په جرمني کې اروايي او ذهني روغتيا ته پاملرنه

Das Bild zeigt eine Psychologin, die mit ihrer Patientin spricht.
اوسمهالیز 26.05.2023

له کومه ځايه ټولنيزه-ارواپوهنيزه مرسته ترلاسه کولای شو؟

زموږ او ستاسې له ډلې ډېرو سخت حالتونه تجربه کړي دي او ځيني کسان ښايي اوس له فشار، ډار، تاوتريخوالۍ يا بې‌وسۍ سره مخ وي. دا حالت ښايي په اصلي هېواد، پر لار او يا هم په جرمني کې رامنځته شي. له دې تجربو او احساساتو سره مخ کېدل او مبارزه اسانه نه دي. په داسې حالت کې د ستړيا او اظطراب په شان حالت بيخي عادي دی خو مهمه دا ده چې په ښه توګه د ځان ساتنه وکړو او د اړتيا پر مهال د خپلو تجربو او شونو رامنځته کېدونکو ستونزو د شريکولو لپاره مرسته وغواړو.

دلته به د ټولنيزې- ارواپوهنيزې مرستې ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

زما حالت ښه نه دی، څوک مرسته کولای شي؟

له سخت حالت څخه له تېرېدو او يا هم اوسنيو ستونزو سره د مخ کېدو پر مهال تر فشار لاندې کېدل او د مرستې غوښتل بيخي عادي خبره ده. تاسې کولای شئ انلاين او يا هم د ټليفون له لارې په ګڼو ژبو مرسته او مشوره ترلاسه کړئ.

  • پر (ipso-care) وېبسایټ په انلاين، وړيا او ناپېژانده توګه له تجربه‌کارو مشوره ورکوونکو څخه مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په پښتو، جرمني، انګليسي، فرانسوي، ترکي، روسي، اوکراييني، سوماليايي، ايټاليايي، دري، عربي، تيګرانيايي او برمايي ژبو خبرې کوي.
  • که عاجلې مرستې ته اړتيا وي، کولای شئ (Telefon-Seelsorge) ادارې ته په (۰۸۰۰۱۱۱۰۱۱۱) شمېره زنګ ووهئ. د (Muslimische Seelsorgetelefon) ادارې ته هم په (۰۳۰۴۴۳۵۰۹۸۲۱) شمېره زنګ وهلای او په عربي، ترکي او اردو مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي او مشوره يې وړيا ده. د دې تر څنګ د روغتونونو له اروايي څانګې سره هم اړيکه نيولای شئ. دا ډول روغتونونه پر (psychenet.de) وېبسایټ موندلای شئ.
  • پر (almhar.org) د اروايي روغتيا په اړه د لارښوونو يو اپ موندلای شئ. دا اپ د معمول اروايي ستونزو په اړه مالومات او حللارې وړاندې کوي. دا اپ په انګليسي، عربي او فارسي ژبو دی.
  • د (Refugee-trauma.help) اداره هم په جرمني، فارسي، انګليسي، عربي، هسپانوي، تيګرانيايي او اوکراييني ژبو د تراوما په اړه مالومات ورکوي. دلته د تراوما د څرنګوالي، درملنې او نورو موضوعاتو په اړه مالومات او تمرينونه ځای پر ځای شوي دي.
  • د ځاني مرستې ډلې (Selbsthilfegruppen) هم د ځينو کسانو لپاره ګټورې تمامېدای شي. په دې ګروپونو کې له هغو کسانو سره مخ کېږئ چې ورته ستونزې لري. دا ډلې بيا د يوه درملګر/درملګرې له لوري رهنمايي کيږي. پر (nakos.de) وېبسایټ د دې ډلو په اړه مالومات پلټلای شئ. دا ډلې له جرمني ژبې پرته په نورو ژبو هم شته.
يو داسې چا ته اړتيا لرم چې خبرې راسره وکړي، څه کولای شم؟

که يوازې داسې چا ته اړتيا لرئ‌ چې خبرې مو واوري او يا خبرې درسره وکړي، کولای شئ د (virtualsupporttalks.de) له کارکوونکو سره اړيکه ونیسئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي، روسي او اوکراييني ژبو خبرې کوي او ستاسې خبرو ته غوږ نیسي. له دوی سره د برېښناليک له اړيکه نيولای شئ او دوی بيا په ۲۴ ساعتونو کې تاسې ته زنګ وهي. د دې ادارې خدمتونه هم وړيا دي.

همدا شان د (Muslimische Seelsorgetelefon) ادارې ته هم په (۰۳۰۴۴۳۵۰۹۸۲۱) شمېره زنګ وهلای او په عربي، ترکي او اردو مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي او مشوره يې وړيا ده. د دې تر څنګ کولای شئ (Telefon-Seelsorge) ادارې ته په (۰۸۰۰۱۱۱۰۱۱۱) شمېره زنګ ووهئ او وړيا مشوره ترلاسه کړئ. دوی ته زنګ وهل او خبرې کول ټول وړيا دي.

له بل چا سره له کومې لارې مرسته کولای شو؟

په عمومي توګه هر څوک د يو چا خبرو ته په غوږ اېښودلو او له هغوی سره په شتون مرسته وکړي خو لومړی بايد ځان وپوهوئ.

  • د (IOM) پر وېبسایت د اروايي مرستې د لومړيو ګامونو په اړه يوه مالوماتي پاڼه موندلای شئ. دا پاڼې په جرمني، انګليسي، اوکراييني او روسي ژبو دي. د نورو شیانو تر څنګ، د زیانمنو کسانو سره د چلند د څرنګوالي او د باډي ‌لنګوچ په اړه مهمې لارښوونې موندلای شئ.
  • پر (mhfa-ersthelfer.de) هم په جرمني، انګليسي، اوکراييني او روسي ژبو د هغو کسانو لپاره ۲۰ لارښوونې موندلای شئ، کوم چې د مهاجرو پالنه کوي. که خپله هم کډوال ياست، دا لارښوونې په ورځني ژوند کې له نورو سره د چلند پر مهال مرسته کولای شي.
  • پر (Refugio München) وېبسایټ له نورو سره د مرستې او ځان ته د پاملرنې په اړه مهم مالومات ترلاسه کولای شئ.
  • د کډوالو او شکنجې د قربانيانو لپاره د فدرالي درملنې د ټولنې پر پاڼه له زيانمنو کسانو سره د چلند يو بشپړ لارښود (Praxisleitfaden) ترلاسه کولای شئ.
  • د (United at Ipso) پروژې په غونډو کې هم ګډون کولای او د تراوما په اړه ډېر مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې غونډو کې د ګډون لپاره (ipsocontext.org) وېبسایټ پرانيزئ.
تراوما (Trauma) څه ته وايي؟

تراوما يوه احساسي، ذهني يا اروايي ضربه ده. زموږ د بدن په شان، زموږ ذهن يا روان هم ښايي د ځينو پېښو له کبله زيانمن شي. له تاوتريخوالی سره جرم، طبيعي پېښې، جګړه، تېښته، شکنجه، زورزياتی، جنسي تېری، سخت ټکر، د وهلو ټکولو تهديد، د نږدې چا مړينه او سخته ناروغي هغه معمول پېښنې دي چې ښايي له کبله يې تراوما رامنځته شي.

دا پېښې په اړوند کس فشار راوړي او د ماتې، وېرې او بې‌وسۍ احساس ورکوي. دا غبرګونونه او احساسات ښايي‌ د اوږده مهال لپاره پاته شي او د ناکرارۍ، بې‌خوبۍ، لړزې، خولې کېدو، کانګو، سرګرځي، سابندۍ، په تمرکز کې د ستونزې، د ګنا احساس، غمګينۍ، غوسې، وېرې او نورو سبب شي. ډېر کسان چې له بدو حالتونو تېريږي، نه شي کولای د هغو په اړه فکر کول پريږدي. په داسې حالت کې د ځينو تجربو هېرېدل او د ځينو ډېر روښانه‌ په ياد پاته کېدل هم طبيعي دي.

تراوما څومره دوام کوي؟

ډېر وخت ناخوښ غبرګونونه له څو ساعتونو يا ورځو وروسته کميږي. دا کار هغه وخت کيږي چې ترواما راوړونکی حالت د لنډ وخت لپاره وي او اړوند کس وکړای شي په اسانۍ د پېښې څخه ځان وباسي.

که څوک له دردوونکي حالت سره مقابله ونه کړای شي او له بل چا څخه مرسته ترلاسه نه کړي، ښايي له پېښې وروسته د فشار اختلالاتو، ژور خپګان، روږدتيا، اظطراب او نورو سره مخ شي. يوازې ډاکټران دا تشخيص کولای شي چې څوک له تراوما وروسته فشار او اختلالاتو سره مخ دي او که نه. البته ځينې نښې هم دا خبره روښانولای شي. پر (psychenet.de) وېبسایټ خپله يوه داسې ازموينه ترسره کولای شئ چې حالت مو روښانه کړي.

که له دردناکې پېښې ډېر وروسته هم د هغې له پايلو ځورېږئ، غوره ده چې له يوه ارواپوه سره خبرې وکړئ. ډېر وخت درملنه بستري کېدو ته اړتيا نه لري او يوازې په اونۍ کې يو يا دوه ځله ډاکټر ته ورغوښتل کېږئ.

په ماشوم کې د تراوما تشخيص څه ډول کيږي او څنګه يې مرسته کولای شو؟

که کوم ماشوم يو دردوونکی حالت تجربه کړي او له حالت څخه د وتلو لار ونه مومي، په معمول ډول اونۍ وروسته لاندې نښې پکې راڅرګنديږي:

  • ماشوم د مور او پلار له بېلېدو او يا يوازې کېدو وېره لري.
  • له دليل پرته ژاړي او يا رېږدي.
  • ډېر وخت ځواب نه ورکوي.
  • خپل عمر ته کتو وده نه کوي.
  • ډېر وېريږي.
  • له نورو ماشومانو لرې ګرځي.
  • ډېر وخت خواشينی يا اندېښمن ښکاري.
  • ډېره بداخلاقي کوي.
  • وارخطا وي.
  • ناکراره وي.
  • ډېر وخت زورزياتی کوي.

په داسې وخت کې مهمه ده چې اوس مو ماشوم ته ډاډ ورکړئ او ورځنی حالت په ښه او روښانه توګه سمبال کړئ. دوديز تدبيرونه مرسته درسره کولای شي. خپله او د کورنۍ نور غړي مو بايد له ماشوم سره ډېر وخت تېر کړئ او له د هغو حالتونو له رامنځته کولو ډډه وکړئ چې پر ماشوم اضافي فشار راوړي.

په ياد مو وي چې که ماشوم د پورته يادو شوو نښو ډېرې او د اوږدې مودې لپاره څرګندې کړي، بايد تخصصي مرسته ترلاسه کړئ او د ماشوم درملنه وکړئ.

د درملنې کوم ډولونه شته؟

له تراوما سره د مخ شوو کسانو لپاره د درملنې بېلابېل ډولونه شته. د درملنې په ټولو ډولونو کې ګډ ټکی دا دی چې اړوند کس بايد له زنانموونکو تجربه سره جوړجاړی وکړي څو له هغه حالت څخه ووځي. له تراوما وروسته د اختلالاتو د درملنې لپاره د درملنې لاندې ډولونه کارول کيږي:

  • د اوږدمهاله اړيکې درملنه (Prolonged Exposure Therapy): په دې ډول درمنله کې زيانمن کس د درملنې پر مهال د دردوونکې پېښې په اړه بيا فکر کوي. په دې ډول دا کس يو ځل بيا له رواني ضربې سره مخ کيږي. د درملنې جريان په غږيز کليپ کې ثبتيږي او له زيانمن کس غوښتل کيږي چې په کور کې بيا بيا دې جريان ته غوږ کېږدي. دا کار د احساسي غبرګونونو او رواني نښو د کمښت سبب کيږي.
  • د ادراکي چلند درملنه (Kognitive Verhaltenstherapie): دا درملنه په لومړي سر کې پر فکري غلطی (Denkfehler) باندې کار کوي. ډیری اغیزمن شوي کسان خپل ځان د هغه څه لپاره ملامتوي چې دوی تجربه کړي وي او یا پرې شرمیږي. په CPT درملنه کې، اغیزمن شوي کسان هغه څه لیکي چې دوی تجربه کړي وي. د درملنې موخه د خپل ځان په اړه د هغې ارزونې بدلول دي چې کس يې د خپلو تجربو په اړه لري.
  • د EMDR درملنه (د سترګو د خوځښت حساسيت له منځه وړل او بيا پروسس): په (Eye Movement Desensitization and Reprocessing) درملنه کې، اغیزمن کس د درملګر تر لارښوونه لاندې سترګې خوځوي او په همدې حال کې د پېښې په اړه فکر کوي. دا کار د دردوونکې تجربې په پروسس کولو  او له حالت څخه تېرېدلو کې مرسته کوي.
  • - د NET درملنه (د داستان څرګندولو درملنه): په (Narrative Exposure Therapy) درملنه کې اړوند کس د خپل ټول ژوند کیسه بیانوي او د زيانمنوونکو تجربو په اړه تفصيلي بحث کيږي. په دې توګه دردوونکې پیښې په ښه توګه ډلبندي او پروسس کيږي.
  • - BEPP (Brief Eclectic Psychotherapy for PTSD): دBEPP درملنه د درملنې يو بېل ډول دی چې مختلف عناصر پکې يوځای کيږي. اغیزمن شوي کسان د خبرو اترو، لیکلنيزو دندو او داسې نورو په مرسته له هغه څه سره مخ کيږي او تعامل ورسره کوي، چې دوی ورسره مخ شوي دي.

له دې پرته ډېر وخت د هنري درملنې، موسيقۍ درملنې، اېرګوتراپي (Ergotherapie) او يا د يوګا په شان د اراموونکو تخنيکونو په ګډون له ډېرو نورو نوښتيزو لارو هم کار اخستل کيږي. ډاکټران کولای شي د دې تر څنګ د ژور خفګان ضد درملو په شان درمل هم تجويز کړي.

همدا شان اغېزمن کسان د درملنې په جريان کې د ورځنيو کارونو لپاره هم مرسته ترلاسه کولای شي. د بېلګې په توګه د مسلکي ادغام يا کورنيو ستونزو لپاره مرسته او مشوره ترلاسه کولای شي.

د مناسبې درملنې لپاره بايد چېرته مراجعه وکړو؟

په جرمني کې ډېر ارواپوهان يا درملګران او د درملنې بېلابېل ډولونه شته. ښه به وي چې لومړی له خپل کورني يا عمومي ډاکټر سره خبرې وکړئ. هغوی کولای شي د سمې درملنې ترسره کولو او ارواپوه موندلو لپاره له تاسې سره مرسته وکړئ.

پر (psych-info.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د ارواپوهانو لټون کولای شئ. دلته د درملنې د ډول او يا د بيمې له لوري د ورکول کېدونکو لګښتونو په شان ډېر څه فلتر کولای او بيا لټون کولای شئ. البته لټون يوازې په جرمني ژبه ترسره کيږي. که هلته د خپل ايالت لپاره کومه پايله ترلاسه نه کړئ، کولای شئ پر (bptk.de) وېبسایټ د خپل ايالت پلټنه وکړئ. هلته د خپل ايالت له ټاکلو وروسته د ارواپوهانو يا درملګرو لټون کولای شئ.

د (psychotherapiesuche.de) ادارې له کارکوونکو څخه د ټليفوني اړيکې (۰۳۰۲۰۹۱۶۶۳۳۰) له لارې هم په جرمني ژبه مرسته غوښتلای شئ. دوی ته يوازې دومره ووايئ چې چېرته ژوند کوئ او له درملګرو يا ارواپوه څه غواړئ. دوی بيا تاسې ته وړ ارواپوه او که شونې وي ستاسې په ژبه درملګر درپېژني. د دې ادارې مرسته او مشوره وړيا ده.

ډېر کسان غواړي په خپله ژبه يو ارواپوه او يا درملګر ومومي خو که دا کار شونی نه وي، کولای شئ له ژباړن مرسته وغواړئ. که خپله عايد نه لرئ او د ژباړن پیسې نه شئ ورکولای، کولای شئ له سوسيال‌امت يا جاب‌سنټر څخه مرسته وغواړئ. د دې کار لپاره بايد دوی ته يو غوښتنليک ولېږئ. ښه به وي چې د غوښتنليک برابرولو لپاره له يوې مشورتي ادارې مرسته وغواړئ.

په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د درملنې لګښتونه څوک ورکوي؟

د درملنې لګښتونه له دې سره اړه لري چې څوک روغتيايي بيمه لري او که نه:

د روغتيايي بيمې لرونکي: په عمومي توګه روغتيايي بيمه د درملنې پیسې ورکوي. که څوک دولتي بيمه ولري، بايد فکر مو وي چې درملګر يا ارواپوه مو (Kassenzulassung) ولري. د درملنې د پيل لپاره لومړی بايد ډاکټر يا ارواپوه مشکوک تشخيص (Verdachtsdiagnose) ترسره کړي. د تشخيص دا سند بيا د بيمې دفتر ته لېږل کيږي او هغوی بيا د درملنې تاييد ورکوي. ښه به وي چې په دې اړه لومړی خپل کورني يا عمومي ډاکټر سره خبرې وکړئ.

که څوک لا هم روغتيايي بيمه ونه لري: که څوک لا هم بيمه ونه لري او د بېلګې په توګه د پنا غوښتنې پروسه يې روانه وي، د درملنې لګښتونه يې سوسيال‌امت ورکوي. ښه به وي چې په دې اړه د خپل استوګنځای له ټولنيزو کارکوونکو پوښتنه وکړئ. په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د يادونې وړ ده چې سوسيال‌امت‌‌ ډېر وخت دا ډول غوښتنې ردوي ځکه نه غواړي په هغو کسانو پیسې ولګوي چې لا يې هم د استوګنې د اجازې حالت نامالوم وي. که ستاسې غوښتنه سملاسي رد نه شي، د سوسيال‌امت د ډاکټرانو له لوري يې ارزونه کيږي او هغوی پرېکړه کوي چې سوسيال امت د درملنې لګښتونه ورکړي او که نه.

که د سوسيال امت له لوري ستاسې غوښتنه رد شي، کولای شئ د درملنې له وړيا فرصتونو ګټه واخلئ. په جرمني کې د کډوالو لپاره د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې د درملنې شونتيا شته خو هلته د يوه ځای ترلاسه کول سخت دي او دا ځکه چې د دې مرکزونو شمېر کم دی. د دې مرکزونو پتې پر (www.baff-zentren.org.) وېبسایټ موندلای شئ. دا وېبسایټ په جرمني او انګليسي ژبو دی. د خالي ځايونو او ژبې په اړه پوښتنې بايد په خپله له دې مرکزونو وکړئ.

مهم

مرسته غوښتل د کمزورتيا نښه نه ده. بالعکس، د مرستې غوښتل د ځواکنمنتيا نښه ده.

Ein Projekt von:
Dieses Projekt wird aus Mitteln des Asyl-, Migrations- und Integrationsfonds (AMIF) kofinanziert.

Gefördert durch: