د ښځو لپاره مخکې له مخکې طبي معاينات

Female doctor talking to a female patient
اوسمهالیز 02.04.2024

د خپلې روغتيا لپاره څه کولای شم؟

په جرمني کې هر کال کابو نيم ميليون خلک په سرطان اخته کيږي. د سينې او رحم د سرطان په شان سرطانونه د درمنلې وړ دي خو په هغه صورت کې چې پر وخت وموندل شي. د دې کار لپاره بايد وړيا مخنيوي کوونکي معاينات (Vorsorgeuntersuchung) شته. دا معاينات له ډاکټرانو سره مرسته کوي څو شونې ناروغۍ له وخت مخکې وپېژني او په دې ډول د شديدې ناروغۍ او مړينې مخنيوی وکړي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

مخنيوي کوونکي معاينات څه ته وايي؟

له وخت مخکې يا مخنيوي کوونکي طبي معاينات، د کتنې يو داسې وړانديز دی چې د عامو ناروغيو د پېژندلو لپاره ترسره کيږي. په دې معايناتو کې ډاکټر ګوري چې د ناروغ په بدن کې، د بېلګې په توګه د تيونو د کلکېدلو په شان کوم غيرعادي بدلون شته او که نه. دوی د دې کار لپاره طبي معاينات او ټېسټونه ترسره کوي، هغه ارزوي‌ او پايلې يې له تاسې سره شريکوي.

د مخينوي کوونکو معايناتو لګښتونه روغتيايي بيمه ورکوي. البته دوی يوازې د هغو معايناتو لګښتونه ورکوي چې د قانون له مخې اړين وي. دا چې اړين معاينات کوم دي، د جرمني ګډه فدرالي کمېټه پرېکړه کوي. په دې کمېټه کې ډاکټران او درملګران د روغتيايي بيمې د شرکتونو او روغتونونو له استازو سره په ګډه ټاکي چې د روغتيايي بيمې شرکتونه بايد د کومو معايناتو لپاره پیسې ورکړي. د دې پرېکړې له مخې کتل کيږي چې له اړونده معايناتو سره ناروغي تشخيصېدلای شي او که نه. له دې پرته دوی ځان ډاډه کوي چې معاينات د ناروغ لپاره خطرناک نه وي. د دې ډول معايناتو لړ همدلته لاندې په بله برخه کې موندلای شئ.

د مخنيوي کوونکو معايناتو ترسره کول ولې اړين دي؟

ډاکټران کولای شي له مخنيوي کوونکو معايناتو سره ناروغۍ مخکې له مخکې او په لومړي پړاو کې وپېژني. ځکه نو مخکې له دې چې ناروغي د درد لامل شي او يا لاعلاجه شي، تشخيص يې اړين دی. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کورنۍ کې يې بيا بيا د سرطان پېښې یا نورې سختې ناروغۍ رامنځته شوې وي، بايد دا معاينات ترسره کړي. ان که درد ونه لرئ او بشپړه روغتيا هم ولرئ، دا معاينات بايد ترسره کړئ. د دې معايناتو ترسره کول ستاسې د روغتيايي پاملرنې مهمه برخه ده.

يادونه: د مخنيوي کوونکو معايناتو په وسيله د بشپړې روغتيا تضمين نه کيږي. د بېلګې په توګه ټولې ناروغۍ سملاسي او يا پر وخت نه پېژندل کيږي. البته ستاسې د روغ پاته کېدلو چانس هغه مهال ډېر لوړ دی چې دا معاينات ترسره کړي.

څوک د مخنيوي کوونکو معايناتو د ترسره کولو حق لري؟

که دولتي روغتيايي بيمه لرئ، د ځانګړو مخنيوي کوونکو معايناتو ترسره کولو حق لرئ. د دې معايناتو لړ لاندې موندلای شئ. د دې معايناتو لګښتونه د روغتيايي بيمې پر غاړه دي. له دې پرته د نورو اضافي معايناتو لګښتونه بايد خپله ورکړئ. ځينې وخت ښايي دا لګښت ډېر لوړ وي. که د معايناتو د ترسره کولو د اړتيا په اړه ډاډه نه‌ ياست، کولای شئ د جرمني د خپلواکو ډاکټرانو د مشاورې برخې ته زنګ ووهئ او مشوره ترلاسه کړئ.

که شخصي روغتيايي بيمه لرئ، کولای شئ د خپلې بيمې له شرکت څخه وپوښتئ چې دوی د کومو ازموينو پیسې ورکوي. د روغتيايي بيمو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (روغتيايي بيمې) کې موندلای شئ.

که روغتيايي بيمه نه لرئ، ستاسې روغتيايي معاينات به د پناغوښتونکو لپاره د مرستو  قانون (§4 Abs. 1, S. 2 AsylbLG ) له لارې تمويل شي. د دې قانون له مخې لاندې کسان د لازمي مخنيوي کوونکو معايناتو ترسره کولو مستحق دي:

-        د (Aufenthaltsgestattung) او (Ankunftsnachweis) په شان د استوګنې د لنډمهاله سندونو لرونکي. د رارسېدو سند (Ankunftsnachweis) هغه وخت ورکول کيږي چې څوک جرمني ته راشي او دلته د پناغوښتنې هيله وکړي. لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) بيا هغه وخت ورکول کيږي چې څوک د پنا غوښتنه په رسمي ډول ثبت کړي. د پنا غوښتنې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پناغوښتنې پروسيجر) کې ولولئ.

-        د ډولډونګ سند درلودونکي. له پولو د تېرېدلو تاييدليک (Grenzübertrittsbescheinigung)، د ډيپورټ پرېکړه (Abschiebebescheid) او ورته نور سندونه هم د ډولډونګ په کتار کې راځي.

-        له جګړې د ډېرو تښتېدلو کسانو په ډله کې، په جرمني کې د خونديتوب تر پوښښ لاندې راغلي کسان. دلته د دې ډول کسانو د پنا غوښتنه په انفرادي توګه نه ارزول کيږي. اوس مهال (۲۰۲۲) په دې ډله کې د اوکراين کډوال راځي.

-        د فدرالي دولت د منلو پروګرام (Aufnahmeprogramm) له مخې جرمني ته راغلي کسان. ستاسې د استوګنې په اجازه به ليکل (wegen des Krieges im Heimatland) شوي وي.

-        د استوګنې د معتبرې اجازې او ډولډونګ نه درلودونکي. د بې‌سنده کسانو لپاره د روغتيايي خدمتونو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) کې لوستلای شئ.

-        هغه کسان چې ښځه يا مېړه يې په پورته ډلو کې راځي.

د مخنيوي کوونکو معايناتو لپاره د روغتيايي بيمې يا سوسيال‌امت تاييد ته اړتيا ده؟

که روغتيايي بيمه لرئ، د معايناتو لپاره د هغوی تاييد ته اړتيا نشته. کولای شئ خپله له اړوند ډاکټر سره وخت واخلئ. د برېښنايي روغتايي کارتونو درلودونکي هم همدا اصل پلی کيږي.

د روغتيايي بیمي د نه لرونکي کس په توګه، که د ډاکټر د کتلو لپاره د درملنې يا ناروغۍ تاييدليک (Behandlungs- oder Krankenschein) ته اړتيا وي، بايد هغه ترلاسه کړئ. د مخنيوي کوونکو معايناتو لپاره بايد له سوسيال‌امت څخه د درملنې يا ناروغۍ تاييدليک ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره غوښتنليک وړاندې کول ځينې وخت ډېر ستونزمن وي، خو کولای شئ له مشورتي ادارو مرسته او مالومات ترلاسه کړئ. د پروازول پر وېبسایټ په خپل شاخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) کې لوستلای شئ.

د مخنيوي کوونکو معايناتو لپاره وخت يا ترمين چېرته او څنګه اخستلای شم؟

د معايناتو پر مهال اړوند متخصص د بدن د يوې ځانګړې برخې او يا يوه غړي د کتلو دنده پر غاړه لري. متخصص ډاکتران (Fachärzt*innen) د غاښونو د ډاکټرانو په شان د بدن د يوې ځانګړې برخې يا غړي په اړه ښه پوهيږي. ځکه نو د سينو او رحم د سرطان کتنه د ښځو د متخصصو ډاکټرانو کار دی.

د ډېرو معايناتو لپاره بايد خپله وخت واخلئ. ځينې ډاکټران په خپله تاسې ته د مخنيوي کوونکو معايناتو د ترسره کولو يادونه کوي. ښه به وي چې ډاکټر ته د ورتګ پر مهال خپله هم په دې اړه پوښتنه وکړئ. د سينو او کولمو د سرطان معايناتو (Mammographie) استثنا دي. د اصولو له مخې د دې دواړو معايناتو او ناروغۍ په اړه د مالوماتو تر څنګ د کتنې لپاره د ځانګړې نېټې وړانديز هم ترلاسه کوئ.

په خپله ژبه د غږېدونکو ډاکټرانو د موندلو لپاره د دولتي روغتيايي بيمې د ډاکټرانو ټولنې وېبسایټ ته ورشئ. هلته اړوند ايالت او وروسته خپله ژبه ټاکلای شئ.

که ډاکټران د معايناتو يا ازموينې پر مهال کوم غير معمول څه ومومي، څه به کيږي؟

که ډاکټران کوم غيرمعمول څه ومومي، تاسې ته به خبر درکړي. دا کار سملاسي د معايناتو پر مهال او د ازموينو د پايلو له مالومېدو وروسته کيږي. ډاکټران به له تاسې سره د ستونزې، د هغې د بدوالي د کچې او د غوره درملنې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

که د درملنې له وړانديزونو سره موافق نه ياست، کولای شئ د نورو ډاکټرانو نظر واخلئ. دې کار ته (Zweitmeinung) وايي. په داسې حالت کې ډېر کم وخت بيا ازموينې ترسره کيږي. ډاکټران به له تاسې سره ترلاسه شوي مالومات شريک کړي او د درملنې د نورو ټاکنو په اړه به روښانتيا درکړي.

مهم: هر غيرعادي حالت او د ازموينې په پايله کې لوړې يا ټيټې شمېرې د سختې ناروغۍ په مانا نه دي. ډېر وخت په خوړو او يا وروته نورو برخو کې له منځنيو اندازو يو څه زياتوالی يا کمولای د دې پايلو سبب وي چې بايد پام ورته وشي.

په کوم وخت کې کوم معاينات کيږي؟

هر مخنيوي کوونکي معاينات په يوه ځانګړي وخت کې ترسره کيږي. د بېلګې په توګه غاښونه بايد هر شپږ مياشتې وروسته وکتل شي. د رحم د سرطان کتنه بايد هر کال وشي خو دا کار له شل کلنۍ وروسته کيږي.

له اتلس کلنۍ وروسته

-        د غاښونو له ډاکټر څخه د غاښونو د حالت په اړه پوښتنه کولای شئ. په دې ډول د بېلګې په توګه پوهېدلای شئ چې غاښونه مو خرابي لري او که نه.

-        داخله ډاکټران (Hausärzt*innen) ستاسې د معايناتو پر مهال بدن عمومي چېک‌اپ ترسره کوي او حالت يې ګوري. په دې ډول به د شکر په شان د ځانګړو ناروغيو تشخصي وشي او پر وخت به يې درملنه وشي. له دوی سره د خپل حالت او پخوانيو ناروغيو په اړه خبرې وکړئ. دا ډاکټران د وينې فشار، زړه او د واکسينو ترسره کول هم کنټرولوي. دا ډول عمومي معاينات تر ۳۵ کلنۍ پورې يوازې يو ځل کيږي او له هغه وروسته بيا په منظم او تکراري ډول ترسره کيږي.

له شل کلنۍ وروسته

-        د رحم د سرطان معاينات له دې وخت څخه پيل کيږي. د ښځينه ډاکټره هر کال ستاسې اړين مخنيوي کوونکي معاينات ترسره کوي. دوی همدا شان داخلي او بهرني تناسلي غړي معاينه کوي او (PAP-Abstrich) ترسره کوي. په دې ډول دوی د رحم د سرطان لومړنی نښې موندلای شي.

له پينځه‌ويشت کلنۍ وروسته

-        په دې عمر کې هر کال یو ځل د کلاميديا (Chlamydien) د معايناتو ترسره کولو حق لرئ. دا په جرمني کې يوه ډېره عامه جنسي ناروغي ده. دا ټېسټ هم د ښځينه ډاکټرانو په کتنځي کې ترسره کولای شئ.

له دېرش کلنۍ وروسته

-        په دې عمر کې د سينې د سرطان معاينات پيل کيږي. په دې موخه هر کال د ښځينه ډاکټرانو په کتنځايونو کې د تيونو او تر څنګ لمفاوي غدو معاينات کيږي.

له پينځه‌دېرش کلنۍ وروسته

-        په دې عمر کې د روغتيايي چک‌اپ حق لرئ. روغتيايي بيمه له ۳۵کلنۍ وړاندې يوازې يو ځل د ټول بدن د معايناتو لګښت ورکوي خو له دې وروسته بيا هر درې کاله وروسته د معايناتو لګښت درکول کيږي.

-        په دې عمر کې همدا شان د پوست د سرطان مخنيوی پيل کيږي. تاسې کولای شئ هر دوه کاله وروسته د داخله يا عمومي ډاکټر يا پوست د متخصص په کتنځي کې د پوستکي د سرطان معاينات ترسره کړئ. په دې ډول دوی ستاسې بدن ګوري او بايد ټولې جامې لرې کړئ. په دې ډول د جنسي غړو په ګډون، د پوستکي په ټولو برخو کې د سرطان پلټنه کيږي.

له پنځوس کلنۍ وروسته

-        د سينې سرطان معاينات له ماموګرافي سره بشپړيږي. راديولوژېستان هر دوه کاله وروسته د اېکس وړانګې په وسيله ستاسې د سينو انځورونه اخلي. د دې کار موخه دا ده چې بدلونونه پر وخت کشف شي او په اغېزناک ډول يې درملنه وشي. دا ډول معاينات تر ۶۹ کلنۍ پورې ادامه لري.

-        په دې عمر کې د کولمو د سرطان معاينات هم پيليږي. د دې کار لپاره بايد غايطه مواد وکتل شي. دا معاينات له داخله، عمومي او يا ښځينه ډاکټرانو سره ترسره کولای شئ. د دې کار لپاره په کال کې يو ځل ټېسټ ترسره کولای شئ. له ۵۵کلنۍ وروسته په هرو لسو کالونو کې يو ځل کولونکوسکوپي (Darmspiegelung) هم ترسره کولای شئ. د کولمو دا ډول معاينات د يوې وړکې ويډيويي کامرې (Endoskop) په وسيله ترسره کيږي.

له۵۰ کلنۍ تر ۷۵ کلنۍ

  • که د چا عمر له ۷۰ تر ۷۵ کالونو وي، کولای شي خپل کور ته نږدې د سکرينينګ په مرکزي دفترونو کې د معايناتو لپاره وخت ونيسي. هلته به وکتل شي چې لا هم د معايناتو مستحق ياست او که نه. د نوي معايناتو لپاره بايد د وروستۍ مموګرافۍ له ترسره کېدو څخه لږ تر لږه ۲۲ مياشتې وتلې وي. د ۲۰۲۶ کال له پيل وروسته به له ۷۰ کالونو د لوړ عمر لرونکې مېرمنې د معايناتو لپاره يو ليکل شوی بلنليک ترلاسه کوي.

 

مهم: که کومه ښځه امېدواره وي، له دې پرته نور معاينات يې هم ترسره کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (امېدواري) کې لوستلای شئ.

مهم

که ډاکټر او ناروغ په ورته ژبه خبرې وکړي، د وخت ترلاسه کول او د ناروغۍ تشخيص اسانيږي. په خپله ژبه د غږېدونکو ډاکټرانو د موندلو لپاره د دولتي روغتيايي بيمې د ډاکټرانو ټولنې وېبسایټ ته ورشئ. هلته اړوند ايالت او وروسته خپله ژبه ټاکلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: