په کور کې د اړمن کس پالنه (Häusliche Pflege)

اوسمهالیز 30.01.2024

په کور کې اړمن کې څنګه پالل کېدای شي او څه حقونه لري؟

په جرمني کې ډېر کسان په يوه پالنځای يا د زړو کسانو په هايم کې د اوسېدو پر ځای په کور کې پالنه غوره کوي. دا کسان کولای شي په کور کې د خپلو دوستانو يا د پالنې د خدمتونو او يا هم دواړو له لوري وپالل شي. دې ډول پالنې ته ګرځنده (ambulant) يا کورنۍ (häusliche“ Pflege) پالنه وايي.

که څوک د پالنې له بيمې سره ثبت وي او اړونده اداره دې خدمتونو ته ستاسې اړتيا تاييد کړي؛ د دې پالنې د يوې برخې لګښتونه به د بيمې همدا اداره ورکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (پالنه او پرستاري) کې لوستلای شئ.

دلته موږ پالنې ته د اړمنو کسانو د حقونو او په کور کې د پالنې په اړه مالومات چمتو کړي دي. همدا شان د پالونکو د حقونو په اړه هم مالومات درکوو.

په څه شي بايد ځان وپوهوم؟

آيا د کورنۍ غړي يا خپلوان زما پالنه کولای شي؟

هو. تاسې اړ نه ياست چې د پالنې لپاره مسلکي خدمتکاران وګومارئ. که د کورنۍ غړي يا دوستان مو غواړي په کور کې پالنه وکړي؛ کولای شئ دا کار دوی ته وسپارئ. په دې حالت کې تاسې د پالنې د پیسو (Pflegegeld) په نوم يوه اندازه پیسې ترلاسه کوئ چې په خپله خوښه يې کارولای شئ. د دې پیسو اندازه د هر کس د پالنې له کچې سره اړه لري. اوس مهال (د ۲۰۲۴ کال په جولای مياشت کې) کې د دې پیسو مياشتنۍ اندازه له ۳۲۲ (د پالنې دوهمه درجه) تر ۹۴۷ (د پالنې پينځمه درجه) يورو پورې رسيږي. په ياد مو وي چې د پالنې په لومړۍ درجه کې چا ته پیسې نه ورکول کيږي.

په کور کې پالل کېدونکو کسانو ته په کال کې دوه ځله مسلکي کسان ورځي او پالندويانو ته د پالنې په اړه مالومات ورکوي او لارښوونکې ورته کوي. په ياد مو وي چې که څوک په دې مشورتي ناستو کې ګډون ونه کړي؛ کېدای شي د پالنې لپاره ورکول کېدونکې پیسې يې کمې شي.

زه د پالنې لپاره خپل څوک نه لرم؛ بيا هم کور پاته کېدای شم؟

په داسې حالت کې بايد د پالنې خوځنده (ambulante) خدمتونه غوره کړئ. دا خدمتونه روزل شوي پالندويان لري چې په اونۍ يا ورځ کې څو ځله تاسې ته درځي او خدمت مو کوي.

دا پالندويان کولای شي ستاسې لپاره ډېر کارونه ترسره کړي:

-       د جسماني پالنې او خوراک څښاک لپاره مرسته

-       سودا پېرل، اخلی پخلی او د کور پاکول

-       د پېچکارۍ کولو، درملو تجويز يا بنداژونو بدلولو په شان طبي خدمتونه

-       د ګرځېدو او يا ملګرو د ليدلو کتلو په شان د ټولنيزو فعاليتونو پر مهال مرسته

 

د پالنې د خدمتونو (Pflegedienst) يوه اندازه پیسې د پالنې د بيمې ادارې (Pflegekasse) له لوري ورکول کيږي. دې مرستې ته (Pflegesachleistung) وايي. د پالنې د دوهمې درجې لپاره اوس مهال (د ۲۰۲۴ کال په سر کې) هره مياشت ۷۲۴ يورو او د پالنې د پينځمې درجې لپاره ۲٬۰۹۵ يورو ورکول کيږي. د لومړۍ درجې کسانو ته پیسې نه ورکول کيږي. د پالنې بيمه او د پالنې خدمتونه يو له بل سره مخامخ محاسبه کيږي. ځکه نو تاسې اړ نه ياست چې مخکې له مخکې پیسې ورکړئ. البته که د پالنې د خدمتونو پیسې له درکول شوو پیسو ډېرې وي؛ باقي نورې بايد له خپل جېبه ورکړئ.

د پالنې ښه خدمتونه څه ډول موندلای شم؟

د (AOK-Pflegenavigator) په مرسته په خپل شاوخوا کې د پالنې يا پرستارۍ د ادارو لټون کولای شئ. پر (pflegelotse.de) وېبسایټ هم د پالنې د خدمتونو يا مشورتي وړانديزونو پلټنه کېدای شي. د پالنې د خدمتونو د غوراوي  چېک‌لېست هم ستاسې سره د ښه شرکت په غوره کولو کې مرسته کولای شئ. همدا شان ستاسې د روغتيايي بيمې اداره هم کولای شي ستاسې سره د پالنې د ادارو په غوراوي کې مرسته وکړي.

د پالنې د خدمتونو له غوره کولو وړاندې ډېر وړانديزونه وګورئ او مشوره ترلاسه کړئ. تاسې کولای شئ له وروستۍ پرېکړې وړاندې د پالنې يا پرستارۍ د خدمتونو ليدونه وکړئ او وروسته تړون لاسليک کړئ. البته ورسته که څوک راضي نه وي؛ کولای شي شرکت بدل کړي او بل غوره کړي.

ډېر کسان د خوځنده پالنې خدمتونه (ambulanten Pflegediensten) غوره کوي ځکه هغوی د بېلابېلو کلتوري او مذهبي شاليدونو ناروغانو سره د چلند مسلکي تجربه لري. د ګڼ‌کلتوره خدماتي ادارو کارکوونکي د بېلابېلو کلتورونو رواجونو، باورونو، نظرونو او عادتونو ته درناوی لري او ډېر يې په څو ژبو خبرې کولای شي. تاسې کولای شئ د دې ډول ادارو موندلول لپاره د خپلې روغتيايي بيمې له ادارې يا د مهاجرو لپاره د مشورې له مرکزونو څخه پوښتنه وکړئ. د لويانو مهاجرو لپاره د مشورتي خدمتونو يو مرکز د (bamf.de) پر وېبسایټ موندلای شئ.

کولای شم د دوستانو د پالنې او پالندويې ادارې له ګډو خدمتونو ګټه واخلم؟

هو. تاسې کولای شئ د کورنۍ د غړو يا دوستانو د پالنې تر څنګ، د پالنې د خدمتونو د يوې ادارې مرسته هم ترلاسه کړئ. دا کار ښايي هغه وخت غوره وي چې پالونکي دوستان مو د شپې او ورځې په ټولو وختونو کې حاضر نه وي. په دې حالت کې که د پالنې د خدمتونو يوه برخه (لکه د پالنې د بيمې لپاره د پالنې د خدمتونو پیسې) وکاروئ؛ پاته پیسې به يې د پالنې د پیسو (Pflegegeld) په توګه ترلاسه کړئ.

دا بېلګه ښايي موضوع روښانه کړي: د پالنې درېيمې درجې درلودونکی يو کس د پالنې پیسو (Pflegegeld) ۵۷۲ يورو او د پرستارۍ د مرستې (Pflegesachleistungen) ۱٬۳۶۳ يورو ترلاسه کولو مستحق دی. هغه د پالنې د خدمتونو له يوه شرکت سره قرارداد کوي چې کارکوونکي يې هر سهار راځي او د کاليو د بدلولو او وينځلو چارې پر مخ وړي. دا شرکت هره مياشت ۳۱۰ يورو غواړي. په دې ډول د پرستارۍ د مرستې له ۱٬۳۶۳ يادو شوو يورو څخه يوازې ۲۲٫۷۴٪ مصرفيږي او ۷۷٫۲۶٪ پر ځای پاته کيږي. دا پاته پیسې به د پالنې پیسو ته ولېږدول شي. په دې مانا چې دا کس اوس د پالنې د پیسو له مجموعې يوازې د ۷۷٫۲۶٪ نغدو پیسو حقدار دی او دا پیسې ۴۴۱٫۹۳ يورو کيږي. د پالنې پیسې به په همدې تناسب ورکړل شي او په دې ډول به ټولې ورکول کېدونکي پیسې ۷۵۱٫۹۳ (۳۱۰+۹۳۸۵)  يورو شي. دا په هغه حالت دي کې چې څوک يوازې د پالنې له پیسو ګټه واخلي.

آيا د پالنې بيمه د مرستندويو وسايلو پیسې هم ورکوي؟

پالنې ته ډېر اړ کسان د ورځنو چارو ترسره کولو لپاره د ويلچر، ځانګړو زينو، حمام او يا تشناب په شان ځانګړو وسايلو ته اړتيا لري. اوس مهال د ورځني ژوند د هرې برخې لپاره دا ډول وسايل موندل کيږي خو ښايي بيې يې ډېرې لوړې وي. اړمن کسان کولای شي په قسطونو د دې شيانو پیسې ورکړي او يا دولتي مرسته ترلاسه کړي. که تاسې هم له دې وسايلو يوه ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ له خپله ډاکټر سره خبرې وکړئ. د بيمې اداره به يوازې هغه وخت د دې شيانو پیسې ورکړي چې له ډاکټره يې د تاييد ليک يا نسخه ولرئ.

د ميکروب ضد پاکوونکو مايعاتو، دستکشونو يا صابون په شان د ورځنيو اړتياوو لپاره به د پالنې بيمه هره مياشت شاوخوا ۴۰ يورو درکړي. د دې شيانو لپاره رسيد يا نسخې ته اړتيا نشته. البته د پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد د پالنې د بيمې ادارې ته يو غوښتنليک وړاندې کړئ.

زه د يوه خپل چا پالنه کوم؛ کومه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د يوه چا پالنه او پرستاري يو ستر کار او دروند مسؤوليت دی او ښايي ستاسې په شخصي ژوند ډېر اغېز ولري. په ځانګړي ډول که څوک په يوازې ځان د يوه اوده وخت لپاره د يوه خپل چا پالنه پر غاړي ولري؛ ښايي له ذهني او جسماني فشار سره مخ شي.

دلته ډېر داسې فرصتونه شته چې د داسې درنې دندې لپاره ستاسې مرسته کولای شي:

-       د اوږدمهاله پالنې ادارې خپلواک مشوره ورکوونکي کولای شي په وړيا ډول تاسې ته مشوره درکړي. دوی کولای شي ستاسې کور ته د مشورې لپاره درشي او ځينې يې په څو ژبو هم خبرې کولای شي. دا مشوره ورکوونکي مامورين ډېر وخت د پالنې په نوم مرکزونو (Pflegestützpunkten) کې وي. د دې مرکزونو تر ټولو نږدې څانګه پر (bdb.zgp.de) وېبسایټ موندلای شئ.

-       تاسې همدا شان کولای شئ وړيا کورسونو ته ورشئ چې د دې دندې لپاره مو تياروي. هلته به د پرستارانو يا پالونکو د دندو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ. دا کورسونه د پالنې د بيمو ادارو له لارې وړاندې کيږي او په اړه يې د همدې ادارې له مامورينو پوښتنه کولای شئ.

-       د پورته يادو شوو فرصتونو تر څنګ د ځاني مرستې ګروپونه (Selbsthilfegruppen) هم د مشورې په ورکولو او ملاتړ موندلو کې مرسته کولای شي. که ځان يوازې احساسوئ؛ غوره ده له داسې کسانو سره وګورئ چې ستاسې په شان حالت کې وي. ستاسې د‌پالنې مشاور يا مشاوره کولای شي د دې ګروپونو د پتو په اړه مالومات درکړي.

-       که خپله له ستونزې سره مخ شئ؛ د بېلګې په ډول ناروغ شئ او يا په رخصتۍ تلل غواړئ؛ کولای شئ د (Verhinderungspflege) په نوم له خدمتونو مرسته وغواړئ. پالونکي کولای شي په کال کې ۶ اونۍ له خپلې دندې رخصت واخلي‌ او د پالنې کار د پالنې خدمتونو ادارې ته وسپاري. د پالنې د بيمې اداره به پر دې مهال د لګښتونو يوه برخه پر غاړه واخلي.

-       که څوک د يوه دوهمه درجه پالنې مستحق کس پرستاري پر غاړه لري او په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۰ ساعته د هغه يا هغې خدمت کوي؛ د پالنې د بيمې اداره (Pflegekasse) ستاسې د تقاعد او بېکارۍ د بيمو ونډه پر غاړه اخلي. د دې تر څنګ د پرستارۍ پر مهال او همدا شان کارځای ته راتګ او بېرته تګ پر مهال د حادثو پر وړاندې هم دولتي بيمه ترلاسه کوئ.

نورې مالي مرستې هم شته؟

هغه کسان چې په کور کې اوسيږي او پالنې ته اړتيا لري، کولای شي هره مياشت تر ۱۲۵ يورو پورې مالي مرسته ترلاسه کړي. دې مرستې ته (Entlastungsbeitrag) او د پالنې د ټولو درجو لپاره دي. ځکه نو دا پیسې د لومړۍ درجې کسانو ته هم ورکول کيږي. د دې مرستو په وسيله د پالنې ورځني لګښتونه او ورته نور لګښتونه ورکړل شي. دا پیسې مخامخ ستاسې اکونټ ته نه راځي، ځکه نو لومړی بايد د لګښتونو پیسې خپله ورکړئ او بيا وروسته اړوند بېلونه د پالنې بيمې ته ولېږئ. که په اړونده مياشت کې بېل نه شئ لېږلای، کولای شئ د راتلونکي کال تر جون پورې يې ولېږئ.  بېلګې په توګه کولای شئ د کال په پای کې د ټولو مياشتو بېلونه ولېږئ او له جنوري څخه تر دسمبر پورې د ۱۲ مياشتو لپاره ۱۵سوه يوره (۱۲x۱۲۵) ترلاسه کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ ترلاسه کړئ.

څنګه کولای شم د کار تر څنګ د کورنۍ د يوه غړي پالنه هم وکړم؟

که د يوې دندې ترسره کولو پر مهال  د خپل کور د يوه غړي پالنه هم کوئ؛ کولای شئ له کار څخه د يوه مالومې مودې لپاره بې‌معاشه رخصت واخلئ. د کار ورکوونکي حق نه لري چې په دې موده کې تاسې له کاره منفک کړي.

د کورنۍ غړو د پالنې په موخه، له کار څخه د اوږدې مودې بې‌معاشه رخصت اخستلو لپاره ځينې لارې شته:

-       د پالنې يا پرستارۍ رخصت (Pflegezeit): د پرستارۍ د مودې په نامه رخصت د شپږو يوځای (يا په بېلابېلو وختونو کې) مياشتو لپاره اخستلای شئ. په ياد مو وي چې د د رخصت د مودې او پیل د نېټې په اړه بايد خپل رييس ته لس ورځې وړاندې په ليکلي ډول خبر ورکړئ.

-       د کورنۍ پالنې رخصت (Familienpflegezeit): د کورنۍ د پالنې د رخصت په مرسته تر ۲۴ مياشتو پورې له خپل کاره بې‌معاشه رخصت اخستلای شئ. البته بيا هم اړ ياست چې په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵ ساعته کار وکړئ. د دې رخصت ترلاسه کولو لپاره بايد د کار رييس ته اته اونۍ وړاندې په ليکلي ډول غوښتنليک وړاندې کړئ.

-       د لنډ وخت لپاره د کار کولو ناتواني: د پالنې لپاره د بېړنيو حالتونو پر مهال کولای شئ د (kurzzeitige Arbeitsverhinderung) په نوم رخصت واخلئ. دا رخصت تر ۱۰ ورځو پورې دی او هغه مهال ګټور دی چې د کورنۍ کوم نږدې غړی مو بېړنۍ پالنې ته اړتيا ولري. په دې لسو ورځو کې د خپل کار د شرکت له لوري معاش نه ترلاسه کوئ خو کولای شئ د پالنې د بيمې له ادارې څخه د (Pflegeunterstützungsgeld) په نوم د مرسته ترلاسه کړئ. د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره سملاسي د پالنې له ادارې څخه غوښتنه وکړئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که روغتيايي بيمه لرئ، د روغتيايي بيمې اداره مشوره درکولای شي. د روغتيايي بيمې تر څنګ. له هر بيمه شوي کس څخه په اتومات ډول د اوږدمهالې بيمې ونډه هم اخستل کيږي. د اوږدمهاله بيمې مسؤوليت هم د روغتيايي بيمې د ادارې پر غاړه دی. د بيمې ادارې د مشاورې لپاره خپلواک مشاوران لري او کولای شي تاسې ته د اړتيا پر مهال مشوره درکړي. دوی د مشورې لپاره ستاسې کور ته هم راتللای شي. په ځينو مشورتي مرکزونو کې له جرمني ژبې پرته په نورو ژبو هم خبرې کيږي. په پالنې په اړه نور مالومات پر (zgp.de) وېبسایټ موندلای شئ. همدا شان د خپلې روغتيايي بيمې له ادارې هم د يوه مشورتي مرکز پوښتنه کولای شئ. له دې پرته د لويانو کډوالو لپاره د مشورې له دفترونو (Migrationsberatung für Erwachsene) څخه هم مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې دفترونو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي. د کډوالو لپاره يو مشورتي دفتر پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

که پرستار يا پرستاره مو سم خدمت نه کوي؛ کولای شئ د (Krisentelefon) له لارې ته شکایت وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي به ستاسې شکايت ثبت کړي او د ستونزې د حلولو لپاره به مرسته درسره وکړي. پر (bdb.zqp.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. همدا شان کولای شئ د پالنې له يوه مرکز (Pflegestützpunkt) سره اړيکه ونيسئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: