په جرمني کې ناقانونه يا تور کار

Business person paying cash
اوسمهالیز 10.07.2023

تور کار څه ته وايي؟

هغه کسان چې په جرمني کې کار کوي، بايد ماليه او د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړي. که څوک دا کار ونه کړي، کار يې تور بلل کيږي او ستره جزا لري. له ثبت پرته د پټ او  تور کار ترسره کوونکي او د کار ورکوونکي دواړه له درنو جريمو سره مخ کيږي. دلته د تور يا ناقانونه کار د پېژندلو او همدا شان په دې برخه کې د مرستې ترلاسه کولو په اړه مالومات درکوو. همدا شان د تور کار له کبله مو د استوګنې د اجازې لپاره په خطرونو هم خبروو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

ناقانونه بوختيا (illegale Beschäftigung) او تور کار څه ته وايي؟

که څوک د ټولنيزو بيمو ونډه (Sozialversicherungsträgern) او يا ماليه ورنه کړي، کار يې تور (Schwarzarbeit) بلل کيږي. د کار ورکوونکی بايد خپل کارکوونکي د ټولنيزو بيمو لپاره او ماليې اداره (Finanzamt) سره ثبت کړي، څو کار يې قانوني وبلل شي. په ټولنيزو بيمو کې د روغتيا بيمه، د پالنې بيمه، د ټکر يا پېښو بيمه، د تقاعد بيمه او د بېکارۍ بيمه راځي. د دې بيمو لپاره له ثبت پرته په جرمني کې د کار کولو اجازه نشته. ځکه نو که څوک دا بيمې يا ماليه ورنه کړي، کار يې تور بلل کيږي.

همدا شان له ثبت پرته شخصي تجارت يا لاسي کار هم په جرمني کې تور کار ګڼل کيږي. د بېلګې په توګه که څوک د کور يا لاسي صنايعو کار د ماليې له ورکړې او د بېل له ورکولو پرته ترسره کړي، تور کار کوي. ډېر وخت د داسې کارونو پیسې نغدې ورکول کيږي.

که څوک د استوګنې له قانوني اجازې او يا د کار له اجازې پرته کار وکړي، د دوی کار هم تور بلل کيږي. د قانوني کار لپاره د کار اجازې ته اړتيا ده. دا چې د کار اجازه چا ته ورکول کيږي، بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې ولولئ. له پناغوښتونکو پرته نور کسان د کار اجازې په اړه مالومات د (جرمني ته کډوالي) په برخه کې موندلای شي. د کار بازار ته د لاسرسي په اړه نور مالومات د کار ادارې پر مالوماتي پاڼه ولولئ.

 

پر دې د پاسه که شرکتونه خپلو کارکوونکو ته تر ټولو لږ ټاکل شوي مزد څخه کمې پیسې ورکړي، د تور کار مسله رامنځته کيږي. اوس مهال (اکتوبر ۲۰۲۲) تر ټولو لږ مزد په ساعت کې ۱۲ يورو دی. په دې اړه نور مالومات د کار تړون په څپرکي کې لوستلای شئ.

 

څنګه پوهېدای شم چې ثبت شوی يم؟

د تور يا ناقانونه کار د مخنيوي لپاره بايد د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړئ. د ټولنيزو بيمو لپاره د ثبت دنده د کار ورکوونکي پر غاړه ده. که هغه دا کار ونه کړي، بايد جريمه ورکړي.

د ثبت لپاره بايد لاندې اړين سندونه ورکړئ:

که د کار ورکوونکی د دې شيانو پوښتنه ونه کړي او يا يې ونه غواړي، ښايي ثبت مو هم نه کړي. بله نښه ښايي دا وي چې معاش تل نغد ترلاسه کوئ. په جرمني کې په نورمال ډول معاش د بانکي حساب له لارې ورکول کيږي. تاسې کولای شئ له خپل کار درکوونکي څخه وغواړئ چې معاش مو بانکي حساب ته دروليږي او د پیسو د درکولو بېل (Abrechnung über die Zahlung) دروليږي.

که شک لرئ چې د کار درکوونکي نه ياست ثبت کړي، کولای شئ د خپل تقاعد يا روغتيا بيمې له ادارو پوښتئ چې هلته ثبت ياست او که نه. د کار ورکوونکی د کارکوونکي د کار له پيلولو وروسته د ثبت لپاره ۶ اونۍ وخت لري. په ځينو برخو کې ښايي دا ډول ثبت د کار له پيل سره سم اړين وي. دا چې دا کومې اقتصادي برخې دي، پر (zoll.de) يې کتلای شئ.

که په اونۍ کې یوازې یو څو ساعته کار کوئ او ښايي دنده مو میني‌جاب وي، بيا هم کار ورکوونکی اړ دی چې خپل کارکوونکي ثبت کړي. په دې اړه نور مالومات پل بل څپرکي (وړې دندې يا مينيجاب) کې ولولئ.

که د کار درکوونکی مو د ټولنيزو بيمو لپاره ثبت کړي، تاسې ته به هم د ثبت يوه کاپي وليږي.

که له خپل ثبت څخه ډاډه نه ياست، خامخا د (www.faire-integration.de) له مشورتي څانګو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان کولای شئ په خپله اداه کې د کارکوونکو د شورا پوښتنه وکړئ او مالومات ورڅخه ترلاسه کړئ.

تور کار زما لپاره کومې بدګڼې لري؟

که تور او يا د کار له اجازې پرته کار کوئ، په دې مانا دی چې خپله او د کار درکوونکی مو د ټولنيزو بيمو ونډې نه ورکوي. دا ونډې په حقيقت کې ستاسې د ناروغۍ يا تقاعد پر مهال ستاسې ژوند تامينوي. ځکه نو يوازې هغه کسان له دې خدمتونو ګټه اخستلای شي، چا چې اړونده ونډه ورکړې وي.

که د کار پر مهال کومه پېښه وشي، د پېښو بيمه د درملنې، بيا رغېدنې (Rehabilitationsmaßnahmen) او ټپي کېدو د پیسو (Verletztengeld)  اړوند لګښتونه‌ پر غاړه اخلي. له همدې کبله د پېښو د بيمو ونډه هم مهمه ده. که څوک تور کار کوي، د پېښو پر مهال  د دا ډول قانوني بيمو ملاتړ نه لري.

له دې پرته د تور کار کوونکو ته د خپلو حقونو ترلاسه کول هم ستونزمن دي. دا کسان د بېلګې په توګه د عادي کارکوونکو بالعکس د منفکېدو پر وړاندې خونديتوب نه لري. په جرمني کې دا خونديتوب ډېر ځواکمن دی او له کارکوونکو سره مرسته کوي چې خپل کار په اسانۍ له لاسه ورنه کړي.

د کار ځينې ورکوونکي هم د تور کار په مرسته د تر ټولو لږ مزد له ورکولو ډډه کوي. په دې مانا چې د تور کار ترسره کوونکي د نورو کسانو په پرتله ډېر لږ معاش ترلاسه کوي. د تور کار ترسره کوونکو کاري شرايط هم د قانوني کارکوونکو په پرتله خراب وي او دا ځکه چې د کار ورکوونکي د وقفې په شان ځينې قانوني مراحل تر پښو لاندې کوي.

په ياد مو وي چې که څوک په تور کار ونيول شي، د ګمرک مامورين کولای شي اوسلنډربېهورده ته په دې اړه خبر ورکړي او دا کار ښايي ستاسې د استوګنې په اجازه منفي اغېز وکړي.

مهم: که څوک تور او يا بې‌اسنادو کار کوي، بيا هم د معاش ترلاسه کولو حق لري. د کار له ورکوونکي سره د شخړې پر مهال د (www.faire-integration.de) اړوند له يوې مشورتي ادارې سره مشوره وکړئ. که څوک د کاري اتحاديې غړی وي، کولای شي له هماغې ټولنې مرسته وغواړئ. که څوک غواړي د کار په ورکوونکي عريضه وکړي، دا بنسټونه مرسته ورسره کولای شي.

تور کار د استوګنې په اجازه څه اغېز لري؟

که څوک په تور کار ونيول شي، ښايي د استوګنې په اجازه يې منفي اغېز وکړي. په دې توګه د ګمرک اداره (Zollbehörde) کولای شي اوسلنډربېهورده ته خبر ورکړي. ګير شوي کسان ښايي د نغدي جريمي تر څنګ بنديان او يا هم ډيپورټ شي. دا ډول کسان بيا تر پينځو کالونو پورې جرمني ته د راتګ اجازه نه لري.

د کار ورکوونکی هم له ګواښ سره مخ دی. که څوک له جرمني څخه د وتلو لپاره پیسې ونه لري، د کار ورکوونکی اړ کيږي چې يوه برخه او يا ټولې ورکړي.

له جرمني ايستل کېدل يا ډيپورت د تور کار لپاره درنه سزا ده او هغه مهال پلې کيږي چې څوک په ډېر ستر تور کار ونيول شي. د بېلګې په توګه که څوک خپله هم تور کار کوي او نور کسان هم په تور کار ګماري، او يا د تور کار تر څنګ نور جرمونه هم کوي، ښايي دا سزا ورکړل شي.

که څوک لا هم د استوګنې اجازه ونه لري او تور کار کوي، ښايي د پنا غوښتنه او يا د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه يې رد شي. له دې پرته دا کسان هم له جرمني څخه د ايستلو له ګواښ سره مخ دي. ځينې وخت د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره د کار د فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) تاييد هم مهم دی. که چا تور کار کړی وي، د کار اداره به له دې تاييد څخه ډډه وکړي.

په کار کې د پرمختګ او يا د کارځای د بدلون پر مهال بايد څه ته پام وشي؟

که څوک د کار اجازه ولري، د قانون له مخې دا اجازه د ځانګړو کارونو لپاره معتبره ده. د کار درکوونکی بايد د کار په اړه تشريحي فورمه درکړي او دا کار بايد د کار له پيلولو مخکې وکړي. د کار اجازې په اړه نور مالومات د کار اجازه په څپرکي کې ولولئ.

که څوک په کار کې پرمختګ وکړي او د بېلګې په توګه يو لوړه څوکۍ يا پوزيشن ورکړل شي، ښايي د کار په اجازه کې بدلون ته اړتيا ولرئ. د دې بدلون لپاره اوسلنډربېهورده ته ورشئ. که څوک دا کار ونه کړي ښايي کار يې ناقانونه وبلل شي.

دا ډول بدلون ته هغه مهال هم اړتيا ده چې که څوک وغواړي د کار ورکوونکی بدل کړي.

څوک کنټرولوي چې تور کار څوک کوي؟

په جرمني کې د تور کار پر وړاندې مقررات په (SchwarzArbG) کې تنظيم شوي دي. د جرمني د ګمرکونو فدرالي اداره او سيمه‌ييز چارواکي د تور او ناقانونه کار پر وړاندې مبارزه کوي.

ګمرک (Zoll) څه شی کنټرولوي؟

د ګمرکونو اړوند د تور کار مالي کنټرولوونکي د نورو تر څنګ ګوري چې:

  • د کار ورکوونکو خپل کارکوونکي په سمه توګه د ټولنيزو بيمو لپاره ثبت کړي دي او که نه. په ټولنيزو بيمو کې د ناروغۍ، پالنې، پېښو، تقاعد او بېکارۍ بيمې شاملې دي.
  • د بېکارۍ لومړی او د اړمنو کسانو یا د جاب‌سنټر پیسو په ترلاسه کولو کې کومه غلطي شته او که نه.
  • بهرنيان د ترسره کېدونکي کار لپاره اجازه لري او که نه.
  • له بهرنيو کارکوونکو سره د کورنيو کارکوونکو په شان وړ چلند کيږي او که نه.
  • د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو څخه راتلونکي کارګر د (Arbeitnehmer-Entsendegesetz) قانون له مخې خپل حقونه او پوره معاش ترلاسه کوي او که نه.
  • کارکوونکي د خپل کار لپاره ماليه ورکوي او که نه.

د ګمرکي مامورينو چک او کنټرول وخت ناوخته او له دليل يا خبرتيا پرته وي. دوی تېر وخت ته هم کتنه کوي. د ماليې، کار، کورنی بانک او فدرالي شبکې ادارې د پلټنو پر مهال د دې مامورينو ملاتړ کړي او مالومات ورکوي.

د تور کار پر وړاندې د مبارزې سيمه‌ييز ادارې څه شی کنټرولوي؟

دا ادارې کنټرولوي چې:

  • کاروباري کس د خپل کاروبار د راپور ورکولو مسؤوليت ادا کړی دی او که نه.
  • د لاسي صنايعو ثبت مهم دی. هغه کسان چې د لاسي صنعت يا لاسي کار په برخه کې خپل کاروبار کوي، بايد د هماغه ځانګړي کار لپاره د لاسي صنايعو په اړوند دفتر (Handwerksrolle) کې ثبت شي. دا د ټول کاروباريانو لارښود کتاب دی. د بېلګې په توګه که څوک د بنا، نقاش يا چت انځورګر په توګه کار کوي، ثبت ته اړتيا لري. د هغو لاسي صنايعو لست چې کاروبار يې ثبت ته اړتيا لري، پر (www.hwk-berlin.de) موندلای شئ.

د کار ورکوونکي او کارکوونکي اړ دي چې د پلټنو پر مهال له پلټونکو سره همکاري وکړي. دوی بايد:

  • اړين مالومات ورکړي.
  • اړين اسناد وړاندې کړي.
  • پلټونکو ته اجازه ورکړي څو د کار ورکوونکي کارځای، شرکت يا دفترونو ته ننوځي.

په ياد مو وي چې د ګمرک پلټونکي د پليسو په شان حقونه او مسؤوليتونه لري. د څېړنو او پلټنو پر مهال له څارنوال او پوليسو سره هم همغږي لري. دوی د خلکو د نيولو او حکم د اجرا اجازه لري.

د تور او ناقانونه کار ترسره کوونکو ته کومه جزا ورکول کيږي؟

د تور کار افشا کېدلو پر مهال کارکوونکي او کار ورکوونکي دواړه جريمه کيږي. له تور کار څخه ناخبري مو له جريمي څخه نه شي خوندي کولای. په مانا چې که څوک خبر هم نه وي چې تور کار کوي، له جريمي او سزا نه معافيږي.

د جريمي اندازه له دې سره اړه لري چې تور کار اداري تخلف (Ordnungswidrigkeit) او که جرم (Straftat) ګڼل کيږي. د بېلګې په توګه، که څوک خپل کاروبار يا تجارت ثبت نه کړي او يا له اړتيا سره سره د لاسي صنايعو په دفتر کې خپل کاروبار ثبت نه کړي، او يا اړين سندونه پر وخت وړاندې نه کړي، کار يې اداري تخلف ګڼل کيږي او تر ۵۰زره يورو پورې جريمه لري.

که تور کار جرم وبلل شي، ښايي د لوړې نغدي جريمې تر څنګ د زندان سزا هم ولري. د بېلګې په توګه که د کار ورکوونکی د تور کار ترسره کوونکو لپاره د ټولنيزو بيمو ونډه ورنه کړي، کار يې جرم بلل کيږي. د دې کار سزا ۵ کاله زندان او په ځينو حالتونو کې له دې هم لوړ دی. دا سزا هغه مهال هم ورکول کېدای شي چې څوک بهرنيان د استوګنې يا کار له اجازې پرته په کار وګماري او يا له دوی سره د جرمني کارکوونکو په پرتله بد چلند وکړي.

د پايلې په توګه ویلای شو چې که څوک په تور کار کې ونيول شي، له ماليو د نه ورکړې (Steuerhinterziehung) په تور له نغدي جريمي او د بند له سزا سره مخ کېدلای شئ. که څوک د کار يا استوګنې اجازې پرته په کار کې ونيول شي، کېدای شي تر ۵زره يورو پورې جريمه شي.

که د جاب‌سنټر مرسته ترلاسه کوونکي په تور کار کې ونيول شي، څه ورسره کيږي؟

که څوک د جاب‌سنټر يا اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) ترلاسه کوي او په تور کار ونيول شي، له درنې جريمې سره مخ کيږي. د جاب‌سنټر د پيسو ترلاسه کوونکي د قانون له مخې مکلف دي چې د خپل عايد په اړه جابسنټر ته خبر ورکړي. په دې ډول به دا عايد ستاسې د جاب‌سنټر له پیسو راکم شي. که څوک دا کار ونه کړي، د جاب‌سنټر پیسې ترلاسه کول يې درغلي ګنل کيږي. په دې توګه د جاب‌سنټر پیسې ترلاسه کوونکي په تور کار او د ماليو په نه ورکړه تورنيږي.

که څوک د پلټونکو له لوري په تور کار ونيول شي، ښايي د جاب‌سنټر د پیسو يو څه برخه يا ټولې پرې بندې شي. له دې پرته له نغدي جريمې او زندان سره هم مخ کېدای شي. د درانه جرم پر مهال د بند سزا ښايي تر لسو کالونو پورې اوږده شي.

د کار ورکوونکی کولای شي ما د تور کار له کبله له دندې ګوښه کړي؟

يوازې بېکاره کسان او يا ناثبت‌ شوي کاروباريان تور کار نه کوي، بلکې په کار ګمارل شوي کسان هم په تور کار ورګډېدای شي. که څوک له اصلي او قانوني کار پرته بل تور کار هم وکړي، جريمه کيږي. که د کار درکوونکی له دې حالت څخه خبر شي، ښايي د کار تړون مو له ټاکل شوي مهلت پرته لغوه کړي. دا کا هغه مهال کيږي چې په بل سيال ځای کې کار وکړئ او يا د تور کار له لارې د دې کارځای يا شرکت مشتريان بل ځای بوځئ. البته په داسې حالت کې د کس فردي حالت مهم دی. په داسې جنجالي حالتونو کې د کار محکمه پرېکړه کوي چې له مهلت پرته د يو چا کاري تړون لغوه کېدای شي ا وکه نه.

له معاش پرته هم تور کار شته؟

که څوک د يو چا لپاره کار وکړي خو معاش ترلاسه نه کړي، کار يې تور نه بلل کيږي بلکې دا د کار کوونکي ښېګڼه (Gefälligkeit) ده. په دې اړه نور مالومات په ((SchwarzArbG) ) شته او له مخې يې لاندې کارونه تور نه بلل کيږي:

  • له خپلوانو سره کار
  • په خپل چم ګاونډ کې مرسته (Nachbarschaftshilfe)
  • خپل کار (لکه يو څه ودانول يا بيا رغول)
  • له يو چا سره د ښه نيت له مخې کار

په دې ډول  له خپلوانو، د کورنۍ له غړو، همکارانو، ګاونډيانو يا نورو سره وړيا کار تور نه ګڼل کيږي. که څوک د مننې په پار يو څه پیسې ترلاسه کړي، دا پیسې تورې نه دي او دا ځکه چې دا کار د ګټې لپاره نه دی شوی او هر وخت نه ترسره کيږي. البته که څوک په منظم ډول د ګاونډي چمن وريبي او د دې کار لپاره له ثبت پرته پیسې ترلاسه کړي، ښايي کار يې تور وګڼل شي.

جعلي ازاد کار يا درواغ ځان‌ګمارنه (Scheinselbstständigkeit) څه ته وايي؟

جعلي ازاد کار د تور کار يو ځانګړی شکل دی. دا کار هغه مهال کيږي چې څوک ځان ازاد کار کوونکی ثبت کړي خو په عمل کې د يوه شرکت لپاره کار وکړي. په دې مانا چې د کاغذ پر مخ مو ځان ازاد کار کوونکی ثبت کړی وي او په واقعيت کې د يوه کارکوونکي په توګه په کار بوخت ياست. په داسې حالت کې اړوند شرکت بايد تاسې په منظم ډول وګماري او ستاسې د ټولنيزو بيمو او ماليو ونډه ورکړي. په جرمني کې جعلي ازاد کار جرم بلل کيږي او کارکوونکي او کار ورکوونکي دواړه جريمه کيږي. د اصلي او جعلي ازاد کاروبار په اړه نور مالومات پر (www.dgb.de) وېبسایټ ولولئ.

په کومو برخو کې ډېر تور کار ترسره کيږي؟

تور کار په هره برخه کې شته خو ډېر مهال په ودانيزو کارونو، رستورانو، استوګنځايونو، د مسافرو په لېږد، د مالونو په لېږد، ترانسپورت، نندارتونونو، ځنګل‌دارۍ، پاک‌کارۍ، د نندارتونو په جوړولو او بېرته لرې کولو او د غوښې په صنعت کې تر سترګو کيږي. له دې کبله چې پلټونکي ډېر وخت په دا ډول ځايونو کې له قانوني سرغړونو او تور کار سره مخ کيږي، هلته له کارکوونکو غوښتنه کيږي چې تل د خپلې پېژندنې کارت له ځان سره ولري.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

که نه پوهېږئ چې تور کار څه دی او دا چې د کار درکوونکي ثبت کړي ياست او که نه، کولای شئ  د (www.faire-integration.de) له مشورتي څانګو سره اړيکه ونيسئ. که څوک د کاري اتحاديې (Gewerkschaft) غړی وي، کولای شي له هماغې ټولنې مرسته وغواړئ.

تور کار د دولت لپاره کوم زيانونه لري؟

تور کار ښايي منظمې دندې له ګواښ سره مخ کړي. دا چې د تور کار ترسره کوونکي ماليه نه ورکوي، په ارزانه بيه کار کوي. د دې تر څنګ دولت د تور کار له کبله ټاکل شوې ماليې له لاسه ورکوي. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۱ کال د تور کار د کنټرول ادارې شاوخوا ۴۸زره کار ورکوونکي کنټرول کړل او له ۱۲۰زره زياتې جرمي دوسيې يې پرانستې دي. په دې کنټرول کې څرګنده شوې ده چې شاوخوا ۷۹۰ ميليونه يورو ماليې او د ټولنيزو بيمو ونډې نه دي ورکول شوې.

مهم

که د جرمني تابعيت هم نه لرئ، کولای شئ د کاري اتحاديو (Gewerkschaft) غړيتوب واخلئ. البته د ډېرو ټولنو د غړيتوب لپاره د کار اجازې ته اړتيا لرئ. د کاري ټولنو او شورګانو په اړه نور مالومات په بل څپرکي کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: