د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته

Das Bild zeigt einen Mann von hinten. Er steht vor dem Richterpult. Hinter dem Richterpult sitzen drei Richter.
اوسمهالیز 04.05.2023

دولت د محکمې پر مهال له ما سره مرسته کوي؟

ځينې وخت اړتيا پېښيږي چې د خپل حق غوښتلو لپاره محکمې ته ولاړ شئ او يا له ځان څخه د دفاع لپاره هلته وغوښتل شئ. البته د محکمې پروسيجر ډېر لګښت لري او پیسې غواړي. که څوک محکمه بایلوي، بايد وکيل او محکمې ته د اړونده لګښتونو پیسې ورکړي. د دې لپاره چې بېوزله او د لږ عايد لرونکي کسان هم محکمې ته د تګ توان ولري، دولت د قضايي پروسيجر د لګښتونو مرستې (Prozesskostenhilfe) په نوم کومک کوي.

په څه بايد وپوهېږم؟

ما ته هم د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته راکول کيږي؟

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، دا مرسته ترلاسه کولای شي:

-       نه شئ کولای د محکمې لګښتونه ورکړئ او يا يې يوازې يوه برخه ورکولای شئ. دا حالت هغه وخت رامنځته کېدای شي چې تاسې د جاب‌سنټر، سوسيال يا نويو کډوالو لپاره مرسته ترلاسه کوئ. که خپل عايد لرئ، بايد معاش، جايداد او لګښتونه ښکاره کړئ. وروسته بيا محکمه پرېکړه کوي چې تاسې د لږ عايد يا شتمنۍ لرلو له کبله د دې مرستې مستحق ياست او که نه.

-       په محکمه کې د بريا لپاره لږ تر لږه يو چانس لرئ. که له اوله سره دا روښانه وي چې تاسې به محکمه بايلوئ، د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته نه درکول کيږي.

-       قضايي پروسه ستاسې لپاره منطقي ده. د بېلګې په ډول که د دعوې بايلولو په صورت کې ګتل کېدونکې پیسې د محکمې له لګښتونو کمې وي، دا مرسته نه درکول کيږي.

يادونه: د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره، دا مهمه نه ده چې تاسې په محکمه کې خپله عريضه کړې ده او که د بل چا د دعوې په مقابل کې له ځانه دفاع کوئ.

د کومې قضايي پروسې لپاره ما ته د لګښتونو مرسته راکول کيږي؟

په جرمني کې محکمې هم بېلابېل ډولونه لري. د لاندې محکمو لپاره د قضايي پروسې مرسته ورکول کيږي:

-       اداري محکمه (Verwaltungsgericht): د بېلګې په ډول که څوک له بمف څخه د هغه/هغې د پناغوښتنې پروسې د رد له کبله شکايت وکړي.

-       مدني محکمه (Zivilgericht): د بېلګې په ډول که څوک له ګاونډي سره کومه ستونزه حلول غواړي.

-       د کار محکمه (Arbeitsgericht): د بېلګې په توګه که څوک د خپلې منفکۍ له کبله د کار له خاوند يا شرکت څخه شکايت کوي.

-       ټولنيزه محکمه (Sozialgericht): د بېلګې په توګه که څوک د خپلو ټولنيزو مرستو کمېدو يا بندېدو له کبله شکايت کوي.

يادونه: که څوک په يوه جرم تورن شوی او محکمې ته وړاندې شوی وي، نه شي کولای د قضايي لګښتونو مرسته ترلاسه کړي. خو که څوک لږ پیسې ولري او يا بيخي مفلس وي، دولت به يې د مدافع وکيل لګښتونه ورکړي. البته دا وکيل خپله نه شئ غوره کولای او محکمه به يې ستاسې لپاره وټاکي.

د قضايي لګښتونو په مرسته کې کوم پیسې شاملې دي؟

که څوک په محکمه کې دعوه بايلوي، کولای شي د قضايي لګښتونو د مرستې په پیسو د محکمې او وکيل لګښتونه ورکړي. البته بايلونکی کس بايد د مقابل کس د وکيل لګښتونه هم ورکړي. دا خبره د ټولو محکمو په اړه صدق کوي خو يوازې په کاري محکمه (Arbeitsgericht) کې بيا اړ نه ياست چې د مقابل کس د وکيل لګښتونه ورکړئ.

که څوک په محکمه کې دعوه وګټي، مقابل لوری به د محکمې او ستاسې د وکيل لګښتونه ورکوي.

يادونه: په محکمه کې ستاسې له حقونو څخه د دفاع کولو لپاره د وکيل غوره کول ستاسې کار دی او د محکمې تاييد ته اړتيا نشته.

څه ډول کولای شم د قضايي لګښتونو مرسته ترلاسه کړم؟

د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد يو غوښتنليک وړاندې کړئ. اړونده فورمه په مخامخ ډول د محکمې له مامورينو او يا هم د همدې محکمې له وېبسایټ څخه ترلاسه کولای شئ. خپله اړونده محکمه پر (gerichtsverzeichnis.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د فورمې د ډکولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ له يوه وکيل څخه مرسته وغواړئ. همدا شان د لويانو او ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي ادارې هم په دې برخه کې مرسته کولای شي. د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي اداره پر (bamf.de) وېبسایټ او د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي اداره پر (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کولای شي.

د قضايي پروسې د لګښتونو مرستې لپاره زما غوښتنه رد شوه، څه وکړم؟

تاسې کولای شئ د يوې مياشتې په د ننه کې د قضايي پروسې د لګښتونو مرستې د رد په مقابل کې خپل شکايت يا اعتراض (Beschwerde) ثبت کړئ. په دې اړه اړوند مالومات د خپلې غوښتنې په ليکل شوي ردليک کې موندلای شئ.

د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته شوې پیسې بېرته غوښتل کيږي؟

محکمه کولای شي تر څلورو کالونو پورې ستاسې مالي حالت وارزوي. محکمه د دې کار لپاره تاسې ته ځينې فورمې راليږي او بايد له ډکولو وروسته يې د خپل عايد، شتمنۍ او لګښتونو په اړه له مالوماتو سره یوځای بېرته محکمې ته ولېږئ. که په دې څلورو کالونو کې ستاسې مالي حالت ډېر ښه شوی وي، محکمه ښايي درکړل شوې پیسې بېرته وغواړي. البته بيا کولای شئ دا پیسې په قسطونو کې بېرته تحويل کړئ.

کولای شم حقوقي مشوره ترلاسه کړم؟

که عايد نه لرئ او يا کمې پیسې لرئ او له يوه وکيل څخه مشورې اخستلو ته اړ ياست، کولای شئ د مشورتي مرستې سند (Beratungshilfeschein) غوښتنه وکړئ. دا سند له خپلې اړوند سيمه‌ييزې محکمې (Amtsgericht) څخه ترلاسه کولای شئ. د خپلې سيمې اړونده محکمه پر (gerichtsverzeichnis.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې مرستې ترلاسه کولو شرطونه هم د قضايي پروسې لګښتونو د مرستې په شان دي.

که دا سند ترلاسه کړئ، بيا کولای شئ د خپلې خوښې له يوه وکيل څخه مشوره وغواړئ. د وکيل لګښتونه به سيمه‌ييزه محکمه ورکړي. له تاسې به يوازې تر ۱۵ يورو پورې د پیسو ورکول غوښتنه وشي.

يادونه: د حقوقي مشورې مرسته په ټولو حقوقي چارو کې ترلاسه کولای شئ.

مهم

د وړ وکيل موندل اسان کار نه دی. کولای شئ په دې اړه له خپلو ملګرو او دوستانو هم مرسته وغواړئ. پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو وکيل موندلای شئ.  په خپله سيمه کې نور وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: