د نامالوم هويت لرونکو کسانو ډولډونګ يا ډولډونګ لايت

اوسمهالیز 08.09.2023

ډولډونګ لايت چا ته ورکول کيږي؟

ډولډونګ ډېر ډولونه لري او له دې ډلې يو يې ډولډونګ لايت دی چې د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې د نامالوم هويت لرونکو کسانو ته ورکول کيږي. دا ډولډونګ د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې د نورمال ډولډونګ يو ځانګړی ډول دی چې درلودونکي يې په جرمني کې د کار اجازې نه درلودلو په شان له ځينو ستونزو سره مخ کېدلای شي. دلته به د دې ډولدونګ په اړه ټول مالومات ولولئ.

د نورمال ډولډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ډولډونګ) او د نورو ځانګړو ډولډونګونو په اړه مالومات په (اوسبيلډونګز‌ډولډونګ) او (بېشېبفتيګونګزډولډونګ) څپرکيو کې لوستلای شئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

زما ډولډونګ څه ډول دی؟

دا چې ستاسې ډولډونګ څه ډول دی، خپله يې په اړوند سند کې لوستلای شئ. د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې ورکول شوی ډولډونګ يا ډولډونګ لايت اړون سند باندې دا جملې ليکل شوې وي:

·       „für Personen mit ungeklärter Identität“

·      „Erlischt bei Besitz eines zur Ausreise bzw. Rückführung in den Herkunftsstaat berechtigenden Dokumentes“

·      „Erwerbstätigkeit nicht gestattet (§60b Abs. 5 S. 2 AufenthG)“ und „Bei Verstößen droht Unternehmer/Arbeitgeber Bußgeld bis zu 500.000€“

·      „Wohnsitznahme in …  erforderlich“

د دې جملو مانا په لاندې ډول ده:

-        د هغو کسانو لپاره چې هويت يې نامالوم وي.

-        د دې سند اعتبار هغه وخت ختميږي چې داسې سند ترلاسه کړئ چې له مخې يې له جرمني وتل او يا خپل هېواد ته ستنېدل شونې وي.

-        د کار اجازه نشته (د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې پينځم بند، دوهمه جمله)؛ د سرغړونې په صورت کې کار ورکوونکی يا شرکت تر ۵۰۰زره يورو پورې جريمه کيږي.

-        په.....سيمه کې پاته کېدل لازمي دي.

ډولډونګ لایت چا ته ورکول کيږي؟

 

کله چې اوسلنډربېهورده دې پايلې ته ورسيږي چې تاسې په عمومي توګه د ډولډونګ مستحق ياست، نو د ډولډونګ درکولو پر مهال ګوري چې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې د نورمال ډولډونګ ترلاسه کولو او يا يې هم د نوي کولو لپاره مو ټول شرطونه پوره کړي دي او که نه. که اړوند شرطونه مو نه وي پوره کړي، بيا د اسوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې د ډولډونګ لایت لپاره ستاسې د شرطونو نه پوره کولو لاملونه کتل کيږي. دا کار هغه وخت کيږي چې په دې حالت کې د اړوند کس ډيپورټ د لاندې لاملونو له کبله ناشونی وي:

-        د خپل هويت يا مليت په اړه يې دوکه کوونکي مالومات ورکړي وي؛ د بېلګې په توګه خپل اصلي هېواد يې غلط ښوودلی وي او يا يې جعلي پاسپورت ورکړی وي.

-        د خپل ځان په اړه يې ناسم مالومات ورکړي وي.

-        پاسپورت ونه لري او د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره يې لازمه هڅه هم نه وي کړې. دې ته (Passbeschaffungspflicht) وايي.

مهم: لاندې کسانو ته د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ لايت نه ورکول کيږي:

-        د ډولډونګ ترلاسه کولو لامل يې د ناروغۍ په شان بل څه وي. ځکه نو د نه ډيپورټ لاملونه بايد يوازې دوکه کول، ناسم مالومات او يا د پاسپورت نه شتون وي.

-        عمر يې کم وي. له اتلس‌کالونو ټيټ عمر لرونکي کسان په خپله د دوکې، ناسمو مالومات يا پاسپورت نه شتون مسؤوليت نه لري. د دوی ميندې او پلرونه يا سرپرستان د دې کړنو مسؤول دي.

-        اوسبيلډونګزډولډونګ يا بشېفتيګونګزډ‌ولډونګ يې پيل کړی وي او يا د پيل کېدو غوښتنه کړې وي او ټول اړوند شرطونه يې پوره کړي وي.

يادونه: اوسلنډربېهورده بايد تاسې ته د همکارۍ په اړه خبر درکړي او فرصت درکړي څو پاسپورت ترلاسه کړئ. يوازې هغه وخت چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره هڅه ونه کړي او يا دا ثابته نه کړئ چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره مو هڅه کړې ده، اوسلنډربېهورده به د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ لایت درکړي. 

د پاسپورت ترلاسه کولو مکلفيت (Passbeschaffungspflicht) څه ته وايي؟

په عمومي توګه د پاسپورت ترلاسه کول او د ترلاسه کولو لپاره يې ټوله هڅه يو مکلفيت دی. البته تر هغه مهاله چې دا يا نورې هڅې منطقي وي. په معمول توګه لاندې ګامونه منطقي ګڼل کيږي:

-        سفارت ته په خپله تلل او د ګوتو نښې ورکول يا د پېژندنې لپاره نور اړين کارونه ترسره کول (لکه د انځورونو ورکول او د قد او سترګو رنګ مالومول).

-        د داوطلبانه اعلاميې (Freiwilligkeitserklärung) وړاندې کول. په داوطلبانه اعلاميه کې راغلي وي چې د اړتيا پر مهال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږئ. ډېر هېوادونه له دې وړاندې چې د خپل هېواد وګړو ته خپل هېواد ته د تګ سندونه برابر کړي، د دې اعلاميې غوښتنه کوي. دا اعلاميه بايد د خپل هېواد په سفارت کې لاسليک کړئ.

-        هغو مرکو يا ناستو ته ورتلل چې تاسې وربلل کېږئ.

-        د ټولو هغو حقيقتونو او ثبوتونو وړاندې کول چې ستاسې د هويت مالومولو لپاره اړين دي.

-        د داسې اعلاميې وړاندې کول چې په هغې کې تاييد کړئ چې په خپل هېواد کې د عسکرۍ خدمت ته تيار ياست. اړينه نه ده چې وواياست چې عسکري مو پخوا ترسره کړې ده.

-        د پاسپورت او نورو سندونو د ترلاسه کولو لپاره د لګښتونو ورکول.

-        په خپل هېواد کې له خپلوانو څخه د تذکرې په شان سندونو ترلاسه کول.

يادونه: که فکر کوئ چې له تاسې د غوښتل شوو کړنو ترسره کول غيرمنطقي دي (د بېلګې په توګه سفارت ته له تګ وېره لرئ او يا د عسکرۍ کولو اعلاميه نه شئ ورکولای)، بايد له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. د مشورتي مرکزونو په اړه مالومات لاندې موندلای شئ.

که يو ځل مو پورته کړنې ترسره کړې وي او اوس فکر کيږي چې پايله به بدله وي، بايد د اړونده چارواکو په غوښتنه يې بيا ترسره کړئ.

مهم: لاندې کسان اړ نه دي‌ د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه وکړي:

-        که د استوګنې قانون د ۶۰ مادې د ۵ او ۷ بند له مخې پر ډيپورټ بنديز (Abschiebungsverbot) ولرئ چې لامل يې يوازې ناروغي نه ده.

-        که لا مو هم د پناغوښتنې پروسه روانه وي. د يادونې وړ ده چې د پناغوښتنې پروسه يوازې هغه وخت پای ته رسيږي چې وروستی ځواب ترلاسه کړئ او نور يې پر وړاندې د اعتراض حق ونه لرئ.

څه ډول ثابتولای شم چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره مې ټوله هڅه کړې ده؟

د دې لپاره چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره په څه نه کولو تورن نه شئ، بايد خپلې ټولې هڅې مستندې کړئ او ثبوتونه له ځان سره وساتئ. ځکه نو سملاسي اړ نه ياست چې پاسپورت وړاندې کړئ؛ د دې پر ځای د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د اړينو هڅو ثبوتونه وړاندې کول کافي دي. په دې ثبوتونو کې ښايي له سفارت سره د اخستل شوي ترمين تاييد، د سفارت له لوري درکول شوی ځواب يا ليک او يا هم په خپل هېواد کې د کوم خپلوان ليک يا بل سند وي. همدا شان کولای شئ د خپل هېواد سفارت ته د تګ پر مهال عکسونه واخلئ. د تورينګن د مهاجرو شورا د شواهدو د ثبتولو او مستند کولو لپاره يو نمونوي سند چمتو کړی دی چې د دې کار لپاره يې کارولای شئ. دا سند د (Arbeitshilfe "Mitwirkungspflichten) په وروستيو پاڼو کې موندلای شئ.

که دا شواهد ثابته کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره مو هڅه کړې ده، د همکارۍ مسؤوليت مو ادا کيږي. په دې حالت کې د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ لایت نه، بلکې د ۶۰ الف مادې له مخې نورمال ډولډونګ درکول کيږي. د نورمال ډولډونګ په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

که اړين ثبوتونه او شواهد ونه لرئ خو اوسلنډربېهورده قانع شي چې تاسې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره هڅه کړې ده، ښايي له تاسې وغواړي چې يو سوګندليک (eidesstaatliche Versicherung) وړاندې کړئ. سوګندليک يو ځانګړی تصديق‌ليک دی چې يو کس پکې د يوې ځانګړې اعلاميې رښتياوالی تصديقوي. کله چې سوګندليک وړاندې کړئ، د همکارۍ مسؤوليت مو ادا کيږي. په دې حالت کې د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ لایت نه، بلکې د ۶۰ الف مادې له مخې نورمال ډولډونګ درکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د سوګندليک په وسيله د هڅو ثبوت وړاندې کولو پرېکړه اوسلنډربېهورده کوي او تاسې يې د غوښتلو حق نه لرئ.

مهم: که څوک يو غلط سوګندليک وړاندې کړي، جريمه کيږي. په داسې حالت کې ښايي يو کس زندان ته ولېږل شي او يا نغدي جريمه شي.   

ډولډونګ لایت څه پايلې له ځان سره لري؟

کله چې څوک د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ ترلاسه کړي، ځينې حقوقي پايلې له ځان سره لري. د ډولډونګ لایت درلودونکي:

-        د کار اجازه نه لري.

-        بلې سيمې ته د کډه کولو اجازه نه لري.

-        د پناغوښتنې مرسته ورسره کميږي او له دولت څخه کمه مالي مرسته ترلاسه کوي.

-        که وروسته وغواړي چې د‌ ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د ۲۵ الف يا ۲۵ ب مادې له مخو د استوګنې اجازې يا د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړي، د ډولډونګ لایت کالونه يا مياشتې نه ورته حسابيږي. د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو په اړه زموږ بل څپرکی (ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو) لوستلای شئ.

يادونه: د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره هڅه نه کول اداري جرم (Ordnungswidrigkeit) ګڼل کيږي‌ او ښايي تر ۵زره يورو پورې جريمه ولري.

 

څه ډول کولای شم يو ډولډونګ لایت په نورمال ډولډونګ بدل کړم؟

له ډولډونګ لايت څخه د خلاصېدو لپاره بايد د پاسپورت اخستلو هڅه وکړئ. همدا چې ثابته کړئ چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه مو کړې ده، د همکارۍ مسؤوليت مو ادا کيږي. په داسې حالت کې د ۶۰ ب مادې له مخې اخستل شوی ډولډونګ لایت په نورمال ډولډونګ بدليږي او تاسې بېرته هماغه حقونه ترلاسه کوئ، کوم چې د ۶۰ الف مادې له مخې يې د نورمال ډولډونګ درلودونکي لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د ۶۰ ب مادې له مخې مو ډولډونګ لایت ترلاسه کړی وي، بايد له يوه مشورتي مرکز يا وکيل سره اړيکه ونيسئ. ډولډونګ لایت ډېرې منفي پايلې له ځان سره لري او بايد مخنيوی يې وشي. ځکه نو بايد ځان پوه کړئ چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره، اوسلنډربېهورده ښايي له تاسې څخه د کوم ډول همکارۍ غوښتنه وکړي او ستاسې لپاره به څه پايلې ولري. ډېر کسان وېريږي چې که پاسپورت وړاندې کړي، ښايي ډيپورټ شي. ځينې نورو ته بيا د پاسپورت ترلاسه کول ستونزمن او يا ناشوني دي. له همدې کبله دا مهمه ده چې هر کس په دې اړه مشوره ترلاسه کړي. مشورتي مرکزونه د پروازول يا مهاجرو شورا پر وېبسایټ موندلای شئ. په خپله سيمه کې د پناغوښتنې اړوند متخصص وکيل پر (rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ ومومومئ.

مهم

که وروسته وغواړي چې د‌ ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د ۲۵ الف يا ۲۵ ب مادې له مخو د استوګنې اجازې يا د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړي، د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې د ترلاسه شوي ډولډونګ يا ډولډونګ لایت کالونه يا مياشتې نه ورته حسابيږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: