په جرمني کې د زده‌کړو او ګډون لپاره مالي مرسته

اوسمهالیز 08.12.2023

څه ډول کولای شم د زده‌کړو او ګډون د مرستندويې بستې غوښتنه وکړم؟

د ښوونځيو اړوند په علمي يا تفريحي سفر کې ګډون، د موس‍يقۍ د يوې وسيلې زده‌کړه، په سپورتي کلب کې ګډون او دې ته ورته نور فعاليتونه پیسو ته اړتيا لري او ډېرې کورنۍ يې لګښتونه نه شي پوره کولای. د دې لپاره چې د لږ عايد لرونکې کورنۍ د ښوونځيو او ازادو وختونو په فعاليتونو کې ګډون وکړای شي، د زده‌کړو اوګډون بسته (Bildungs- und Teilhabepaket) شته. له دې بستې سره د جرمني دولت، د ښوونځيو او هورت د غرمنيو خوړو، د زده‌کړو لپاره خصوصي مرستې (Nachhilfe)، په سپورتي کلبونو يا د موزيک په ټولنو کې د ګډون په شان د ښوونځيو او ازادو وختونو په ځانګړو فعاليتونو کې د ګډون ملاتړ کوي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د زده‌کړو او ګډون بسته څه ته وايي؟

د زده‌کړو او ګډون بسته، د جرمني د فدرالي‌ او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د لږ عايد لرونکو کورنيو لپاره مالي‌مرسته ده. د دې بستې په وسيله، په ښوونځيو او ازادو وختونو کې په ځانګړو فعاليتونو کې د ګډون لپاره مالي پیسې ورکول کيږي. دا پیسې ښايي د ښوونځيو له رسمي ساعتونو وروسته د خصوصي تدريسي ساعتونو، په سپورتي کلبونو کې د غړيتوب او يا هم د ښوونځي د وسيلو پېرلو لپاره وکارول شي. په دې ډول دا ډاډ ترلاسه کيږي چې د کم عايد لرونکو کورنيو ماشومانو ملاتړ هم کيږي.

د زده‌کړو او ګډون د بستې پیسې د کومو فعاليتونو لپاره ورکول کيږي؟

د زده‌کړو او ګډون بسته، د لږ عايد لرونکو کورنيو ته ورکول کيږي، څو ماشومان يې په دې وسيله، په ښوونځيو او ازادو وختونو کې په ځانګړو فعاليتونو کې ګډون وکړای شي. دا فعاليتونه ښايي د بېلګې په توګه په ښوونځي او يا وړکتون کې وي.

د وړکتون او ښوونځي لپاره لاندې مرسته ترلاسه کولای شئ:

-        ستاسې ماشوم ته کتابچو، قلمونو او ښوونځي د بکس په شان د ښوونځي د وسيلو لپاره ټولټال ۱۷۶ یورو (۲۰۲۳ کال) ورکول کيږي. د ښوونځي په هر نيم کال کې د دې پیسو يوه برخه ورکول کيږي. د کال په پيل کې له نيمايي ډېره برخه او ورووسته بيا په بل نيمايي کې پاته پيسې ورکول کيږي. د دې پیسو اندازه هر کال بيا کتل کيږي او د اړتيا پر مهال بدليږي.

-        که ماشوم ښوونځي ته په بس يا ټرېن کې ځي، د سفر يا ټکټ لګښتونه ورکول کيږي.

-        که ماشوم په ښوونځي کې مرستې ته اړتيا ولري، د ښوونځي له ساعتونو وروسته د درسي مرستې (Nachhilfestunden) لګښت ورکول کيږي. د دې کار لپاره بايد اړوند ښوونځی تاييد کړي چې ماشوم مرستې ته اړتيا لري. د دې کار لپاره په خپله د ماشوم په ښوونځي کې پوښتنه وکړئ.

-        که ستاسې د ماشوم په ښوونځي، هورت او يا وړکتون کې د غرمې ډوډۍ ورکول کيږي، د هغې پیسې به هم درکړل شي. په ياد مو وي چې دا پیسې يوازې د غرمنۍ لپاره دي. د سهارنۍ په شان د خوړو د نورو وختونو پیسې بايد خپله ورکړئ.

-        د ورځنيو او يا څو ورځنيو علمي يا ښوونيزو سفرونو اصلي لګښتونه (tatsächlichen Kosten) ورکول کيږي. دا خبره د وړکتون د ورځنيو سفرونو په اړه هم صدق کوي. اصلي لګښتونه یوازې د سفر او شپې تېرولو لګښتونه بلل کيږي. د اضافه لګښت يا جېب‌خرڅ پیسې نه ورکو کيږي.

 

د ازاد وخت لپاره لاندې مرسته شته:

د دې لپاره چې ماشوم مو د ازاد وخت په فعاليتونو کې ګډون وکړای شي، په مياشت کې ۱۵ یورو ترلاسه کوئ. د دې پیسو اندازه هره مياشت یو شان ده او کولای شئ د ډېرو مياشتو لپاره يې سره یوځای کړئ. د دې پیسو په وسيله د سپورت په يوه کلب يا د موزيک په يوه ټولنه کې غړيتوب واخلئ، موزيم ته ولاړ شئ او د ازاد وخت اړوند په سفرونو کې ګډون وکړئ. دا د يوې يا څو شپو سفر دی چې د يوې ټولنې يا ډلې له لوري تنظيميږي. همدا شان د دې پیسو په وسيله خپل ماشوم ته د موسيقۍ يوه وسيله او يا د سپورت کالي پېرلای شئ.

دا چې ستاسې په سيمه کې د ازاد وخت د فعاليتونو لپاره کوم فرصتونه شته، ډېر وخت يې د خپل ښار يا سيمې پر اړوند وېبسایټ کتلای شئ. د دې تر څنګ د خپل ماشوم له ښوونځي هم په دې اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

مهم: ټول هغه ثبوتونه او سندونه وساتئ چې په ډاګه کوي، تاسې د زده‌کړو او ګډون د بستې مرسته پر ځای لګولې ده. دا ثبوت ښايي د ښوونځي د بکس پېرلو بېل او يا هم په يوه ټولنه کې د ګډون يا غړيتوب سند وي. سوسيال او يا جاب‌سنټر ښايي دا سندونه وغواړي. په دې ډول به تاسې ثبوت کړای شئ چې ترلاسه کړې پیسې مو په اړوند فعاليت کې لګولې دي. که ثبوت ونه لرئ، پیسې بايد بېرته ورکړئ.

د زده‌کړو او ګډون د بستې مرسته له کومه ځايه ترلاسه کولای شم؟

هره ناحيه خپله پرېکړه کوي چې د زده‌کړو او ګډون د بستې مرسته څه ډول ووېشي. په ځينې سيمو کې ښايي دا پیسې نغدې ورکړل شي او په ځينو نورو کې بيا ښايي يو چک، کوپون يا ګوټشاين ورکړل شي. ځينې نورې ناحيې بيا دا پیسې خپله اړونده ښوونځيو، ټولنو او يا شرکتونو ته ليږي.

مهم: کوپون يا ګوټشاين تر يوې ټاکلې مودې پورې معتبر دي. ښه به وي چې اړوند ګوټشاين پر وخت وکاروئ. که وخت يې تېر شي او يا درڅخه ورک شي، له سره يې بايد غوښتنه وکړئ.

د زده‌کړو او ګډون د بستې مرسته چا ته ورکول کيږي؟

د زده‌کړو او ګډون د بستې د مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد ستاسې د ماشوم عمر له ۱۸ کالونو ټيټ وي او ښوونځي يا وړکتون ته ولاړ شي. له ۱۸ کالونو د لوړ عمر له ماشومانو سره يوازې د ځانګړو شرطونو له پوره کولو وروسته مرسته کيږي. له دې پرته بايد ماشوم له لاندې مرستو يوه ترلاسه کړي:

  • د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag)
  • د جاب‌سڼتر پیسې (Bürgergeld)
  • د سوسيال پیسې (Sozialgeld)
  • د سوسيال مرسته (Sozialhilfe)
  • د کورونو پیسې (Wohngeld)

-        د پناغوښتونکو  د مرستې قانون له مخې مرسته (Leistungen nach dem Asylbewerberleistungsgesetz)

مهم: که ماشوم مو دوه‌ګونی اوسبيلډونګ (duale Ausbildung) ترسره کوي او د هغه لپاره پیسې (Ausbildungsvergütung) ترلاسه کوي، نه شي کولای د دې بستې مرسته ترلاسه کړي؛ ان که عمر يې له ۱۸ کالونو کم هم وي.

که ماشوم له ۱۸ کالونو زيات عمر ولري، بيا هم مرسته ورسره کيږي؟

له اتلس کلن کېدو وروسته له ماشومانو سره یوازې د زده‌کړو لپاره مرسته (Zuschüsse zur Bildung ) کيږي. د دې مرستې له مخې کې د ښوونځي د توکو او سفرونو لګښتونه، ښوونځي ته د تګ لګښتونه او له درسي ساعتونو وروسته د شخصي تدريس (Nachhilfestunden) لپاره لګښتونه ورکول کيږي.

د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        د ماشوم عمر بايد له ۲۵ کالونو کم وي.

-        ماشوم بايد ښوونځي ته ولاړ شي او يا؛

-        کاري اوسبيلډونګ (Berufsausbildung) ترسره کوي او د هغه لپاره پیسې نه اخلي. په دې ډله کې ډېر وخت هغه زده‌کوونکي راځي چې د ښوونځي اوسبيلډونګ (schulische Ausbildung ) ترسره کوي.

د زده‌کړو او ګډون بستې غوښتنه څه ډول کيږي؟

د زده‌کړو او ګډون د بستې د وېشلو مقررات جوړول د ناحيې يا ښاروالۍ په شان د هرې سيمه‌ييزې ادارې پر غاړه دي. دوی پرېکړه کوي چې کومې ادارې ته بايد غوښتنليک وړاندې شي او څه ډول بايد مرسته ورکړل شي. دا اداره ښايي ستاسې اړوند جاب‌سنټر او يا سوسيال وي.

د زده‌کړو او ګډون د بستې د مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد يوه فورمه ډکه کړئ. دا چې له کوم ځايه دا فورمه ترلاسه کړئ، ستاسې د اوسېدو له ځای سره اړه لري. په ځينو ښارونو او ناحيو کې د ټولو مرستو لپاره يوه فورمه کارول کيږي او په ځينو نورو کې بيا د زده‌کړو او ګډون د بستې د هرې برخې لپاره د ځانګړې فورمې ډکولو ته اړتيا ده.

پر (www.bmas.de) وېبسایټ کتلای شئ چې ستاسې په سيمه کې کومه اداره د زده‌کړو او ګډون بستې د مرستو ورکول مسؤوليت لري. هلته خپل ايالت او بيا د اوسېدو سيمه وټاکئ. هلته ډېر وخت د اړوند ادارې کاري وختونه، وېبسایټ او پته موندلای شئ.

تر کومه وخته بايد د زده‌کړو او ګډون د بستې غوښتنه وکړم؟

د زده‌کړو او ګډون د بستې د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره بايد له لګښتونو وړاندې غوښتنه وړاندې کړئ. که غوښتنليک وړاندې نه کړئ، ترسره شوي‌لګښتونه نه درکول کيږي. له همدې کبله بايد غوښتنليک وختي وړاندې کړئ. د غوښتنليک د لېږلو د مودې په اړه د اړونده ادارې له مامورينو پوښتنه کړئ.

د غوښتنليک لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د زده‌کړو او ګډون بستې د مرستې ترلاسه کولو لپاره په هره سيمه کې د مرستې ډول ته په کتو، بېلابېل سندونه غوښتل کيږي. غوره به وي چې له اړونده ادارې په دې اړه پوښتنه وکړئ او ځان وپوهوئ چې کوم سندونه بايد وړاندې کړئ.

په عمومي توګه بايد لاندې سندونه ولرئ:

  • د جاب‌سنټر يا سوسيال د پیسو ترلاسه کولو ثبوت. دا ثبوت ښايي د جاب‌سنټر له لوري د اړمنو کسانو (Bürgergeld) پیسو ترلاسه کولو سند وي. ډېر وخت دا سند د يوه ليک په بڼه وي.
  • په ښوونځي کې د ماشوم داخلېدو سند يا د ښوونځي تاييدليک. دا سند يا تاييدليک هغه کاغذ دی چې د ماشوم نوم، د زېږېدنې نېټه، ښوونځی، ټولګی او د ښوونځي د پای ته رسېدو وخت پکې ليکل شوي وي. د کار ادارې پر وېبسایټ د دې سند يوه بېلګه موندلای شئ. تاييدليک يوازې د يوه کال لپاره معتبر دی، ځکه نو په هر ښوونيز کال کې بايد د ماشوم له ښوونځي څخه يو نوی تاييدليک ترلاسه کړئ. که ماشوم مو ښوونځی بدل کړي، له نوي ښوونځي څخه د يوه نوي تاييدليک ترلاسه کولو ته اړتيا ده.
  • د زده‌کړو او ګډون د بستې د مرستې د پر ځای لګولو ثبوتونه. دا د بېلګې په توګه ښايي د ښوونځي د توګو د پېرلو بېل او يا په يوه کلب يا ټولنه کې د غړيتوب سند وي. سوسيال او يا جاب‌سنټر ښايي دا سندونه وغواړي. په دې ډول به تاسې ثبوت کړای شئ چې ترلاسه کړې پیسې مو په اړوند فعاليت کې لګولې دي. که ثبوت ونه لرئ، پیسې بايد بېرته ورکړئ.

مهم

ماشوم مو په ښوونځي کې ستونزې لري او يا هلته په تنګ دی؟ که داسې وي نو کولای شئ د والدينو له هاټلاين سره اړيکه ونیسئ. د والدينو هاټلاين پر وېبسایټ، د ماشومانو او والدينو لپاره په ۱۴ ژبو مالومات موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: