له جرمني څخه ايستل کېدل يا ډيپورټ

اوسمهالیز 01.03.2023

آیا زه له به له جرمني وايستل شم؟

که د پنا غوښتنه مو ونه منل شي او رد ځواب ترلاسه کړئ او يا هم د استوګنې درکول شوې اجازه له لاسه ورکړئ، اړ ياست چې جرمنی پرېږدئ. په داسې حالاتو کې د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي اداره (BAMF) له تاسې غواړي چې په ټاکل شوې موده کې جرمنی پرېږدئ. دوی به همدا شان تاسې ته د پناغوښتنې قانون د ۳۴مې مادې له مخې د ډيپورټ اخطار درکړي. دا اداره به تاسې د (Abschiebungsandrohung) په نامه د ډيپورټ د حکم رسمي خبرتيا وليږي. په دې خبرتيا کې به د ډيپورټ لپاره ټاکل شوی منزل په نښه شوی وي. له ډيپورټ مخکې د دې خبرتيا لېږل اړين دي او که له وړاندې چا ته ولېږل شي؛ هغه بايد ډيپورټ نه شي. د اصولو له مخې د پناغوښتنې د قضيې له رد وروسته د بمف اداره د ډيپورټ حکم او د رد ځواب پر يوه وخت لېږي. د ډيپورټ حکم د ثبت شوي ليک په توګه لېږل کيږي او بمف پوهيږي چې دا ليک څه وخت ستاسې پوست‌بکس ته رسيږي.

د پناغوښتنې د ساده رد پر مهال تاسې درې ورځې وخت لرئ چې د ۳۰ ورځو په موده کې جرمنی په خپله خوښه پرېږدئ. که د پناغوښتنه مو د نه منلو وړ (unzulässig) قضيې يا بې‌بنسټه (offensichtlich unbegründet) قضيې له مخې رد شي؛ يوازې يوه اونۍ وخت لري چې جرمني پرېږدئ. که د دوبلين د قوانينو له مخې مو بل اروپايي هېواد د پناغوښتنې د قضيې مسؤول وي؛ د پنا غوښتنه به مو نه منلو وړ قضيې په توګه رد شي. که بمف ومومي چې په د پناغوښتنې په قضيه کې مو څرګند تناقضات شته او يا جرمني ته د اقتصادي دلايلو له مخې راغلي ياست نو ښايي د پنا غوښتنه مو د بې‌بنسټه قضيې په توګه رد شي. د دې لپاره چې ومومئ څومره وخت لرئ؛ د بمف ليک په غور ولولئ. دا وخت د ليک ترلاسه کولو له نېټې پیليږي.

که د پنا غوښتنه مو رد شوې وي؛ بيا هم ځينې لارې چارې شته چې په جرمني کې پاته شئ. د ډيپورټ د حکم له ترلاسه کولو وروسته بايد له يوه وکيل يا مشورتي مرکز څخه سلا مشوره ترلاسه کړئ. په دې اړه زيات مالومات د پنا غوښتنې ردېدل په څپرکي کې ولولئ.

که څوک په ټاکل شوې موده کې په خپله خوښه جرمني پرې‌نه‌ږدي او ډيپورټ د مخنيوي لپاره نور ګامونه هم وانه خلي؛ ښايي له پوليسو د مداخلې غوښتنه وشي او اړوند کس په زور خپل وطن يا درېيم هېواد ته چې هغه يې منلی وي او يا ورسره اړيکې ولري (د بېلګې په‌ ډول پخوا هلته اوسېدلی وي)؛ ولېږل شي. دې پروسې ته ډيپورټ (Abschiebung) يا بيا وطن ته لېږل (Rückführung) وايي. د ډيپورټ قانون د استوګنې قانون د ۵۸مې مادې له مخې تنظيميږي. ډيپورټ يوازې په هغه وخت کې ترسره کيږي چې د په نښه شوي بېرته لېږل شوني وي او قانوني خنډ ونه لري. ځکه نو له لېږلو مخکې ټول قانوني يا فزيکي خنډونه ارزول کيږي. د هرې سيمې د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) د اړونده کسانو د ډيپورټ مسؤوليت لري. که له جرمني څخه د چا ايستل د قانون په وسيله منع شوي وي او يا په عمل کې ناشوني وي؛ دا اداره به د زغمل شوې استوګنې سند (Duldung) او يا د استوګنې اجازه ورکړي. په دې اړه زيات مالومات د پنا غوښتنې ردېدل او ډولډونګ په څپرکيو کې ولولئ.

په څه شي بايد ځان وپوهوم؟

د کومو کسانو د ډيپورټ کېدلو شونتيا شته؟

که ستاسې په اړه د وتلو اجرايي حکم (vollziehbar ausreisepflichtig) وشي او له جرمني وتلو ته اړ ايستل شئ خو په خپله خوښه له جرمني ونه وزئ او د ايستلو لپاره مو کوم قانوني خنډ هم موجود نه وي؛ ښايي ډيپورټ شئ. د ډيپورټ د مخنيو‌ي په اړه زيات مالومات د پنا غوښتنې ردېدل په څپرکي کې ولولئ. همدا شان که جرمني ته په ناقانونه ډول راغلي ياست او د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه مو په قطعي ډول رد شوې وي؛ بايد جرمنی د وتلو د اجرايي حکم له مخې پرېږدئ. دا ډول جبري ايستل په هغه وخت کې لازمي کيږي چې تاسې د پنا غوښتنې له رد وروسته ټولې قانوني لارې چارې وازمايئ او يا د اعتراض لپاره په ټاکل شوي وخت کې هېڅ ګام پورته نه کړئ. که د پنا غوښتنې قضيه مو روانه وي؛ ډيپورټ مو د پلي کېدو وړ نه دی او په زور له جرمني نه ايستل کېږئ.

 د اصولو له مخې لاندې کسان بايد جرمنی پرېږدي او په اړه يې د ډيپورټ حکم د پلي کېدو وړ دی:

  • هغه پناغوښتونکي چې د پنا غوښتنه يې په څرګند ډول رد شوې وي. دا حکم په هغه چا هم پلی کيږي چې د پنا غوښتنه يې د دوبلين د قوانينو له مخې رد شوې وي.
  • غيرقانوني کسان، د بېلګې په ډول هغه کسان چې په جرمني کې نه وي ثبت شوي او يا يې ثبتېدل لغوه شوي وي.
  • هغه بهرنيان چې د استوګنې د اجازې وخت يې پوره شوی وي خو بيا ونه غزيږي او يا لغوه وګڼل شي.
  • هغه بهرنيان چې د سترو جرمونو د ترسره کوونکو په توګه پېژندل شوي وي.
  • د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ لرونکي. البته په دې حالت کې د دې کسانو لپاره له جرمني د ايستلو حکم ځنډول کيږي او دوی حق لري چې په جرمني کې تر بلې خبرتيا پورې پاته شي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.

په ياد مو وي چې: ميندې او پلرونه يوازې د هغوی له اولادونو سره يو ځای ډيپورټ کېدای شي. که د ډيپورټ پر مهال د کورنۍ کوم ماشوم ونه موندل شي؛ نور غړي به يې له هغه پرته ډيپورټ نه شي.

د ډيپورټ پروسه کومې مرحلې لري؟

د ډيپورټ د پروسې تنظيمول د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) پر غاړه دي. په لومړي قدم کې اړوند ماموران ګوري چې د ډيپورټ په لار کې کوم خنډ شته او که نه. د بېلګې په ډول ګوري چې اړوند کس سفر کولای شي او يا پاسپورت لري که نه يې لري. که هر څه سم وي؛ دا اداره به د ډيپورټ لپاره يوه نېټه وټاکي. د دې نېټې د ټاکلو په اړه له ډيپورټ کېدونکي کس سره خبرې نه کيږي. ډېر مهال ډپپورټ د شپې له خوا ترسره کيږي. ايالتي پوليس دا کسان د هغوی له اپارتمان يا د اوسېدو له مرکزونو هوايي ډګر ته وړي او هلته يې فدرالي پوليسو ته تسليموي. دا پوليس اړوند کس الوتکې ته وړي له جرمني بهر د الوتنې پر مهال د دوی ملګرتيا کوي. د اصولو له مخې ډيپورټ د مسافرت د نورمالو الوتنو په وسيله ترسره کيږي. ځينې وخت د دې کار لپاره ځانګړې الوتکې چارتر کيږي. که د بهرنيانو چارو اداره شک وکړي چې ډيپورټ کېدونکی کس به په ټاکل شوې نېټه له دوی څخه پټ شي؛ ښايي له ډيپورت څو ورځې مخکې يې ونيسي (Ausreisegewahrsam) او يا يې د ډيپورټ په مرکزونو کې د مياشتو لپاره وساتي څو د ديپورټ چارې يې منظمې شي (Abschiebungshaft).

څوک د ډيپورټ په مرکزونو کې اچول کيږي؟

که د بهرنیانو اداره (Ausländerbehörde) په دې باوري شي چې يو څوک غواړي له خپل ډيپورټه مخنيوی وکړي؛ ښايي مخکې له مخکې د ډيپورټ په بند مرکز کې واچول شي. البته د دې ادارې مسؤولين بايد د دې کار لپاره ځانګړي شواهد ولري. د بېلګې په ډول دوی بايد ثابته کړي چې اړوندکس د دوی له خبرتيا پرته د خپلې استوګنې ځای پريښی دی. په داسې حالت کې د بهرنيانو اداره فرض کوي چې ګواکي تاسې د پټېدو هڅه کوئ. د ډيپورټ په بند مرکز کې له اچولو مخکې تاسې بايد دا چانس ولرئ چې په محکمه له ځانه دفاع وکړئ. محکمه به پرېکړه وکړي چې په دې مرکز کې ستاسې اچولو قانوني دي او که نه. البته تاسې د محکمې په پرېکړه د اعتراض حق هم لرئ. د دې کار لپاره له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د ډيپورټ په بندو مرکزونو کې له اچولو وړاندې بايد لاندې شرايط پوره شي:

  • يو کس بايد په قانوني ډول اړ وي چې جرمنی پرېږدي او ډيپورټ يې لازمي (Vollziehbar ausreisepflichtig) وي. دا کار هغه وخت کيږي چې يو څوک د استوګنې اجازه ونه لري او يا‌په ناقانونه ډول جرمني ته راغلی وي او دلته د پاته کېدو غوښتنه يې رد شوې وي.
  • د په خوښه بېرته تګ لپاره ټاکل شوې موده يې ختمه شوې وي.
  • داسې ځانګړي ثبوتونه او نښې موجودې وي چې وښيي اړوند کس د خپلو ډيپورټ کېدلو مخنيوی کوي.

د اصولو له مخې هغه کسان نه شي نيول کېدای چې روښانه نه وي چې د ډيپورټ پروسه به يې په درې مياشتو کې ختمه شي. له دې سره ښايي د هغو کسانو ل‍پاره له دې قانونه سترګې پټې شي چې غواړي د خپل ديپورټ خنډ شي او يا د بل چا خونديتوب او يا د جرمني د امنيت لپاره ګواښ وګڼل شي. په داسې حالاتو کې به دا کس د خپلې خوښې د وتلو د مودې له تېرېدو مخکې د ډيپورټ په بندو مرکزونو کې واچول شي.

د ډيپورټي بند (Abschibungshaft) په موده کې کوم حقونه لرم؟

د اصولو له مخې يو کس د ډيپورټ له نېټې شپږ مياشتې وړاندې نيول کېدای شي. که څوک د خپل ډيپورټ مخنيوی وکړي؛ ښايي د بند دا موده يې يو کال نوره هم وغځول شي. د وړو ماشومانو لرونکې کورنۍ او ماشومان ښايي په استثنايي توګه له ډيپورټ لنډه موده مخکې ونيول شي. د کورنۍ غړي همدا شان حق لري چې د ډيپورټ د پروسې پر مهال يو له بل سره يوځای پاته شي.

له نيولو وروسته دا کسان په معمول ډول د زندان پر ځای د ډيپورټ په بندو مرکزونو کې ساتل کيږي. که کوم څوک قانوني زنداني وي؛ له نورو به بېل وساتل شي. د دې کمپونو اړوند کسان د ټليفون کارولو حق لري او کتونکي کولای شي له دوی سره وګوري. دوی همدا شان حق لري چې له وکيل سره اړيکه نيسي او هر وخت د کمپ د ديني چارو له سرپرست سره وګوري. د ليدلو پر مهال کولای شي د کمپ په اړه خپلې اندېښنې او شکايتونه له هغه سره شريک کړي. د دې کمپونو د ديني چارو سرپرستان ډېری مهال کاتوليک يا پروتستانت پادريان وي خو اړينه نه ده چې يو څوک دې له دوی سره د اړيکي نيولو يا مرستې غوښتلو لپاره عيسوي وي او يا دې ځانګړی دين ولري.

يادونه: پوليس ښايي ځينې کسان د لنډ وخت لپاره د محکمې له حکم پرته ونيسي. دا کار هغه وخت کيږي چې د ديپورټي بند شرايط پوره وي او د بهرنيانو چارو اداره شک وکړي چې تاسې د ډيپورټ د مخنيوي هڅه کوئ. په داسې حالت کې به محکمې ته د ۴۸ ساعتونو په موده کې خبر ورکړل شي او محکمه به په د ديپورټ په بندو مرکزونو کې ستاسې د پاته کېدو يا نه پاته کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

پوليس مو د ډيپورټ له نېټې مخکې هم نيولای شي؟

که د ډيپورټ نېټه مو ټاکل شوې وي او د بهرنيانو ادارې د ډيپورټ لپاره هر څه (لکه سندونه، الوتنه) چمتو کړي وي؛ ښايي پوليس مو ډيپورټي بند ته (Ausreisegewahrsam) واچوي. د دې بند مانا دا ده چې تاسې به د الوتنې تر وخته د يوه هوايي ډګر په ترانزيت يا کوم ځانګړي استوګنځای (Ausreisezentrum, Rückführungsstelle) کې ساتل کېږئ. د دې کار موخه دا ده چې تاسې ونه کړای شئ د ډيپورټ پر مهال له خپلو ايستلو مخنيوی وکړئ او يا‌ پټ شئ. په داسې حالتونو کې مسؤولين اجازه لري چې تاسې تر لسو ورځو پورې د محکمې له حکم پرته په بند کې وساتي. البته  د دې کار لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

  • د په خوښه بېرته تګ لپاره ټاکل شوې موده يې ختمه شوې وي.
  • داسې ځانګړي ثبوتونه او نښې موجودې وي چې وښيي اړوند کس د خپلو ډيپورټ کېدلو مخنيوی کوي. دا کار په هغه حالت کې کېدای شي چې که تاسې د خپل ځان په اړه ناسم مالومات ورکړي وي.

که څوک د اوسلنډربېهورده له لوري په سفارتونو يا روغتيايي ادارو (Amtsarzt) کې نيول شوو وختونو يا ترمينونو ته ورنه شي؛ کېدای شي تر ۱۴ ورځو په  بند  (Mitwirkungshaft) کې واچول شي. په دې ډول بنديتوب کې کسان په ځانګړو بندو کمپونو کې اچول کيږي څو بل ترمين ته يې له راتلو ډاډ ترلاسه شي.  

که له ډيپورټ وړاندې او يا د (Ausreisegewahrsam) په بند کې واچول شئ؛ له خپل وکيل، خيريه بنسټ، د ډيپورټ له څارونکو (Abschiebungsbeobachter) او خپلې کورنۍ سره د اړيکې حق لرئ.

ډيپورټ کومو ځايونو ته کيږي؟

په اصل کې هر کس خپل هېواد ته ډيپورټ کيږي خو که په نورو هېوادونو کې د استوګنې اجازه، يا د کورنۍ غړي ولرئ او هغه هېواد مو ومني، ښايي هلته ډيپورټ شئ. که څوک د دوبلين د قوانينو تر پوښښ لاندې راشي؛ خپل وطن ته نه، بلکې بل اروپايي هېواد ته چې د اړوند کس د پناغوښتنې د قضيې ارزولو مسؤوليت لري، ډيپورټ کړي. د دوبلين په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د دوبلين پروسيجر) کې لوستلای شئ.

ډولډونګ لرونکي کسان هم ډيپورټ کېدای شي؟

ډولډونګ (Duldung) د اوسېدو اجازه نه ده خو د ډيپورټ د ځنډ په مانا دی. ډولډونګ لرونکي کسان له جرمني د ايستلو په مقابل کې خوندي نه دي بلکې ډيپورټ يې يوې ځانګړې نېټې ته ځنډول شوی دی. که د چا ډولډونګ لغوه او يا يې وخت تېر شي؛ اړوند کس ښايي ډيپورټ شي. ډولډونګ هغه وخت لغوه کېدای شي چې د هغه د ورکړې لپاره دلايل له منځه ولاړ شي. د بېلګې په ډول که تاسې ته ډولډونګ ځکه درکول شوی وي چې پاسپورت نه لرئ او اوس وکړای شئ د خپل هېواد له له سفارته يې ترلاسه کړئ؛ ستاسې د ډولډونګ اجازه ښايي لغوه شي.

د اصولو له مخې د ډولډونګ له لغوه کېدلو يا وخت تېرېدلو وروسته اړوند کسان ډيپورټ کېدلای شي. په داسې حالتونو کې ښايي تاسې له مخکينۍ خبرتيا مخکې ډيپورټ شئ. البته که ډولډونګ مو د يوه کال يا زيات وخت له پاره درلودلی وي؛ چارواکي اړ دي چې تاسې ته له ډيپورټ لږ تر لږه يوه مياشت وړاندې خبر درکړي. دې ډول کسانو ته مخکې له مخکې د ډيپورټ يا له جرمني د وتلو حکم لېږل کيږي.

ډيپورټ کېدل څه پایلې لري؟

که څوک ډيپورټ شي؛ ښايي د استوګنې قانون د ۱۱مې مادې له مخې پرې د بېرته ورتګ او اوسېدنې رسمي بنديز ولګول وشي. دې بنديز ته د بيا ورتګ بنديز (Wiedereinreisesperre) هم وايي. دا بنديز له ډيپورټ وروسته تر پينځو کالونو پورې د پلي کېدو وړ دی. التبه که څوک ستر جرمونه ترسره کړي او يا د جرمني عامه نظم يا خونديتوب ته ګواښ وګڼل شي؛ ښايي دا بنديز تر ۱۰ کالونو پورې اوږد شي.

په بېرته راتګ بنديز يوازې د جرمني په اړه نه بلکې د شېنګن د ټولو هېوادونو په اړه د پلي کېدو وړ دی. که د دې بنديز له لرونکو کوم کس وغواړي د شېنګن هېوادونو ته ولاړ شي؛ هغوی به يې د داخلېدو مخه ونيسي. د شېنګن هېوادونو لړ پر (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ کتلای شئ.

له ډيپورت سره د اړوند کس په پاسپورت کې هم د ډيپورټ ټاپه (Abgeschoben) لګول کيږي.

يادونه: په ځينو کسانو ښايي د بېرته ورتګ نامحدود بنديز ولګول شي. البته دا ډول بنديز د قانون خلاف دی او اړوند کسان کولای شي له يوه وکيل سره اړيکه ونيسي. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

ډيپورټ کېدونکي کسان څه کولای شي؟
  • که تاسې د ډيپورټ له ګواښ سره مخ ياست؛ خپل وکيل ته زنګ ووهئ او له يوه مشورتي يا مرستندوی مرکز سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ. که له ګاونډيانو يا د کمپ له کارکوونکو مرسته غواړئ؛ بايد هغوی ته د وکالت اجازه ورکړئ. هغوی بيا کولای شي ستاسې له پاره يو وکيل وګماري او يا په اداري محکمه کې ستاسې پر ځای يوه عاجله عريضه (Eilantrag) وکړي څو وکړای شي ستاسې له ممکنه ډيپورټه مخنيوی وکړي.
  • د ډيپورټ يو څارونکي ته خبر ورکړئ او مرسته ترې وغواړئ. دا څارونکي د فرانکفورت، دوسلدورف، برلين او هامبورګ په هوايي ډګرونو کې موجود دي. دوی کولای شي تاسې ته يو وکيل دروپېژني او که له ډيپورټ وړاندې نيول شوي ياست (Ausreisegewahrsam) او د ډيپورټ په بندو مرکزونو (Abschiebungshaft) کې اچول شوي ياست؛ دا څارونکي به مرسته درسره وکړي. د ډيپورټ څارونکو اړيکې:

Forum Abschiebungsbeobachtung Berlin-Brandenburg

Sabina Bothe

Mobil: 0172 317 58 13

Tel: 030 666 33 1031

Fax: 030 666 33 1032

 s.bothe@caritas-brandenburg.de

 

 

Abschiebungsbeobachtung Flughafen Düsseldorf

Julia Grossmann

Flughafen Düsseldorf, Zentralgebäude Ost, Raum 4.057

40474 Düsseldorf

Tel.: 0211/ 9513300  bzw.  0160/ 7086403

Fax: 0211/ 9513230

j.grossmann@diakonie-rwl.de

 

 

Abschiebungsbeobachtung Flughafen Hamburg

Astrid Schukat

Flughafenstr. 1 - 3, Terminal 1, Büro 27/36

22335 Hamburg

Telefon: 040 50 75 14 15  bzw.  0174 - 19 46 388

abschiebungsmonitoring@nordelbien.de

 

Abschiebungsbeobachtung Flughafen Frankfurt

Melisa Ergül- Puopolo

Gebäude 201 A, Hausbriefkasten 153

60549 Frankfurt am Main

Telefon: 0173 - 30 616 44

Telefax: 069 69 05 06 21

monitoring@diakonie-frankfurt-offenbach.de

 

که د فرانکفورت د هوايي ډګر د ټولنيزو خدمتونو له ادارې سره اړيکه ټينګه نه شي او تاسې په بېړنۍ توګه مالوماتو ته اړتيا لرئ، کولای شئ په مخامخ توګه له BSG سره اړيکه ونيسئ:

 

د فرانکفورت په هوايي ډګر کې د فدرالي پولو ساتونکي:

 

Bundesgrenzschutz Frankfurter Flughafen:

 

Telefon 069 – 400 54 82

Telefon 069 – 34 00 54 84

Fax: 069 – 34 00 54 89

 

که د ډيپورټ څارونکو سره اړيکه ټينګه نه شي، کولای شئ په مخامخ توګه د مسافرو لپاره د کليسا له ټولنيزو خدمتونو سره اړيکه ونيسئ او د ډيپورټ کېدونکو کسانو لپاره د مرستې غوښتنه ورڅخه وکړئ.

 

Telefon 069 690-50201

seelsorge-evang.erv@flughafen-frankfurt.de

د دې لپاره چې له خپل ډيپورټه مخنيوی وکړئ؛ بايد بېړني ګامونه واخلئ. د دې ګواښ له محسوسولو سملاسي وروسته له يوه وکيل يا مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسئ. که لومړی ځل مو له ډيپورټه مخنيوی وش‍ي؛ ښايي بيا هم د ډيپورټ په بندو مرکزونو کې واچول شئ. په عمومي ډول د دوهم ځل ډيپورټ لپاره هم سملاسي مهال‌وېش برابريږي او ګواښ بيا هم موجود وي.

يادونه: که څوک ډيپورټ کيږي او هېڅ پیسې ونه لري؛ پوليس اړ دي چې يو څه پیسې ورکړي.

له ډيپورټ وروسته څه کول په کار دي؟

ډيپورټ شوي کسان کولای شي له خپل وکيل سره اړيکه ونيسي او وګوري چې د دوی ايستل په قانوني ډول ترسره شوي او که نه. که چېرې د بېلګې په ډول ستاسې د اعتراض په اړه له پرېکړې کولو وړاندې ډيپورټ ترسره شوی وي؛ تاسې اجازه لرئ چې بېرته جرمني ته راشئ. که وکيل نه لرئ؛ له يوه ملګري يا مشورتي مرکزه د مشورې غوښتنه وکړئ. ل په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

 که د دوبلين د قوانينو له مخې کوم بل اروپايي هېواد ته ډيپورټ شئ؛ د سيمه‌‌ييزو مشورتي دفترونو له ډلې له يوه سره اړيکه ونيسئ. پر دې وېبسایټ کې د ټولو اروپايي هېوادونو مشورتي مرکزونه موندلای شئ.

مهم

فدرالي ايالتونه د ډيپورټ مسؤوليت لري. هر ايالت په خپلواک ډول پرېکړه کوي چې څوک ډيپورټ کړي. ځينې ايالتونه ډېر کسان ډيپورټوي خو په ځينو نورو کې دا چاره ورو روانه ده. تاسې ښايي ځينې وخت په ځانګړو ايالتونو کې د ډيپورټ په اړه واورئ خو دا په دې مانا نه ده چې تاسې به هم خامخا ډيپورټ کېږئ. البته د ډيپورټ شونتيا هر وخت شته. ځکه نو غوره ده چې پر وخت له ډيپورټ څخه د ژغورل کېدلو لپاره ګامونه پورته کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: