په جرمني کې د موبایل ټليفون او انټرنټ قراردادونه

اوسمهالیز 15.12.2023

د ډېرو لګښتونو مخنيوی څنګه کولای شو؟

نن ورځ له موبایل ټليفون پرته ژوند کول سخت دي. د دې تر څنګ اوس مهال ټليفون يوازې د زنګ وهلو او پيغام استولو لپاره نه پکاريږي بلکې د خاطرو، د عکسونو البوم او له نړۍ سره زموږ د اړيکې په توګه هم کارول کيږي. په جرمني کې د موبایل ټليفونونو مارکېټ ډېر ستر دی. دلته د ټليفوني او انټرنېټي خدمتونو ډېر زيات وړاندې کوونکي او شبکې شته چې په بېلابېلو بڼو او بيو خدمتونه وړاندې کوي. دلته به پوه شئ چې کوم فرصتونه شته او څه ډول کولای شئ له زياتو لګښتونو او لوړو بيو ځان وساتئ. همدا شان به زده کړئ چې څه ډول يو ښه قرارداد لاسليک او يا يو ناسم هغه لغوه کړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

زما لپاره کومه ټليفوني بسته غوره ده؟

په اصل کې د ټليفوني شبکو د خدمتونو دوه ډوله شته. یو ډول ته يې مخکې له مخکې پیسې ورزياتيږي او بل ډول يې ټول لګښتونه، د مياشتې په شان د ټاکلي‌وخت په پای کې غواړي. له مصرف وروسته د پیسو د ورکړې خدمتونو قرارداد د يوې مالومې نېټې (د بېلګې په ډول ۱۲ يا ۲۴ مياشتې) لپاره وي او هره مياشت يوه ځانګړې اندازه لګښت ورکول کيږي. له وړاندې د پیسو د ورکړې په بدل کې بيا يوه ټاکلې اندازه کرېدت درکول کيږي.

اوږدمهاله قراردادونه په لومړي سر کې ارزانه ښکاري. البته وروسته بيا ښايي لګښتونه زيات شي او تاسې نه شئ کولای قرارداد له وخت مخکې لغوه يا په ارزانه يوه بدل کړئ. مخکې له دې چې د يوه اوږدمهاله تړون د لاسليک پرېکړه وکړئ؛ غوره به وي چې د ټولې مودې د لګښتونو په اړه محاسبه او فکر وکړئ. د ډېری وړانديزونو يوازې څو لومړۍ مياشتې ارزانه وي؛ وروسته بيا اړ ياست چې ډېرې پیسې ورکړئ.

د دې تر څنګ ځينې وړانديزونه شته چې د ټليفوني قرارداد سره ځيرمن (سمارټ) ټليفونونه هم ورکوي. دا ډول وړانديزونه‌ ډېر وخت زړه راښکونکي وي. ښه ده چې له تړون وړاندې د ټولو لګښتونو او بيو په اړه بيا فکر وکړئ او وارزوئ چې د دواړو یوځای اخيستل غوره دي او که بېل بېل ارزانه راځي.

يادونه: ډېر وخت له موبایلونو سره د هغوی بيمه هم پلورل کيږي. پام مو وي چې په دې لګښت ښه غور وکړئ. په عمومي ډول دا بيمې په دومره لګښت نه ارزي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي اضافي بېمې کې لوستلای شئ.

د وروسته ورکول کېدونکو لګښتونو د تړونونو په شان د مخکې ورکړې سيمکارتونو د پېرلو لپاره هم درې لارې شته:

1.     له يوه ټوليز تړون سره کولای شئ بې شمېره اړيکې ونيسئ؛ پيغامونه ولېږئ او تر يوې مالومې کچې انټرنېټ وکاروئ. 

2.     له يوې بشپړې بستې سره د ټليفوني اړيکو او پيغامونو يوه ثابته برخه لرئ. همدا شان د انټرنيټي ډاټا يوه ثابته برخه لرئ چې د کارولو ل‍پاره يې ټاکل شوې اندازه پیسې ورکوئ. کله چې ستاسې کرېدت ختم شي؛ کولای شئ نور واخلئ. په ياد مو وي چې ډېری شبکې د ډاټا له ختمېدو وروسته، د انټرنېټ کارولو پر مهال په اتومات ډول ستاسې له کرېدته پیسې ګرځوي. له کرېدت څخه دا ډول اتومات لګښت خامخا بند کړئ. دا کار د ټليفوني شرکت پر وېبسایټ او يا د هغوی د مشتريانو شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې کولای شئ. ښه به وي چې د دې بنديز تاييد په ليکلې ډول وغواړئ.

3.     په درېیمه کته‌ګورۍ کې هغه سيمکارتونه راځي چې د هرې دقيقې خبرو يا پيغام لګښت سملاسي ګرځوي. د دې ډول اړيکو لګښتونه د نورو دوو په پرتله زيات دي خو يوازې د همدې لګښت پیسې اخستل کيږي. دا بستې نور اضافي يا پټ لګښتونه نه لري.

ډېر وېبسایټونه شته چې ستاسې سره د غوره شبکې په موندلو او ټاکلو کې مرسته کوي. په دې لړ کې د (check24.de) وېبسایټ تر ټولو ډېر کارول کيږي. د مصرفوونکو د مرکز (Verbraucherzentrale) پر وېبسایټ هم د ټليفوني شبکو لپاره هم د ارزونې يو لړ موندلای شئ. د دې لړ په مرسته وړاندې له وړاندې د ټليفوني قراردادونو په اړه په مهمو ټکو پوهېدلای شئ.

زما لپاره کومه ټليفوني شبکه غوره ده؟

دا چې ستاسې لپاره کومه شبکه غوره ده؛ ستاسې د اوسېدو له ځای سره اړه لري. د مجلو د شمېرو له مخې د D1 (Telekom) D2 (Vodafone), O2  او E-Plus شبکې له نورو غوره او چټکې دي. تاسې کولای شئ د شبکو چټکتيا د هر شرکت په (Netzausbaukarten) يا د پوښښ په نقشو کې وګورئ. دلته د سترو شبکو د پوښښ د نقشو لېنکونه موندلای شئ.

چېرته او څنګه چارج کېدونکی سيمکارت (Prepaid) پېرلای شم؟

سيمکارتونه د ټليفون په پلورنځيو، سوپرمارکېټونو، کيوسکونو، ځينو وړو هټيو او يا هم په مخامخ ډول د ټليفوني شبکو له څانګو ترلاسه کولای شئ. د سيمکارت فعالولو لپاره بايد له ځان سره د پېژندنې سند ولرئ او يا يې وروسته په خپله په انلاين ډول فعال کړئ. همدا شان کولای شئ د ډوچ پوست په يوه څانګه کې هم سيمکارت فعال کړئ.

د پېژندنې د سند په توګه د استوګنې د اجازې اوسوايس، ډولډونګ او يا د لنډمهالې اجازې سند ټول کار ورکوي. البته ځينې وخت د دې سندونو ثبتول لږ څه ستونزمن وي. تر ټولو آسانه لار په خپله په پلورنځي کې د سيمکارت فعالول دي. که په دې ځايونو کې او همدا شان په انلاين ډول د سيمکارت فعالول ناشوني وي؛ کولای شئ په خپله سيمه کې د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) سره اړيکه ونيسئ. د دې مرکزونو له کارکوونکو سره د ټليفون، برېښناليک يا په مخامخ ډول اړيکه نيولای شئ. دلته د دې لېنک له لارې په خپل شاوخوا کې د دې مرکز يوه څانګه موندلای شئ.

چېرته او څنګه د موبايل (وروسته لګښت) قرارداد کولای شم؟

که غواړئ د يوه اوږدمهاله قرارداد له مخې سيمکارت (Post-Paid) واخلئ، کولای شئ د ټليفوني خدمتونو يوه مرکز ته ورشئ او يا د دوی وېبسایټ وګورئ. پر ځينو وېبسایټونو اړوند قراردادونه کښته کولای؛ پرېنټ کولای او لاسليکولای شئ. پر ځينو نورو بيا بايد انتظار وکړئ څو اړوند شرکت پرېنټ شوی قرارداد درته راوليږي او تاسې يې له لاسليک وروسته بېرته ورولېږئ.

د تېروتنو او ناسم پوهاوي د مخنيوي لپاره غوره ده چې په خپله د ټليفوني خدمتونو يوې څانګې ته ورشئ او د مالوماتو له ترلاسه کولو وروسته قرارداد لاسليک کړئ. په ياد مو وي چې د غلطيو د مخنيوي لپاره ټول قرارداد له لاسليک مخکې په غور ولولئ. البته ضرور نه ده چې قرارداد سملاسي په پلورنځي کې لاسليک کړئ. تاسې کولای شئ هغه له ځان سره کور ته يوسئ او له لوستلو او مشورې وروسته يې لاسليک کړئ. . که په جرمني ژبه سم نه‌ پوهېږئ؛ غوره به وي چې له لاسليک وړاندې له يو چا څخه د قرارداد د ژباړې لپاره مرسته وغواړئ. په قراردادونو کې ځيني وخت ډېر مهم مالومات د قرارداد په څنډو کې ليکل شوي وي.

که په جرمني ژبه سم نه‌ پوهېږئ؛ غوره به وي چې له لاسليک وړاندې له يو چا څخه د قرارداد د ژباړې لپاره مرسته وغواړئ. په قراردادونو کې ځيني وخت ډېر مهم مالومات د قرارداد په څنډو کې ليکل شوي وي. ټولې شبکې د اوسېدو لنډمهالی سند يا ډولډونګ نه قبلوي.

يادونه: هېڅ وخت د کور په مخ کې يا د سړک پر سر د ټليفون قرارداد مه کوئ. تل له لاسليک وړاندې ټول شرطونه او مادې په غور ولولئ. په دې ډول کولای شئ په راتلونکې کې د ستونزو مخنيوی وکړئ.

څنګه کولای شم د لوړو ټليفوني بېلونو مخنيوی وکړم؟

د لوړو ټليفوني بېلونو لپاره ډېر دليلونه شته. په دې لړ کې د ‌‌ډاټا اتومات کارېدل، په بهر کې له ټليفون څخه ګټه اخستل، اتومات اوسمهالي کېدل يا اپډېټ، په يوه خدمت کې ناغوښتل شوی ګډون او يا بهرنۍ اړيکې دي.

د ډاټا اتومات کارېدل: ډېرې شبکې د انټرنېټ د ډاټا له ختمېدلو وروسته په اتومات ډول نوره ډاټا ورکوي. دا اضافه ډاټا ښايي ډېره ګرانه وي. په ياد مو وي چې دا ډول اتومات لګښت خامخا بند کړئ. دا کار د ټليفوني شرکت پر وېبسایټ او يا د هغوی د مشتريانو شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې کولای شئ. ښه به وي چې د دې بنديز تاييد په ليکلې ډول وغواړئ.

په بهر کې د ټليفون کارول: که په بهر کې انټرنېټ کاروئ؛ ځينې وخت بايد د رومېنګ په نوم اضافي لګښتونه ورکړئ. د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر څنګ، په ليښتن‌شتاين، آيسلنډ او ناروې کې هم د رومېنګ فيس نشته. په نورو هېوادونو کې بايد دا فيس په مياشت کې په معمول ډول له ۶۰ يورو زيات نه شي. د دې لګښتونو د مخنيوي لپاره غوره ده چې په خپل ټليفون کې د رومېنګ خدمتونه غيرفعال کړئ. دا کار د خپل ځيرمن ټليفون په تنظيماتو کې کولای شئ. که وړيا وای فای هم کاروئ؛ په ياد مو وي چې رومېنګ مو غيرفعال وي. ځينې وخت د وای فای له قطع کېدلو سره په اتومات ډول د موبایل ډاټا کارول کيږي او دا کار ښايي زيات لګښت ولري.

اتومات اوسمهالېدل: ډېری ځيرمن ټليفونونه په اتومات ډول اپليکېشنونه اپډېټ يا اوسمهالي کوي. که وای فای فعال نه وي؛ ښايي ټليفون مو د دې کار لپاره خپله ډاټا يا کرېډټ وکاروي. دا کار ښايي ډېرې ډاټا ته اړتيا ولري او د کاروونکي لپاره به زيات لګښت ولري. د دې لګښتونو د مخنيوي لپاره د خپل موبایل په تنظيماتو کې اتومات اپډېټ بند کړئ.

په خدمتونو کې ګډون: ځينې وخت په ځينو لاټريو يا ازموينو کې له ګډون سره په اتومات ډول په ځينو ناغوښتل شوو خدمتونو کې داخلېږئ. غوره به وي چې په لاټريو او ازموينو کې له ګډون مخکې د هغوی شرطونه په غور ولولئ او تر دې لا غوره دا ده چې هېڅ ګډون پکې ونه کړئ. دا ډول ګډونونه بيا په سختۍ لغوه کيږي ځکه تاسې نه پوهېږئ چې چېرته او له چا څخه د هغه د لغوه کولو غوښتنه وکړئ.

نړيوالې ټليفوني اړيکې او انټرنېټ: نړيوالې اړيکې په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ په خپل هېواد کې د کورنۍ له غړو يا ملګرو سره د وټزاپ يا نورو ورته خدمتونو په نه شتون کې اړيکه ونیسئ؛ ډېرې مهمې دي. ستاسې ټليفوني قرارداد ته په کتو ښايي د دې اړيکو لګښت ډېر زيات وي. د بهرنيو اړيکو لپاره يوه بله ټاکنه کالېنګ کارډ دی. په جرمني کې دا کارت په زياتو پلورنځيو، ټليفوني مرکزونو او بهرنيو سوپرمارکېټونو کې ترلاسه کولای شئ. دا ډول کارتونه ټاکلې اندزه کرېدت لري چې په مرسته يې کولای شئ په ارزانه بيه ټليفوني اړيکې ونیسئ.

ما ته د ټليفوني شبکې له لوري د ډېرو پیسو بېل راغلی دی؛ څه وکړم؟

د ټليفون اړيکو د ډېرو پیسو بېل د ډېرو کاروونکو لپاره حيرانوونکی وي او که څوک يې پرې نه کړای شي؛ ښايي په ستره ستونزه ورته بدل شي. پر داسې مهال بايد چټ غبرګون وښودل شي. که څوک ونه پوهيږي چې ولې يې دا بېل ترلاسه کړی دی؛ سملاسي بايد په ليکلې بڼه شرکت ته خپل اعتراض وليږي. دا کار د بېل له ترلاسه کولو وروسته د ۸ اونيو په موده کې کولای شئ. البته غوره ده چې هر څومره ژر ګام واخستل شي. په خپل اعتراضيه ليک کې بايد څرګنده کړئ چې ولې د دې بېل له ورکړې يا لګښتونو سره مخالف لرئ. د دې تر څنګ له دوی دا هم بايد وغواړئ چې د ټولو لګښتونو جزئيات درکړي. دوی ته د ځواب لپاره درې اونۍ وخت وټاکئ. په داسې وختونو کې د مصرفوونکو مرکز هم له ستاسې سره مرسته کولای شي.

هر وخت مو پام وي چې د بېلونو د هغې برخې پیسې ورکړئ چې تاسې ته يې لګښتونه مالوم وي او‌ پرې پوهېدلي ياست. که اړونده شبکه ستاسې له اکونټ څخه په اتومات‌ ډول پیسې وباسي؛ بېرته يې راستنې کړئ او يوازې د هغې برخې پیسې ورولېږئ چې تاسې پرې پوهېدلي ياست. له دې سره دوی ته د پوست يا برېښناليک له لارې خپل اعتراض او په رسيد د پوهېدلو ليک ولېږئ. که دا کار وکړئ؛ شبکه نه شي کولای ستاسې ټليفون يا انټرنېټ بند کړي. البته دوی کولای شي د نه ورکول شوو بېلونو لپاره د بيا راټولولو په نوم (Mahnkosten) د يو څه اضافي پیسو غوښتنه وکړي.

په داسې حالاتو کې د ټليفوني يا انټرنېټي خدمتونه شبکه دوې لارې لري:

1.  هغوی ستاسې اعتراض مني او بياځلې د لږ لګښتونو بېل درته راليږي.

2.  ستاسې اعتراض ردوي او په بېل کې د ټولو ليکل شوو پیسو غوښتنه کوي. پر داسې مهال بايد د لګښتونو لست، يو پر يو وګورئ او که اړتيا وي؛ بيا اعتراض وکړئ. دا اعتراض د هغو خدمتونو پر وړاندې کولای شئ چې تاسې نه وي غوښتي او يا مو ګټه نه وي ترې اخستې. غوره به وي چې په داسې وختونو کې د مصرفوونکو له مرکز څخه مرسته وغوښتل شي.

چېرته او څنګه کولای شم خپل ټليفوني قرارداد لغوه کړم؟

په عمومي ډول د تړون د لغوه کولو موده په قراردا کې ليکل کيږي. د ټليفوني قراداد د لغوه کولو لپاره بايد په ليکلې بڼه غوښتنه وکړئ. دلته له دې لېنک څخه د لغوه کولو د ليک يوه بېلګه ترلاسه کولای شئ. په دې ليک کې پته بدله کړئ؛ خپل نوم، د مشتري مسلسله شمېره، برېښناليک او نور مالومات وليکئ او له لاسليک وروسته يې د پوست له لارې د خپلې شبکې مرکز ته ولېږئ. ځينې شبلکې په انلاين توګه هم د لغوه کولو پروسه پر مخ وړي او له دوی سره د دوی د وېبسایټ يا برېښناليک له لارې اړيکه نيولای شئ. د دې تر څنګ د اکثر شبکو د خدمتونو شمېرې وړيا دي او له دوی نه په دې شمېرو د لغوه کولو يا فسخه کولو په اړه مالومات موندلای شئ. که خپله د قرارداد لغوه کول درته ستونزمن وي؛ کولای شئ د (Aboalarm) په شان له یوه بل شرکت څخه وغواړئ چې ستاسې لپاره دا کار وکړي. البته دا شرکتونه د خپل کار په مقابل کې يو څه پیسې غواړي.

په ياد مو وي چې خپل قرارداد پر وخت او د قرارداد د لغوه کولو د مودې له ختمېدو وړاندې لغوه کړئ. په عمومي ډول د لغوه کولو ليک بايد د قرارداد له ختمېدو درې مياشتې وړاندې ولېږل شي. که حتا يوه ورځ هم ناوخته دا کار وکړئ؛ قرارداد به مو په اتومات ډول د يوه بل کال لپاره وغځول شي. د دې تر څنګ ښايي د هر قرارداد له دوه‌کلنې مودې وروسته د هغې لغوه کول ګټور وي؛ ځکه نورې شبکې بيا د نوي قرارداد په مقابل کې تخفيفونه درکوي او ښايي له ځينې يې له پخوانۍ هغې ښه خدمتونه وړاندې کړي.

يادونه: هغه قراردادونه چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته کيږي، د تر ټولو لږ مودې (Mindestlaufzeit) له تېرېدلو وروسته يې په هره مياشت کې چې وغواړئ لغوه کولای شئ.

که د ټليفون يا انټرنېټ کوم قرارداد مو کړی وي؛ يا مو له وخت مخکې د لګښت د ورکړې سيمکارت پېرلی وي او سملاسي مو پام شي چې کومه غلطي مو کړې ده؛ کولای شئ له لاسليک وروسته د دوو اونيو په د ننه کې قرارداد لغوه کړئ. د لغوه کولو پر مهال روښانه کړئ چې نه غواړئ په قرارداد کې شامل شئ. که کوم سيمکارت يا کوم موبایل مو ترلاسه کړی وي؛ بايد بېرته يې تسليم کړئ. له دې کار وروسته ستاسې پیسې بېرته درکول کيږي. دلته له دې لېنک څخه د بېرته ورکړې د ليک يوه بېلګه ترلاسه کولای شئ.

آيا د ټليفوني شرکت له بدلولو سره خپله پخوانۍ شمېره ساتلای شم؟

که د خپلو ټليفوني خدمتونو شرکت بدلوئ؛ کولای شئ خپله پخوانۍ شمېره وساتئ. د دې کار لپاره بايد له پخواني شرکت سره د قرارداد لغوه کولو پر مهال د خپلې شمېرې ساتلو غوښتنه وکړئ. دا کار د هغوی د مشتريانو پر انلاين پاڼه او يا د اړيکو د شمېرې په مرسته کولای شئ. له دې وروسته نوي شرکت ته خپله شمېره او د پخواني شرکت نوم ورپه ګوته کړئ څو دوی يې له ځان سره ثبت کړي. د شمېرې لپاره د شرکت د بدلولو نور کار بيا دوی مخ ته وړي. 

د غيرقانوني ډاونلوډ په اړه خبرداری

په انټرنېټ کې د فلمونو کتلو او موزيک ډانلوډولو پر مهال بايد ډېره پاملرنه وکړئ ځکه د ډېرو انلاين فايلونو کښته کول يا ډانلوډول غيرقانوني دي. په جرمني کې د غيرقانوني ډانلوډ په اړه قوانين سخت دي او دا کار ښايي سلګونه یورو يا زياته جريمه له ځان سره ولري. دلته په دې اړه په انګليسي ژبه يو راپور لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: