ابراهیم با

ایډېټر
ابراهيم با ادبيات لوستي او په ۲۰۰۶ کال کې يې د ماسترۍ تر کچې زدکړې بشپړې کړې. له زدکړو وروسته يې د خپل هېواد ګينې په پلازمېنه کاناکري کې له يوې خپلواکې راډيو سره کار پیل کړ. په ۲۰۱۱ کال کې هغه ته د (Liberty FM) راډيو اړوند د يوه ډېر په زړه پورې پروګرام چلول ورله غاړې شول؛ په کوم کې چې هغه سياسي، ټولنيزو، کلتوري او اقتصادي موضوعات وړاندې کول.
يو کال وروسته ابراهيم با د دې راډيو مشر اېډېټر وټاکل شو. د دندې د يوې برخې په توګه هغه د (Matinée-Plurielle) پروګرام اداره کاوه او مخامخ خبرونه يې خپرول. په ۲۰۱۳ کال کې هغه د دوچه وېله (Deutschen Welle) د فرانسوي ژبې له ديپارتمنت سره د جرمني د بن په ښار کې انټرنشيپ تر سره کړه او په خپل هېواد کې له يوه کال تېرولو وروسته بېرته بن ته د بل انټرنشيپ لپاره راغئ او بيا همدلته پاته شو.
له دوچه وېله سره هغه دا فرصت تر لاسه کړ چې له جرمني رسنيو سره بلد شي. ابراهيم په برګهايم ښار کې له (Welle-Rhein-Erft) راډيو سره رضاکارانه کار وکړ او د (Neue Deutsche Medienmacher) په لارښود پروګرام کې يې ګډون وکړ. هغه همدا شان په کولن کې له Deutschlandfunk سره انټرنشيپ بشپړ کړ.
د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهيسې هغه د هنډبوک جرمني (handbookgermany.de) د فرانسوي برخې د سمونګر او چلوونکي په توګه کار کوي.