په جرمني کې واده کول

اوسمهالیز 27.03.2024

په جرمني کې د واده کولو قوانين څه دي؟

په جرمني کې جوړې کولای شي له يو بل سره له واده کولو پرته ژوند وکړي او حتا بچيان ولري. خو له دې سره سره ځينې کسان غواړي يو له بل سره واده وکړي. د دې کار لپاره بايد ډېر اړين سندونه برابر شي. دلته په دې اړه ټول هغه مالومات ترلاسه کوئ چې د واده کولو لپاره اړين دي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

چېرته کولای شم په رسمي ډول واده وکړم؟

په جرمني کې د واده ثبتولو لپاره بايد دولتي ادارو ته ورشئ. د عيسويت، يهوديت، اسلام يا نورو دينونو پر بنسټ ودونه کول په رسميت نه پېژندل کيږي او قانوني بڼه نه لري. البته که څوک غواړي دا ډول واده کولی شي. هغه بهرنيان چې د سفارت واده يې په رسميت پېژندل کيږي،کولای شي د خپل هېواد په سفارت کې واده وکړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره له اړوند سفارت سره اړيکه ونيسئ. خو که د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه منل شوي ياست، ښايي د خپل هېواد سفارت ته په ورتګ دلته د خونديتوب حق له لاسه ورکړئ.

په جرمني کې د مدني ثبت اداره (Standesamt) د ودونو د ثبتولو مسؤوليت لري. تاسې کولای شئ د خپل يا د خپل ژوند د ملګري/ملګرې د اوسېدو ځای ته نږدې د دې ادارو څانګې ومومئ. د واده د ثبتولو لپاره بايد د واده د ثبت فورمه (Anmelldung zur Eheschließung) ډکه کړئ او ټول اړين سندونه وړاندې کړئ. دا فورمه له پورته ياد شوي دفتر څخه ترلاسه کولای شئ. که د جرمني به بل ښار کې هم واده وکړئ؛ بايد د خپل يا د ژوند د ملګري/ملګرې د ښار د مدني ثبت په اداره کې يې هم ثبت کړئ.

د واده کولو لپاره ښايي د واده له نېټې شپږ مياشتې مخکې د مدني ثبت ادارې ته غوښتنه ولېږئ. په ځينو حالاتو کې کولای شئ مخکې له مخکې يوه ځانګړې نېټه هم غوره کړئ او وخت ترلاسه کړئ. کله چې ټول سندونه تيار شي او په خالي نېټو وخت واخستل شي؛ واده به په څو ورځو کې ترسره شي.

د واده د ثبت په مراسمو کې بايد دواړه لوري حاضر وي. که يو اړخ نه شي کولای ګډون وکړي؛ کولای شي پر خپل ځای يو څوک (Vollmacht) يا وکيل وټاکي څو د ثبت لپاره يې استازيتوب وکړي.

څوک کولای شي يو له بل سره واده وکړي؟

په جرمني کې د واده کولو لومړنی شرط ناواده‌والی يا مجردي ده. یعني اړوند کس بايد بله ښځه يا مېړه ونه لري. د دې تر څنګ اړوند کس بايد قانوني عمر پوره کړی وي او حقوقي واک (Geschäftsfähig) ولري. په بله وينا، اړوند کس بايد په خپله د پرېکړې حق ولري او د خپلو کړنو په پایلو پوه شي.

په جرمني کې د کورنۍ له نږدې غړو (د بېلګې په ډول له انا، بابا، مور، پلار، وروڼو، خويندو، اولادونو او لمسيانو) سره د واده کولو اجازه نشته. دا قانون د رضاعي وروڼو او خويندو او په فرزندۍ اخستل شوو کسانو لپاره هم د پلي کېدو وړ دی. له ۲۰۱۷ کال راهيسې هر څوک او هر جنس له يو بل سره واده کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (بېلابېل جنسي هويتونه) کې لوستلای شئ.

د واده کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د ثبت په مدني اداره کې د واده لپاره د غوښتنې له ثبتولو پر مهال لاندې سندونو ته اړتيا ده:

·      د پېژندنې معتبر اوسوايس يا پاسپورت او په جرمني کې د ثبت سند (Meldebescheinigung). یا هم د خپل اصلي وطن پاسپورت.

·      د زېږېدنې د سند يا تذکرې تاييد شوې کاپي (چې له تاييد څخه يې تر ۱۴ ورځو ډېرې ورځې نه وي وتلې)؛

·      د استوګنې د ثبت تازه سند (erweiterte Meldebestätigung) چې له اخستلو يې تر ۱۴ ورځو ډېر وخت نه وي تېر شوی؛

·      که پخوا مو يو ځل واده کړی وي؛  د واده د ثبت سند، د بېلېدنې او يا د پخوانۍ جوړې د مړينې تصديق؛

بهرنيان همدا شان د (Ehefähigkeitzeugnis) په نوم يوه سند ته اړتيا لري چې وښيي دوی په خپل وطن کې د واده کولو له کوم قانوني بنديز سره مخ نه دي. دا سند د خپل هېواد له اړونده ادارو يا په بهر کې د اصلي هېواد له سفارتونو ترلاسه کولای شئ. ډېر هېوادونه دا ډول سندونه نه ورکوي او يا يې اړوند سندونه بسنه نه کوي. په داسې حالاتو يا هغه صورت کې چې وطن مو مالوم نه وي او يا د مهاجرت د خونديتوب له کبله د خپل هېواد له دفترونو دا سند ترلاسه نه کړای شئ؛ کولای شئ د خپلې سيمې په عالي محکمه کې د مدني ثبت د دفتر له لارې د استثنا غوښتنه وکړئ. د منلو په صورت کې دا استثنا تر ۶ مياشتو پورې د باور وړ ده.

ځينې وخت ښايي د مدني ثبت اداره نور سندونه هم وغواړي. ځکه نو غوره ده چې مخکې له مخکې دې ادارې ته ورشئ او ځان د اړينو سندونو په اړه ډاډه کړئ. په هره اداره کې د سندونو اړتيا له بلې سره توپير کوي. ځينې وخت ښايي غوره وي چې د خپلې جوړې په سيمه کې د مدني ثبت ادارې ته ورشئ.

په ياد مو وي چې: بهرني سندونه بايد ژباړل شوي وي او ستاسې د هېواد د اړونده ادارو او جرمني د سفارت له لوري په رسميت پېژندل شوي وي. دا پروسه په عمومي ډول لګښت او وخت غواړي.

د واده د ثبتولو لګښتونه څومره دي؟

د واده د ثبت لګښتونه په بېلابېلو ايالتونو کې توپير کوي. د واده لپاره د خپلې خوښې نېټه او د اړينو سندونو شمېر په دې لګښتونو اغېز لري. په عمومي ډول د اونۍ په رسمي ورځو کې د واده لګښتونه ښايي له ۵۰ تر ۱۰۰ يورو وي خو که غواړئ د شنبې په ورځ واده وکړئ؛ ښايي دا لګښتونه لوړ شي.

د واده ثبت کومې مرحلې لري؟

د يوه مدني تړون يا واده ثبتول په عمومي ډول ۳۰ دقيقې وخت اخلي. دا کار بايد د مدني ثبت د يوه مامور پر وړاندې وشي او دواړه خواوې په خپله څرګنده کړي چې غواړي واده وکړي. سلام کلام، شخصي پوښتنې، د (هو) ځواب او لاسليکونه د واده د ثبت د مراسمو اړينې برخې دي. جوړه همدا شان کولای شي ګوتې (چلې) سره بدلې کړي؛ شاهدان ولري؛ د واده لپاره چکچکې وشي او يا د ثبت ادارې ته سندرغاړي يا موزيک غږوونکي راولي. البته که څوک ونه غواړي؛ له دې پرته هم واده کېدای شي.

له جرمني د باندې واده کېدای شي؟

له جرمني د باندې هم واده کول ممکن دي. البته په ياد مو وي چې د دې اړيکې لپاره د جرمني قوانين په پام کې ونيول شي (څوک له چا سره واده کولای شي). له دې وړاندې چې په بهر کې واده ثبت کړئ؛ بايد د هغه هېواد له اړونده ادارو د ضروري سندونو په اړه پوښتنه وکړئ. په عموي ډول په اړينو سندونو کې پاسپورت، د زېږېدنې سند، د استوګنې سند او د واده د نه ممنوعيت (Ehefähigkeitzeugnis) سند شامل دي. د اصولو له مخې تاسې بايد خپل ټول سندونه په هماغه هېواد کې وژباړئ او په رسمي ډول يې د واده له مراسمو وړاندې په اړونده ادارو کې تاييد کړئ.

د ډنمارک په شان په ځينې هېوادونو کې کمو سندونو ته اړتيا ده. ځکه نو که په جرمني کې د واده لپاره ټول سندونه نه شئ برابرولای؛ ښايي په بهر کې د واده ثبتول آسانه وي.

که په بهر کې واده وکړئ؛ هغه بايد په جرمني کې هم ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد د مدني ثبت ادارې ته د واده د سرټيفيکېټ ترلاسه کولو لپاره عريضه وکړئ. هلته بايد له بهره د واده راوړل شوی سند او که اړين وي د دې سند تصديقوونکی (apostille) وړاندې کړئ. دا ټول سندونه بايد د يوه رسمي ژباړن له لوري ژباړل شوي وي. په خپل شاوخوا کې يو رسمي ژباړن پر (justiz-dolmetscher.de) يا (bdue.de) وېبسایټ موندلای شئ. يوه جوړه يوازې هغه وخت په رسمي ډول په جرمني کې واده شوې ګڼل کيږي چې په بهر کې شوی واده يې په جرمني کې هم ثبت کړي.  که له جرمني بهر په بل هېواد کې واده وکړئ خو د واده سند وړاندې نه شئ کړای او يا په جرمني کې ونه منل شي، دلته بايد بيا واده وکړئ.

په ياد مو وي چې: که په بهر کې واده وکړئ او د ژوند ملګری يا ملګرې مو د جرمني د استوګنې اجازه ونه لري؛ بايد جرمني ته د راتګ لپاره د جرمني په سفارت کې د جوړې وروسته تګ (Ehegattennachzug) ويزې غوښتنه وکړي. په عمومي ډول د دې ډول ويزې شرطونه د جرمني ژبې لومړنۍ زده‌کړه او د هغه يا هغې د جوړې کافي عايد (چې د دواړو کسانو د ژوند لګښتونو او روغتيايي بيمې لپاره کافي وي) او د دواړو کسانو لپاره د استوګنې کافي ځای دي. دا کس بايد جرمني ته له راتګ سملاسي وروسته د بهرنيانو د تنظ‍يم له ادارې (Ausländerbehörde) څخه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

کولای شم خپله د ژوند ملګرې يا ملګری له واده مخکې جرمني ته راولم؟

د اصولو له مخې د خپل ژوند ملګری يا ملګرې جرمني ته راوستلی او دلته واده کولی شئ. د دې کار لپاره بايد په جرمني کې اوسېدونکی کس په ښاروالۍ (Standesamt) کې د واده کولو لپاره يو وخت يا ترمين ونيسي. په بهر کې اوسېدونکی کس بايد د جرمني له سفارت څخه د واده کولو لپاره د اوږدمهاله ويزې (Heiratsvisum) غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره د D ډول ويزه اخستل کيږي او د شېنګن ويزه نه ورکول کيږي. د واده کولو ويزه د اوږدې مودې لپاره ورکول کيږي او د دې مياشتو لپاره معتبره ده. په دې موده کې بايد واده وشي او بيا له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د (§ 28 Abs. 1 Nr. 1 AufenthG) مادې له مخې د استوګنې اجازې غوښتنه وشي.که داسې ونه شي، جوړه مو ښايي له جرمني وتلو ته اړ شي څو بيا د ويزې غوښتنه وکړي.

که څوک په جرمني کې يوازې واده کول او په بل اروپايي هېواد کې ژوند کول غواړي، کولی شي د شېنګ ويزې غوښتنه وکړي.

د واده کولو ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې سندونه غوښتل کيږي:

  • د واده کولو لپاره د اخستل شوي وخت يا ترمين تاييد؛
  • ډک شوی غوښتنليک؛
  • د جرمني ژبې د A1 کچې سند؛
  • په جرمني کې د اوسېدونکي کس د استوګنې سند يا اوسوايس او پاسپورت؛
  • د اړتيا پر مهال، په جرمني کې د اوسيدونکي کس له لوري ژمنليک (له سفر بيا د واده تر ورځې د لګښتونو ورکولو لپاره)؛
  • په جرمني کې د لومړيو اونيو لپاره د سفري روغتيايي بيمې سند؛ په دې شرط چې بيا وروسته په جرمني کې روغتيايي بيمه واخلئ؛
  • مجردخط؛
  • که چا پخوا واده کړی وي، د طلاق قانوني خط.

د ياوونې وړ ده چې په په ځانګړو حالتونو کې ښايي ځينې نور سندونه هم وغوښتل شي.

يادونه: که تاسې او د ژوند ملګری يا ملګری مو بچيان ولري او دواړه يې په ګډه سرپرستي کوئ؛ د استوګنې د اجازې ترلاسه کول د مدني حالت له په پام کې نيولو پرته ممکن دي. په دې اړه نور مالومات په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني د زېږېدلو ماشومانو د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.

له واده وروسته د استوګنې د اجازې ډول بدليږي؟

که څوک د جرمني له يوه تبعه سره واده وکړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت نه ترلاسه کوي خو که دواړه کسان وغواړي په جرمني کې واوسي؛ بهرنۍ ښځې يا مېړه ته به د دريو کالو لپاره د استوګنې اجازه ورکړل شي. له دې درې کالو وروسته کولای شي د جرمني ژبې د زده‌کړې په شان د ځينو شرطونو په پوره کولو د استوګنې د دايمي اجازې د تمديد غوښتنه وکړي. دا کسان کولای شي په جرمني کې له درې کاله قانوني استوګنې او د واده له کولو د دوه کاله مودې تېرېدو وروسته د جرمني د تابعيت غوښتنه وکړي. البته ښايي ځينې نور شرطونه هم وي چې بايد پوره کړل شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو  (د استوګنې دايمي اجازه) او (د جرمني تابعيت) کې لوستلای شئ.

په هغه صورت کې په جرمني کې اوسېدونکی کس د جرمني تابعيت نه خو د اوسېدو لنډمهالې يا دايمي اجازه ولري؛ مېړه يا ښځه يې هم کولای شي د دريو کالو د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي. البته دا بايد ثابته کړي چې جرمني ژبه يې يو څه زده کړې ده.

د اصولو له مخې لاندې کسان نه شي کولای له واده وروسته په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي:

  •   چې واده يې کړی وي خو نور له خپلې ښځې يا مېړه سره اړيکې ونه لري.
  •  هغه کسان چې جدي جرمونه يې ترسره کړي وي او ښايي ډيپورټ کړل شي.
  •  ډيپورټ شوی وي او يا جرمني ته د داخلېدو او استوګنې اجازه ونه لري.

په ياد مو وي چې: که چېرې واده يوازې د استوګنې سند د ترلاسه کولو يا په جرمني کې د پاته کېدو لپاره ترسره شوی وي (چې له هغه پرته ښايي دا کس له جرمني وايستل شي)؛ ښايي دولتي مامورين د واده د لايلو او انګېزې په اړه پلټنه وکړي. د بهرنيانو اداره يا پوليس ښايي له تاسې يا ګاونډيانو ستاسې په اړه پوښتنې وکړي او ناڅاپي مو له کوره ليدنه وکړي څو مالومه کړي چې جوړه په رښتيا د واده شوو کسانو په شان سره اوسيږي او که د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره يې خيالي واده (Scheinehe) کړی دی. په دې اړه نور مالومات پر (lawblog.de) وېبسایټ لوستلای شئ.

له واده وروسته زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

تخلص يا کورنی نوم (Familienname): ډېر کسان له واده وروسته خپل تخلص بدلوي. جوړې کولای شوي يو نوی دوهم نوم يا تخلص غوره کړي او يا له دواړو لورو د يوه نوم يا تخلص غوره کړي. که يو کس د خپل مېړه يا ښځې تخلص يا کورنی نوم غوره کړي؛ کولای شي خپل تخلص يا کورنی نوم هم له هغه وروسته يا وړاندې زيات کړي. د دې تر څنګ دواړه کسان کولای شي خپل کورني نومونه وساتي. که کورنی نوم يا تخلص بدلول غواړئ؛ پام مو وي چې په دې اړه د خپل هېواد قوانين هم په پام کې ونيسئ ځکه ښايي هلته مو د نوم بدلون ونه منل شي.

حقوقي معاملې (Rechtsgeschäfte): د کور لپاره د سودا اخستلو، جامو يا کرايې په شان وړو مسايلو کې ښايي يوه خوا يوازې پرېکړه وکړای شي خو که د موټر يا کور اخستلو په شان سترې مالي معاملې ترسره کوي؛ بايد د خپلې ښځې يا مېړه رضايت ترلاسه کړي.

مالي ملاتړ (Finanzielle Versorgun): دواړه خواوې د يو بل پر وړاندې د مالي ملاتړ مسؤوليت لري. په بله وينا، که د ژوند له ملګرو يو يې بېکاره وي او بل يې کار کوي او کافي عايد ولري؛ بايد د بېکاره کس د ژوند لګښتونه ورکړي. سوسيال، جاب‌سنټر يا د بافوګ اداره يوازې هغه وخت دولتي مرسته کوي چې تاسې ډېر لږ يا هېڅ عايد ولرئ.

ګډه پالنه (Geteiltes Sorgerecht): که څوک واده شوي وي او په ګډه اولادونه ولري؛ د هغوی پالنه په اتومات ډول د دواړو پر غاړه لويږي. د ناواده شوو کسانو تر منځ د اولاد سرپرستي د مور پر غاړه ده خو که د ځوانانو چارو ادارې يا (Jugendamt) له لارې دواړه خواوې په ګډه سرپرستۍ ته غاړه کېږدي؛ دواړه لوري به يې پالنه کوي.

کورنۍ بيمه (Familienversicherung): که له دواړو خواوو يوه يې لږ يا هېڅ عايد ولري؛ بل لوری کولای شي هغوی په خ‍پله روغتيايي بيمه کې په وړيا ډول شامل کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

ماليه (Steuer): که د دواړو لورو د ماليې کچې توپير کوي؛ کولای شئ په ګډه د عايد د ماليې کچه راټيټه (Ehegatten-Splitting) کړئ. په دې اړه نور مالومات (د مالي حسابونو تصفيه) په څپرکي کې لوستلای شئ.

تقاعد (Hinterbliebenenrente): که له دواړو خواوو يو يې مړ شي؛ مقابل کس يې کولای شي د دولتي تقاعد د بيمي له لارې د هغه د پاته شوو بيمه (Hinterbliebendenrente) ترلاسه کړي.

ميراث (Erbschaft): که يو کس له وصيت پرته مړ شي؛ مېړه يا ښځه يې په اتومات ډول نيمه شتمني په ميراث وړي. همدا شان دا کس د ناواده شوو جوړو په پرتله د وراثت لږ ماليه ورکوي.

د طلاق يا د ژوند د ملګري/ملګرې د مړينې له کبله د استوګنې اجازه بدليږي؟

په معمول ډول له طلاق يا مړينې وروسته بايد ډېر شيان روښانه شي. که څوک د جرمني تابعيت ونه لري، ښايي د استوګنې اجازه يې هم بدله شي. د بېلګې په توګه که څوک د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو په ويزه جرمني ته راغلي وي، ښايي له طلاق يا د جوړې له مړينې وروسته اړ شي چې د استوګنې د اجازې ډول بدل کړي. په داسې حالت کې ځينې نور داسې فرصتونه شته چې په وسيله يې په جرمني کې پاته کېدای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه) کې ولولئ.

مهم

د ډېرو بهرنيانو لپاره د جرمني په پرتله د ډنمارک په شان هېوادونو کې واده کول آسانه دي. هلته له تاسې څخه لږ سندونه غوښتل کيږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: