په جرمني کې د ملتيا (Patenschaften) او لارښوونې (Mentoring) پروګرامونه

اوسمهالیز 05.07.2023

څوک له ما سره په جرمني کې د تګلوري موندلو او ژوند جوړولو لپاره مرسته کوي؟

جرمني ته تازه راغلي ياست او يو دم هر څه بدل شوي دي؟ فکر کوئ چې خپله به خپل تګلوری ومومئ؟ د دې کار اړتيا نشته. په جرمني کې ډېرې مشورتي ادارې او بنسټونه له تاسې سره د سندونو چمتو کولو او يا قانوني ستونزو د حل په شان مسلو کې مرسته کوي. دا کار ښه دی خو د شخصي اړيکو او فردي مرستې ځای نه شي نيولای. غوره دا ده چې يو څوک د اوږده مهال لپاره له تاسې سره مل وي او د پوښتنو حلولو يا ترمينونو په شان د ورځينو اړتياوو پر مهال مو مرسته وکړي. له دې ډول کسانو سره هر وخت خبرې کولای او خالي وخت تېرولای شئ. دا ډول کسان تاسې ته د يوه ملګري او يا د کورنۍ د غړي په شان کيږي. پوښتنه دا ده چې دا ډول کسان څنګه موندلای شو؟ د دې کسانو موندلو لپاره يو غوره ځای د لارښوونې پروګرامونه (Mentoring-Programm) دي. دا پروګرامونه وړيا دي او خلک په رضاکارنه ډول کار ورسره کوي. 

يادونه: که په جرمني کې مو زيات وخت تېر شوی وي، بيا هم کولی شئ د ملتيا له ګټو برخمن شئ. دا مهمه نه ده چې خپله مرسته غواړئ او که د جرمني د ژوند په اړه ترلاسه شوې پوهه له نورو سره شريکول غواړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

۱. د لارښوونې ټولنيز پروګرامونه او ملتيا څه ده؟

که جرمني ته تازه راغلي ياست او څوک مشوره درکړي او مرسته درسره وکړي، ژوند به مو اسانه شي. له همدې کبله د لارښوونې ټولنيز پروګرامونه (Mentoring-Programme) د ملتيا (Patenschaften) اسانتياوې وړاندې کوي. لارښوونکي هغه کسان دي چې غواړي له نويو کسانو سره په جرمني کې د هغوی د ژوند په پيلولو کې مل شي. دوی له تاسې سره مرسته کوي چې په جرمني کې خپل تګلوری ومومئ او په ټولنيز ژوند کې ګډون وکړئ. البته دوی هم غواړي له تاسې يو څه زده کړي. د بېلګې په شان ستاسې نړۍ‌ليد، ژبه، کلتور او داسې نور.

د ملتيا لپاره د يوه کس موندلو لپاره بايد د لارښوونې په ټولنيزو پروګرامونو کې ګډون وکړئ. 

يادونه: هغه کس چې مرسته کوي، لارښود (Mentor*in) او هغه کس چې مرسته ترلاسه کوي، لارښوونه ترلاسه کوونکی (Mentee) بلل کيږي.

د (Menschen stärken Menschen) فدرالي پروګرام پر وېبسایټ د هغو بنسټونو او ټولنو لړ ليدلای شئ چې په جرمني کې د لارښوونې او ملتيا پروګرامونه وړاندې کوي.

۲. د ملتيا کوم ډولونه شته؟

د ملتيا په ځينو پروګرامونو کې په يوه حلقه (Tandem) کې د ګډون فرصت لرئ. دا ډول ملتيا يو په يو ترسره کيږي او يو لارښود، يو بل چا ته لارښووونه کوي. يوه کورنۍ هم دا ډول ملتيا ترلاسه کولای شي. په دې ډول يو کس د کورنۍ د ټولو غړو ملتيا او لارښوونه کوي.

ملتيا د ماشومانو، ځوانانو او لويانو ټولو لپاره شته. د دې تر څنګ د محصلينو، زړو کسانو او مېرمنو لپاره ځانګړي پروګرامونه هم شته. که ستاسې په ښار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی پروګرام نه وي، کولای شئ د لارښوونې په نورو پروګرامونو کې د ښځينه لارښوونکو پوښتنه وکړئ.

د لارښوونې ګڼ ټولنيز پروګرامونه په ورځني ډول او يا جرمني ته له راتګ وروسته په لومړي سر کې مرسته کوي. ځينې نور بيا د زده‌کړې ملتيا، د کورنۍ دندې مرستې او يا ژبې د زده‌کړې (Sprach-Tandems) په شان برخو باندې تمرکز لري. د ځان ثبتولو پر مهال هلته د خپلې اړتيا وړ برخې په اړه مالومات ورکولای شئ.

 

۳. له ملتيا څخه څه ګټه ترلاسه کولای شو؟

له ملتيا سره يو داسې څوک لرئ چې په مخامخ توګه ستاسې سره خبرې کوي او جرمني ته له راتګ وروسته مرسته درسره کوي. په لومړي سر کې په يوازې ځان د ستونزو حلول سخت دي. 

کولای شئ له داسې کسانو سره وګورئ چې په جرمني کې يې خپل تګلوری موندلی دی او دلته د ژوند تجربه لري. دوی به له تاسې سره هم د دې تجربو د شريکولو له لارې مرسته وکړي چې دلته خپله لاره ومومئ او د ټولنې برخه وګرځئ. دوی همدا شان له تاسې سره د جرمني ژبې په پياوړي کولو کې هم مرسته کولای شي.

يادونه: ډېر وخت په نويو راغلو کورنيو کې ماشومان، په ځانګړې توګه د ښوونځيو زده‌کوونکي په جرمني ژبه کې ښه وي. له دوی ځينې يې د کورنۍ له غړيو سره د سندونو د ژباړې، دفترونو يا ډاکټرانو ته د تګ او له مامورينو سره د خبرو پر مهال مرسته کوي. دا کار ښايي د دوی لپاره دروند او يو اضافي بار وي. ځکه نو ښه ده چې د ملتيا په لټه کې شئ او په دې ډول د خپلو ماشومانو ساتنه وکړئ.

۴. لارښوونکي په کومو برخو کې مرسته کولای شي؟

لارښوونکي کولای شي له تاسې سره ترمينونو ته ولاړ شي؛ په اداري کارونو، کار موندنې او يا هم کرايي کور پيدا کولو کې مرسته وکړي. که ماشومان مو وړکتون يا ښوونځي ته ځي، په دې برخه کې هم مرسته کولای شي.

دا يوازې يو څو بېلګې دي خو له دې پرته په نورو ډېرو برخو کې مخامخ مرسته ترلاسه کولای شئ. 

له دې پرته له لارښوونکو سره په ګډه، د ګرځېدا، سينما يا موزيم ته تګ او پخلي په شان فعاليتونه هم ترسره کولای شئ. ښايي ستاسې دا اړيکه په ملګرتيا بدله شي. د بحثونو او خبرو په پايله کې ستاسې د جرمني ژبې مهارتونه هم پياوړي کېدای شي.

يادونه: لارښوونه او ملتيا همکاري ده او يواړخيزه نه شي کېدای. دواړه لوري يو او بل ته يو څه ورزده کوي او له نورو ژبو سره بلديږي.

۵. څنګه يو پر بل باور وکړو؟

د لارښوونې ټولنيز پروګرامونه د کيف‍يت معيارونه په پام کې نيسي او لارښوونکو ته روزنه ورکوي. روزونکي بيا کولای شی د روزنې له ترلاسه کولو وروسته له يوه کس سره ملتيا وکړي. په دې ډول دوی کولای شي په ښه ډول خپله دنده ترسره کړي. 

دا کسان له نورو سره په رضاکارانه ډول او له معاش ترلاسه کولو پرته مرسته کوي. دې کار ته په خپله خوښه کار (ehrenamtliches Engagement) وايي. لارښوونکي ډېر وخت په دې پروګرامونو کې له دې کبله برخه اخلي چې غواړي له نورو خلکو سره مرسته وکړي، له نورو سره کلتوري تبادله ولري او په ټولنه کې مثبت رول ترسره کړي. له دوی ځينو يې په بل هېواد کې د ژوند جوړولو تجربه درلودلې ده. که دا ډول څوک ستاسې تر څنګ وي او مرسته مو وکړي، ډېر به ښه وي او دوی دا کار په پوره ژمنتيا او مسؤوليت ترسره کوي.

 

۶. د لارښوونې ټولنيز پروګرامونه څه ډول کار کوي؟

ډېر بنسټونه، ټولنې او پروژې د ټولنيزې لارښوونې پرورګرامونه پر مخ وړي. دا پروګرامونه په مسلکي ډول تيار شو‌ي دي. د لارښوونکو په شان لارښوونه ترلاسه کوونکي (Mentees) هم له وړاندې په دې اړه مالومات ترلاسه کوي او خپلې اړتياوې څرګندوي.

که د ملتيا لپاره يو څوک موندل غواړئ، د لارښوونې له يوه ټولنيز پروګرام سره اړيکه ونيسئ. پر (patenmatch.de) وېبسایټ دا ډول پروګرامونه موندلای شئ. هلته په جرمني، انګليسي، روسي او يا اوکراييني ژبو خپل مالومات زياتولای شئ. هلته اړوند کارکوونکي کولای شي بيا تاسې له يوه وړ پروګرام سره وصل کړي. وروسته به اړوند پروګرام له تاسې سره اړيکه ونيسي او د ملتيا په اړه به مالومات درکړي. تاسې هم په خپل وار څرګنده کړئ چې ستاسې لپاره څه مهم دي. د وړ لارښوونکي يا لارښوونکې موندل ښايي يوه مياشت يا زيات وخت ونيسي. له لارښوونکي سره له پېژندلو وروسته له هغه سره د خپلو اړتياوو او مرستې ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړئ.

يادونه: د يو بل پېژندلو لپاره يو څه وخت ته اړتيا ده او که دا وخت زيات شي، ستونزه نشته.

د لارښوونې ترلاسه کلوو پر مهال، د پروګرام چمتو کوونکي د لارښوونکي (Mentor*in) او لارښوونه ترلاسه کوونکي (Mentee) دواړو ملاتړ کوي. په دې کې ښايي له نورو دې ډول کسانو سره ليدنې کتنې او ګډ کار شامل وي. د لارښوونې موده ښايي ۶ مياشتې يا يو کال وي. له دې مودې پوره کېدو وروسته د پروګرام په نورو فعاليتونو کې ګډون وکړئ او د ټولنې برخه شئ.

مهم: که د لارښوونکي په خبرو نه پوهېږئ، لومړی يې هغه ته روښانه کړئ. ښايي تر منځ مو ناسم پوهاوی رامنځته شوی وي. د لارښوونې د پروګرام اړوند مامورين هم مرسته کولای شي. په داسې حالت کې خامخا يوه حللاره شته.

پاملرنه: د لارښوونکې او ملتيا ډېر پروګرامونه په انګليسي او جرمني ژبه دي او په هغو کې د برخه اخستلو لپاره د جرمني يا انګليسي ژبې زده‌کړه اړينه ده. د اړيکې پر مهال څرګنده کړئ چې په کومه ژبه خبرې کوئ. ښايي داسې څوک هم وموندل شي چې ستاسې په ژبه خبرې وکړي. په خپله ژبه د خبرې کوونکي کس د موندلو چانس په هغو پروګرامونو کې زيات دی چې خپله د کډوالو له لوري پر مخ وړل کيږي.

 

۷. د لارښوونې په ټولنيز پروګرام کې د ګډون لپاره بايد څه وکړم؟

د لارښوونې په پروګرامونو کې د ګډون لپاره د (Start with a Friend) په شان پروګرامونو سره مخامخ اړيکه نيولای شئ. دوی له شلو په زياتو ښارونو کې د ملتيا وړانديزونه لري.

پر (patenmatch.de) وېبسایټ د انلاين فورمې له کولو وروسته هم د لارښوونې له ګڼو پروګرامونو سره وصل کېږئ. 

يادونه: په هر ښار او هر کلي کې د لارښوونې پروګرامونه نشته. په ځينې ځايونو کې ښايي سيمه‌ييزې ټولنې يا حکومتي ادارې ورته پروګرامونه پر مخ بوځي. په خپل استوګنځای کې له ټولنيزو کارکوونکو په دې اړه وپوښتئ. د دې تر څنګ د ښاروالۍ په اداره او يا هم د کډوالو لپاره په مشورتي ادارو کې پوښتنه وکړئ. زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته د خپلې سيمې مشورتي ادارې موندلای شئ.

۸. له ملتيا کوونکي څخه بايد د څه تمه وشي او هغه څه تمه لري؟

لارښوونکي په رضاکارانه ډول او خپله خوښه له تاسې سره مرسته کوي. که فکر کوئ چې اړينه مرسته نه شئ ترلاسه کولای، له هغه سره خبرې وکړئ. 

يادونه: په ياد مو وي چې لارښوونکي هم خپل شخصي ژوند او کارونه لري. دوی به ښايي کار ته ځي، ترمينونه به لري، شخصي وخت تېرول به غواړي او له کورنۍ سره به وخت تېروي. دوی نه شي کولای ۲۴ ساعته تاسې ته حاضر وي. دا به غوره وي چې په لومړي سر کې دا روښانه کړئ چې دواړه کله وخت لرئ او څه ډول مرسته به درسره کيږي.

په ملتيا کې ستاسې رول ښايي متفاوت وي. ستاسې لارښوونکي هم له تاسې ځينې تمې لري. ښه به وي چې په لومړي سر کې دا روښانه کړئ او په اړه يې خبرې وکړئ. د ملتيا د ښې اړيکې جوړولو لپاره دا مهمه ده چې دواړه په ژمنو عمل  وکړئ. يوازې په دې ډول کولای شئ ښه ملتيا او يا هم اوږدمهاله ملګتيا جوړه کړئ.

 

۹. د ملتيا لپاره بايد پیسې ورکړل شي؟

نه. د لارښوونې روزنيز پروګرامونه وړيا دي او روزونکي له تاسې د پیسو غوښتنه نه کوي.

۱۰. زما په ژبه د لارښوونې پروګرامونه شته؟

د کډوالو په اړوند بنسټونو کې دا چانس شته چې په خپله ژبه د لارښوونې يو پروګرام ومومئ. لاندې بنسټونه د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې د لارښوونې پروګرامونه وړاندې کوي:

تاسې کولای شئ په خپله سيمه کې د اړوند بنسټونو او ټولنو وېبسایټونه وګورئ او د لارښوونې يا ملتيا د ‍پروګرامونو لټون وکړئ. د ځينو پروژو پر وېبسایټونو هم دا ډول مالومات موندلای شئ. هلته بيا وپوښتئ چې دا پروګرامونه په کومو ژبو وړاندې کيږي. له دوی سره د اړيکې نيولو پر مهال د ښار او ثبتېدلو په شان نورو مالومات هم ترلاسه کولای شئ.

 

۱۱. د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره هم د ملتيا پروګرام شته؟

په اروپا کې د جرمن ځوانانو فدرالي ټولنې پر وېبسایټ داسې پروژې موندلای شئ چې د ځوانانو او ماشومانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي. له دې ډلې ځينې يې د لارښوونې او ملتيا پروګرامونه هم لري. هلته د اړوندو بنسټونو پر وېبسايټ نور مالومات هم موندلای شئ. 

پر (Schülerpaten Deutschland e.V) وېبسایټ هم ګڼ وړانديزونه او مرسته ترلاسه کولای شئ. د لارښوونې دا پروګرام د ملتيا، سفرونو، ورکشاپونو او نورو پروژو ګڼ وړانديزونه لري او په برلين، دورتموند، فرانکفورت، هامبورګ، مېرزبورګ او مونشن کې څانګې لري. د دې ادارې لارښوونکي هره اونۍ له زده‌کوونکو سره ګوري او په کورنيو دندو کې مرسته ترلاسه کوي. د دې تر څنګ دواړه کولای شي په ټولنيزو فعاليتونو کې ګډون وکړي او خپل مهارتونه پياوړي کړي. 

پر (patenmatch.de) وېبسایټ د انلاين فورمې له کولو وروسته هم د لارښوونې له ګڼو پروګرامونو سره وصل کېږئ.

۱۲. زه هم کولای شم لارښوونکی شم؟

هو. تاسې خپله هم کولای شئ د لارښود په توګه کار وکړئ. د بېلګې په توګه هغه لارښوونه ترلاسه کوونکي (Mentees) چې په ټولنه کې يې ځان ته ځای موندلی او په هر څه پوه شوي دي، کولای شي له اوس له نورو سره مرسته وکړي. د دې کار لپاره همالته د لارښوونې په پروګرام کې پوښتنه وکړئ او ښايي دا فرصت ولرئ چې کار پيل کړئ. البته اړ نه ياست چې دا کار وکړئ. 

هغه کسان چې پخوا يې لارښوونه نه ده ترلاسه کړې، هم کولای شي اوس لارښوونکي شي. د دې کار لپاره پر (patenmatch.de) وېبسایټ يو بنسټ وټاکئ او د لارښوونکي يا (Mentor*in) په توګه ځان ثبت کړئ. همدا شان پر (Start with a Friend) وېبسایټ هم ځان د لارښوونکي په توګه ثبتولای شئ. دوی به وروسته له تاسې سره اړيکه ونیسي او مالومات به درکړي.

پر (Neustart im Team) هم ځانونه د لارښوونکي په توګه ثبتولای شئ. د دې پروګرام له لارې د ځانګړو اړتياوو له لرونکو کډوالو سره مرسته کيږي او موخه يې په ټولنه کې د کډوالو د مېشتېدنې اسانول دي. په دې توګه دوی اړمن کس ته د نورو مرستو تر څنګ کور هم ورکوي.

۱۳. نور په کومو ځايونو کې له خلکو سره بلدېدای شم؟

د لارښوونې د ټولنيزو پروګرامونو تر څنګ د خبرو په خونو (Sprachcafés) يا سپورتي کلبونو کې هم له نورو کسانو سره د بلدېدلو فرصت لرئ. زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو او لټون پر ماشين هم د خپلې سيمې اړوند شپرخ کفې يا بله اړوند اداره موندلای شئ.

مهم

د لارښوونې پروګرامونه له کډوالو، اړمنو کسانو، محصلانو، مېرمنو، زړو کسانو، ماشومانو او نورو تازه راغلو کسانو سره د مرستې لپاره دي او جرمني ته له رارسېدو وروسته له دوی سره د ټولنيزو اړيکو په جوړولو او مېشتېدلو کې ګټور تماميږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: