د کورنيو پنا غوښتنه

Familienasyl
اوسمهالیز 02.06.2023

د کورنۍ پناغوښتنې لپاره کوم فرصتونه شته؟

هغه کسان چې په جرمني کې د پناغوښتونکي، مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه له پېژندل کېدو او يا له فرعي خونديتوب ترلاسه کولو وروسته د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي؛ کولای شي بيا وروسته د دوی لپاره د کورنۍ پناغوښتنه وکړي. د دې پناغوښتنې مانا دا ده چې ستاسې د کورنۍ غړي هم بايد ستاسې په شان د استوګنې اجازه او نور اړوند حقونه ترلاسه کړي.

د کورنۍ پنا لپاره څه کولای شم؟

کورنۍ پنا غوښتنه څه ګټې او زيانونه لري؟

کورنۍ پنا غوښتنه څه ګټې او زيانونه لري؟

کورنۍ پناغوښتنه د ځينو زيانونو تر څنګ ډېرې ګټې هم لري: له ګټو يې يوه دا ده چې له کورنۍ پناغوښتنې وروسته ستاسې د کورنۍ غړي هم د استوګنې هماغه اجازه او نور اړوند حقونه ترلاسه کوي؛ کوم چې تاسې يې لرئ. د بېلګې په ډول ستاسې د کورنۍ غړي هم د پنا له قبلېدو وروسته د کورنۍ د نورو غړو راوستلو حق ترلاسه کوي. نو که څوک د کم‌عمره بې‌سرپرسته کډوال په توګه خپل مور او پلار جرمني ته راولي؛ پلار او مور يې بيا له کورنۍ پنا غوښتنې او قبلېدو وروسته کولای شي خپل نور واړه اولادونه هم جرمني ته راوغواړي.

يوه بله ګټه دا ده چې له کورنۍ پنا غوښتنې وروسته د کورنۍ غړي کولای شي خپلواک ژوند غوره کړي. د بېلګې په ډول که د ژوند ملګري ونه غواړي یو له بل سره واوسي؛ د کورنۍ پنا له مثبت ځواب وروسته کولای شي بېل ژوند وکړي.

کورنۍ پناغوښتنه ځينې زيانونه هم لري: د بېلګې په ډول که څوک له کورنۍ پناغوښتنې وروسته د کډوال يا مهاجر په توګه وپېژندل شي؛ بيا خپل وطن ته د تګ حق له لاسه ورکوي. د دې تر څنګ د کورنۍ پناغوښتنې په چوکاټ کې ستاسې خپله قبولي هم يو ځل بيا ارزول کيږي او که په وطن کې مو حالات په بنسټيز ډول بدل شوي وي؛ ښايي‌ د استوګنې اجازه مو لغوه شي.

که د خپل ځان او د کورنۍ د نورو غړو لپاره د کورنۍ پناغوښتنې له اړينتوب ډاډه نه ياست؛ ښه به وي چې له يوه وکيل سره مشوره وکړئ او يا په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي مرکز ته ورشي. د پروازول پر وېبسایټ په خپل شاخوا کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. زموږ سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه او د پلټونکي ماشين‌ په مرسته د خپلې سيم وکيلان يا مشورتي مرکزونه موندلای شئ. هلته د خپل ښار يا سيمې له نوم سره (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلتنه وکړئ.

څوک کولای شي د کورنۍ پنا غوښتنه وکړي؟

لاندې کسان کولای شي د کورنۍ پنا غوښتنه وکړي:

  • مېړه او ښځه او يا د ژوند ملګري؛
  • کم‌عمره ناواده شوي ماشومان (البته چې د کورنۍ پناغوښتنې تر وړاندې کولو پورې کم‌عمره او مجرد پاته وي)؛
  • د يوه بې‌سرپرسته کم عمره مهاجر مور او پلار (د کم‌عمره ماشوم عمر بايد د کورنۍ پناغوښتنې پر مهال له ۱۸ کالو ټيټ وي)؛
  • د يوه بې‌سرپرسته کم‌عمره مهاجر کم‌عمره ناواده شوې خويندې او وروڼه (البته چې د کورنۍ پنا تر غوښتنې پورې کم عمره او ناواده شوي پاته وي).

هغه مهال چې:

 په ياد مو وي چې که څوک د ډيپورټ د ملي بنديز حکم ولري؛ نه شي کولای د کورنۍ پنا غوښتنه وکړي.

چېرته او څنګه د کورنۍ پنا غوښتنه کولای شم؟

ستاسې د کورنۍ غړي بايد جرمني ته له رارسېدو وروسته د درې مياشتو په موده کې د کورنۍ پنا غوښتنه وکړي.

د کورنۍ پنا غوښتنه بايد د بمف له ادارې وشي. د دې کار لپاره دوې لارې شته:

1-  که د کورنۍ غړي مو له شپږو مياشتو څخه زياته د استوګنې اجازه ولري (د بېلګې په ډول د کورنۍ له غړيو سره د بيا يوځای کېدلو په چوکاټ کې د استوګنې اجازه او يا يوه اړونده مثنا اجازه يا فېکڅيونزبېشاینيګونګ)؛ کولای شئ د کورنۍ پنا غوښنه په نورنبرګ ښار کې د بمف (BAMF) مرکزي ادارې ته ولېږئ. له دې لېنک څخه د بمف پر وېبسایټ اړونده فورمه ترلاسه کولای شئ. غوښتنليک مو د فکس او پوست دواړو له لارې ولېږئ او د لېږل کېدلو ثبوتونه يې له ځان سره وساتئ. که غوښتنه په ليکل شوې بڼه ولېږئ؛ د کورنۍ غړي مو په لومړنيو کمپونو کې له څو اونۍ جبري پاته کېدلو معافيږي او کولای شي له تاسې سره ژوند پیل کړي.

2-  که د کورنۍ غړي مو له شپږو مياشتو څخه زياته د استوګنې اجازه ونه ولري (د بېلګې په ډول د کورنۍ له غړيو سره د يوځای کېدلو په چوکاټ کې د استوګنې اجازه او يا يوه اړونده مثنا اجازه يا فېکڅيونزبېشاینيګونګ)؛ د کورنۍ پنا غوښتنليک بايد په خپله د بمف تر ټولو نږدې ادارې ته وروړئ. په دې حالت کې به ستاسې د کورنۍ غړي د څو اونيو لپاره په لومړنيو کمپونو کې پاته شي. که نه غواړئ دا کار وشي نو بايد د کورنۍ پنا له غوښتنې مخکې د بهرنيانو چارو (Ausländerbehörde) په تر ټولو نږدې اداره کې د هغوی لپاره د کورنۍ د غړو د بيا يوځای کېدلو (Familienzusammenführung) په چوکاټ کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. دا چې جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره د ويزې اخستلو پر مهال ټول شرطونه مخکې له مخکې ارزول شوي او پوره شوي دي؛ د بهرنيانو چارو اداره کولای شي ستاسې د کورنۍ غړيو ته سملاسي له شپږو مياشتو څخه د زياتې مودې لپاره د اوسېدو اجازه ورکړي. دا اجازه‌ليک ښايي په ساده کاغذي يا بله بڼه وي. له دې سندونو سره کولای شئ په ليکلي ډول د کورنۍ پنا غوښتنه وکړئ او په کمپونو کې له پاته کېدلو مخنيوی وکړئ. په خپل شاوخوا کې د بمف او اوسلنډربېهورده اړوند ادارې پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي د کورنۍ پنا له غوښتنې وړاندې کولو وروسته، د کورنۍ له غړو سره د بيا يو ځای کېدلو قانون په چوکاټ کې د بهرنيانو چارو له ادارې څخه هم د استوګنې اجازه وغواړي. په دې صورت کې به دوی ته د لنډمهالو سندونو (Aufenthaltsgestattung) تر څنګ د استوګنې اجازه هم ورکړل شي. له دې وروسته به دوی د دولتي مرستې، کار، زده‌کړو او نورو حقونو څخه د استوګنې د عادي اجازې لرونکو په توګه برخمن شي او د نورو پنا غوښتونکو په شان به له محدوديتونو سره نه مخ کيږي.

مخکې له دې چې د کورنۍ پنا غوښتنه وړاندې کړئ؛ غوره ده چې له وکیل يا د مشورتي مرکز له مامورينو سره مشوره وکړئ. په نږدې شاوخوا کې د مشورتي مرکز د موندلو لپاره د پروازول وېبسایټ ته ورشئ. زموږ سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه او د پلټونکي ماشين‌ په مرسته د خپلې سيم وکيلان يا مشورتي مرکزونه موندلای شئ. هلته د خپل ښار يا سيمې له نوم سره (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلتنه وکړئ.

د کورنۍ پناغوښتنې د پروسې پر مهال به زما د کورنۍ غړي د استوګنې کومه اجازه ولري؟

کله چې ستاسې د کورنۍ غړي له تاسې سره په جرمني کې د يوځای کېدو له لارې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي؛ دا اجازه د کورنۍ پناغوښتنې پر مهال هم معتبره پاته کيږي. البته دوی به په دې موده کې د اوسېدو ساده پاڼه يا (Aufenthaltsgestattung) ولري خو په اصل کې به د استوګنې د نورمال اجازې يا (Aufenthaltserlaubnis) لرونکو  کسانو په شان حقونه ولري. البته دا هم کېدای شي چې ستاسې د کورنۍ غړي د کورنۍ پنا له غوښتنې وروسته د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

که د کورنۍ غړي مو له شپږو مياشتو څخه د زيات وخت لپاره د لنډمهالې استوګنې سندونه ونه لري؛ د کورنۍ پنا له غوښتنې وروسته يې تر دې د کم وخت سندونه باطليږي او د پنا غوښتونکو په توګه د استوګنې لنډمهاله اجازه، مسؤوليتونه او حقونه ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د استوګنې لنډمهاله سند) کې هم لوستلای شئ.

زه د کورنۍ پناغوښتنې اجازه نه لرم؛ څه کولای شم؟

که د پنا غوښتنې پروسه مو روانه وي، يا مو د رد ځواب ترلاسه کړی وي او يا مو د ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي؛ نه شئ کولای د کورنۍ پنا غوښتنه وکړئ. که واړه ناواده شوي بچيان په تاسې پسې جرمني ته راشي او يا مو دلته بچيان نړۍ ته راشي؛ ستاسې په اړه لاندې مقررات پلي کيږي:

 

که په لاندې حالاتو کې په جرمني کې د چا بچیان په دوی پسې جرمني ته راشي؛ د پناغوښتنې پروسه به يې په اتومات ډول پیل شي:

د پنا غوښتنې پروسه مو روانه ده؛

د پنا غوښتنه مو رد شوې ده؛

د ډيپورټ د ملي‌ بنديز د حکم له مخې مو د استوګنې اجازه ترلاسه کړې ده.

 

کله چې ستاسې د بچي يا بچيانو د پناغوښتنې پروسه پیل شي، د بمف مامورين به تاسې ته په ليکلي ډول خبر درکړي. البته له تاسې به دا هم وپوښتل شي چې که غواړئ د بچي د پناغوښتنه پروسه مو ترسره شي او که نه. ښه به وي چې په دې اړه له يوه وکيل يا مشورتي ادارې پوښتنه وکړئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي‌اداره د پروازول پر وېبسایټ موندلای شئ. زموږ سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه او د پلټونکي ماشين‌ په مرسته د خپلې سيم وکيلان يا مشورتي مرکزونه موندلای شئ. هلته د خپل ښار يا سيمې له نوم سره (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلتنه وکړئ.

 که ستاسې د پنا غوښتنه رد شي؛ ښايي د بچيانو د پنا غوښتنه مو هم رد شي. البته که د بچيانو د پنا غوښتنې قضيه يا له وطنه د راتلو دلايل بېل وي؛ ښايي په اړه يې بېله پرېکړه وشي. البته د بچيانو د پنا غوښتنه مو ښايي په ساده ډول رد شي. که په ښکاره ډول د بې‌بنسټه قضيې په توګه رد شي؛ د بېرته تګ او يا وروسته شوني بيا راتګ لپاره جدي پایلې لري. د رد د ډولونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د پناغوښتنې ردېدل) کې ولولئ.

يادونه: هغه ماشومان چې له خپلو ميندو او پلرونو سره جرمني ته راځي؛ د پنا غوښتنه يې د ميندو او پلرونو د پنا له غوښتنې سره سم په اتومات ډول پیليږي.

مهم

که د کورنۍ غړي مو نه غواړي د کورنۍ پنا غوښتنه وکړي او جرمني ته د راتګ لپاره خپل دليلونه لري؛ بايد د بمف له مامورينو سره اړيکه ونيسي. دا خبره ښايي هغه مهال مهمه وي چې که د بېلګې په ډول که د دوی خپل پنا لغوه شي او کورنۍ مو وغواړي په خپله د پنا غوښتنه وکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: