ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې اجازه

اوسمهالیز 11.08.2023

د ډولډونګ لرونکو کسانو برخليک به څه وي؟

د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ په معمول ډول د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې له جرمني وتلو ته اړ وي خو ايستل يا ډيپورټ يې د لنډ وخت لپاره د ځينو خنډونو يا په جرمني کې د پاته کېدو د اړتيا د دلايلو له کبله ناشونی وي. د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه ښايي د ناروغۍ درلودل يا د اړينو سندونو د نه شتون په شان نور لاملونه وي. د پاته کېدلو نور قانوني دليلونه ښايي د حرفوي زده‌کړو پیلول يا د ضروري درملنې پروسه او يا دې ورته بل څه وي.

د ۶۰ الف مادې له مخې د ډولډونګ تر څنګ د ډولډونګ ځينې نور ډولونه هم شته. له دې ډلې اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ يادولای شو. د دې ډولډونګونو ترلاسه کولو لپاره بايد ځانګړي شرطونه پوره شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکيو اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ کې لوستلای شئ.

 

د ډولډونګ (Duldung) په اړه مهمې پوښتنې او ځوابونه

ډولډونګ څه ته وايي؟

د زغمل شوې استوګنې اجازه يا (Duldung) له قبولۍ وروسته د اجازې په شان د اوسېدو معمول اجازه نه ده بلکې يو لنډمهالی سند دی چې په جرمني کې د يوې ټاکل شوې مودې استوګنې لپاره تاسې ته درکول کيږي. هغه کسان چې دا سند ترلاسه کوي؛ کولای شي په دې سند کې د نښه شوې مودې په دوران کې په جرمني کې په قانوني ډول پاته شي. د استوګنې دا ډول اجازه يوازې د يو څو ورځو، اونيو يا مياشتو لپاره ورکول کيږي. که د دې اجازې له پای ته رسېدو وروسته هم اړوند خنډونه پر ځای وي؛ ښايي د نور وخت لپاره بيا وغځول شي. 

 

آيا زه کولای شم ډولډونګ ولرم؟

د اصولو له مخې هغه کسان چې د پنا غوښتنه يې رد کيږي؛ بايد جرمنی پرېږدي. همدا شان هغه کسان چې جرمني ته له ويزې يا د استوګنې له جازې پرته راځي او د پنا غوښتنه نه کوي؛ هم له جرمني وتلو ته اړ دي. له دې سره سره ځينې کسان ښايي د ځانګړو شرطونو په درلودلو د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ ترلاسه کړي. ډولډونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چې:

  • د ډيپورټ پر وړاندې يې خنډ موجود وي. د بېلګې په توګه ډيپورټ يې د قانوني يا عملي دلايلو له کبله ناشونی وي. لکه هغه کسان چې پاسپورت نه لري يا د ناسمو روغتيايي شرايطو له کبله سفر ونه کړای شي او يا هم ستاسې هېواد ته الوتنې ونه شي. په داسې حالاتو کې د بهرنيانو اداره اړه ده چې د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ درکړي.
  • بايد په جرمني کې د بشري يا شخصي دلايلو له کبله پاته شي. د بېلګې په توګه د يو چا زده‌کړې بشپړېدو ته نږدې وي؛ د حرفوي زده‌کړو د تياري کورس لولي؛ د درملنې بشپړېدو ته يې اړتيا وي او يا په جرمني کې د‌ کورنۍ د يوه ناروغ غړي پالنه کوي. په داسې حالاتو کې د بهرنيانو چارو اداره کولای شي تاسې ته ډولډونګ (Ermessensduldung) درکړي؛ که څه هم اړه نه ده دا کار وکړي.
  • عامه ګټې د دې غوښتنه وکړي چې اړوند کس په جرمني کې پاته شي. د بېلګې په توګه که څوک د يوې قانوني دعوې يا قضيې شاهد وي؛ ښايي په جرمني کې د پاته کېدو لپاره ډولډونګ ورکړل شي.
  • په جرمني کې حرفوي ده‌کړې يا اوسبيلډونګ يا هم غبرګې زده‌کړې (Duales Studium) ترسره کوي چې بشپړېدل يې لږ ترلږه دوه کاله وخت نيسي. که څوک په جرمني کې يو اوسبيلډونګ ومومي؛ تر ځانګړو شرطونو لاندې به د زده‌کړو د زغمل شوې استوګنې اجازه يا Ausbildungsduldung ورکړل شي. د استوګنې دا ډول اجازه د نورو ډولونو پر خلاف د اوسبیلډونګ تر پايه معتبره ده او ښايي له ۲ تر ۳ کالونو پورې وي. 
  • که څوک لاندې شرطونه پوره کړي؛ د ۳۰ مياشتو لپاره د کار ډولډونګ يا (Beschäftigungsduldung) ورکول کيږي. لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې ډولډونګ ولري؛ له خپل هېواده د هويت سندونه ولري؛ له ۱۸ مياشتو راهيسې يې لږ تر لږه په اونۍ کې ۳۵ ساعته کار کړی وي؛ له سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړي؛ لږ تر لږه د جرمني ژبې A2 سند ولري او جرمني ته د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې مخکې راغلی وي.
  • د جرمني د داخله چارو فدرالي وزارت او يا هم د هر ايالت د کورنيو چارو وزارت هغو کسانو ته هم ډولډونګ ورکوي چې په هېواد کې يې زياتې ستونزې موجودې وي. البته دا کار ډېر وخت نه کيږي او يوازې د‌ قحطۍ په شان د ډېرو سترو ناورينونو پر مهال کيږي.

که غواړئ د خپل حالت په اړه نور هم ښه پوه شئ؛ له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ.  په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د زغمل شوې استوګنې پر مهال زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

د ډولډونګ لرونکو کسانو حقونه محدود دي او په اړه يې ځانګړي مقررات پلي کيږي. له دې ډلې ځينې يې په لاندې ډول دي:

·       دا کسان يوازې هغه وخت کار کولای شي چې د بهرنيانو چاو اداره يا (Ausländerbehörde) د کار اجازه ورکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د کار اجازه) کې لوستلای شئ.

·       دا کسان د اوسبیلډونګ او زده‌کړو ترسره کولو اجازه لري. البته د دوه‌ګوني اوسبيلډونګ لپاره د کار اجازه لرل شرط دي.

·       په انټګراڅيون کورس کې د ګډون اجازه نه لري. البته که خالي ځای موجود وي،کولای شي له بمف (BAMF) څخه په هغه کې د ګډون غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (انټګراڅيون کورس) کې لوستلای شئ.

·       دا کسان له سوسيال څخه د پناغوښتونکو مرسته ترلاسه کوي او له جاب‌سنټر څخه پیسې نه شي ترلاسه کولای.

·       د اصولو له مخې د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) او د ماشومانو پیسې (Kindergeld) نه شي ترلاسه کولای.

·       د اصولو له مخې تر هغه وخته چې دولتي مرسته ترلاسه کوي. اجازه نه لري چې بل ښار يا بل ايالت ته کډه وکړي.

·       په معمول ډول له جرمني بهر د تلو اجازه نه لري. له جرمني د باندې تګ سره يې ښايي ډولډونګ لغوه شي.

·       دوی بايد اوسلنډربېهورده ادارې ته خپل هويت او تابعيت ثابت کړي او اړوند سندونه ورکړي.

·       که د هويت مالومولو اړتيا وي، اوسلنډربېهورده اجازه لري‌ چې ستاسې ټليفون يا کمپيوټر وګوري.

 

د ډولډونګ درلودونکي اړ دي چې د خپل هويت په مالومولو او له جرمني د وتلو په پروسه کې له چارواکو سره همکاري وکړي. د بېلګې په توګه ښايي له دوی وغوښتل شي چې د خپل هېواد له سفارته پاسپورت ترلاسه کړي. که څوک د ډيپورټ په پروسه کې همکاري ونه کړي، ښايي د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې يو بل ډول ډولډونګ ترلاسه کړي. دا ډول ډولډونګ ښايي ستاسې لپاره ډېرې منفي پايلې ولري. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل راتلونکي څپرکي (د نامالوم هويت لرونکو کسانو لپاره ډولډونګ) کې لوستلای شئ. له دې پرته ښايي له دوی سره مالي مرسته کمه شي او جريمه شي.

ييادونه: که اوسلنډربېهورده ستاسې همکاري غواړي، له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. تاسې اړ نه ياست چې هر وخت هر څه ترسره کړئ. يو مشورتي مرکز يا وکيل کولای شئ تاسې ته ووايي چې ستاسې لپاره څه کول غوره يا لازمي دي. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

 

زما ډولډونګ د څومره وخت لپاره دی؟

په معمول ډول ډولډونګ د لنډې مودې لپاره وي. ډېر وخت ډولډونګ د يوې، درې يا شپږ مياشتو لپاره ورکول کيږي او بيا يې وخت غځول کيږي. د ډولډونګ موده هغه وخت غځول کيږي چې د يوه کس ډيپورټ شونی نه وي. ځينې وخت ښايي ډولډونګ د څو کالونو لپاره وغځول شي. که د چا د ډولډونګ ورکول اصلي دليل نور موجود نه وي او يا يې د غځولو لپاره هم دلايل نه وي، ډولډونګ ختميږي او اړوند کس د ډي‍پورټ له ګواښ سره مخ کيږي.

يادونه: په ډولډونګ کې ياده شوې نېټه د دې ضمانت نه کوي چې اړوند کس به د هغې نېټې تر پايه نه ډيپورټ کيږي. ډېر وخت په ډولډونګ کې يادونه شوې وي چې وايي ډولډونګ تر ځانګړو شرايطو لاندې، د بېلګې په توګه د درملنې له پای ته رسېدو يا پاسپورت ترلاسه کولو سره خپل اعتبار له لاسه ورکوي. البته که د ډولډونګ اړين لاملونه نور شتون ونه لري، اوسلنډربېهورده کولای شي هر وخت ستاسې ډولډونګ ختم کړي. د بېلګې په توګه که ستاسې هېواد ته الوتنې نه وې او اوس له سره پيل شوې وي، ښايي د ډولډونګ اعتبار ختم شي او اړوند کس ډيپورټ شي.

آيا ډولډونګ لرونکي کسان هم ډيپورټ کيږي؟

لکه څنګه چې وړاندې وويل شول؛ ډولډونګ د استوګنې عادي اجازه نه ده او نه شي کولای تاسې د جرمني له وتلو يا ډيپورټه وژغوري. د دې اجازې له مخې ښايي ستاسې ډيپورټ د يوې ټاکل شوې مودې لپاره وځنډول شي. که د ډولډونګ اجازه لغوه او يا يې وخت تېر شي، کېدای شي اړوند کس ډيپورټ شي.

د اصولو له مخې د ډولډونګ د وخت له تېرېدو يا لغوه کېدو وروسته اړوند کس ډيپورټ کېدای شي. دا کار ښايي سملاسي او له مخکينۍ خبرتيا پرته ترسره شي. البته که څوک د يوه کال يا زيات وخت لپاره له ډولډونګ سره پاته شوي وي، چارواکي اړ دي چې له ډيپورټ کولو لږ تر لږه يوه مياشت وړاندې خبر ورکړي. په داسې حالاتو کې اړوند کس ته يو بل خبرداری هم لېږل کيږي. البته دا قانون د هغو کسانو لپاره نه دی چې د ۶۰ ب مادې له مخې ډولډونګ لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل راتلونکي څپرکي (د نامالوم هويت لرونکو کسانو لپاره ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

چېرته او څنګه د ډولډونګ غوښتنه کولای شم؟

د زغمل شوې استوګنې اجازې يا ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره د خپلې اړونده بهرنيانو چارو ادارې ته ورتللای او غوښتنه وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره هلته وخت واخلئ او له ځان سره ټول اړين سندونه يوسئ. د بېلګې په ډول که د زده‌کړو اوسبیلډونګ (Ausblidungsdudldung) غواړئ؛ د اوسبیلډونګ تړون او که اړينه وي؛ د سوداګرۍ خونې (Handwerkskammer) له دفتره يو تاييد‌ليک بايد له ځان سره ولرئ. که ډيپورټ مو د ځينې قانوني يا فزيکي خنډونو له کبله ځنډېدلی وي، ډولډونګ به په اتومات ډول ترلاسه کړئ او د ترلاسه کولو لپاره‌ يې ځانګړې غوښتنې ته اړتيا نه لرئ. البته اوسلنډربېهورده ته بايد د بېلګې په شان د سفر د خنډ په اړه مالومات ورکړئ. له همدې کبله سپارښتنه کيږي چې اوسلنډربېهورده ته د هر پرمختګ په اړه خبر ورکړئ. د دې کار لپاره غوره ده چې مخکې له مخکې له يوې مشورتي ادارې سره هم خبرې وکړئ. د خپلې سيمې اړوند مشورتي اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

له ډولډونګ سره د واده کولو اجازه شته؟

ډولډونګ د واده کولو لپاره خنډ نه دی. د جرمني په شتندس‌امتونو کې د واده لپاره د نورو سندونو په ګډون پاسپورت وړاندې کولو ته هم اړتيا ده. که د ډولډونګ ترلاسه کولو يو دليل مو د پاسپورت نه شتون وي، له ترلاسه کولو يا شتندس‌امت ته له وړاندې کولو وړاندې يې خامخا له‌ يوې مشورتي ادارې يا وکيل سره خبرې وکړئ. د واده کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (واده کول) کې لوستلای شئ.

له ډولډونګ سره د واده کولو اجازه شته؟

په جرمني کې ډېر کسان د کالونو لپاره له ډولډونګ سره ژوند کوي. له دې ډلې ډېری کسانو ته د استوګنې اجازې ترلاسه کولو شونتيا شته. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ډولډونګ د استوګنې په اجازه بدلول) کې لوستلای شئ.

د جرمني د استوګنې د ازمایښتي اجازې نوی قانون (§104c Aufenthaltsgesetz) د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې وروسته نافذ او د ۲۰۲۳ز کال د جنوري‌ له لومړی وروسته پلي کېږي.‌ د دغه استوګنې د اجازې موده به ۱۸ میاشتې وي،‌ دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې پنځه کاله یې په جرمني‌ کې له ډولډونګ يا ډولډونګ لایت سره ژوند کړی وي،‌ کوم جرم یې نه وي‌ کړئ او د جرمني‌ اساسي قانون ته ژمن وي.‌ د دې تر څنګ تاسو باید په دغه ۱۸ میاشتو کې دننه د اوږد مهاله استوګنې اجازې د تر لاسه کولو شرطونه پوره کړئ په ځانګړې توګه هغه د استوګنې اجازه چې د §25a   او 25b§ قانون په اساس ورکول کېږي.‌ که په دغه ۱۸ میاشتو کې د دې کار په کولو بریالي نه شئ بیا به ډولونګ درکړل شي.‌ په دې اړه بشپړ مالومات د (استوګنې ازمايښتي اجازه) په څپرکي کې ولولئ.

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که ډولډونګ مو ترلاسه کړی وي، خامخا له يوې مشورتي ادارې يا وکيل سره خبرې وکړئ .په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

مهم

هغه کسان چې د پاسپورت نه درلودلو له کبله ډولډونګ ترلاسه کوي او د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه هم نه کوي، د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې (د بې‌هويته کسانو لپاره ډولډونګ) يا ډولډونګ لایت (Duldung light) ترلاسه کوي. د دې ډولډونګ لرونکي کسان ښايي له ډېرو شيانو بې‌برخې شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په راتلونکي مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.په ۲۰۱۹ کال کې د ډولډونګ لرونکو او رد شوو پناغوښتونکو په اړه نوي قوانين تصويب شول. دا قوانين د ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته پلي کيږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: