د کډوالو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازه

اوسمهالیز 01.08.2023

آيا کولای شم په جرمني کې د تل لپاره پاته شم؟

که جرمني ته راغلي ياست او د سياسي يا بشردوستانه دلايلو له مخې مو د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وي؛ له دريو يا پينځو کالو وروسته د ځانګړو شرطونو په پوره کولو کولای شئ په جرمني کې د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

د دايمي استوګنې اجازې ته د مېشتېدلو اجازه (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) هم وايي. د دايمي استوګنې اجازه بيا بيا تمديديدو ته اړتيا نه لري او په درلودلو يې تاسې کولای شئ د جرمني په هر ځای کې ژوند وکړئ.

د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې تر څنګ د استوګنې د اجازې يو بل ډول هم شته چې د اروپايي ټولنې د دايمي استوګنې اجازه (Daueraufenthalt – EU) ورته وايي. د دې اجازې په درلودلو د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې هم د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.

که جرمني ته د کډوال په توګه نه ياست راغلي، کولای شئ د دايمي استوګنې اجازې په اړه مالومات په همدې نوم زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

کډوال بايد د دايمي استوګنې اجازې لپاره کوم شرطونه پوره کړي؟

زه يو قبول شوی کډوال يا پناغوښتونکی يم

هغه کسان چې د مهاجر په توګه پېژندل شوي وي او يا يې د پنا حق ترلاسه کړی وي، د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

·       دوی بايد له لږ تر لږه درې (پا پينځو) کالونو راهيسې د استوګنې اجازه ولري. په دې موده کې د پناغوښتنې د پروسې وخت هم حسابيږي.

له درېيو کالوو وروسته د جرمني ژبې د C1 سند درلودل؛ که له پينځو کالونو وروسته د اوسېدو د مودې د تمديد غوښتنه کوئ، B1 سند بسنه کوي.

·       دوی بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هېڅ يا لږ مرسته ترلاسه کړي. په دې مانا چې دوی بايد د خپل ژوند د لګښتونو ډېره برخه خپله پوره کړي. دا چې څوک له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه د څومره مرستې ترلاسه کولو اجازه لري؛ په هر ايالت کې له بل سره توپير کوي. په عمومي ډول دا اندازه له ۵۰ تر ۷۵ سلنې ده. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. په عمومي توګه دا اندازه له شپږ کالونو د لوړ کس پر سر ۱۲ متر مربع ده. له شپږ کالونو د ټيټو کسانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع ده. تر دوو کلنو ماشومانو پورې نه حسابيږي. په ځينو حالتونو کې ښايي وړوکی کور هم قبول شي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       تاسې بايد روغتيايي بيمه ولرئ.

·       په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی.

·       بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ.

·       ستاسې د خونديتوب د په رسميت پېژندلو لپاره دلايل بايد لا هم د توجیه وړ وي او درکول شوې پنا لا هم د بمف له لوري معتبره وبلل شي.

زه د فرعي خونديتوب حق (subsidiären Schutz) لرم

هغه کسان چې د فرعي خونديتوب حق يې ترلاسه کړی وي، د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

·       دوی بايد له لږ تر لږه درې (پا پينځو) کالونو راهيسې د استوګنې اجازه ولري. په دې موده کې د پناغوښتنې د پروسې وخت هم حسابيږي.

د جرمني ژبې د B1 سند درلودل؛ د دې کار لپاره بايد د ژبې دزده‌کړې سند وړاندې کړئ.

·       دوی بايد د ۶۰ مياشتو لپاره د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي.

·       دوی بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هېڅ يا لږ مرسته ترلاسه کړي. په دې مانا چې دوی بايد د خپل ژوند د لګښتونو ډېره برخه خپله پوره کړي. دا چې څوک له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه د څومره مرستې ترلاسه کولو اجازه لري؛ په هر ايالت کې له بل سره توپير کوي. په عمومي ډول دا اندازه له ۵۰ تر ۷۵ سلنې ده. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. په عمومي توګه دا اندازه له شپږ کالونو د لوړ کس پر سر ۱۲ متر مربع ده. له شپږ کالونو د ټيټو کسانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع ده. تر دوو کلنو ماشومانو پورې نه حسابيږي. په ځينو حالتونو کې ښايي وړوکی کور هم قبول شي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       تاسې بايد روغتيايي بيمه ولرئ.

·       په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی.

·       بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ.

·       ستاسې د فرعي خونديتوب د په رسميت پېژندلو لپاره دلايل بايد لا هم د توجیه وړ وي او درکول شوې پنا لا هم د بمف له لوري معتبره وبلل شي.

زه پر ډیپورټ بنديز (Abschiebungsverbot) لرم

·       دوی بايد له لږ تر لږه  پينځو کالونو راهيسې د استوګنې اجازه ولري. په دې موده کې د پناغوښتنې د پروسې وخت هم حسابيږي.

د جرمني ژبې د B1 سند درلودل؛ د دې کار لپاره بايد د ژبې دزده‌کړې سند وړاندې کړئ.

·       دوی بايد د ۶۰ مياشتو لپاره د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي.

·       دوی بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هېڅ يا لږ مرسته ترلاسه کړي. په دې مانا چې دوی بايد د خپل ژوند د لګښتونو ډېره برخه خپله پوره کړي. دا چې څوک له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه د څومره مرستې ترلاسه کولو اجازه لري؛ په هر ايالت کې له بل سره توپير کوي. په عمومي ډول دا اندازه له ۵۰ تر ۷۵ سلنې ده. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. په عمومي توګه دا اندازه له شپږ کالونو د لوړ کس پر سر ۱۲ متر مربع ده. له شپږ کالونو د ټيټو کسانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع ده. تر دوو کلنو ماشومانو پورې نه حسابيږي. په ځينو حالتونو کې ښايي وړوکی کور هم قبول شي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       تاسې بايد روغتيايي بيمه ولرئ.

·       په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی.

·       بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ.

·       ستاسې د ډيپورټ بنديز د په رسميت پېژندلو لپاره دلايل بايد لا هم د توجیه وړ وي او درکول شوې پنا لا هم د بمف له لوري معتبره وبلل شي.

زه ډولډونګ لرم

د ډولډونګ لرونکي نه شي کولای د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. البته دوی ته دا چانس شته چې خپل ډولډونګ په قبولۍ يا د استوګنې په عادي اجازه بدل کړي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ. هر وخت چې له عادي قبولۍ سره یو څو کاله ژوند وکړئ، بيا کولای شئ د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنه هم وکړئ. د دايمي استوګنې اجازې په اړه عمومي مالومات په همدې نوم زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

نور بايد په څه وپوهېږم؟

د استوګنې د ايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره چېرته غوښتنه وکړم؟

د استوګنې د ايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره چېرته غوښتنه وکړم؟

د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره د بهرنيانو چارو خپلې اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته په ليکلې بڼه غوښتنه وړاندې کړئ. د دې کار لپاره اړوند غوښتنليک يا (Antrag auf Erteilung der Niederlassungserlaubnis) د بهرنيانو چارو د ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ. دا غوښتنليک کښته، چاپ، ډک او لاسليک کړئ او له يوه پاسپورتي عکس او لاندې يادو شوو سندونو سره يې دې ادارې ته د پوست له لارې ولېږئ. ځينې ادارې د خپلو ادارو مخې ته هم د پوست بکسونه لري. کولای شئ هلته يې خپله هم واچوئ او يا يې خپله وروړئ:

له غوښتنليک سره بايد لاندې سندونه هم مل کړئ:

·       د اوسني پاسپورت کاپي.

·       د کار د قرارداد کاپي، د تېرو شپږو مياشتو د معاش د ترلاسه کولو سندونه او داسې يو سند چې وښيي تاسې به راتلونکې نورې شپږ مياشتې هم کار ولرئ. د کار د دوام دا سند بايد له ۱۴ ورځو ډېر زوړ نه وي. که څوک آزاد کار کوي: د ماليې د ارزونې يا تصفيې سند (Steuerbescheid) چې د مالي مشاور له لوري تيار شوی وي.

·       د روغتيايي بيمي د شرکت يو تاييدليک چې وښيي تاسې هلته بيمه شوي ياست.

·       د کور د کرايې د قرارداد يوه کاپي.

·       د جرمني ژبې د زده‌کړې د بري‌ليک يا سرټيفیکېټ يوه کاپي.

·       د جرمني د تقاعد د بيمي مالومات.  (که فرعي خونديتوب يا پر ډيپورټ بنديز ولرئ).

·       که د ماشومانو پیسې (Kindergeld) يا میندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) يا نورې ورته مرستې ترلاسه کوئ؛ د هغو اړوند سندونه.

·       د اوسېدنې د ځای د ثبت سند.

په ياد مو وي چې د استوګنې د دايمي ويزې ترلاسه کول لګښتونه هم لري. کله چې د بهرنيانو چارو اداره ستاسې غوښتنليک ترلاسه کړي؛ ستاسې سره د خپلې پرېکړې په اړه اړيکه ونيسي. که کوم سند مو کم يا ناسم وي؛ ښايي د سمولو يا بشپړولو غوښتنه يې وشي.

آيا داستوګنې دايمي اجازې د له لاسه ورکولو چانس شته؟

هو. په لاندې حالتونو کې د دايمي استوګنې اجازې د له لاسه ورکولو چانس شته:

-        هغه کسان چې د مهاجر يا‌ پناغوښتونکي په توګه پېژندل شوي وي او يا يې د فرعي خونديتوب يا په ډيپورټ له ملي بنديز وروسته د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړې وي؛ ښايي خپل هېواد ته د تلو په صورت کې يې د پنا يا مهاجرت د خونديتوب حق او د استوګنې اجازه لغوه شي. که ستاسې د پنا يا مهاجرت حق نور د باور ونه ګڼل شي؛ د بهرنيانو د تنظيم اداره به دوې ټاکنې ولري: الف: دوی ښايي ستاسې د دايمي استوګنې اجازه لغوه کړي. ب: ښايي د استوګنې دايمي اجازه مو په خپل حال پرېږدي.

-        هغه کسان چې په جرمني کې يې ډېر وخت تېر شوی وي؛ جرمني ژبه يې ښه زده وي؛ دنده ولري‌ او دولتي مرسته ترلاسه نه کړي؛ ښايي په اړه يې دوهمه ټاکنه غوره شي (د استوګن قانون ۵۲مه ماده).

-        هغه کسان چې د استوګنې دايمي اجازه ولري او له جرمني بهر ۶ مياشتې تېرې کړي؛ د اصولو له مخې د استوګنې يا دايمي ژوند اجازه له لاسه ورکوي (د استوګنې قانون ۵۱مه ماده). البته دا قانون د شنه پاسپورت درلودونکو لپاره نه دی.

-        که چا د خپلې استوګنې يا دايمي ژوند اجازه د ناسمو مالوماتو يا جعلي سندونو پر بنسټ ترلاسه کړې وي؛ د رښتيا مالومېدو په صورت کې به دا اجازه له لاسه ورکړي.

-        که څوک عامه نظم او امنيت ته ګواښ وګڼل شي؛ ښايي خپل هېواد ته ولېږل شي. په داسې حالاتو کې به د استوګنې يا دايمي ژوند اجازه هم له لاسه ورکړي.

که څوک فکر کوي چې د استوګنې اجازه يې د باطلېدلو له ګواښ سره مخ ده؛ کولای شي له مشورتي مرکزونو يا کوم وکيل څخه مرسته وغواړي. د بېلګې په توګه کولای شي د پرو ازول له ادارې مرسته وغواړي. د دې ادارې کارکوونکي به جرمني او انګليسي ژبو خبرو کوي او په (۰۰۴۹۶۹۲۴۲۳۱۴۲۰) شمېره او (proasyl@proasyl.de) برېښناليک اړيکه ورسره نيول کېدای شي.

چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د اړتيا پر مهال د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو خدمتونه مشوره درکولای شي. د ځوانو مهاجرو خدمتونه د هغو کسانو لپاره دي چې له ۲۷ کالونو کم عمر ولري. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. د مهاجرو شوراګانې هم په دې برخه کې مرسته کولای او سلا درکولای شئ. په خپله سيمه کې د مهاجرو يوه شورا پر (Landesflüchtlingsräte) وېبسایټ موندلای شئ. دا شوراګانې مو ښايي ځانګړو مشورتي دفترونو يا وکيلانو ته وروپېژني او مشوره يې وړيا ده.

مهم

هغه کډوال او پنا غوښتونکي چې د استوګنې دايمي اجازه ولري، خپل هېواد ته د تللو اجازه نه لري. که دا کار وکړي، ښايي د استوګنې دا ډول اجازه له لاسه ورکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: