د ميندو او پلرونو رخصتي (Elternzeit)
څه ډول کولای شم د دندې تر څنګ له بچيانو سره ډېر وخت تېر کړم؟
د والدينو رخصتي يا الټرنڅایټ له کار څخه يو بېمعاشه رخصت دی چې د وړو ماشومانو ميندې او پلرونه يې غوښتنه کولای او اخستلای شي. که غواړئ له خپلو بچيانو سره ډېر وخت تېر کړئ؛ دا رخصت واخلئ. د الټرنڅایټ پر مهال معاش نه درکول کيږي او يا يې يوازې يوه وړه برخه ورکول کيږي. په جرمني کې ډېر ميندې او پلرونه له دې رخصته ګټه اخلي؛ ځکه دوی غواړي له ماشومانو سره د هغوی د ژوند په لومړيو کالونو کې ډېر وخت تېر کړي. د الټرنڅايټ له ختمېدو وروسته کولای شئ بېرته خپل کار ته وروګرځئ.
دا چې د الټرنڅایټ پر مهال څه ډول د ځان او کورنيو خرڅ برابر کړئ؛ د الټرنګېلډ په نوم زموږ بل څپرکی وګورئ،
په څه بايد ځان وپوهوم؟
د لاندې شرطونو په پوره کولو له الټرنڅایټ څه ګټه اخستلای شئ:
- کار يا دنده لرئ؛
- له خپل ماشوم سره يوځای ژوند کوئ؛
- په خپله د خپل ماشوم پالنه کوئ.
د دندې يا کار درلودونکي هغه کسان دي چې له يوه شرکت، ادارې يا سازمان سره دنده ولري. د الټرنڅایټ قوانين د هغه چا لپاره هم دي چې نيمه وخته (Teilzeit) کار کوي؛ مينيجاب لري او يا اوسبيلډونګ يا وايټربيلډونګ (Weiterbildung) ترسره کوي. د خپلواک کار ترسره کوونکي، بېکاره شوي، د کورونو مېرمنې او نارينه، زدهکوونکي او محصلين د الټرنڅایټ د کارولو فرصت نه لري. په ياد مو وي چې د دولت د رسمي کارکوونکو، قاضيانو او عسکرو لپاره بېل قوانين پلي کيږي. په دې اړه د مالوماتو لپاره له مامورينو يا ټولنيزو خدمتونو له څانګې پوښتنه وکړئ.
د الټرنڅایټ قوانين ستاسې د خپلو بچيانو، ستاسې د ژوند د ملګرې يا ملګري د بچيانو، رضاعي بچيانو او په زویولۍ يا لورولۍ نيول شوو ماشومانو لپاره د پلي کېدو وړ دي. په استثناييحالتونو کې دا قوانين د لمسيانو، خوريونو، خورځو، ورېرونو او ورېرو لپاره هم الټرنڅایټ اخستلای شئ. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د ماشوم خپل مور او پلار په خپله د ماشوم پالنه ونه شي کړای.
يادونه: که بچيان مو وړکتون ته ولاړ شي او يا يې کومه بله مېرمن (Tagesmutter) د ورځې له خوا وساتي؛ بيا هم کولای شئ الټرنڅایټ واخلئ. د ماشومانو د روزنې په اړه نور مالومات د ماشومانو د پالنې په څپرکي کې کتلای شئ.
د الټرنڅایټ پر مهال د خپل کار ادارې يا شرکت څخه معاش يا پیسې نه شئ ترلاسه کولای. البته کولای شئ د الټرنګېلډ غوښتنه وکړئ. الټرنګېلډ يوه دولتي مالي مرسته ده چې د وړو ماشومانو ميندو او پلرونو ته ورکول کيږي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي، الټرنګېلډ کې لوستلای شئ.
د ماشوم له مور او پلار هر يو کولای شي تر درې کالونو پورې بېمعاشه رخصت يا الټرنڅایټ واخلي. له ميندو څخه د ماشوم له زېږون وروسته د ميندو د خونديتوب (Mutterschutz) د رخصتۍ موده له دې درې کالو کميږي. په دې مانا چې له د ماشوم له زېږېدو وروسته د ميندو لپاره شپږ اونۍ قانوني رخصت هم د الټرنڅایټ برخه ګڼل کيږي او د الټرنڅایټ پاته وخت به يې شپږ اونۍ کم درې کاله وي.
پلرونه کولای شي د ماشوم له زېږېدو سملاسي وروسته الټرنڅایټ واخلي او ميندې کولای شي د ميندو د خونديتوب (Mutterschutz) له رخصت وروسته الټرنڅایټ ته ولاړې شي. دوی دواړه بايد د الټرنڅایټ له درې کلنې مودې يو څه برخه د ماشوم له درې کلنۍ پوره کېدو مخې واخلي. مور او پلار دواړه بايد د الټرنڅایټ ټوله رخصتي د ماشوم له ۸کلنۍ وړاندې واخلي. له دې پرته تاسې کولای شئ د الټرنڅایټ پيل او پای خپله وټاکئ. په ياد مو وي چې له مور او پلار دواړو يو يې پر يوه وخت الټرنڅایټ ته تلای شي.
د ميندو او پلرونو رخصتۍ يا الټرنڅایټ لپاره بايد له خپل رييس يا کارځای څخه په ليکلي ډول غوښتنه وکړئ. ټليفوني يا د برېښناليک له لارې غوښتنه نه منل کيږي. د دې کار لپاره ځانګړې فورمه نشته خو پر (elternzeit.de) وېبسایټ يې ځينې بېلګې موندلای شئ. په خپله عريضه يا غوښتنليک کې بايد د الټرنڅایټ پيل او پای په نښه کړئ او د تاييد لپاره يې بايد ليکلی ليک ترلاسه کړئ. په دې ډول کولای شئ د ناسم پوهاوي او ستونزو مخنيوی وکړئ.
يادونه: د ماشوم د درېکلنۍ له پوره کېدو وړاندې بايد د الټرنڅایټ د غوښتنې پر مهال دا څرګنده کړئ چې په راتلونکو دوو کالونو کې رخصت څه ډول اخلئ. د وخت دې ټاکلو ته محدوده دوره (Bindungszeitraum) وايي او بدلون يې يوازې د کارورکوونکې ادارې په موافقت ممکن دی.
که ماشوم مو د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته زېږېدلی وي؛ ستاسې په اړه لاندې قوانين پلي کيږي:
- که غواړئ د ماشوم د زېږون له درېيمې کاليزې وړاندې الټرنڅایټ واخلئ؛ بايد لږ تر لږه اووه اونۍ مخکې د خپل کار ادراې يا شرکت ته خبر ورکړئ.
- که غواړئ د ماشوم د درېيمې او اتمې کاليزې تر منځ الټرنڅایټ ته ولاړ شئ؛ بايد لږ تر لږه ۱۳ اونۍ وړاندې خپلې ادارې ته خبر ورکړئ.
که ماشوم مو د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېتې وړاندې زېږېدلی وي؛ د وخت له په پام کې نيولو پرته بايد لږ تر لږه اووه اونۍ وړاندې خپل الټرنڅایټ پلان کړئ او ادارې ته خبر ورکړئ. په ځانګړو حالتونو کې، د بېلګې په ډول که ماشوم مو وختي زېږېدلی وي؛ کولای شئ دا وخت راکم کړئ. د دې کار لپاره له خپلې ادارې يا شرکت سره خبرې وکړئ.
تر هغه مهاله چې په الټرنڅایټ کې ياست؛ د منفکېدو پر وړاندې خوندي ياست. دا خونديتوب د الټرنڅایټ له پيل اته اونۍ وړاندې پلی کيږي او په دې موده کې مو څوک د منفکېدلو حق نه لري. البته مخکې مو بايد د الټرنڅایټ غوښتنه کړې وي. که غواړئ په څو مختلفو وختونو کې الټرنڅایټ واخلئ؛ بيا مو هم څوک د دې وختونو پر مهال د منفکېدو حق نه لري.
د منفکېدو پر وړاندې د دې خونديتوب د له منځه تلو لپاره ځينې استثناوې هم شته. د بېلګې په توګه که شرکت ډېوالي شي او يا څوک د کار قرارداد مات کړي؛ منفکېدل يې شوني دي. البته په داسې حالاتو کې بايد د کار د خونديتوب د څارنې ادارې (Aufsichtsbehörde für Arbeitsschutz) موافقه ترلاسه شي. که هغوی هم موافقه وکړي؛ بيا هم کولای شئ د منفکېدو پر وړاندې اعتراض او شکايت وکړئ. د دې کار لپاره د منفکېدلو له خبرتيا ترلاسه کولو وروسته ۳ اونۍ وخت لرئ. پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ د ځان لپاره يو وکيل موندلای شئ.
هو. تاسې په خپله کولای شئ د الټرنڅایټ پر مهال هم کار پرېږدئ او قرارداد فسخه کړئ. البته د دې کار لپاره بايد په خپل کاري قرارداد کې د فسخه کولو مودې ته پام وکړئ.
د قانون له مخې تاسې کولای شئ له دې رخصت وروسته بېرته خپل کارځای ته راوګرځئ او خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړئ. که دا کار شونی نه وي؛ ستاسې د کار اداره يا شرکت بايد له هغه موقف سره برابر بله دنده يا کار درکړي. د دې تر څنګ ستاسې معاش بايد له پخواني هغه کم نه وي.
که دالټرنڅایټ پر مهال هېڅ کار نه کوئ؛ ستاسې کلنۍ رخصتي د الټرنڅایټ د هرې مياشتې په نسبت يو پر دوولس اندازه کميږي. د بېلګې په ډول که يو کال الټرنڅایټ واخلئ؛ د کال نور ټول رخصت له لاسه ورکوئ. پاته هغه رخصتۍ چې له الټرنڅایټ د مخه مو ټولې کړې دي؛ له منځه نه ځي. دا رخصتۍ کولای شئ د الټرنڅایټ له پای ته رسېدو وروسته واخلئ.
که د الټرنڅایټ پر مهال له خپلې ادارې سره نيمه وخت کار کوئ؛ ستاسې کلنۍ رخصتۍ نه کميږي. البته پاته نورې رخصتۍ چې تاسې د خپل الټرنڅایټ پر مهال نه دي اخيستې؛ له منځه ځي.
که د الټرنڅایټ په اړه نورې پوښتنې لرئ؛ کولای شئ د لويانو مهاجرو لپاره د مشورتي خدمتونو ادارې يوې څانګې ته ورشئ. د دې ادارې کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي او ستاسې سره مرسته کولای شي. په خپل شاوخوا کې د مهاجرو د مشورو يو مرکز پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.
مهم
که د الټرنڅایټ پر مهال نيمه وخته کار ونه کړئ؛ د خپلې ادارې يا شرکت له لوري معاش او پیسې نه ترلاسه کوئ. دا چې پر دې مهال څه ډول خپل ځان او کورنۍ وچلوئ؛ زموږ بل څپرکی (الټرنګېلډ) وګورئ.