د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه

Das Bild zeigt eine Familie mit ihrem Kleinkind bei einem Arzt. Das Kleinkind ist im Kinderwagen. Die beiden Eltern unterhalten sich mit dem Arzt.
اوسمهالیز 02.10.2023

د روغتيا قوانين او زما حقونه څه دي؟

په جرمني کې هر څوک بنسټيزو روغتيايي آسانتياوو ته د لاسرسي حق لري. البته د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو دايره او د درملنې کچه په جرمني کې ستاسې د اوسېدو له مودې او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه لري. قبول شوي کسان په معمول ډول د روغتيايي بيمې درلودلو حق هم ترلاسه کوي او د بيمې له يوه شرکت سره ثبتيږي. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ د روغتيايي بيمه په څپرکي کې لوستلای شئ.

هغه کسان چې سوسيالي مرسته ترلاسه کوي؛ د (AsylbLG) قانون له مخې روغتيايي خدمتونه ته لاسرسی لري. البته د دوی لپاره روغتيايي خدمتونه محدود دي او ډېر وخت يې درملنه د اړونده چارواکو له لوري کيږي. په دې کته‌ګورۍ کې هغه کسان راځي چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي؛ ډولډونګ ولري او يا هم له پولې د تېرېدلو سرټيفیکېټ (Grenzübertrittsbescheinigung) ولري. له دې ډلې دوه ډوله کسان لرو: لومړی هغه چې په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو کم وخت کيږي او دوهم هغه چې په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي.

د روغتيايي پاملرنې سيستم څه ډول دی؟

له ۱۸ مياشتو کم وخت کيږي چې زه په جرمني کې يم

هغه پنا غوښتونکي او ډولډونګ لرونکي چې په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو لږ وخت تېر کړی وي؛ يوازې بېړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې مانا دا ده يوازې په سختو حالاتو کې د دوی درملنه کيږي او په معمول ډول د مزمنو ناروغيو درملنه نه کيږي. البته د امېدوارو مېرمنو لپاره ځينې استثناوې په پام کې نيول کيږي او دوی د امېدوارۍ او زېږون پر مهال ټولو د ښځو لپاره ټولو وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې تر څنګ ټول کسان په جرمني کې واکسين ترلاسه کولای شي.

که په جرمني کې مو له ۱۸ مياشتو کم وخت کيږي؛ هر ځل ډاکټر ته له تګ مخکې بايد له اړونده چارواکو د ناروغۍ تاييدليک يا (Krankenschein) ترلاسه کړئ. د اړونده کمپونو مامورين او يا د سوسيال په اداره کې ستاسې اړوند مامور په هرو درې مياشتو کې د دې ليکونو يو څو او يا د هرې ناروغۍ پر مهال يو درکوي؛ څو بيا يې ډاکټر ته د تګ پر مهال له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې دا ليکونه يوازې درې مياشتې اعتبار لري او له هغه وروسته بايد نوي ترلاسه کړئ. په ځينو ايالتونو کې د دې تاييدليکونو د ترلاسه کولو لپاره د پېچلې بيروکراتيکي پروسې يا کاغذپرانۍ پر ځای روغتيايي کارتونه ورکول کيږي. ډولډونګ لرونکي او پناغوښتونکي کولای شي له دې کارتونو سره پرته له دې چې مامورينو ته ورشي؛ ډاکټر ته ولاړ شي. البته له دې کارتونو سره هم يوازې بېړنۍ درملنه ترسره کيږي. ګټه يې يوازې دا ده چې د پېچلې بيروکراتيکي پروسې مخه نيول کيږي.

په نورمال ډول هغه درمل چې ډاکټر يې ليکي؛ بايد خپله له يوه درملتون څخه ترلاسه کړئ. درملتون په خپله خوښه ټاکلای شئ. په معمول ډول د درملو پیسې تاسې نه ورکوئ او پر ځای يې نسخه له دوی سره پرېږدئ. وروسته بيا درملتون پیسې له سوسيال څخه ترلاسه کوي. په خپل شاوخوا کې يو درملتون له (aponet.de) څخه موندلای شئ.

زه له ۱۸ مياشتو زيات وخت په جرمني کې يم

هغه کسان چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي او يا ډولډونګ ولري او په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو زيات وخت کيږي؛ په ټول جرمني کې د کډوالو لپاره روغتيايي کارت (Gesundheitskarte für Flüchtlinge) ترلاسه کوي. د دې کارت په مرسته، اړونده مامورينو يا ادارو ته له تګ پرته روغتيايي خدمتونه ترلاسه کولای شئ. هغه کسان چې په دې ډله کې راځي؛ له اوږدمهاله روغتيايي پاملرنې پرته، د روغتيايي بيمې له منظمو خدمتونو برخمن کيږي. البته دوی به د دولتي روغتيايي بيمې غړيتوب ونه لري خو يو ډول اړيکه به ورسره ولري. د روغتيايي بيمې شرکتونه ستاسې د درملنې اړوند پیسې له دولتي ادارو ترلاسه کوي. البته دا بيا تاسې ټاکلای شئ چې د بيمې له کومې ادارې سره ځان ثبتوئ. له دې کمپنيو سره د ثبت پروسه به د اړونده ادارې له لوري ترسره شي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ د روغتيايي بيمو په څپرکي کې موندلای شئ.

يادونه: د کډوالو لپاره روغتيايي کارتونه کټ مټ د روغتيايي بيمې د نورمال کارتونو په شان دي خو يو توپير لري: د دوی د کارتونو پر شا د اروپايي روغتايي بيمې د کارتونو (EHIC) نښه نشته. د دې کارتونو اړوند ټول مالومات خوندي کيږي خو دا هم د نورمالو کارتونو د مالوماتو له خونديتوب سره توپير لري. د کډوالو روغتيايي کارتونه يوه ځانګړې نښه لري او ډاکټران يې له مخې پوهيږي چې دا کسان د روغتيايي بيمې دايمي غړي نه دي.

ډاکټر چېرته موندلای شم؟

جرمني ته له راتګ وروسته به تاسې په يوه لومړني کمپ کې ځای پر ځای شئ. په دې کمپونو کې لومړني روغتيايي‌ خدمتونه او بېړنۍ درملنه ترسره کيږي. که د ناروغۍ احساس کوئ؛ د کمپ له يوه مامور سره خبرې وکړئ.

په جرمني کې ځینې ډاکټران يوازې د هغو کسانو درملنه کوي چې د شخصي کمپنيو بيمه ولري. دا ډاکټران له ناروغانو سملاسي پیسې ترلاسه کوي او وروسته بيا دا پیسې بېرته د بيمې د کمپنۍ له لوري ناروغ ته ورکول کيږي. که خپله شخصي بيمه نه لرئ، بايد داسې ډاکټر پيدا کړئ نور ناروغان هم ګوري.

په خپل شاوخوا کې يو ډاکټر د فدرالي ډاکټرانو د اتحاديې پر وېبسایټ (bundesaerztekammer.de) موندلای شئ. پر دې وېبسایټ لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا په (Erweiterte Suche) کلېک وکړئ. البته کولای شئ هلته ځينې داسې ډاکټران هم ومومئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي. که د خپلې ژبې اړوند ډاکټر ونه مومئ او جرمني ژبه مو هم نه وي زده؛ کولای شئ له ځان سره يو ژباړن راولئ. د ژباړن موندلو لپاره د خپل کمپ له مامورينو مرسته غوښتلای شئ. ځينې مشورتي مرکزونه هم کولای شي د روغتيايي ستونزو پر مهال مرسته وکړي. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د مهاجرو شورا پر وېبسایټ (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ.

د دې تر څنګ له دې انلاين روغتيايي سيندګي هم ګټه اخستلای شئ. د دې سيندګي په مرسته کولای شئ ډاکټر ته وواياست چې کومه ناروغي لرئ.

آيا د رواني درملنې لګښتونه ورکول کيږي؟

د ډولډونګ سند لرونکي او د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې کډوال کولای شي د رواني درملنې لپاره له سوسيال څخه مرسته وغواړي. د دې کار لپاره په خپل کمپ کې له ټولنيزو کارکوونکو او يا د مشورتي مرکزونو له مامورينو سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د مهاجرو شورا پر وېبسایټ (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ. که غوښتنه مو سملاسي رد نه شي؛ د سوسيال امت له لوري يو ګومارل شوی ډاکټر به يې وګوري او وارزوي. البته له دې ډلې ډېری غوښتنې نه منل کيږي. ځکه دولتي ادارې نه غواړي‌ د هغو کسانو د درملنې پیسې ورکړي چې په جرمني کې يې د استوګنې حالت نامالوم دی. د داسې کسانو لپاره بيا ځينې نور ځايونه شته چې په وړيا ډول د کډوالو درملنه کوي. البته په دې مرکزونو کې د ځای د کموالي له کبله ښايي د درملنې ترلاسه کول سخت وي. د دې مرکزونو پتې د کډوالو او تاوتريخوالي د قربانيانو لپاره دفدرالي ډاکټرانو د اتحاديې پر وېبسایټ (bundesaerztekammer.de)موندلای شئ.

که څوک سندونه ونه لري؛ څه کولای شي؟

که څوک په جرمني کې هېڅ قانوني سندونه ونه لري؛ بيا هم د کډوالو د قانون (AsylbLG) له مخې د بېړنيو روغتيايي خدمتونو مستحق ګڼل کيږي او د دوی لپاره د درملنې فرصتونه شته. په داسې حالاتو کې بايد مخکې له مخکې د سوسيال له ادارې څخه د درملنې لپاره يو ليک ترلاسه کړئ. له دې ليک پرته ډاکټر ستاسې درملنه نه کوي. البته سوسيال امت به ستاسې د استوګنې په اړه د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته هم خبر ورکړي.

ځينې بنسټونه د بې‌اسنادو کسانو درملنه کوي او هويت يې پټ ساتي. د دې ادارو خدمتونه وړيا دي او سوسيال امت يا د بهرنيانو چارو ادارې ته يې په اړه خبر نه ورکول کيږي. له خپل شاوخوا کې د (Maltester) او يا (Medibüros) دفتر له همدې لېنکونو موندلای شئ.

يادونه: روغتونونه او ډاکټران اجازه نه لري چې ستاسې مالومات نورو ادارو ته ورکړي. همدا شان د بېړنيو حالاتو پر مهال روغتون، امبولانس او يا ژغورندويو خدمتونو ته له زنګ وهلو مه وېرېږئ.

د بېړنيو حالاتو پر مهال څه کولای شم؟

د بېړنيو روغتيايي حالتونو پر مهال د ژغورنې خدمتونو له  ۱۱۲ شمېرې سره په جرمني ژبه اړيکه نيولای شئ. له دې شمېرې سره اړيکه وړيا ده. له دې پرته د هر روغتون له بېړنۍ شمېرې سره هم اړيکه نيولای شئ. البته کېدای شي ځينې وخت د دې خدمتونو د مامورينو رارسېدل ډېر وخت وغواړي.

که څوک مسموم شوي وي؛ کولای شئ پر (bvl.bund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د مسموميت يو بېړنی مرکز ومومئ. د مسموميت بېړني مرکزونه شپه او ورځ فعال دي.

که د شپې يا رخصتيو په ورځو کې مو درمل په کار شي؛ کولای شئ يو نوکريوال درملتون ته ورشئ. د ( aponet.de) پر وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د هرې ورځې نوکريوالي درملتون موندلای شئ. 

مهم

ډاکټران اجازه نه لري چې ستاسې له اجازې پرته بل کس يا ادارې ته ستاسې اړوند مالومات ورکړي. دې مخنيوي ته طبي محرم‌والی (ärztliche Schweigepflich) وايي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: