خالد الهربش

Portrait of Social Media Manager Khaled Alharbash
اوسمهالیز 08.11.2023

د ټولنيزو رسنيو اېډېټر

خالد الهربش په سوريه کې زېږېدلی او له ژورنالېزم، ټولنيزو رسنيو او ټکنالوژۍ سره مينه لري. په سوريه کې هغه په جذور بنسټ کې د رسنيزې برخې د مسؤول په توګه کار کړی؛ کوم چې د سوريې په بېلابېلو سيمو کې يې د مدني ټولنو د جوړولو په برخه کې فعاليت درلود. د دې تر څنګ خالد د المانيتور وېبسایټ او روزنه راډيو سره کار کړی او اوس هم په هنډبوک جرمني کې د کار تر څنګ د روزنه راډيو د ټولنيزې څانګې د مسؤول په توګه کار کوي. د دې تر څنګ هغه د نورو مدني ټولنو او وېبسایټونو سره هم د ټولنيزو رسنيو د سلاکار په توګه کار کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې خالد له هنډوک جرمني سره د ټولنيزو رسنيو د سمونګر په توګه کار پیل کړ او هيله لري چې له کارکوونکې ډلې سره د ټولنيزو رسنيو له لارې د ګټورو مالوماتو په خپراوي کې مرسته وکړي او له دې لارې جرمني ته له نويو راغلو کسانو سره د نوي ژوند په جوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: