د جرمني تابعيت څه ډول اخستل کيږي؟

اوسمهالیز 26.03.2024

د جرمني د پاسپورت يا تابعيت اخستل څنګه کيږي؟

پاملرنه!

د جرمني د تابعيت لپاره نوی قانون تر اوسه نه دی نافذ شوی. هر وخت چې نافذ شي، موږ به بې دلته په اړه خبر درکړو. تاسې کولای شئ وخت پر وخت زموږ وېبسایت وګورئ او له مالومات ځان خبر کړئ. که نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ د ټولنيز پلټفورم (ټوګېدر اېن جرمني) له لارې ځوابونه ورته ومومئ. زموږ د ټولنيز مديران به ستاسې پوښتنو ته پر وخت او کره ځواب درکړي.

ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر څنګ يو کس کولای شي د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه ورکړي او يا خپله له يوې سيمې کانديد شي. د دې تر څنګ د جرمني د پاسپورت يا تابعيت ترلاسه کوونکي د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر  کولای شي او اجازه لري چې د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې، د استوګنې له کوم اضافي سند پرته کار او ژوند وکړي. همدا شان د اوسلنډربېهورده په شان ادارو ته له تګه خلاصېږئ او ارام ژوند کولای شئ.

که والدين مو د جرمني‌تابعيت ولري او يا تاسې په جرمني کې زېږېدلي ياست او مور او پلار مو ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت ترلاسه کوئ. په دې اړه نور مالومات زموږ‌ بل څپرکي (ماشومان او  د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ. له دې پرته که څوک په جرمني کې هم نه وي زېږېدلي او مور او پلار يې هم جرمني تابعيت ونه لري؛ کولای شي د جرمني تابعيت ترلاسه کړي. دې کار ته ښاروند کېدل يا (Einbürgerung) وايي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د جرمني تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره کړم؟

د جرمني د تابعيت وړ کېدلو (Anspruchseinbürgerung) لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-       بايد د استوګنې دايمي اجازه (Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا داسې قبولي او د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ (لکه درې‌کلنه قبولي).

-       په جرمني کې له شاوخوا اتو کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کوئ (دا وخت له ايالتونو او د هر کس له حالت سره په تړاو تر اوو يا شپږو کالو هم راټيټېدلای شي).

-       له جاب‌سنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او  ادعا يې هم نه لرئ.

-       لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا په لوړه کچه خبرې کولای شئ.

-       د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه مو د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې ده او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند لرئ.

-       کوم جدي جرم مو نه وي کړی.

-       د تابعيت ورکولو ادارې ته مو (په ليکلې او شفاهي بڼه) د جرمني د اساسي قانون منلو اقرار کړی وي.

-       له يوه واده زيات مو نه وي کړي.

-       د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي له خپل هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.

-       خپل پخوانی تابعيت مو له لاسه ورکړی وي او يا اوس ترې لاس په سر شئ (د افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو تابعيت ساتل کېدلای شي. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.)

که دا ټول شرطونه پوره کړئ؛ د اصولو له مخې مو بايد غوښتنه ومنل شي. البته په استثنايي حالتونو کې ښايي د تابعيت غوښتنه د دې شرطونو له نه شپړېدو سره سره هم ومنل شي. د بېګې په ډول:

-       که څوک د اداري شرايطو له کبله يو ناڅاپه بېکاره شي.

-       يو څوک د ماشومانو د ساتنې يا زده‌کړو له کبله کار ونه کړای شي.

په داسې حالتونو کې د اړمنو کسانو (Bürgergeld) يا جاب‌سنټر پیسو يا د سوسيال له مرستې ترلاسه کولو سره سره تابعيت ترلاسه کولای شئ.

يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.

آيا کولای شم په جرمني کې له اتو کالو پوره کېدلو وړاندې تابعيت واخلم؟

د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره کولای شئ په جرمني کې له اته کاله استوګنې پوره کېدلو وړاندې د تابعيت غوښتنه وکړئ.

-       که د انټګراڅيون يا ادغام کورس مو په بريالۍ توګه بشپړ کړی وي؛ کولای شئ په جرمني کې له اووه کاله ژوند وروسته د تابعيت غوښتنه وکړئ.

-       که په ښه توګه په ټولنه کې مدغم شوي ياست؛ د بېلګې په‌ ډول جرمني ژبه مو ښه زده کړې وي او په جرمني کې مو ډېر کاله په رضاکارانه فعاليتونو کې برخه اخيستې وي؛ کولای شئ له شپږ کالو وروسته د تابعيت غوښتنه وکړئ.

-       که له داسې چا سره واده وکړئ چې د جرمني تابعيت لري؛ دا موده نوره هم راټيټيږي. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.

که څوک له خپلو بچيانو او مېړه يا ښځې سره یوځای د تابعيت غوښتنه کوي، دا موده ورته راټيټيږي. - 

يادونه: پناغوښتونکي، قبول شوي کډوال او بې‌وطنه کسان کولای شي له شپږو کالو وروسته د مشروط تابعيت (Ermessenseinbürgerung) غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې لوستلای شئ.

د تابعيت لپاره، د پناغوښتنې د پروسې او زده‌کړو موده هم حسابيږي؟

که د پنا غوښتنه مو منل شوي وي، په اتو (يا اوو، شپږو) کالونو کې مو د لږ تر لږه مودې د شرط په توګه د پناغوښتنې د پروسې مياشت يا کال هم حسابيږي. دا خبره د فرعي خونديتوب لرونکو (subsidiärem Schutz) په اړه هم صدق کوي.

د اصولو له مخې هغه کال يا وخت هم حسابيږي چې تاسې د زده‌کړو په ويزا تېر کړی وي.

 

زه د جرمني ژبې سند نه لرم؛ څه وکړم؟

که د جرمني ژبې سند نه لرئ؛ کولای شئ د ژبې مهارتونه د جرمني ژبې يوه کورس ته د تګ له تاييد سره ثابت کړئ. همدا شان کولای شئ په جرمني کې د زده‌کړو د يوې ترلاسه شوې درجې په وړاندې کولو دا شرط پوره کړئ. د دې کار لپاره لاندې ثبوتونه کارولای شئ:

-       د جرمني يوه ښوونځي ته ۴ کاله تګ.

-       د جرمني په يوه ښوونځي کې د ابيتور، (Hauptschulabschluss)، يا (Realschulabschluss) سند ترلاسه کول.

-       دم مهال د يوه جرمني‌ژبي ښوونځي په لسم ټولګي کې زده‌کړه.

-       په جرمني ژبه د حرفوي زده‌کړو (Berufsausbildung) بشپړول.

-       په جرمني ژبه کې د عالي زده‌کړو بشپړول.

که هېڅ سند يا ثبوت ونه لرئ؛ بايد د جرمني ژبې ازموينه ورکړئ او سند يې د ثبوت په توګه وړاندې کړئ. دا ازموينه د جرمني ژبې په ښوونځيو کې ورکولای شئ.

يادونه: که د کومې مضمنې ناروغۍ، معلوليت يا ډېر عمر له کبله نه شئ کولای جرمني ژبه زده‌ کړئ؛ ښايي‌ تابعيت ورکولو اداره له دې شرطه تېره شي او د ژبې له سند پرته تابعيت درکړي.

 

 

له پخواني تابعيته بايد تېر شم؟

د اصولو له مخې بايد پخوانی يا د بل هېوا تابعيت پرېښوول شي خو ډېر وخت د پناغوښتونکو او قبول شوو کډوالو غبرګ تابعيت هم منل کيږي او پرېښودلو ته يې اړتيا نشته. په داسې حالتونو کې د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره ګوري چې تاسې په خپل هېواد کې د تابعيت په پرېښودلو له ستونزو سره مخ کېږئ او که نه. که داسې وشي؛ د پخواني تابعيت د پرېښوولو غوښتنه نه کيږي.

بل تابعيت څه ډول پرېښوولای شم؟

کله چې د تابعيت ورکولو ادارې له لوري دا تاييد ترلاسه کړئ چې د تابعيت ترلاسه کولو لپاره مو ټول شرطونه پوره کړي دي؛ دوی به تاسې ته د (Einbürgerungszusicherung) په نوم يو سند درکړي. له دې سند سره بايد د خپل هېواد له اړونده ادارو څخه د تابعيت د لرې کولو غوښتنه وکړئ. که هغوی مو غوښتنه ومني؛ تاييدليک يې بايد د تابعيت ادارې (Einbürgerungsbehörde) ته وروړئ او نوی تابعيت ترلاسه کړئ.

که خپل هېواد مو د تابعيت پرېښودلو غوښتنه رد کړي؛ په جرمني کې تابعيت اړوند خپلې ادارې ته خبر ورکړئ.

يادونه: ځينې هېوادونه د خپلو اتباعو تابعيت، د نوي تابعيت له اخستلو وروسته په اتومات ډول لغوه کوي. په داسې حالتونو کې اړتيا نشته چې اړونده ادارو ته د زاړه تابعيت د لغوه کولو لپاره ورشئ.

ما جرم ترسره کړی دی؛ بيا هم تابعيت اخستلای شم؟

که کوم جدي‌جرم مو ترسره کړی وي؛ د جرمني تابعيت نه درکول کيږي. البته د يوې مالومې مودې له تېرېدلو وروسته له جنايي ريکارډ څخه ستاسې د جرم ثبوت پاکيږي او له هغه وروسته د ټولو شرطونو په پوره کولو تابعيت اخستلای شئ.

که واړه جرمونه مو ترسره کړي وي؛ د تابعيت په اخستلو يا رد اغېز نه لري. د بېلګې په ډول که لاندې جرمونه مو ترسره کړي وي؛ کولای شئ د جنايي ريکارډ له پاکېدلو د تابعيت غوښتنه وکړئ:

-        د ۹۰ ورځو په اندازه نغدي جريمه.

-       تر درې مياشتو پورې تعليقي بند. زنداني نه ياست خو  په دې شرط ازاد ياست چې که په دې درې مياشتو کې مو بيا کوم جرم وکړ؛ زندان ته به ځئ.

-       روزنيزه توبيخ يا رټنه (د بېلګې په ډول د تيري ضد روزنه) يا انظباطي ګامونه.

د تابعيت ازموينه (Einbürgerungstest) د ټولو لپاره اړين دی؟

که د انټګراڅيون په کورس کې مو ازموينه په برياليتوب ترسره کړې وي او يا مو د جرمني له ښوونځيو د فراغت سند ولرئ، يا مو هم له جرمني پوهنتونونو څخه د حقوقو، ټولنپوهنې، سياست يا اداري برخو کې د فراغت سند ترلاسه کړی وي؛ د دې ازموينې يا ټېسټ ترسره کولو ته اړتيا نشته. د نورو ټولو کسانو لپاره د تابعيت ازموينه حتمي ده. یوازې د سختو ناروغانو يا ډېر زړو کسانو لپاره استثناوې شته. په دې ډول حالتونو کې بايد د ډاکټر تاييدليک له ځان سره ولرئ.

که د (Einbürgerungstest) ترسره کولو ستاسې لپاره حتمي وي؛ کولای شئ يوه کورس ته يې ورشئ او يا خپله تياری ورته ونيسئ. په ازموينه کې د جرمني د تاريخ، فرهنګ او قوانينو په اړه پوښتنې کيږي. د کډوالۍ او مهاجرو د فدرالي‌ ادارې (BAMF) د ټېسټ پر انلاين مرکز کولای شئ دا پوښتنې زده کړئ او يا يو ازمويښتي ټېسټ ترسره کړئ.

د ازموينې د ترسره کولو د ځای او وخت مالومولو لپاره د خپلې سيمې د تابعيت ادارې (Einbürgerungsbehörde) ته ورشئ. له دې پرته پر (bamf.de) وېبسایټ د ټول جرمني د ازموينو مرکزونه موندلای شئ. که غواړئ د دې ازموينې د تيارۍ  کورس واخلئ؛ کولای شئ په خپل شاوخوا کې مهاجرو د مشورو يا د ځوانو مهاجرانو د خدمتونو ادارو ته ورشئ او د دې کورسونو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ.

زه د تابعيت شرطونه نه شم پوره کولای؛ بيا هم د تابعيت غوښتنه کولای شم؟

که د تابعيت ترلاسه کولو لپاره پورته ياد شوي شرطونه نه شئ پوره کولای؛ کولای شئ د مشروط تابعيت (Ermessenseinbürgerung) غوښتنه وکړئ. په دې حالت کې اړونده ادارې د هر کس په اړه پرېکړه کوي چې تابعيت ورکړي او که نه. په دې برخه کې ښايي هغه وخت مثبته پرېکړه وشي چې يوه کس ته په تابعيت ورکولو کې عامه ګټې خوندي وي.

د مشروط تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-       دروند جرم نه مو وي ترسره کړی.

-       په جرمني کې قانوني ژوند کوئ.

-       په جرمني کې د ژوند کولو لپاره استوګنځای لرئ.

-       عايد لرئ او د خپل ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه برابرولای شئ.

-       له يوه واده زيات مو نه وي کړي.

-       د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي له خپل هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.

که دا شرطونه نه شئ پوره کولای؛ بيا هم په ځينو استنثايي حالتونو کې د تابعيت ترلاسه کول شوني دي. د بېلګې په ډول که څوک سخته ناروغي يا معلوليت ولري او يا نه شي کولای د ډېر عمر له کبله کار وکړي؛ ښايي د عايد شرط يې لغوه شي. په دې حالت کې د خپلې سيمې د تابعيت له ادارې (Einbürgerungsbehörde) سره خبرې وکړئ.

 

زما د ژوند ملګرې / ملګری جرمن دی. زما لپاره د تابعيت شرطونه څه دي؟

هغه څوک چې د جرمني د تابعيت له لرونکو سره واده کوي؛ کولای شي يو څه ژر د جرمني د تابعيت غوښتنه وکړي. په دې حالت کې بايد لاندې شرطونه پوره کړئ.

-       لږ تر لږه درې کاله مو په جرمني کې قانوني ژوند کړی وي.

-       د جرمني د تابعيت له لرونکي سره مو د واده دوه کاله تېر شوي وي.

-       يو معتبر پاسپورت يا د هغه معادل سند ولرئ.

-       د اوسېدو لپاره ځای ولرئ.

-       له سوسيال او جاب‌سنټر څخه پیسې نه ترلاسه کوئ او مستحق يې هم نه ياست.

-       لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا له هغه لوړ سند لرئ.

-       د تابعيت ازموينه (Einbürgerungstest) مو ترسره کړې وي او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند ولرئ.

-       دروند جرم مو نه وي کړی.

-       د تابعيت د ادارې پر وړاندې په شفاهي او ليکلې بڼه اساسي قانون ته خپل تعهد تاييد کړی.

-       خپل پخوانی تابعيت پرېږدئ (د ځينو هېوادونو لپاره) او يا مو له پخوا پرې‌ايښی وي.

يادونه: دا شرطونه د هغه چا لپاره صدق نه کوي چې د ژوند ملګری / ملګرې يې د اروپايي ټولنې د کوم بل هېواد تابعيت ولري.

 

د تابعيت غوښتنه چېرته او څنګه کولای شم؟

په ايالتونو کې د تابعيت ورکولو مسؤولې ادارې يو له بله توپير کوي. دا مسؤول دفتر ښايي د ناحيې اداره (Bezirksamt)، د ښاري مديريت اداره (Stadtverwaltung) او يا د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) وي. کولای شئ په خپل شاوخوا کې مهاجرو د مشورو يا د ځوانو مهاجرانو د خدمتونو ادارو ته ورشئ او د دې ادارو د پتو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ. له دې پرته په ګوګل کې هم د (Einbürgerung) کلمې د لټون په مرسته د خپل ښار د تابعيت ورکولو اړوند ادارې موندلای شئ.

د تابعيت له اړونده ادارې څخه د تابعيت غوښتلو يوه فورمه هم ترلاسه کولای شئ. دا فورمه همالته له ادارې او يا په انلاين ډول ترلاسه کېدای شي. د تابعيت د غوښتنې له وړاندې کولو مخکې غوره ده چې له د دې ادارو له مامورينو د مشورې غوښتنه وشي. دوی کولای شي تاسې ته ووايي چې کوم سندونه اړين دي.

يادونه: يوازې هغه وخت د تابعيت غوښتنه کولای شئ چې عمر مو له ۱۶ کالو زيات وي. که د چا عمر کم وي؛ کولای شي د خپلو والدينو يا سرپرستانو په مرسته د تابعيت غوښتنه وکړي.

د تابعيت ترلاسه کولو لګښت څومره دی؟

په عمومي ډول د تابعيت د غوښتنې پر مهال بايد ۲۲۵ يورو ورکړئ. د ماشوم لپاره د دې پیسو اندازه ۵۱ يورو ده. په ځانګړو حالتونو کې دا پیسې کمېدای شي. د بېلګې په توګه د ډېرو ماشومانو له لرونکو کورنيو او د کم عايد لرونکو کسانو ښايي لږ پیسې وغوښتل شي.

 

د تابعيت د بېرته له لاسه ورکول کېدو يا لغوه کېدو چانس شته؟

ځينې وخت ښايي د ځينو کسانو د جرمني تابعيت لغوه شي. په عمومي ډول د جرمني تابعيت يوازې هغه وخت لغوه کيږي چې په پايله کې يې اړوند کس بې‌هويته او يا داسې نه شي چې د بل هېڅ هېواد تابعيت ونه لري.

 

په لاندې حالتونو کې د تابعيت د بېرته له لاسه ورکول کېدو يا لغوه کېدو چانس شته:

 

  • په خپله د جرمني تابعيت پرېږدئ.
  • د بل هېواد د کوم وګړي له لوري په فرزندۍ واخستل شئ (ټيټ‌عمره کسان).
  • د جرمني چارواکو له تاييد پرته د هغه بهرني هېواد په پوځ يا نظامي ډلو کې شامل شئ چې تاسې يې تر اوسه تابعيت ساتلی دی.
  • له دې پرته چې د جرمني د تابعيت په ادارو کې د خپل جرمني هويت د ساتنې غوښتنه وکړئ او يا مو دا غوښتنه رد شوې وي؛ د بل هېواد د تابعيت غوښتنه وکړئ.

 

يادونه: که د جرمني تابعيت له لاسه ورکړئ او د اروپايي ټولنې د کوم بل هېواد تابعيت هم ونه لرئ؛ بايد په جرمني کې د پاته کېدو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

مهم

که غواړئ د جرمني د تابعيت تر څنګ د بل هېواد تابعيت هم ترلاسه کړئ؛ بايد دتابعيت په اړونده اداره کې د (Beibehaltungsantrag) په نامه د جرمني د تابعيت د ساتلو غوښتنه وکړئ. که دا غوښتنه ومنل شي؛ کولای شئ بل تابعيت ترلاسه کړئ. له دې پرته د بل تابعيت له غوښتلو سره د جرمني تابعيت له لاسه ورکوئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: