د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره مخنيوي کوونکي معاينات

اوسمهالیز 26.02.2024

د خپلو ماشومانو د روغتيا ل‍پاره څه کولای شو؟

واړه ماشومان په چټکۍ لوييږي او وړکتون او ښوونځي ته ځي. د دې لپاره چې ماشومان په ښه توګه وده وکړای شي، د ماشومانو ډاکټران د هغوی روغتيا‌ منظم ډول کنټرولوي. دې کنټرول او معايناتو ته مخکې له مخکې او مخنيوي کوونکي معاينات (Früherkennungs- und Vorsorgeuntersuchungen oder einfach U-Untersuchungen) وايي. ډاکټران په دې معايناتو کې د ماشومانو ذهني او جسمي وده ګوري. دوی وروسته پايلې او نور داسې مالومات له تاسې سره شريکوي چې څنګه وکړای شئ خپل ماشوم په ښه توګه او روغ لوی کړئ. له همدې کبله دا معاينات ستاسې لپاره يو فرصت دی څو د خپل ماشوم د روغتيا په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې له ډاکټر سره شريکې کړئ. له دې پرته ډاکټران د دې معايناتو پر مهال ګوري چې ماشوم مهم واکسينونه بشپړ کړي دي او که نه. د واکسينو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره واکسين) کې وګورئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

له وخت مخکې معاينات څه ته وايي؟

له وخت مخکې يا مخنيوي کوونکي طبي معاينات، د فدرال دولت له لوري د ټولو والدينو لپاره يو وړيا وړانديز دی. د دې معايناتو په وسيله ډاکټران د ماشومانو روغتيايي‌حالت په منظمه توګه ګوري او ځان ډاډه کوي چې ماشوم څه له لاسه ورنه کړي، واکسين پر وخت وکړي او ښه وده کوي. دا معاينات د ماشوم له زېږېدو وروسته پيليږي او بلوغ ته له رسېدو يعني د ۱۲ او ۱۴ کلنۍ تر منځ ته رسيږي.

دا چې اړين معاينات کوم دي، د جرمني ګډه فدرالي کمېټه پرېکړه کوي. په دې کمېټه کې ډاکټران او درملګران د روغتيايي بيمې د شرکتونو او روغتونونو له استازو سره په ګډه ټاکي چې د روغتيايي بيمې شرکتونه بايد د کومو معايناتو لپاره پیسې ورکړي. د دې پرېکړې له مخې کتل کيږي چې له اړونده معايناتو سره ناروغي تشخيصېدلای شي او که نه. له دې پرته دوی ځان ډاډه کوي چې معاينات د ناروغ لپاره خطرناک نه وي. د دې ډول معايناتو لړ همدلته لاندې په بله برخه کې موندلای شئ.

د مخنيوي کوونکو معايناتو ترسره کول ولې اړين دي؟

ډاکټران کولای شي له مخنيوي کوونکو معايناتو سره په منظم ډول د ماشومانو وده وڅاري. دا ځکه مهم دي چې ډاکټران کولای شي د ماشومانو په يو خاص عمر کې د ځينو ځانګړو ناروغيو درملنه وکړي. د بېلګې په توګه که د ماشوم د ورانه مفصلونه‌ په سمه توګه نه وي ځای پر ځای شوي، ډاکټر کولای شي د ماشوم له زېږېدو ورسته د څلورمې او پينځمې اونۍ تر منځ يې په ښه توګه درملنه وکړي.

همدا شان دا معاينات ستاسې لپاره يو فرصت دی څو د خپل ماشوم د روغتيا په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې له ډاکټر سره شريکې کړئ. تر ټولو مهم دا چې که د ماشوم په چلند يا وده کې کوم غيرمعمول څه ووينئ، بايد له ډاکټر سره يې شريک کړئ. دوی بيا ستاسې موندنې ارزوي او د درملنې د شونتياوو په اړه مالومات درکوي.

څوک کولای شي مخنيوي کوونکي معاينات ترسره کړي؟

په جرمني کې ټول ماشومان د مخنيوي کوونکو معايناتو ترسره کولو اجازه لري. دا معاينات د استوګنې له اجازې او روغتيايي بيمې سره اړه نه لري او که څوک دا شيان هم ونه لري، معاينات ترسره کولای شي.

څوک د مخنيوي‌ کوونکو معايناتو لګښت ورکوي؟

که څوک روغتيايي بيمه ولري، د بيمې شرکت د معايناتو لګښتونه ورکوي. د دې معايناتو لړ لاندې په بله برخه کې موندلای شئ. که څوک د سوسيال مرسته اخلي، د سوسيال اداره د دې معايناتو لګښتونه پر غاړه اخلي.

زما ماشوم بايد مخنيوي کوونکي معاينات ترسره کړي؟

په جرمني کې فدرال ايالتونه د دې معايناتو د جبري کېدو په اړه پرېکړه کوي. د ماشومانو او نویو ځوانانو د معايناتو قوانين د ټولنيز قانون په ۲۶مه ماده کې ځای پر ځای شوي دي. په ډېرو ايالتونو کې مخنيوي کوونکي معاينات جبري نه دي خو په بایرن، بادن ورتمبرګ او هېسن کې (۲۰۲۳ کال) بايد دا معاينات ترسره شي. که په دې يادو شوو ايالتونو کې ژوند کوئ او د خپلو بچيانو معاينات ترسره نه کړئ، يوګندامت ته خبر ورکول کيږي. په بایرن ايالت کې وړکتون او ښوونځي ته د شاملېدو پر مهال هم د دې معايناتو ثبوت غوښتل کيږي. که دا ثبوت ونه لرئ، دوی يوګندامت ته خبر ورکوي او بيا يوګندامت له تاسې په دې اړه پوښتي چې ولې مو د خپلو بچيانو معاينات نه دي بشپړ کړي.

د نوردراين وستفالن او نيدرزاکسن په شان ځينو نورو ايالتونو کې ډاکټران د دې معايناتو له ترسره کولو وروسته يوې مرکزي ادارې ته خبر ورکوي. په معمول ډول دا مرکزي ادارې د روغتيا ايالتي وزارت دی. که څوک د خپلو بچيانو معاينات ترسره نه کړي، ښايي د دې ادارې له لوري يو ليک ترلاسه کړي او هلته وروغوښتل شي. که څوک ورنه شي، بايد ځواب ويلو ته چمتو وي. وروسته ښايي یوګندامت مداخله وکړي او وګوري چې ماشوم جوړ دی او که نه.

مخنيوي کوونکي معاينات چېرته ترسره کيږي؟

دا له دې سره اړه لري چې ماشوم په روغتون کې او که بل ځای زېږېدلی دی. که ماشوم د جرمني په يوه روغتون کې زېږېدلی وي، په معمول ډول لومړني دوه معاينات په هماغه روغتون کې ترسره کيږي. نور معاينات بيا د ماشومانو اړوند ډاکټر ترسره کوي.

که ماشوم په کور کې يا بل ځای زېږېدلی وي، ټول معاينات د ماشومانو ډاکټر ترسره کوي. په داسې حالت کې بايد مخکې له مخکې د ماشوم له ډاکټر سره وخت واخلئ. که لا هم د خپل ماشوم لپاره ډاکټر نه لرئ، کولای شئ پر (www.kbv.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې پلټنه وکړئ. هلته لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا پرمختللی لټون (Erweiterte Suche) تڼۍ کېکاږۍ. په دې ډول کولای شئ هغه ډاکټران هم ومومئ چې ښايي ستاسې په ژبه خبرې وکړای شي.

يادونه: دا معاينات ښايي ستاسې د بچيانو لپاره حياتي وي. که ډېر وخت ترمين ته انتظار پاته شئ، ښايي د خپل ماشوم روغتيا ته زيان ورسوئ. ځکه نو غوره ده چې پر وخت ترمين واخلئ او معاينات خامخا ترسره کړئ.

د مخنيوي کوونکو معايناتو لپاره څه ډول يو ترمين اخستلای شم؟

د مخنيوي کوونکو معايناتو لپاره بايد په خپله ترمين واخلئ. د دې کار لپاره د خپلو ماشومانو ډاکټر ته زنګ ووهئ. که لا هم د خپل ماشوم لپاره ډاکټر نه لرئ، کولای پر (www.kbv.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې پلټنه وکړئ. هلته لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا پرمختللی لټون (Erweiterte Suche) تڼۍ کېکاږۍ. په دې ډول کولای شئ هغه ډاکټران هم ومومئ چې ښايي ستاسې په ژبه خبرې وکړای شي.

دا چې څه وخت بايد د ماشوم لپاره د معايناتو ترمين واخلئ، د ماشوم له عمر سره اړه لري. د معايناتو وخت د ډاکټرانو له لوري ټاکل کيږي. پر (www.kindergesundheit-info.de) وېبسایټ کتلای شئ چې ماشوم مو کله او کومو معايناتو ته اړتيا لري. هلته د عمر په برخه کې د خپل ماشوم عمر ورزيات کړئ‌ او اړين مالومات ترلاسه کړئ.

يادونه: د معايناتو لپاره په ټاکل شوې نېټه خامخا ورشئ. که داسې ونه کړئ، روغتيايي بيمه د ماشومانو ډاکټر ته د معايناتو‌ پیسې نه ليږي او بل ځل بايد خپله پیسې ورکړئ. البته اوس د کورونا له کبله ښايي له U6 تر U9 معاينات پر خپل وخت ونه شي او کولای شئ وروسته يې وکړئ. د دې لپاره د ماشومانو له ډاکټر سره خبر وکړئ.

په جرمني ژبه نه پوهېدونکو کسانو سره د معايناتو پر مهال څوک د ژباړې لپاره مرسته کوي؟

که خپله يا مو ماشومان په جرمني ژبه نه پوهيږي او د معايناتو پر مهال له ډاکټر سره ځان نه شئ پوهولای، کولای شئ له ځان سره يو ژباړن بوځئ. دا کار مسلکي ژباړن کولای شي. له دې پرته ښايي ستاسې کوم ملګری يا خپلوان هم د ژباړې لپاره درسره ولاړ شي.

که دولتي روغتيايي بيمه (gesetzlichen Krankenkasse) لرئ، د مسلکي ژباړن لګښت بايد خپله ورکړئ. که کافي پیسې نه لرئ، کولای شئ له رضاکارو ژباړنانو مرسته وغواړئ. د دې کار لپاره د ځوانو کډوالو له ادارې څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ. د دې ادارې کارکوونکي په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي.

که د سوسيال مرسته ترلاسه کوئ، د سوسيال‌امت (Sozialamt) اداره به د ژباړن لګښتونه درکړي. ښه به وي چې په دې اړه له يوې مشورتي ادارې مرسته وغواړئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداه د پروازول يا کډوالو شورا پر وېبسایټونو موندلای شئ.

يادونه: که په خپله ژبه غږېدونکی ډاکټر غواړئ، کولای شئ پر (www.kbv.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې پلټنه وکړئ. هلته لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا پرمختللی لټون (Erweiterte Suche) تڼۍ کېکاږۍ. په دې ډول کولای شئ هغه ډاکټران هم ومومئ چې ښايي ستاسې په ژبه خبرې وکړای شي.

د ماشومانو د معايناتو کتابچه څه ده؟

د ماشومانو د معايناتو کتابچه (Kinder-Untersuchungsheft) ته زېړه کتابچه (Gelbes Heft) هم وايي او دا ځکه چې د کاغذ رنګ يې زېړ دی. په دې کتابچه کې ډاکټران، هېباما (Hebammen) يا روغتياپالان او نرسان د ماشومانو د مخنيوي کوونکو معايناتو پايلې ليکي. په دې کتابچه کې د نورو انفرادي مالوماتو ازموينې هم ليکل کيږي.

د دې کتابچې په وسيله ثابتولای شئ چې ماشوم مو مخنيوي کوونکي معاينات پر خپل وخت بشپړ کړي دي. دا کار ښايي هغه وخت اړين وي چې ماشوم مو د بېلګې په توګه وړکتون يا ښوونځي ته شاملول غواړئ. مهم: اړينه نه ده چې دا کتابچه چا ته ښکاره کړئ. البته که وړکتون ته د شاملېدو لپاره بله چاره نه وه، بيا دا کار کولای شئ.

يادونه: په ياد مو وي چې د هرو مخنيوي کوونکو معايناتو پر مهال دا کتابچه له ځان سره ولرئ. د دې کتابچې انګليسي ژباړه پر (www.g-ba.de) موندلای شئ.

د ماشومانو د معايناتو کتابچه له کومه ځايه ترلاسه کولای شو؟

د ماشومانو د معايناتو کتابچه (Gelbes Heft) د ماشوم د زېږېدلو پر مهال درکول کيږي. په دې کتابچه کې د ماشوم تر شپږ کلنۍ پورې د هغه لس مخنيوي کوونکي معاينات (له U1 تر U9) ثبتيږي. دا کار د دې لپاره کيږي چې مخکې له مخکې د شونو ناروغيو پېژندنه وشي. دا کتابچه د ماشوم د زېږېدو په روغتون کې او يا د دايې (هېباما) له لوري درکول کيږي. که تر اوسه دا کتابچه نه لرئ او يا مو ورکه کړې وي، کولای شئ د ماشومانو له ډاکټر سره اړيکه ونيسئ او د بلې غوښتنه وکړئ. د دې کتابچې ترلاسه کول وړيا دي.

د ۲۰۲۲ کال له پيل راهيسې د ماشومانو د معايناتو د کتابچې برېښنايي بڼه هم شته. دا کتابچه د (elektronischen Patientenakte (ePA)) برخه ده. پر (ePA) اپليکېشن، د معايناتو پایلې کتلی شئ. همدا شان د راتلونکو معايناتو د ترمينونو خبرتيا هم ترلاسه کولی شئ.

د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره د مخنيوي کوونکو معايناتو څو ډولونه شته. دې معايناتو ته U معاينات (U-Untersuchungen) وايي. دا معاينات په مختلفو وختونو او د ماشوم د ودې په بېلابېلو مرحلو کې ترسره کيږي او د ماشوم تر ۱۴کلنۍ پورې بشپړيږي.

دا معاينات د ټولو ماشومانو لپاره معياري دي او ډاکټر کابو له د ټولو ماشومانو په اړه ورته پوښتنې کوي او اړينې ازموينې ترسره کوي.

د ماشومانو لپاره کوم مخنيوي کوونکي معاينات شته؟

له زېږون وروسته لومړي معاينات (U1)

لومړی ځل معاينات يا U1 د ماشوم له زېږون سملاسي وروسته کيږي. په دې ډول ډاکټر ځان داډه کوي چې ماشوم روغ دی او امېدواري او زېږون په خیر تېر شوي دي. که ډاکتران يا هېباما کوم ناعادي څه وويني، کولای شي سملاسي درملنه پيل کړي.

په لومړي ځل يا U1 معايناتو کې ډاکټران يا هېباما (دايه) لاندې شيان ګوري:

  • ماشوم په سمه توګه سا باسي.
  • زړه په سم ډول دربيږي.
  • ماشوم د باندني محرک پر وړاندې څه ډول عکس‌العمل ښيي.
  • د بدن غړي په سمه توګه غټ شوي دي.
  • د ماشوم د عضلو انقباض څه ډول دی.
  • د ماشوم وزن، تنه او د سر اندازه سم دي.
  • د زيړي د مخنيوي لپاره د ماشوم د پوستکي رنګ.
  • د زېږېدو پر مهال ماشوم ته د کافي اکسېجن شتون.

له دې معايناتو وروسته تاسې ته د ماشوم د معايناتو کتابچه يا (gelbes Heft) درکول کيږي. هلته ډاکټران يا دايې د لومړي ځل معايناتو پایلې ليکي. دوی همدا شان د نورو معايناتو د نېټو په اړه مالومات درکوي.

يادونه: د U1 او U2 معايناتو تر منځ ځينې نور مهم مخنيوي کوونکي معاينات هم کيږي. ازموینې ټولې وړیا دي. باید خپل ماشوم له زیږون څخه وروسته، د 24 څخه تر 48 ساعتونو پورې د زړه د مورزادي نیمګړتیاوو لپاره معاینه کړئ. همدا شان باید خپل ماشوم د (Mukoviszidose) په شان میټابولیکو اختلالاتو لپاره هم معاینه کړئ. دا ازموینې د ماشوم د ژوند د 36 او 72 ساعتونو ترمنځ ترسره کیږي. له زیږون وروسته تر 72 ساعتونو پورې بايد وګورئ چې ماشوم اوري که نه.

دوهم ځل معاينات (U2)

دوهم ځل يا U2 معاينات له زېږون درې ورځې وروسته بيا تر لسمې ورځې پورې ترسره کيږي. که لا هم په روغتون کې ياست، ازموينه همالته ترسره کيږي. که کور ياست او يا له روغتون څخه رخصت شوي ياست، U2 معاينات د ماشومانو د ډاکټر په کتنځي کې ترسره کيږي.

مهم: ښه به وي چې له زېږون وړاندې د U2 لپاره د ماشومانو له ډاکټر سره وخت ونیسئ. په دې ډول به له انتظار څخه خلاص شئ او دا معاينات به د ماشوم تر لس ورځينۍ پورې ترسره شي.

په دې معايناتو کې ډاکټران د ماشوم ټول بدن معاينه کوي. دوی د ماشوم وزن او قد هم ګوري. دوی همدا شان له تاسې پوښتي چې لومړۍ ورځې څنګه تېريږي. دوی به ماشوم ته د شيدو ورکولو او اړونده ستونزو په اړه هم پوښتنې وکړي. له دې پرته به د ماشوم د تغذيې او په شاوخوا کې د ملاتړ د فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ، څو په مرسته يې ستاسې ماشوم روغمن پاته شي.

که د زړه د مورزادي ستونزو، اورېدلو او متابوليکو ناروغيو‌ د موندلو لپاره ازموينې نه وي ترسره شوې، د U2 پر مهال ډاکټران دا ازموينې هم ترسره کوي.

د U2 ازموينې پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • د ماشوم د پوستي رنګ؛ په دې ډول کتل کيږي چې ماشوم زېړی لري او که نه.
  • د ماشوم حواس.
  • د ماشوم سينه او د سږيو او ينې په شان د ننه اندامونه.
  • د ماشوم تناسلي اندامونه.
  • د ماشوم خوله، سترګې، پوزه او غوږونه.

که د ماشوم د کورنۍ غړي د مفصلونو يا خاصره لګن (Hüfte) ستونزې ولري، بايد د ماشوم د خاصره لګن (Hüftgelenks) تلويزيوني معاينات وشي. په دې ډول به ډاکتران ځان ډاډه کړي چې ماشوم نامنظم بدن نه لري. همدا شان په دې حالت کې دا معاينات په U3 کې هم تکراريږي.

درېيم ځل معاينات (U3)

درېيم ځل يا U3 معاينات د ماشوم د څلورمې او پينځمې اونۍ تر منځ کيږي. که پر کور ياست او يا له روغتون رخصت شوي ياست، د U3 معايناتو لپاره د ماشومانو له ډاکټر سره اړيکه ونيسئ. دا کار له زېږون سملاسي‌ وروسته کولای شئ. په دې ډول به د دې معايناتو لپاره د ډېر انتظار مخنيوی وکړئ.

په دې معاينه کې ډاکټر ګوري چې ماشوم له زېږون وروسته څه ډول ذهني او بدني وده کړې ده. دوی به له تاسې څخه د ماشوم د خوړو، خوب او هاضمې د ستونزو په اړه پوښتنې وکړي. همدا شان د ماشوم قد او وزن کتل کيږي. ډاکټران به د ماشوم د واکسينو په اړه هم مالومات درکړي.

د U3 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ماشوم د غږونو او روښانه رنګونو پر وړاندې څه ډول عکس‌العمل ښيي.
  • ماشوم کولای شي چې سر تاو کړي که نه.
  • ماشوم د بېلګې په توګه په خپلو لاسونو يوه ګوته نيولای شي او لاس خلاصولای شي او که نه.

که مخکې مو د خاصره لګن يا مفصلونو د ناسمې ځای پر ځای کېدنې ازموينه نه وي ترسره کړې، د U3 پر مهال دا تلويزيوني معاينه هم کيږي. که ستونزه وي، په دې وخت کې يې په اسانۍ درملنه کيږي او سم حالت ته راوستل کيږي.

له دې پرته به د ماشوم د تغذيې او په ودې په اړه هم مالومات ترلاسه کړئ.

مهم: مور او پلار کیدل ډېری وخت ستړی کوونکی وي. په ځانګړې توګه یو کوچنی ماشوم ډیری وختونه ورځنی ژوند ګډوډوي. که تاسې هم د ستړیا يا اندېښمنتوب احساس کوئ، کولی شئ پدې اړه د هرې U-ازموينې پر مهال له ډاکټرانو سره خبرې وکړئ. دوی په دې ښه پوهیږي او کولی شي تاسې ته ووایي چې چیرته مرسته ترلاسه کړئ.

څلورم ځل معاينات (U4)

څلورم ځل يا U4 معاينات د ماشوم له زېږېدلو وروسته د درېيمې او څلورمې مياشتې تر منځ کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U4 پر مهال د ماشومانو ډاکټران بيا د ماشومانو ذهني او بدني وده ګوري. دوی به له تاسې څخه د ماشوم د خوړو اوخوب اړه پوښتنې وکړي. همدا شان د ماشوم قد او وزن کتل کيږي. که ستونزې وي، په دې وخت کې يې له ډاکټر سره شريکې کړئ. ډاکټران به همدا شان تاسې ته ووايي چې څه ډول له خپل ماشوم سره د ژبې په زده‌کړه کې مرسته کولای شئ. 

د U4 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • د ماشوم سترګې او دا چې ماشوم ښه ليدل وکولای شي.
  • د ماشوم د سر ذره (Fontanelle) څومره ده. دا د ماشوم په جمجمه کې يوه خاليګا ده. دا مهمه ده، ځکه د ماشوم سر کولای شي ودې ته ادامه ورکړي.

مهم: که تر اوسه ماشوم اړين واکسينونه نه وي کړي، پر دې مهال ورکول کيږي. ځکه نو بايد د ماشوم له ۹ اونيز کېدو مخکې بايد د U4 لپاره وخت ونيسئ. د ماشوم د واکسينو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره واکسين) کې وګورئ.

پينځم ځل معاينات (U5)

پينځم ځل يا U5 ازموينه د ماشوم له زېږېدو ۶ تر ۷ مياشتې وروسته کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U5 پر مهال د ماشومانو ډاکټران، له تېرې ازموينې بيا تراوسه د ماشومانو ذهني او بدني وده ګوري. دوی به له تاسې څخه د ماشوم د خوړو، هاضمې، ارامۍ اوخوب اړه پوښتنې وکړي. همدا شان د ماشوم قد او وزن کتل کيږي. ډاکټران به همدا شان تاسې ته ووايي چې د ماشوم د غاښونو راوتلو پر مهال څه وکړئ او ماشوم مو خوب څه ډول ښه خوب کولای شي. همدا شان ډاکټران ګوري چې ماشوم تر اوسه کوم واکسينونه ترسره کړي دي. 

د U5 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ماشوم څه ډول خوځيږي.
  • ماشوم د نورو نابلده کسانو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.
  • ماشوم څه ډول غږونه وباسي.
شپږم ځل معاينات (U6)

شپږم ځل معاينات يا U6 د ماشوم له لس تر دوولس مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U6 پر مهال د ماشومانو ډاکټران، په تېر کال کې د ماشومانو وده ارزوي. ډاکټران به همدا شان تاسې ته ووايي چې د ماشوم د غاښونو ساتلو لپاره څه بايد وشي او چېرته بايد د غاښونو له ډاکټر سره وخت ونيسئ. همدا شان د ماشوم ونه او وزن کتل کيږي.

د U6 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ایا ماشوم ښه ليدل کولای شي.
  • ماشوم څه ډول خوځيږي او د خوځېدا پر مهال ځان کنټرولای شي.
  • ماشوم د بوی پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.
اووم ځل معاينات (U7)

اووم ځل معاينات يا U7 د ماشوم له ۲۱ تر ۲۴ مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U7 پر مهال د ماشومانو ډاکټران، په دوهم کال کې د ماشومانو وده ارزوي. همدا شان د ماشوم قد او وزن کتل کيږي. ډاکټران له تاسې پوښتي چې ماشوم له تاسې سره څه ډول او د څه په اړه خبرې کوي او د خپلو خويندو/وروڼو يا نورو ماشومانو سره څه ډول چلند کوي.

د U7 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ماشوم څومره خبرې کولای شي.
  • ایا ماشوم ښه ليدل کولای شي.
  • د ماشوم پښې او د ملا تير.
  • د ماشوم غاښونه.
اووم الف ځل معاينات (U7a)

اووم الف ځل معاينات يا U7a د ماشوم له 34 تر 36 مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U7a پر مهال د ماشومانو ډاکټران ګوري چې ماشومانو څه ډول وده کړې ده. همدا شان د ماشوم قد او وزن کتل کيږي. همدا شان ډاکټران ګوري چې ماشوم تر اوسه کوم واکسينونه ترسره کړي دي. ډاکټران به همدا شان تاسې ته ووايي چې څه ډول له خپل ماشوم سره د ژبې په زده‌کړه کې مرسته کولای شئ. که اړينه وي، د ويډيوګانو ليدلو لپاره د ټابلېت، موبايل يا بلې وسيلې کارولو سپارښتنه کوي.

د U7a پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • د ماشوم خوله، زامه او غاښونه.
  • ایا ماشوم ښه ليدل کولای شي. ډاکټران ګوري چې ماشوم درې بعدي ليدل کولای شي او درې بعدي شيان تشخيصولای شي او که نه.
  • ماشوم څومره خبرې کولای شي.
اتم ځل معاينات (U8)

اتم ځل معاينات يا U8 د ماشوم له ۴۶ تر ۴۸ مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د U8 پر مهال د ماشومانو ډاکټران، په درېيم کال کې د ماشومانو وده ارزوي. همدا شان د ماشوم ونه او وزن کتل کيږي. ډاکټران له تاسې پوښتي چې ماشوم تر اوسه کومې ناروغۍ درلودلې دي او له تاسې يا نورو ماشومانو سره يې چلند څه ډول دی. دوی همدا شان پوښتي چې ماشوم يوازې ځان مشغولوای شي او که نه

د U8 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ماشوم څومره خبرې کولای شي.
  • ایا ماشوم ښه ليدل او اورېدل کولای شي.
  • د ماشوم خوځېدا څه ډول ده.
  • د بياتي په شان د وسيلو کارول.
  • د ماشوم زامه او غاښونه.
نهم ځل معاينات (U9)

نهم ځل معاينات يا U9 د ماشوم پينځه کلنۍ او پينځه کاله او څلور مياشتنۍ پورې ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

دا معاينات ښوونځي ته له تګ وړاندې د ماشوم وروستني معاينات دي. د U9 پر مهال د ماشومانو ډاکټران، په تېر کال کې د ماشومانو وده ارزوي. همدا شان د ماشوم ونه او وزن کتل کيږي. ډاکټران له تاسې پوښتي چې ماشوم څه ته لېوالتيا لري، په څه خوشاليږي او له څه وېريږي. همدا شان پوښتل کيږي چې د کورنۍ يا نورو ماشومانو سره يې چلند څه ډول د بېلګې په توګه د لوبې بايللو پر مهال څه کوي او له نورو سره هم يو شی شريکوي او که نه.

د U9 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • ماشوم څومره خبرې کولای شي. ډاکټران ډېر وخت له ماشوم سره د یو څه، د بېلګې په توګه د وړکتون د يوې ورځې په اړه په اړه خبرې کوي.
  • ایا ماشوم ښه ليدل او اورېدل کولای شي.
  • د ماشوم خوځېدا څه ډول ده. د دې کار لپاره ډېر وخت ډاکټر ان ماشوم اړ کوي څو د پښو په ګوتو ولاړ شي.
  • د بياتي په شان د وسيلو کارول.
  • د ماشوم زامه او غاښونه.
جي يو معاينات (J1)

جي يو معاينات يا J1 د ماشوم د ۱۲ او ۱۴ کلنۍ تر منځ ترسره کيږي. د دې ازموينې لپاره هم بايد د U ازموينو په شان، پر وخت د ماشوم له ډاکټر سره وخت ونيسئ.

د J1 پر مهال د ماشومانو ډاکټران ګوري چې ماشوم د خپل عمر سره سم وده کړې ده او که نه. همدا شان کتل کيږي چې عمومي روغتيايي حالت يې څنګه دی. د دې کار لپاره له ماشومانو سره خبرې کيږي. ډاکټر همدا شان پوښتنه کوي چې په کورنۍ کې کومې ناروغۍ شته او که نه.د دې تر څنګ په ماشومانو د واکسينو اغېز کتل کيږي. په دې ازموينه کې هم د U ازموينو په شان د ماشوم ونه او وزن کتل کيږي.

د J1 پر مهال لاندې شيان کتل کيږي:

  • د ماشوم بدني حالت.
  • د ماشوم د وينې فشار.
  • تيروييد (Schilddrüse).
  • د ځيګر او سږيو په شان غړي.

له معايناتو وروسته ډاکټر له ماشوم سره د پايلو په اړه خبرې کوي. ماشوم کولای شي د ازموينو د پايلو او نورو روغتيايي موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړي.

يادونه: ستاسې ماشوم خپله پرېکړه کوي چې تاسې د J1 معاينې پر مهال هلته له دوی سره تلای او حاضرېدای شئ او که نه. ښه به وي چې مخکې له مخکې په دې اړه له دوی سره خبرې وکړئ.

مهم

د جرمني ليک (Deutsche Liga) د U معايناتو لپاره په لسو ژبو تشريحي ويډيوګانې چمتو کړې دي. تاسې کولای شئ پر (seelisch-gesund-aufwachsen.de) وېبسایټ دا ويډيوګانې په انلاين ډول وګورئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: