مخ نه شئ.

-       زېږنتون: په خپل شاوخوا کې د زېږون لپاره يو کلينک (Geburtsklinik) يا زېږنتون (Geburtshaus) ولټوئ څو بيا هلته خپل ماشوم نړۍ ته راوړئ. زېږنتونونه د دايو له لوري چلول کيږي او د روغتونو په پرتله راحت او شخصي وي. البته د سختې يا خطرناکې امېدوارۍ (Risikoschwangerschaft) پر مهال بيا کلينيک يا روغتون غوره دی. تاسې کولای شئ له وخت مخکې ګڼ روغتونونه او زېږنتونونه وګورئ او د خدمتونو او آسانتياوو په اړه يې پوښتنې وکړئ.

-       د تياري کورس: که غواړئ د زېږون په اړه ډېر مالومات ترسره کړئ او ځان ښه ورته تيار کړئ؛ کولای شئ د زېږون د تياري په کورسونو کې ګډون وکړئ. د دې کورسونو لګښتونه هم د بيمې شرکتونه ورکوي. له خپلې دايې يا ډاکټرې/‌ډاکټر وپوښتئ چې دا ډول کورسونه چېرته موندلای شئ. ځينې کورسونه يوازې د ميندو لپاره او ځينې نور بيا يوازې د پلرونو او يا دواړو لپاره وي. په دې کورسونو کې د سا اخستلو تمرينونه او د استراحت تخنيکونه زده کولای شئ. همدا شان هلته د زېږون په اړه ستاسې نورو پوښتنو ته هم ځوابونه ویل کيږي.

-       د مورولۍ پیسې: که څوک د کار کولو پر مهال امېدواره شي؛ د مورولۍ پیسو (Mutterschaftsgeld) اخستلو حق لري. د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد له زېږون لږ تر لږه اووه اونۍ مخکې د بيمې شرکت ته غوښتنليک ولېږئ. د دې کار لپاره له خپل ډاکټر/ډاکټرې څخه د زېږون د اټکلي نېټې په اړه يوه تاييدليک ته اړتيا لرئ. دا تاييدليک بايد د بيمې شرکت ته ولېږل شي. که څوک نيمه‌وخت کار ولري او يا يې بيمه شخصي وي؛ د دې پیسو کمه برخه ترلاسه کوي. په دې حالاتو کې بايد د بيمو له فدرالي ادارې (Bundesversicherungsamt) څخه د دې پیسو ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره کولای شئ دلته انلاین فورم ډک کړئ او له پورته ياد شوي تاييدليک سره يې د بيمو فدرالي ادارې ته ولېږئ.

-       د والدينو رخصت: د والدینو رخصتي: که پلار غواړي د والدینو په توګه باندې د پلارولۍ رخصتي واخلي باید د کار ځای ته تر اوو اوونیو پورې مخکې تاسو ته احوال درکړي. که له زېږون وروسته غواړي په مستقیمه توګه تاسو ته احوال درکړي باید یوه اوونۍ مخکې خپل د کار صاحب ته احوال وکړي. د والدینو د رخصتۍ په اړه لا ډېر مالومات زموږ په مالوماتي ځپرکي‌ غواړم د خپل ماشوم له زېږون وروسته له کار څخه رخصت واخلم ایا د دې کار امکان شته؟‌ برخه کې ولولئ.

-       د پلارولۍ حق: که د ماشوم مور او پلار يو له بل سره واده نه وي کړی؛ د ماشوم پلار کولای شي د پلارولۍ (Vaterschaft) د سند غوښتنه وکړي. يو کس يوازې هغه وخت د ماشوم ساتلو حق لري چې د پلارولۍ سند يې رسمي شي. همدا شان یوازې د دې سند له مخې ماشوم ته د پلار په شان د یوه هېواد تابعيت ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د پلارولۍ سند ترلاسه کول وړيا دي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره بايد مور او پلار دواړه د خپلې سيمې اړوند د ماشومانو چارو ادارې (Jugendamt) ته ورشي. دې ادارې ته د تګ پر مهال بايد د ماشوم مور خپل اوسوایس، موټاپاس او د زېږېدنې سند يا تذکره له ځان سره ولري. د بهرنيو هېوادونو د اوسېدونکو د زېږېدنې سند يا تذکره بايد د يوه رسمي ژباړن په مرسته، جرمني ژبې ته وژباړل شي. که څوک غواړي دا سند د ماشوم له زېږون وروسته ترلاسه کړي؛ د دې سندونو تر څنګ بايد د ماشوم د زېږېدنې سند هم ځان سره یوسئ. که څوک دا سندونه ونه لري؛ د اصولو له مخې د پلارولۍ سند نه شي ترلاسه کولای. په داسې حالاتو کې ښه ده چې له مشورتي دفتر يا وکیل سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمې کې مشورتي دفترونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

پاملرنه: د پلارولۍ د حق غوښتنه د (§ 1600d BGB ) له مخې هم کولی شئ. د دې کار لپاره پلار يا مور غوښتنه وړاندې کولی شي. وروسته بيا پرېکړه کورنۍ محکمه کوي. که غوښتنه ومنل شي، د پلارولۍ ازموينه اخستل کيږي. په دې ډول د والدينو تاييد کيږي. دې ازموينې ته نسبي پروسه (Abstammungsverfahren) وايي.

امېدوارې ميندې په کارځای کې کوم حقونه لري؟

د امېدوارۍ له پيل تر درې مياشتو بايد کارځای ته د خپلې امېدوارۍ په اړه خبر ورکړئ. په عمومي ډول دا يو مکلفيت نه دی خو بيا هم ښه ده چې خپل مافوق خبر کړئ. له همدې کبله سپارښتنه کيږي چې په کار کې د امېدوارۍ پر مهال بايد د امېدوارۍ په لومړيو درې مياشتو کې خپل رئيس ته خبر ورکړئ. په دې ډول هغه کولای شي پر وخت ستاسې پر ځای بديل کس ومومي. له دې خبرتيا وروسته تاسې په کارځای کې د ميندو د خونديوب قانون (Mutterschutzgesetz) له مخې ځانګړي حقونه لرئ:

 

  • تاسې د درنو او خطرناکو کارونو ترسره کولو اجازه نه لرئ.
  • له زياتې ګرمۍ، رطوبت، د وخت فشار او لوړو غږونو د ځان ساتلو حق لرئ.
  • په کار کې د کافي دمو کولو وخت لرئ.
  • د اضافه کارۍ اجازه نه لرئ.
  • د شپې له خوا د کار کولو اجازه نه لرئ.
  • د یکشنبې او نورو رخصتيو په ورځو د کار کولو اجازه نه لرئ.

پر دې د پاسه تاسې حق لرئ چې د امېدوارۍ په وروستيو شپږو اونيو کې له کاره رخصت واخلئ. البته که څوک خپله غواړي کار وکړي؛ کولای شي. له زېږون وروسته په لومړيو اتو اورنيو کې په هېڅ ډول د کار حق نه لرئ. دې بنديز ته (Mutterschutz) وايي. په دې موده کې تاسې ته پر عادي معاش د پاسه د مورولۍ پیسې (Mutterschaftsgeld) هم درکول کيږي.

په ځينو ځانګړو دندو کې اړ نه ياست چې د امېدوارۍ پر مهال کار وکړئ. د بېلګې په توګه که هلته ستاسې روغتيا ته ګواښ وي، له کار کولو معافېږئ. دا خبره له کېمياوي موادو يا تشعشاتو سره د کار پر مهال، د شپې په شېفټونو کې د کار پر مهال، په هغو کارونو کې چې ناروغي پيدا کوي او يا هم درانه وي، صدق کوي. د دې لپاره چې د خونديتوب مقررات په پام کې ونيول شي او د ناخوندي کار مخنيوی وشي، پر وخت د امېدوارۍ اعلانول منطقي دي.

يادونه: د کاري مرکې پر مهال اړ نه ياست چې د خپلې امېدوارۍ يا په راتلونکي کې د امېدوارۍ د پلان په اړه خبر ورکړئ. که وروسته هم پوښتنه وشي؛ کولای شئ له ځواب ورکولو ډډه وکړئ. البته دا اصل د هغو دندو لپاره نه دی چې امېدوارې ښځې يې نه شي ترسره کولای (د بېلګې په ډول موډل يا ګډا) او هغې دندې د امېدوارې ښځې په توګه مو په روغتيا بد اغېز لرئ.

 

آيا زه د امېدوارۍ پر مهال له کار منفکېدلای شم؟

په جرمني کې مېرمنې د امېدوارۍ پر مهال له دندې څخه نه شي ايستل کېدای. د منفکۍ پر وړاندې د خونديتوب مقرره (Kündigungsschutz) د امېدوارۍ د خونديتوب د قانون (Mutterschutzgesetz) يوه ارزښتمنه برخه ده. دا قانون د امېدوارۍ پر مهال، د مورولۍ د رخصت (Elternzeit) پر مهال  او له زېږون وروسته تر څلورو مياشتو پلی کيږي. په دې موده کې ګمارونکی کولای شي يوازې په استثنايي شرايطو کې امېدوارې مېرمنې له کاره وباسي. له منفکۍ نه د ځان ساتنې لپاره خپله اداره يا ريیس د امېدوارۍ او د زېږون د اټکلي نېټې په اړه خبر کړئ. دا نېټه ډاکټر/ډاکټره درکوي او له ځان سره يې وړلای شئ. دا کار چې هر څومره وختي وکړئ؛ غوره دی. که د امېدوارۍ پر مهال د منفکۍ خبر ترلاسه کړئ؛ بايد د دوو اونيو په اوږدو کې هغوی ته د خپلې امېدوارۍ اسناد وړاندې کړئ.

يادونه: که څوک محدود کاري‌قرارداد ولري او دا قرارداد د امېدوارۍ په موده کې ختميږي؛ تمديدېدل يې حتمي نه دي. په داسې وختونو کې کولای شئ نوې دنده وګورئ او يا د بېکاره شوي کس په توګه ځان ثبت کړئ.

که څوک د امېدوارۍ پر مهال محدود کار تړون (befristeten Arbeitsvertrag) ولري او يا په ازمايښتي دوره يا اوسبيلدونګ کې وي، کوم حقونه لري؟

امېدواره مېرمنې په کارځای کې ځانګړي حقونه لري. دا حقونه د ميندو د خونديتوب په قانون کې ذکر شوي دي. د محدود يا لنډمهالي کاري تړون پر مهال هم مېرمنې د خونديتوب رخصت (Mutterschutz) حق لري. البته د کاري تړون د مودې له ختمېدو سره د ميندو د خونديتوب رخصت حق هم له منځه ځي.

يادونه: که څوک محدود کاري‌قرارداد ولري او دا قرارداد د امېدوارۍ په موده کې ختميږي؛ تمديدېدل يې حتمي نه دي. په داسې وختونو کې کولای شئ نوې دنده وګورئ او يا د بېکاره شوي کس په توګه ځان ثبت کړئ. البته که د کار خاوند د امېدوارۍ له کبله د کاري تړون موده نه غځوي، له قانون سره په ټکر کې ده او کولای شئ پر وړاندې يې حقوقي اعتراض وکړئ.

د ازمايښتي دورې (Probezeit) پر مهال هم مېرمنې د خونديتوب رخصت (Mutterschutz) حق لري. که څوک له دې دورې وروسته د امېدوارۍ له کبله ونه ګمارل شي، له قانون سره په ټکر کې ده او کولای شئ پر وړاندې يې حقوقي اعتراض وکړئ.

د حرفوي زده‌کړو (Ausbildung) پر مهال هم مېرمنې د خونديتوب رخصت (Mutterschutz) حق لري. له همدې کبله کولی شئ د اوسبيلډونګ موده وغځوئ. د دې کار لپاره بايد خپلې اړوند مسلکي ټولنې (Berufskammer) ته غوښتنه وړاندې کړئ.

آيا د ماشوم له زېږون وروسته اوږدمهاله رخصت اخستلای شم؟

که غواړئ له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره ډېر وخت تېر کړئ. کولای شئ د ميندو او پلرونو له وخت (Elternzeit) څخه ګټه واخلئ. د ماشومانو ميندې او پلرونه د کار پر مهال د دې وخت غوښتنه کولای شي. دا وخت يو اوږدمهالی رخصت دی چې پر مهال يې معاش نه ورکول کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د والدينو رخصت) کې لوستلای شئ.

د ماشوم له زېږون وروسته بايد څه وشي؟

تاسې بايد د ماشوم له زېږون وروسته د یوې اونۍ په اوږدو کې د خپلې سيمې شتندس‌امت ته ورشئ او د ماشوم زېږېدنه پکې ثبت کړئ. هلته تاسې ته د ماشوم د زېږون سند درکول کيږي. د دې سند ترلاسه کول ۲۰ یورو بيه لري. په شتندس امت کې د ثبت لپاره بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-       په روغتون يا زېږنتون کې د ماشوم زېږېدنې د ثبت ورکول شوی سند (Geburtsanzeige)

-       د ماشوم د مور اوسوایس + د پلار اوسوایس (که دواړو واده سره کړی وي او يا پلار يې د پلارولۍ سند ولري)

-       د ماشوم د مور د زېږېدنې سند يا ژباړل شوې ذکره+ د پلار تذکره (که دواړو واده سره کړی وي او يا پلار يې د پلارولۍ سند ولري)

-       د ماشوم د مور او پلار د واده سند (که دواړو واده سره کړی وي)

-       د ماشوم د پلارولۍ د ثبت سند (که د ماشوم مور او پلار واده نه وي سره کړی او د ماشوم د زېږېدنې په سند کې د ماشوم د پلار نوم وي.

که څوک پورته ټول ياد شوي سندونه ونه لري؛ د اصولو له مخې نه شي کولای د زېږېدنې د ثبت سند ترلاسه کړي. البته کولای شئ خپل ماشوم په شتندس‌امت کې ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد هلته ورشئ او د زېږېدنې د ثبت د پاڼې (Auszug) غوښتنه وکړئ. دا یو رسمي سند دی چې د ماشومانو د پیسو يا کينډرګېلډ په شان شيانو ترلاسه کولو او ثبت لپاره کارولای شئ.

يادونه: که چا په شتندس‌امت کې رسمي واده کړی وي، مور او پلار دواړه د ماشوم د پالنې حق لري. که د چا واده په رسمي ډول نه وي ثبت شوی، مور په يوازې ځان د ماشوم د پالنې مسؤوله ده. پلار کولی شي له مور سره یوځای د ماشوم د پالنې ژمنليک (Sorgerechtserklärung) وړاندې کړي او يا د ګډې پالنې د حق (gemeinsame Sorgerecht) غوښتنه وکړي. هغه کس چې د ماشوم د پالنې مسؤول وي، د هغه د روزنې او زده‌کړو مسؤوليت هم ورله غاړې دی. د بېلګې په توګه دا کس پرېکړه کوي چې ماشوم کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي؛ له چا سره وګرځي او چېرته واوسي. که مور او پلار غواړي په ګډه د ماشوم پالنه پر غاړه واخلي؛ بايد د خپلې سيمې د ماشومانو په اداره يا يوګندامت کې د پالنې د روښانتيا (Sorgerechtserklärung) په نوم يو سند لاسليک کړي.

آيا دولت د کورنيو مالي ملاتړ کوي؟

د جرمني دولت ټولې جرمني کورنۍ او د بهرنيانو له ځينو کورنيو د ماشومانو د پیسو په نامه (Kindergeld) مالي‌ملاتړ کوي. په جرمني کې د هر ماشوم پر سر ۲۵۰ يورو ورکول کيږي. دا چې د ماشوم مور یا پلار څومره عايد لري، په دې پیسو هېڅ اغېز نه لري. د دې پیسو په اړه بشپړ مالومات په بل څپرکي (کينډرګېلډ) کې لوستلی شئ. د يادونې وړه ده چې د والدينو د پیسو غوښتنه هم کولی شئ. په دې اړه بشپړ مالومات په (اېلټرن‌ګېلډ) او (د ميندو اوپلرونو رخصتي) کې ولولئ.

که نورو مالي مرستو يا ملاتړ ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ له سوسيال يا جاب‌سنټر سره اړيکه ونیسئ. که څوک لږ عايد ولري او يا هېڅ کار ونه کړي؛ کولای شي په دې ادارو کې د امېدوارۍ د جامو، د ماشوم لپاره د وسایلو او نورو شيانو غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره په دې ادارو کې له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ او خپل موټاپاس ورښکاره کړئ. د دې تر څنګ له (Bundesstiftung Mutter und Kind) څخه هم د مالي مرستې غوښتنه کولای شئ. دا کار په خپله سيمه کې د يوې مشورتي ادارې په مرسته کولای شئ. د مشورتي ادارو موندلو لپاره (familienplanung.de) وېبسایټ ته ورشئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې د امېدوارو مېرمنو لپاره ډېر مشورتي او مرستندوی مرکزونه شته. دا مرکزونه د امېدوارۍ اړوند ټولو پوښتنو ته ځوابونه وايي او ستاسې سره مرسته کوي. په خپل شاوخوا کې د  يوه مشورتي ادارو موندلو لپاره (familienplanung.de) وېبسایټ ته ورشئ. همدا شان هره ورځ او هر وخت په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېره د امېدوارۍ بېړنۍ مرستندويې شمېرې ته د مرستې لپاره زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او تاسې ته په وړيا او ناپېژانده ډول مشوره درکوي.

همدا شان د امېدوارۍ په اړه په ګڼو ژبو نور مالومات، پر (zanzu.de) وېبسایټ هم موندلای شئ.

يا څوک د امېدوارۍ پر مهال ډيپورټ کېدلای شي؟

په عموي ډول د امېدوارۍ پر مهال هم د هغو کسانو ډيپورټ ممکن دی چې بايد جرمني پرېږدي خو نه غواړي په خپله خوښه ولاړ شي. له دې سره سره د امېدوارۍ په وروستيو شپږو اونيو او د ماشوم له زېږېدلو وروسته په اتو اونيو کې څوک نه ډيپورټ کيږي. په دې موده کې دا مېرمنې د ډولډونګ درلودلو حق لري. له دې اته اونيو وروسته ښايي له تاسې وغوښتل شي چې جرمني پرېږدئ او ممکن له ماشوم سره يو ځای ډيپورټ شئ. زموږ د پناغوښتنې ردېدل په څپرکي کې، په جرمني کې د پاته کېدلو د چانسونو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. که څوک د ډيپورټ له ګواښ سره مخ وي؛ کولای شي په خپله سيمه کې له يوه مشورتي مرکز او يا وکيل سره اړيکه ونيسي. په خپله سيمې کې مشورتي دفترونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

 

ځينې وخت ښايي يوه مېرمن ونه غواړي چې بچۍ په نس کې وساتي او يا يې له زېږېدلو وروسته غټ کړي. دلته د ماشوم يا جنين لرې کولو او يا بل چاته د سرپرستۍ په توګه سپارلو په اړه مالومات درکوو. همدا شان دلته د امېدوارۍ ضد درملو او مخنيوي د لارو چارو په اړه هم مالومات لوستلای شئ.

د امېدوارۍ د مخنيوي په اړه په څه بايد وپوهېږم؟

آيا کولای شم په نس کې ماشوم يا جنين لرې کړم؟

د ماشوم لرې کول يوه ډېره شخصي پرېکړه ده او هر څوک يې خپله کولی شي. هېڅوک نه شي کولی او اجازه نه لري چې ستاسې لپاره دا پرېکړه وکړي. که څوک دا پرېکړه وکړي، ښايي ډېرې پوښتنې او اندېښنې ولري. ځکه نو ښه ده چې له سلا مشوره ترلاسه شي. په جرمني کې د دې کار لپاره ډېر ډاډمنې مشورتي ادارې شته. له دې ډلې يوه يې د بېلګې په توګه (profamilia.de) ده.

د (§218 StGB) قانون له مخې په جرمني کې د ماشوم غورځول يا لرې کول غيرقانوني دي. له دې سره سره قانون هغو کسانو ته چې امېدواري يې د دوی له خوښې پرته وي، د ماشوم لرې کولو فرصت ورکوي. له ځانګړو شرايطو لاندې دا کار کولای شئ او پر وړاندې يې جريمه يا بنديز نشته. په ياد مو وي چې په داسې مهم مالومات په ياد ولرئ:

 

  1. که غواړئ ماشوم لرې کړئ نو بايد د قانوني مودې او مقرراتو په پام کې نيولو سره دا کار وکړئ. که مخکې يوه مشورتي مرکز ته ورغلې ياست او له سلا وروسته مو د مشورې سند تر لاسه کړی وي، کولی شئ د امېدوارۍ له پیل وروسته تر ۱۲ اونيو پورې د ډاکټر په وسيله دا کار وکړئ. په دې ډول ثابتيږي چې تاسې د يوې امېدوارې ښځې په توګه بشپړ مالومات او لارښوونه ترلاسه کړې ده. د يادونې وړ ده چې مشوره ډاډمنه ده او د مشورې ورکووني ستاسې په حالت ځان پوهوي. پرېکړه بيا ستاسې له شرايطو سره اړه لري او بايد د ډاکټر په وسيله له اجرا کېدو لږ تر لږه درې ورځې وړاندې شوې وي. پر (familienplanung.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو مشورتي مرکې موندلای شئ. په دې مرکزونو کې مشوره ترلاسه کول وړيا دي.

 

  1. که څوک د جنسي تجاوز له مخې امېدواره شوې وي، کولای شي د امېدوارۍ په لومړيو ۱۲ اونيو کې د ډاکټر په وس‍يله ماشوم لرې کړي. په داسې حالاتو کې د مشورتي سند درلودل اړين نه دي. البته دا مېرمنې کولای شي په خپل شاوخوا کې له مشورتي مرکزونو وړيا مشوره ترلاسه کړي.
  2. که څوک د امېدوارۍ له کبله له جسمي يا عصبي ستونزو سره مخ وي، له ۱۲ اونيو وروسته هم ماشوم لرې کولای شي. البته يو ډاکټر بايد دا ستونزه يا روغتيايي ګواښ تاييد کړي.

 

يادونه: که څوک له ۱۸ کالو ټيټ عمر ولري، هم د ناغوښتل شوي جنين د لرې کولو فرصت لري. د دوی شرایط هم د لويانو په شان دي. البته د ۱۴ او ۱۶ کالونو تر منځ د عمر لرونکي ښايي د ډاکټر له لوري اړ شي چې د خپل مور يا پلار تاييد هم ترلاسه کړي. له ۱۶ کالو د پورته امېدوارو مېرمنو لپاره ډاکټر پرېکړه کوي چې د مېرمنې د مور يا پلار موافقه هم ترلاسه شي او که نه. څوک نه شي کولای او يا نه غواړي د خپلې امېدوارۍ په اړه خپل مور او پلار خبر کړي؛ کولای شي له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسي او سلا ترلاسه کړي. د دې مرکزونو کارکوونکي له تاسې سره په دې اړه مرسته کولای شي. پر (familienplanung.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو مشورتي مرکې موندلای شئ. په دې مرکزونو کې مشوره ترلاسه کول وړيا، ډاډمن او ناپېژانده دي.

د يادونې وړ ده چې له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي کسان هم څوک نه شي اړ کولای چې خپل ماشوم لرې کړي.

د ماشوم لرې کولو د عمل لګښتونه څوک ورکوي؟

که څوک د جنسي تيري په پایله کې امېدواره شوي‌ وي او يا يې امېدواري روغتيا ته زيان رسوي؛ د بيمې ادراه يا سوسيال به د ماشوم د غورځولو لګښتونه ورکړي. که د نورو دلایلو له مخې غواړئ ماشوم لرې کړئ؛ د لګښتونو يوه برخه بايد خپله ورکړئ. په داسې حالتونو کې د بيمې شرکت يوازې د مشورې او پالنې لګښت او له عمل وړاندې يا وروسته د درملو لګښتونه ورکوي. د لرې کولو نور لګښتونه بايد خپله ورکړئ. په عمومي ډول د ډاکټرانو په کتنځي کې دا لګښتونه له ۳۵۰ تر ۶۵۰ یورو پورې دي. د بستري کېدو پر مهال د بستر لګښتونه هم اخستل کيږي. پر (zanzu.de) وېبسیایټ په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

يادونه: که څوک له سوسيال، جابسنټر څخه او يا د BAB يا بافوګ په شان پیسې ترلاسه کوي او يا لږ پیسې ګټي؛ کولای شي له سوسيال يا خپلې بيمې څخه د دې لګښتونو د ورکولو غوښتنه وکړي.

که څوک له زېږېدو وروسته خپل ماشوم نه غواړي؛ بايد څه وکړي؟

که څوک نه غواړي له زېږېدو ورسته خپل ماشوم غټ کړي؛ کولای شي بل چا ته يې په لورولۍ/ زوی‌ولۍ ورکړي. په دې حالت کې به لومړی د ماشومانو اداره يا یوګندامت د دې ماشوم ساتنه وکړي. که مور بلاخره پرېکړه وکړي چې ماشوم نه غواړي؛ کولای شي بل چا ته ورکول يې تصديق کړي. له دې وروسته به د ماشومانو اداره د یوې داسې کورنۍ پلټنه وکړي چې د ماشوم ساتنه او پالنه وکړي او غټ يې کړي.

که څوک غواړي ماشوم پټ وساتي ؛ کولای شي د چا له خبرولو پرته يې نړۍ ته راوړي. البته د دې کار لپاره مېرمنې يوازې نه دي او کولای شي د محرمانه زېږون (vertraulichen Geburt) د آسانتيا په مرسته، په يوه روغتون کې په خوندي ډول نړۍ ته راوړي. له مشاور پرته به هېڅوک هم ستاسې د نوم او هويت په اړه مالومات ونه لري او دا مشاور يا مشاوره هم حق نه لري چې ستاسې په اړه چا ته مالوماتورکړي. له ۱۶ کلنۍ وروسته ښايي ستاسې ماشوم له ځانګړو شرايطو لاندې حق ولري چې ستاسې په نوم وپوهيږي. البته له ده پرته بل څوک حق نه لري چې ستاسې د نوم په اړه پوه شي. په دې حالت کې اړ نه ياست د مشاورې او زېږون لپاره پیسې خپله ورکړئ. که غواړئ ماشوم پټ نړۍ ته راوړئ؛ کولای شئ هر وخت په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېره او يا په انلاين ډول د محرمانه زېږون د مشاورې له ادارې سره اړيکه ونیسئ. د دې ادارې مشوره وړيا ده او د ځان ورپېژندلو اړتيا نشته. د دوی کارکوونکي په څو ژبې خبرې کوي. همدا شان په خپل شاوخوا کې له يوې مشورتي ادارې يا روغتون سره هم اړيکه نيولای شئ. هلته به دوی درته ووايي چې څه بايد وکړئ او څنګه ماشوم نړۍ ته راوړئ. پر (familienplanung.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

 

له جنسي اړيکې وروسته د امېدوارۍ د مخنيوي ګولۍ څه ډول دي؟

که چا ناخوندي جنسي اړيکې نيولې وي او ويريږي چې ښايي امېدواره شوې ده؛ کولای شي له جنسي اړيکې وروسته د ۱۲ ساعتونو په موده د (Pille danach) په نوم تابليت وکاروي. دا تابلېت کولای شئ د تخمو له القاح مخنيوی وکړي. دا ګولۍ په هر درملتتون کې د ډاکټر له نسخې پرته ترلاسه کولای شئ او بيه يې له ۱۵ تر ۳۰ یورو ده. له ۱۲ ساعتو وروسته ښايي دا تابلېت سم اغېز ونه کړي.

په ياد مو وي چې دا تابلېتونه د جنين د غورځولو تابلېتونه نه دي. د دې ګوليو په وسيله د امېدوارۍ مخنيوی کېدای شي خو جنين له منځه نه شي وړلای. که څوک امېدواره شوې وي؛ د (Pille danach) کارولو لپاره ډېر ناوخته دی او ګټه نه لري.

څه ډول مخکې له مخکې د امېدواۍ مخنيوی کولای شم؟

د امېدوارۍ د مخنيوي تر ټولو ډېرې کارېدونکې وسيلې (کانډوم) او د امېدوارۍ د مخنيوي ګولۍ (Antibabypille) دي. کانډومونه په سوپرمارکېټونو او درملتونونو کې پېرلای شئ. د مخنيوي تابلېتونه بايد د ښځو د يوه ډاکټر / ډاکټرې له لوري تجويز شي. دا درمل ستاسې د هورمونو طبيعي انډول خرابوي او له دې کبله له نسخې او درملتونونو پرته بل ځای نه پلورل کيږي. په عمومي ډول تاسې بايد هره مياشت له ۱۰ تر ۲۰ یورو دا ډول درمل واخلئ. له ۱۸ کالو ټيټو، د دولتي بيمې لرونکو نجونو ته د دې درملو پیسې بيمه ورکوي. همدا شان له ۱۸ تر ۲۰ کلنو هغه مېرمنې چې دولتي بيمه ولري؛ بايد يوازې د درملو ۱۰ په سلو کې بيه پرې کړي. که څوک شخصي بيمه ولري؛ د عمر له په پام کې نيولو پرته بايد ټولې پیسې خپله ورکړي.

که د چا د پنا پروسه روانه وي؛ کولای شي په سوسيال کې له خپل اړوند مامور څخه پوښتنه وکړي چې سوسيال د دې درملو بيه ورکوي او که نه. که غواړئ د امېدوارۍ د مخنيوي د تابلېتو په جانبي عوارضو او مسایلو پوه شئ؛ کولای شئ د ښځو له يوه ډاکټر/ډاکټرې او يا کوم مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. له دې پرته د امېدوارۍ د مخنيوي په اړه ډېر مالومات پر (zanzu.de) وېبسایټ هم موندلای شئ.

مهم

که څوک امېدواره وي او مرستې ته اړتيا ولري؛ کولای شي د www.bafza.de  دفتر زنګ ووهي. د دې ادارې کارکوونکي ۲۴ ساعته او هره ورځ ستاسې په خدمت کې دي او په ګڼو ژبو خبرې کوي. دې دفتر ته په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېره وړيا زنګ وهلای شئ. که څوک غواړي؛ کولای شي د ځان له ورپېژندنې پرته دا کار وکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: