د ادغام يا انټګراڅيون کورسونه

اوسمهالیز 07.11.2023

څنګه کولای شم جرمني ژبه زده کړم؟

که جرمني ته تازه راغلي ياست، ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زده‌کړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د بهرنيانو چارو په اداره (Ausländerbhörde) يا د ټولنيزو خدمتونو د ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ؛ بايد په جرمني ژبه وپوهېږئ. همدا شان که غواړئ په جرمني کې واوسېږئ او وغواړئ چې له خلکو سره اړيکې ولرئ؛ په پوهنتون کې زدکړه کول غواړئ يا مسلکي روزنې او يا هم دنده تر لاسه کول غواړئ، نو بايد جرمني ژبه مو زده وي. د انټګراڅيون (Integrationskurs) يا ادغام په کورسونو کې د جرمني ژبې تر څنګ د جرمني د کلتور او تاريخ په اړه هم مالومات درکول کيږي. 

په څه بايد وپوهېږم؟

انټګراڅيون کورس څه ته وايي؟

انټګراڅيون کورس د جرمني ژبې د زده‌کړې او بلدتيا (Orientierungskurs) له کورسونو په ګډه جوړ شوی له مهاجرو سره مرسته کوي چې په جرمني کې له ټولنې سره په ښه توګه یوځای شي. د ژبې کورس ۶۰۰ درسي ساعته (Unterrichtseinheiten) دوام کوي او په پای کې يې د بهرنيانو لپاره د جرمني ژبې د B1 کچې ازموينه (Deutsch-Test für Zuwanderer) اخستل کيږي. په دې کورس کې د کار، دندې، پېرپلور، دفترونو ته د تګ، ليکونو يا برېښناليک ليکلو اړوند موضوعګانې زده کيږي. د بلدتيا په کورس کې د جرمني د کلتور، تاريخ، هنر او سياست په اړه مالومات ورکول کيږي. د بلدتيا يا لوري موندلو کورس ۱۰۰ ساعته دوام کوي او په پای کې يې ازموينه اخستل کيږي.

د انټګراڅيون د عادي کورسونو تر ځنګ د مېرمنو، زړو، او له ۲۷ کالو ټيټو ځوانانو لپاره هم ځينې ځانګړي کورسونه شته. همدا شان د هغو کسانو لپاره چې زده‌کړې نه لري؛ د سواد زده‌کړې کورسونه (Alphabetisierungskurse) شته چې زر درسي ساعته دي.

 که څوک په زده کولو کې تکړه وي؛ د چټکې زده‌کړې کورسونو (Intensivkurse) ته لېږل کيږي. دا کورسونه هم د نورو په څېر دي خو موده يې لنډه ده.

آيا زه د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه لرم؟

د استوګنې اجازې درلودونکي يا قبول شوي کسان: په عمومي ډول ټول هغه کسان چې په جرمني کې له يوه کال راهيسې اوسيږي او د کار اجازه ولري؛ د کورنۍ د غړو سره د يوځای کېدو په ويزه راغلي؛ د پناغوښتونکي يا کډوال په توګه منل شوي‌ وي او يا يې فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي په انټګراڅيون کورس کې ګډون وکړي. له دې ډلې ماشومان، نوي ځوانان، هغه ځوانان چې ښوونځي ته ځي او هغه کسان چې په جرمني ژبه خبرې کولای شي؛ مستثنا دي. د استوګنې قانون ۲۴مې او د ۲۵مې مادې پينځم بند له مخې د استوګنې اجازې ترلاسه کوونکي هم کولای شي د انټګراڅيون کورس پيلولو غوښتنه وکړي. نور مالومات همدلته په بله برخه کې ولولئ.

د لنډمهاله کار ت  يا (Aufenthaltsgestattung) لرونکي: که لا مو هم د پنا اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې او د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي؛ په انټګراڅيون کورسونو کې مو ګډون له اصلي هېواد يا وطن سره اړه لري:

·      هغه کسان چې د ښه راتلونکي (guter Bleibeperspektive) په نوم له هېوادونو راغلي وي، کولای شي د انټګراڅيون په کورسونو کې ګډون وکړي. اوس مهال دا هېوادونه سوريه، سوماليا، افغانستان او اريتريا دي.

- که څوک لا هم د دوبلين په پروسه کې وي، د ادغام په کورسونو کې ګډون نه شي کولای. البته پر هېچا دا بنديز نشته چې د کورس غوښتنه وکړي. تاسې هم کولای شئ د کورس غوښتنه وکړئ او ښايي په ځينو ځايونو کې ومنل شي. په دې اړه له مشورتي مرکزونو هم مرسته اخستلای شئ.

·      که څوک د خوندي هېوادونو له ډلې له کوم هېواد څخه راغلي وي؛ په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه نه لري. دا هېوادونه عبارت دي له: البانیا، بوسنياهرزګوينا، ګانا، کوسوو، شمالي مقدونيا، مونتينيګرو، سينيګال، سوماليا او سربيا.

·      د نورو هېوادونو هغه اوسېدونکي چې د ۲۰۱۹ کال د جولای مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته جرمني ته راغلي دي او د کار له ادارې سره د کار لټوونکو په توګه ثبت شوي دي او يا کار يا اوسبيلډونګ ترسره کوي؛ له درې مياشتو وروسته کولای شي په انټګراڅيون کورس کې ګډون وکړي. د دې کار لپاره بايد اړونده ادارې ته غوښتنه وړاندې کړي.

ډولډونګ لرونکي: د قانون له مخې ډولډونګ لرونکي د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه نه لري. البته يوه استثنا شته: هغه کسان چې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې د دوهم او درېيم بند له مخې يو ځانګړی ډولډونګ يا (Ermessensduldung) ترلاسه کوي؛ د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه لري. د اوسبیلډونګ لپاره ډولډونګ (Ausbildungsduldung) او د کار لپاره ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) د (Ermessensduldung) برخه دي. د دې کورس پيلولو لپاره بايد بمف (BAMF) ته غوښتنه ولېږئ.

آيا زه بايد د انټګراڅيون کورس ته ولاړ شم؟

که څوک د انټګراڅيون کورس ترلاسه کولو اجازه ولري، له سوسيال‌امت، اوسلنډربېهورده او يا هم جاب‌سنټر څخه د (Verpflichtung zum Integrationskurs) په نوم يو ليک ترلاسه کوي. ټول هغه کسان چې د انټګراڅيون کورس دا ډول اجازه لري يا ليک لري، د انټګراڅيون کورس ترسره کولو مکلفيت لري او بايد هغه بشپړ کړي.

 

لاندې کسان اړ نه دي چې په انټګراڅيون کورس کې ګډون وکړي:

  • ماشومان، نوي ځوانان او هغه ځوانان چې ښوونځي ته ځي.
  • هغه کسان چې اوسبیلډونګ ترسره کوي.
  • هغه کسان چې بشپړ وخت کار کوي او د انټګراڅيون کورس ترسره کولو ته وخت نه لري.
  • هغه کسان چې په کور کې د ناروغ درلودلو په شان بل کوم لامل له کبله په دې کورس کې ګډون نه شي‌کولای.

 

که د انټګراڅيون کورس ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه ولري، د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) پوښتنه وکړئ چې تاسې هم د انټګراڅيون کورس په ترسره کولو مکلف ياست که نه. که څوک د جاب‌سنټر يا سوسيال پیسې ترلاسه کوي، کولای شي له هماغه ادارو پوښتنه وکړي او د کورس ترسره کولو اجازه‌ليک ترلاسه کړي.

چېرته او څنګه د انټګراڅيون کورس لپاره نوم‌ليکنه کولای شم؟

که چېرې څوک په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه ولري او په ترسره کولو يې مکلف وي؛ د بهرنيانو چارو د ادارې (Ausländerbehörde)، جاب‌سنټر يا کار له ادارې څخه د وړتيا يو سند (Berechtigungsschein) ترلاسه کوي. که دا سند مو نه وي ترلاسه کړی، په خپله اړونده ادارو ته ورشئ او دا سند ترې وغواړئ. د دې سند په مرسته په خپله د ژبې د زده‌کړې په ښوونځيو کې ځان ثبتولای شئ. ستاسې د سيمې اړوند د بهرنيانو چارو اداره يا جاب‌سنټر کولای شي تاسې ته د ښوونځيو لست درکړي. د دې تر څنګ د بمف يا KURSNET په پلټونکو پاڼو کې هم يو کورس موندلای او غوره کولای شئ.

که د وړتيا اړوند سند ترلاسه نه کړئ؛ کولای شئ بمف ته په دې اړه يوه غوښتنليک ولېږئ. دا غوښتنليکونه په جرمني يا ځينو نورو ژبو د بمف له وېبسایټ څخه کښته کولای شئ. پر دې وېبسایټ همدا شان هغه پته هم موندلای شئ چې بايد دا غوښتنه ورته ولېږل شي. بمف به وروسته خپله پرېکړه وکړي چې تاسې ته دا اجازه درکړي او که نه. دوی به د خپلې پرېکړې په اړه تاسې ته ليک وليږي. که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د ځوانو مهاجرو خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونو (Migrationsberatung für Erwachsene) پر وېبسایتونو يوه مشورتي‌ اداره ومومئ.

 

يادونه: د ادغام په کورس کې له نوم ثبتولو وروسته بايد هر څه ژر دا کورس پيل کړئ. د دې کار لپاره يو کال وخت لرئ. له هغه وروسته د اغام د کورس لپاره درکول شوی سند اعتبار نه لري. که د ادغام د کورس په جريان کې له يو کال زياته وقفه واخلئ، بيا هم د درکول شوي سند اعتبار ختميږي.

پاملرنه: په انټګراڅيون کورس کې د ګډون لپاره د وړتيا سند ستاسې د اوسېدو له ځای يا پوستي کوډ سره نه لري. په دې مانا چې که سند مو له يوه ايالت يا سيمې څخه ترلاسه کړی وي، په وسيله يې په بل ښار يا سيمه کې هم انټګراڅيون کورس ترسره کولای شئ. له دې پرته د (landesgeförderten) په شان ايالتي کورسونه يوازې په يوه سيمه کې معتبر دي او همالته بايد وويل شي.

په ياد مو وي چې د کورس موندلو پر مهال د هغه موقعيت ته پام وکړئ. ځينې وخت هلته د تګ لپاره اړونده کرايه (Fahrtkostenerstattung) هم درکول کيږي.

انټګراڅيون کورس څومره لګښتونه لري؟

د انټګراڅيون کورس ډېر لګښتونه بمف ورکوي. که څوک کار کوي، بشپړ عايد ولري او اړ وي چې دا کورس بشپړ کړي؛ په خپله بايد د هر درس لپاره ۲٬۲۹ يورو (په ۲۰۲۲ کال سپتمبر مياشت کې) ورکړئ. که له سوسيال يا جاب‌سنتر مرسته ترلاسه کوئ؛ کولای شئ د لګښتونو د معافېدو غوښتنه وکړئ څو وروسته بيا بمف ټول لګښتونه ورکړي. د دې کار لپاره د بمف له وېبسایټ څخه غوښتنليک کښته کولای شئ. دا غوښتنليک ډک کړئ او اړونده ادارې ته يې ولېږئ. تاسې همدا شان کولای شئ له خپل ښوونځي مرسته وغواړئ. د ښوونځي کارکوونکي کولای له تاسې سره د غوښتنليک په ډکولو کې مرسته وکړي.

يادونه: که د دوو کالونو د ننه انټګراڅيون کورس په بريالۍ توګه ختم کړئ، کولای شئ خپل نيمايي فيس بېرته ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره د (Antrag auf Kostenrückerstattung) فورمه ډکه کړئ. له دې فورمې سره د انټګراڅيون کورس بری‌ليک هم ملګری کړئ او د خپلې سيمې د مهاجرت او کډوالو ادارې يا بامف ته يې ولېږئ.    

انټګراڅيون کورس څه ډول پر مخ ځي؟

په نورمال ډول انټګراڅيون کورس د جرمني ژبې د A.1 له پړاوه پیل کيږي. د دې مانا دا ده چې اړوند کس جرمني له صفره پیلوي. د کورس له پیلولو وړاندې يوه لنډه ازموينه اخستل کيږي څو وکتل شي چې څومره جرمني ژبه مو زده ده. په دې ډول ښايي ځينې کسان په لوړو پړاوونو کې ونيول شي.

د انټګراڅيون په کورسونو کې بشپړ وخت او نيمه وخت دواړه شته. ډېر کورسونه پوره وخت وي او له دوشنبې تر جمعې هره ورځ څو ساعته زده‌کړه پکې کيږي. ځينې کورسونه له غرمې مخکې او ځينې نور يې له غرمې وروسته يا ماښام ترسره کيږي.

که د انټګراڅيون کورس په برياليتوب بشپړ کړئ او په ازموينه کې بريالي شئ؛ په پای کې به يې يو سرټيفيکېټ درکړل شي. دا سرټيفیکېټ په ښه ډول وساتئ.

که څوک په ازموينه کې بريالي نه شي؛ څه بايد وکړي؟

که څوک په ازموينه کې ناکام شي خو په درسونو کې په منظم ډول ګډون کړی وي؛ کولای شي د ۳۰۰ اضافه درسي ساعتونو غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره اړوند غوښتنليک پر(bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې ډول به وکړای شي چې د دې کورس يوه برخه بيا تکرار کړي. البته ازموينه هم يو ځل بيا ورکولای شي. د اضافي ساعتونو غوښتليک له ډکولو وروسته د بمف اړونده مسؤولې څانګې ته لېږلای شئ.

زه د انټګراڅيون کورس اجازه نه لرم؛ څه ډول جرمني ژبه زده کړم؟

که په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه نه لرئ او يا مو د کورس ترسره کولو غوښتنه رد شوې وي، بيا هم ډېر فرصتونه شته چې جرمني ژبه زده کړئ. په ډېرو ښارونو کې د جرمني ژبې وړيا کورسونه شته. د دې کورسونو ډېره برخه په لومړنيو کمپونو، هايمونو او يا ټولنيزو مرکزونو کې موندلای شئ. په دې کورسونو کې له اجازې پرته ګډون کولای شئ.

د دې تر څنګ د جرمني ژبې ايالتي کورسونه هم شته. دا کورسونه هم د انټګراڅيون کورس په شان جوړښت لري. که د جرمني د کورسونو په اړه نورې پوښتنې لرئ، د ټوګېدر اېن جرمني پر پلټفورم يې په خپله ژبه ځواب ومومئ.

د دې تر څنګ د جرمني‌ ژبې انلاين کورسونه هم شته. همدا ډول په انټرنېټ کې د جرمني ژبې د زده‌کړې ګڼې ويډيوګانې او اپليکېشېنونه هم موندلای شئ. د دې درسونو زياته برخه د ګويته انستيتيوت او ډوچه وېله په شان د جرمني د کلتوري او رسنيزو بنسټونو له لوري وړاندې کيږي.

مهم

که څوک د انټګراڅيون کورس ترسره کولو اجازه ولري، بايد په ټاکل شوې موده کې په يوه کورس کې ځان ثبت کړي. ټاکل شوې نېټه په هغه اجازه‌ليک کې موندلای شئ چې د بمف له لوري درکول کيږي. که څوک په ټاکل شوي وخت کې په کورس کې ګډون ونه کړي؛ ښايي جاب‌سنټر يا سوسيال يې مرسته بنده کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: