په جرمني کې د کورونا واکسين

Das Bild zeigt die Oberarme von zwei Menschen. Auf beiden Oberarmen klebt ein Pflaster.
اوسمهالیز 23.12.2022

د واکسينو په اړه ټول مالومات دلته لوستلای شئ.

د کورونا وايروس او اړوندې ناروغۍ له کبله د مړينې او سختې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسينو لګول يو مهم ګام دی. البته د واکسينو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته چې موږ يې دلته تاسې ته ځوابونه چمتو کړي دي. د يادونې وړ ده چې موږ له خپرولو وړاندې د ټولو مالوماتو له کره‌والي او تازه‌والي ځان ډاډه کوو، څو تاسې ته د ناسمو مالوماتو د رسېدو مخنيوی وکړو.

په څه بايد وپوهېږم؟

کولای شم د کورونا پروړاندې واکسين وکړم؟

هو. ټول هغه کسان چې په جرمني کې ثبت شوې وي او دلته د اوږدې مودې لپاره ژوند کوي، د کورونا واکسين ترلاسه کولو حق لري. د واکسينو په ځينو مرکزونو کې د ګرځندويانو او بې‌اسناده کسانو لپاره هم د واکسينو لګولو اسانتيا شته. د کورونا واکسين د ټولو لپاره وړيا دي. 

 

د واکسينو لګولو لپاره بايد چېرته ولاړ شو؟

د واکسينو لګولو لپاره د واکسينو مرکزونو  ته تلای شئ او يا له کورنيو ډاکټرانو سره د واکسينو لپاره وخت اخستلای شئ. په خپل شاوخوا کې د واکسينو مرکزونه او ډاکټران پر (zusammengegencorona.de) وېبسایت موندلای شئ. دلته خپله ايالت وټاکئ او لېنک کلېک کړئ. پر (doctolib.de) وېبسایټ هم د واکسينو لپاره وخت اخستلای شئ. پر (randstad.de) وېبسایټونو د واکسينو لپاره نوبت نيولای شئ. التبه له خپل ډاکټر څخه هم په دې اړه مالومات اخستلای شئ. د ثبت پر مهال غوره کولای شئ چې کوم واکسين اخستل غواړئ.

د يادونې وړ ده چې اوس د درملتونو کارکوونکي، د غاښونو او ژويو ډاکټران هم اجازه لري چې نورو خلکو ته واکسين ولګوي. البته دوی بايد يوازې له ۱۲ کالونو پورته کسانو ته واکسين ورکړي او مخکې له مخکې یوه لنډه روزنه ترلاسه کړي.

بايد د کورونا واکسين وکړم؟

ډېر کسان د کورونا واکسينو په اړه پوښتنې او شکونه لري. له بده مرغه په دې اړه ډېر ناسم مالومات هم خپريږي. که غواړئ کره مالومات او خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ، (impfen-gegen-corona.eu) او (rki.de) وېبسایټونه وګورئ. د کورونا واکسينو په اړه د پوښتنو لپاره د روغتيا وزارت شمېرې (۰۸۰۰۰۰۰۰۸۳۷) ته هم وړيا زنګ وهلای شئ. دا شمېره ستاسې پوښتنو ته په ګڼو ژبو ځوابونه وايي.

 

د واکسينو لګول جبري دي؟

اوس مهال د ټولو کسانو لپاره د واکسينو لګول جبري نه دي خو دا چې په کورونا د اخته شوو کسانو شمېر ورځ په ورځ لوړيږي، اوس مهال د واکسينو د جبري کېدو په اړه بحثونه کيږي. یوازې د هغو کسانو لپاره د واکسينو لګول جبري دي چې د روغتونونو، پالنځايونو، د ډاکټرانو کتنځايونو يا نورو ورته داسې ځايونو کې کار کوي د خونديتوب لپاره له اړمنو کسانو سره مخ کيږي. دا کسان بايد ثابته کړي چې په بشپړ ډول واکسين شوي دي.

څوک بشپړ واکسين شوي ګنل کيږي؟

د ۲۰۲۲ کال د اكتوبر مياشتې له پيله يوازي هغه کسان بشپړ واکسين شوي ګڼل کيږي چې درې ځله يې واکسين کړي وي. همدا شان هغه کسان چې دوه ځله يې واکسين کړي وي او په دې وروستيو کې له کورونا رغېدلي وي، بشپړ واکسين شوي ګڼل کيږي.

د واکسينو لاندې ترکيبونه شوني دي:

  1. درې ځله اېم ‌ار اېن اې (موډرنا يا بيونتېک) واکسين
  2. دوه ځله پروتيني يا د نوواکس او يو ځل موډرنا يا بيونتېک واکسین
  3. دوه ځله ويروسي (والېنېوا) او يو ځل موډرنا يا بيونتېک واکسین
  4. يو ځل استرازېنيکا او دوه ځله موډرنا يا بيونتېک واکسین
  5. يو ځل جانسن او جانسن او دوه ځله موډرنا يا بيونتېک واکسین
  6. له کورونا رغېدلي  وي او دوه ځله د پورته يادو شوو واکسينونو له ډلې يو

مهم: که درېيم ځل يا تقويتي واکسين (Booster-Impfung) مو نه وي کړی، له نهو مياشتو وروسته ناواکسين شوي ګڼل کېږئ او د کورنا ډيجيټل پاس مو اعتبار له لاسه ورکوي. درېيم دوز واکسين بيا له ۱۲ مياشتو وروسته خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

د لومړي او دوهم ځل واکسينو تر منځ د درې تر شپږ اونيو او د دوهم او درېيم واکسين تر منځ د درې مياشتو واټن سپارښتنه کيږي.

يادونه: اوس مهال په جرمني کې د جانسن اېنډ جانس او استرازنېنکا واکسين نه کارول کيږي.

کولای شم د کورونا تقويتي واکسين وکړم؟

له ۱۲ کالونو د لوړ عمر لرونکي

د واکسينو د کميسيون د سپارښتنې له مخې له ۱۲ کالونو د پورته عمر لرونکي کسان د کورونا تقويتي واکسين (Auffrischungsimpfung) کولای شي. البته د دې عمر لرونکو کسانو له وروستي ځل واکسين کېدلو څخه بايد تر ۶ مياشتو تېرې شوې وي. تقويتي واکسين سملاسي معتبر ګڼل کيږي او د دوهم ځل واکسينو په شان دوو اونيو ته اړتيا نه لري.

له ۱۲ کالونو د ټيټ عمر لرونکي

له ۱۲ کالونو د ټيټ عمر لرونکي بايد يوازي هغه وخت تقويتي يا بوستر واکسين وکړي چې کورونا ناروغي ورته ډېره ستونزه جوړوي دوی کولای شي له دوهم ځل واکسينو ۶ مياشتې وروسته بوستر واکسين وکړي.

درېيم ځل يا بوستر واکسين د اېم‌آراېن‌آ له واکسينو (موډرنا يا بیونتېک) څخه کيږي او دواړه ډېر ښه اغېز لري. د تقويتي واکسينو لپاره په خپله سيمه کې د واکسينو مرکزونو ته ورشئ او يا هم د واکسين له ګرځنډه ډلو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان د خپل کور يا دفتر له ډاکټر سره هم واکسين کولای شئ.

ولې بايد د كورونا تقويتي واکسين وکړم؟

د ۲۰۲۲ کال د اكتوبر مياشتې له پيله يوازي هغه کسان بشپړ واکسين شوي ګڼل کيږي چې درې ځله يې واکسين کړي وي. دا ځکه چې د وخت په تېرېدو د واکسينو اغېز له منځه ځي او بايد وخت پر وخت تقويتي واکسين وشي. په دې ډول د سختې ناروغۍ مخه نيول کېدای شي.

درېيم ځل يا بوستر واکسين د اېم‌آراېن‌آ له واکسينو (موډرنا يا بیونتېک) څخه کيږي او دواړه ډېر ښه اغېز لري. له دېرشو کالونو د ټيټ عمر لرونکو کسانو ته يوازې موډرنا يا بيونتېک واکسين ورکول کيږي. د تقويتي واکسينو لپاره په خپله سيمه کې د واکسينو مرکزونو ته ورشئ او يا هم د واکسين له ګرځنډه ډلو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان د خپل کور يا دفتر له ډاکټر سره هم واکسين کولای شئ.

ولې بايد دوهم ځل د کورونا تقويتي واکسين وکړم؟

د وخت په تېرېدو د واکسينو اغېز له منځه ځي او بايد وخت پر وخت تقويتي واکسين وشي. په دې ډول د سختې ناروغۍ مخه نيول کېدای شي. لاندې کسانو ته د دوهم ځل بوستر واکسينو سپارښتنه کيږي:

  • له ۶۰ کالونو د لوړ عمر لرونکي
  • د زړو کسانو يا ناروغانو د پالنځايونو کارکوونکي
  • په صحي برخو کې کارکوونکي
  • له ۱۲ کالونو د لوړ عمر لرونکي هغه کسان چې د کورونا سخته ناروغي خطر ورته لري

د دوهم ځل بوستر لپاره بايد له پخوانيو واکسينو لږ تر لږه ۶ ميالشتې تېرې شوې وي.

ماشومانو ته هم د کورونا واکسين ورکول کيږي؟

اوس په جرمني کې د ۵ او ۱۱ کالونو تر منځ  عمر لرونکو کسانو ته هم واکسين ورکول کيږي. د واکسينو کميسيون (STIKO) يوازې له شپږو مياشتو د لوړو هغو ماشومانو لپاره د واکسينو توصيه کوي چې پخوانۍ ناروغۍ لري او يا هم له وخت مخکې نړۍ ته راغلي وي. البته که کوم ماشومان پخوانۍ ناورغي هم ونه لري، واکسين کولای شي او د پرېکړې واک له والدينو سره دی.

ماشومانو ته د بيونتېک واکسينو لږ دوز ورکول کيږي. له ۱۲ کالونو د ټيټ عمر لرونکو ته يو دوز ورکول کيږي. له ۱۲ تر ۱۷ کالونو د عمر لرونکو ته دوه دوزه ورکول کيږي. دوهم دوز له لومړي واکسين درې اونۍ وروسته کولای شي. د دواړو واکسين تر منځ موده بايد د درې اونيو او شپږ مياشتو تر منځ وي. اوس له شپږ مياشتو وروسته د درېيم دوز يا بوستر واکسينو وړانديز هم کيږي.

که د ۵ او ۱۱ کالونو تر منځ د عمر لرونکي ماشومان له کورونا رغېدلي وي، اړ نه دي چې تر يوې مودې د کورونا واکسين وکړي؛ ځکه د دوی بدن د کورونا پر وړاندې دفاعي ځواک موندلی دی. البته له رغېدو ۳ مياشتې وروسته کولای شئ واکسين ورکړئ. که په دې اړه پوښتنې لرئ، د خپلو ماشومانو له ډاکټر سره وګورئ. له ۱۲ تر ۱۷ کالونو د عمر لرونکي ماشومان بيا دوه دوزه واکسين وکړي.

د کورونا وايروس په اړه کره او سم مالومات چېرته موندلای شم؟

د کورونا وايروس په اړه پر انټرنېټ او رسنيو ډېر مالومات موندلای شئ خو مهمه دا ده چې کره مالومات پيدا کړئ. په لاندې لېنکونو کې په دې اړه کره مالومات کتلای شئ:

-       د جرمني د ادغام ادارې پر وېبسایټ د کورونا په اړه په بېلابېلو ژبو مالومات موندلای شئ.

-       د جرمني حکومت پر وېبسایټ هم په دې اړه مالومات لوستلای شئ.

-       د کورونا د وروستيو شمېرو په اړه مالومات د رابرت کوخ انستيتیوت پر وېبسایټ کتلای شئ.

-       د جرمني د کورنيو چارو وزارت پر وېبسایټ د کورونا په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.

-       د روغتيا نړيوال سازمان پر وېبسایټ هم د کورونا په اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.

Ein Projekt von:
Dieses Projekt wird aus Mitteln des Asyl-, Migrations- und Integrationsfonds (AMIF) kofinanziert.

Gefördert durch: