په جرمني کې وړکتون – کيتا يا کينډرګاټن

اوسمهالیز 05.09.2023

په جرمني کې د ماشوم‌ساتنې کوم خدمتونه شته؟

په جرمني کې وړکتونونو يا کيتا ته د ماشومانو لېږل جبري نه دي. البته ماشومان کولای شي کيتا يا وړکتون ته له تګ سره هلته ملګري ومومي، لوبې وکړي او زده‌کړه وکړي. همدا شان دوی هلته جرمني ژبه او نور اساسي مهارتونه زده‌ کولای شي. د دې تر څنګ به ماشومان د ښوونځيو لپاره هم تيار شي. په دې ډول، وړکتون ته د ماشومانو له لېږلو سره تاسې توانېږئ چې په خپل انټګراڅيون کورس، لوړو زده‌کړو يا اوسبیلډونګ تمرکز وکړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

کيتا يا کينډرګارټن څه ته وايي؟

د ماشومانو د پالنې مرکزونو (Kindertagesstätte) ته په لنډ ډول کيتا هم وايي. په کيتا کې روزل شوي پالونکي د ورځې په اوږدو کې د ماشومانو څارنه او پالنه کوي. هلته ماشومان يو له بل سره په ګده لوبې، رسامي او سپورت کوي؛ سندرې وايي او شيان جوړوي. دوی همدا شان زده کوي چې څه ډول يو د بل درناوی وکړي او شخړې په نرمۍ حل کړي. پر دې د پاسه دوی د طبيعت، تغذيې، تخنيک، نورو خلکو او پر سړک د خونديتوب په اړه ډېر څه زده‌ کولای شي. همدا ډول د الفبا حرفونه او يو څه حساب هم زده کوي او تياتر يا کتابتون ته د تګ او مناسبتونو نمانځلو چل زده کوي. دوی په اوړي او ځينې وخت په ژمي کې د باندې لوبې کوي؛ ځکه نو په کيتا کې داسې جامو ته اړتيا لري چې چټلېدل يې پروا ونه لري.

د (Kindetagestätte) کلمه د ماشومانو د پالنې اړوند له بېلابېلو کلمو جوړه شوې ده. په جرمني کې په عمومي ډول د وړو ماشومانو د روزنې درې ډوله ځايونه شته چې کريپه (Kinderkrippe)، کينډرګارټن (Kindergarten) او کينډرهورت (Kinderhort) نورميږي.

-       په کينډرکريپه کې له درې کالو ټيټ ماشومان پالل کيږي.

-       کينډرګارټن د درې او اوو کالو ماشومانو لپاره دی.

-       په کينډرهورت کې د لومړني ښوونځي ماشومان له درسونو وروسته تر مازديګره پورې ساتل کيږي.

په کيتا کې څوک زما د ماشوم پالنه کوي؟

په کيتا کې د ماشومانو پالونکي، ښوونکي نه ګڼل کيږي او داسې نارينه يا ښځينه کسان دي چې په ځانګړي ډول د وړو ماشومانو د پالنې لپاره روزل شوي دي. د والدينو د غونډې (Elterngesprächen) په نامه ناستو کې د ماشومانو ميندې او پلرونه له دې پالونکو سره د ماشوم د ودې او روزنې په اړه مشوره کوي او دواړه لوري يو له بل سره نظرونه شريکوي. د دې تر څنګ د والدينو ماښامونه (Elternabende) په نامه هم غونډې جوړيږي او په هغو کې د ټولو ماشومانو له والدينو سره په ګډه د کيتا او ماشومانو د پالنې د عمومي موضوعاتو په اړه خبرې کيږي.

زما د ماشوم لپاره کومه کيتا غوره ده؟

په جرمني کې ټولې کيتاوې يو ډول نه دي. ځينې کسان د ښارواليو له لوري تمويلېدونکې کيتاوې غوره کوي او ځينې نور بيا خپل بچيان خصوصي يا شخصي وړکتونونو ته ليږي. د دې تر څنګ داسې وړکتونونه هم شته چې ځانګړی پيداګوژيک ميتود پر مخ وړي او يا هم له وړکتوبه د موزيک زده‌ کولو په شان په يوه ځانګړې برخه تمرکز کوي. همدا شان د  ادغام وړکتونونو (integrative Kitas) په نوم داسې ځايونه هم شته چې معلول او نامعلول ماشومان په ګډه پکې ساتل کيږي. په ځينو سيمو کې دوه‌ژبې (bilinguale Kitas) وړکتونونه هم شته چې د جرمني ژبې تر څنګ په يوه بله ژبه هم خبرې پکې کيږي. پر دې د پاسه د مونتيسوري (Montessori) او والدورف (Walddorf) په شان داسې کيتاوې هم شته چې د روزنې ميتود يې د يوې ځانګړې فيلوسوفي له مخې عيار شوی دی. ځينې وړکتونونه د کليساوو له لوري هم چلول کيږي.

په وړو ټولنو کې يوه يا دوې کيتاوې وي خو په لويو ښارونو کې ښايي د ځانګړې کيتا غوره کول ستونزمن وي. ټولې کيتاوې په منظم ډول د پرانستو دروازو ورځې (Tage der offenen Tür) لري؛ په کومو کې چې د ماشومانو ميندې او پلرونه کولای شي هلته ورشي او له روزونکو سره له نږدې خبرې وکړي. د دې تر څنګ غوره ده چې له خپلوانو او ګاونډيانو هم د غوره کيتا او د دوی د وړانديزونو په اړه پوښتنه وشي. همدا شان کولای شئ پر (www.kita.de) او (www.kindergarten-vergleich.de) وېبسایټونو بېلابېل وړکتونونه سره پرتله کړئ او په اړه يې ډېر مالومات ترلاسه کړئ.

يادونه: د کليسا اړوند په وړکتونونو کې د ماشومانو شاملولو لپاره د کليسا غړيتوب اخستلو ته اړتيا نشته. البته دا شونتيا شته چې دا وړکتونونه د کليساوو اړوند په فعاليتونو کې ورګډ وي او ماشومان په منظم ډول کليسا ته بوزي.

څه ډول خپل ماشوم ته په وړکتون کې ځای موندلای شم؟

د دې لپاره چې په کيتا يا وړکتون کې خپل ماشوم شامل کړئ؛ لومړی بايد د ځوانانو او ماشومانو په اداره (Jugendamt) کې غوښتنه ثبت کړئ. هلته به  دا مالومات هم ترلاسه کړئ چې ماشومانو ته ځايونه څه ډول ورکول کيږي. پر (jugendaemter.de) وېبسایټ د خپلې سيمې اړوند د ماشومانو اداره موندلای شئ.

په يوګندامت کې د ټولو نږدې وړکتونونو لېست او د ثبت فورمه ترلاسه کولای شئ. دا فورمه ډکه کړئ او بېرته يې همالته يوګندامت ته ورکړئ. په دې فورمه کې روښانه کيږي چې کوم وړکتون ستاسې د ماشوم لپاره غوره دی او نور کوم وړکتونونه هم بد نه دي.

يادونه: که د خپلې خوښې په وړکتون کې د ماشوم لپاره ځای ونه مومئ؛ يوګندامت هم کولای شي تاسې ته د يوه بل وړکتون او خالي ځای وړانديز وکړي. البته دا ځای به ستاسې د اوسېدو له ځای څخه له ۵ کيلومترو زيات واټن ونه لري او يا به د عامه ترانسپورت په وسيله د ۳۰ دقيقو رسېدو په فاصله کې وي.

که غواړئ ماشوم مو په شخصي وړکتون کې ثبت کړئ؛ په خپله دا کار کولای شئ. د دې وړکتونونو په رسمي وختونو کې له اړونده فورمو سره ورشئ او يا هم ماشوم له ځان سره بوزئ او هلته يې ثبت کړئ. ځينې وخت ښايي هلته هم د انتظار په لړ کې پاته شئ.

په جرمني کې وړکتون لګښت لري؟

په عمومي ډول عامه وړکتونونه د دولت له لوري تمويليږي خو بيا هم ښايي ځينې يې لګښتونه ولري. دا لګښتونه له يوې تر بلې کيتا او له يوې سيمې تر بلې توپير کوي او له بېلابېلو لاملونو سره تړلي دي:

-       د پالنې موده: ماشوم مو څو ساعته په کيتا کې پاته کيږي.

-       د کورنۍ عايد: څومره پیسې ګټئ. هر څومره چې ډېر وي؛ هماغومره ډېرې به ورکوئ.

-       د ماشوم د خويندو او وروڼو شمېر: هر څومره چې په يوه کيتا کې زيات وي؛ هماغوره لږ پیسې اخستل کيږي.

په عمومي ډول په د ښارواليو اړوند کيتاوې ډېرې پیسې نه غواړي خو خصوصي وړکتونونه بيا ښايي ډېر فيس وغواړي. البته د قېموتونو اندازه د وړکتون له کيفيت سره اړه نه لري. په بله وينا، که کومه کيتا ګرانه وي؛ دا مانا نه لري چې ګواکي له نورو ښه ده.

په ځينو ايالتونو کې د ښاروالۍ له لوري چلېدونکي وړکتونونه وړيا دي:

-       برلين او هامبورګ: په دې ايالتونو کې ټولو ماشومانو ته وړکتون وړيا دی.

-       راينلند‌فالڅ: په دې ايالت کې له دوو کالو پورته ماشومانو ته وړکتون وړيا دی.

-       هېسن او نيدرزاکسن: په دې ايالتونو کې له درې کالو پورته ماشومانو ته وړکتون وړيا دی.

-       برانډنبورګ او تورينګن: په دې ايالتونو کې ښوونځي ته له تګ وړاندې يو کال وړکتون وړيا دی.

-       نور پاته ايالتونه: په نورو ايالتونو کې وړيا وړکتون نشته.

مهم: که په ايالت کې مو وړکتون وړيا هم وي؛ بايد هره مياشت د خوراک او څښاک لپاره يو څه پیسې ورکړئ. که څوک لږ او يا هېڅ عايد ولري؛ کولای شي له دولت څخه مرسته ترلاسه کړي. د دې کار لپاره بايد د خپلې سيمې جاب‌سنټر او يا سوسيال‌امت ته ورشئ.

که د وړکتون لګښتونه ورنه کړای شم؛ څه وکړم؟

 

که عايد مو لږ وي او د کيتا لګښتونه نه شئ ورکولای؛ کولای شئ د ځوانانو ادارې يا يوګندامت څخه د کيتا ګوټشاين (Kita-Gutschein) غوښتنه وکړئ. هغه وخت چې د ماشوم لپاره په يوه وړکتون کې ځای پيدا کړی؛ کولای شئ له خپل اړوند يوګندامت څخه په ليکلي ډول د لګښتونو پرې کولو او دې ګوټشاين يا کوپون غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره غوښتنليک د خپل يوګندامت پر وېبسایټ موندلای شئ. همد اشان خپله يوګندامت ته هم ورتلای شئ او د دا فورمه ترلاسه کولای شئ او ډکولای شئ. له دې فورمې سره بايد لاندې سندونه هم يوځای کړئ او يوګندامت ته يې ولېږئ:

-       د خپل عايد ثبوت (د خپل وروستي معاش بېل او يا له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه يو تاييدليک).

-       له اړوند وړکتون څخه د تاييد سند (Bestätigung der Kita).

-       د وړکتون د لګښتونو پاڼه (Gebührenbescheid).

يوګندامت به ستاسې سندونه وارزوي او که عايد مو له ټاکل شوې اندازې کم وي؛ د وړکتون ټول او يا څه لګښت به پر غاړه واخلي. د خپلې سيمې اړوند يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ.

څه وخت بايد خپل ماشومان د وړکتون لپاره ثبت کړم؟

د ځينو سيمو په وړکتونونو کې د ماشومانو لپاره کافي ځايونه شته خو په ځينو نورو کې بيا د خالي ځای موندل ستونزمن وي. دا چې څوک څه ډول د خپلو ماشومانو لپاره خالي ځای مومي؛ هر چا د اوسېدو له سيمې سره اړه لري. په عمومي ډول د خالي ځای موندل سخت دي. له همدې کبله بايد هر څومره وختي چې کېدای شي؛ ماشومان ثبت شي. غوره دا ده چې له زېږېدو سملاسي وروسته خپل ماشومان د وړکتون لپاره ثبت کړئ.

د ثبت پر مهال بايد څرګنده کړئ چې ماشوم مو د ټولې ورځې او که د نيمې ورځې لپاره هلته پاته کيږي. د نيمې ورځې مانا دا ده چې ماشوم يوازې د سهار له خوا تر غرمې پورې ساتل کيږي او د غرمې له ډوډۍ مخکې بايد بېرته يووړل شي. همدا شان ښايي د ساتنې دا وخت له غرمې وروسته تر مازديګر پورې وي. د ټولې ورځې د وړانديز له مخې بيا له سهاره تر مازديګره په وړکتون کې پاته کيږي.

په خصوصي وړکتونونو کې هم بايد ماشومان وختي ثبت شي. ان تر دې چې په ځينو وړکتونونو کې بايد ماشوم د مور د امېدوارۍ پر مهال د انتظار په لست کې واچول شي څو له زېږون وروسته ژر خالي ځای ورته ځانګړی شي.

زما ماشوم په وړکتون کې ځای وموند؛ اوس څه وکړم؟

له دې وروسته چې ماشوم مو په وړکتون کې ومنل شي او تاييد ترلاسه کړی؛ هلته به د يوې ناستې او خبرو اترو لپاره وروبلل شئ. پر دې مهال بايد له ځان سره د ماشوم د معاينې کتابچه (Kinder-Untersuchungsheft) يا زېړه کتابچه (Gelbes Heft) او همدا شان د واکسينو کارت يا کتابچه له ځان سره يوسئ. د وړکتون له روزنيز کال پيلېدو سره بايد خپل ماشوم وړکتون ته په منظم ډول بوزئ. څو لومړنۍ اونۍ د ماشوم لپاره د عادت کېدلو وخت (Eingewöhnungszeit) بلل کيږي. په دې موده کې د ماشوم مور يا پلار څو ساعته په وړکتون کې له ماشوم سره يو ځای پاته کيږي څو هغه هلته له پاته کېدلو سره روږدی شي. په دې ډول هره ورځ د ماشوم په پاته کېدو يو څه وخت ورزياتيږي او هلته نور د يوازېتوب احساس نه کوي. دا کار ښايي څو اونۍ وخت وغواړي.

ما د ماشوم لپاره ځای ونه موند؛ څه وکړم؟

له ۲۰۱۳ کال راهيسې ټول له ۱۲ مياشتنۍ وروسته ټول ماشومان په کيتا کې د ځای درلودلو حق لري. په دې مانا چې د اړوندې سيمې چارواکي اړ دي چې ټولو يوکلنو ماشومانو ته د وړکتون تللو فرصت برابر کړي. په خواشينۍ چې دا کار تل نه کيږي؛ ځکه په جرمني کې د وړکتونونو شمېر لږ دی.

که ماشوم ته مو په وړکتون کې ځای پيدا نه شي؛ کولای شئ خپله سيمه‌ييزه ښاروالي (Kommune) ادارې محکمې ته کش کړئ. په محکمه کې له دوی نه د وړکتون د يوه ځای او يا د وړکتون د بديلې پالنې لپاره د اضافه لګښتونو غوښتنه کولای شئ. که د ماشوم لپاره د وړکتون د نه شتون له کبله نه شئ کولای کار وکړئ او يا لږ کار کوئ؛ د دې زيان د جبران (Schadensersatz) غوښتنه هم کولای شئ. د دې غوښتنې لپاره له يوګندامت څخه هغه ځواب ته اړتيا لرئ چې په ډاګه کړي چې پر وخت د ماشوم له ثبت سره سره هغه ته په وړکتون کې ځای نه دی موندل شوی. د يوه اصل په توګه لومړی بايد د يوګندامت له لوري د ځای نه درکولو پر وړاندې اعتراض وکړئ. دا چې چېرته دا اعتراض کولای شئ؛ د يوګندامت له لوري د رد په رالېږل شوي ليک کې ليکل شوي وي. که اعتراض مو ځای ونه نيسي او بيا هم ماشوم ته وړکتون پيدا نه شي؛ کولای شئ اداري محکمې (Verwaltungsgericht) ته عريضه وکړئ. د عريضې او محکمې لګښتونه سيمه‌ييزه اداره ورکوي. که څوک وکيل وګماري؛ بايد لګښتونه يې ورکړي. البته غوره ده چې له کارونو د مخه په خپله سیمه کې له يوه مشورتي مرکز سره خبرې وکړئ. تاسې ته نږدې مشورتي مرکز پر (bamf.de) يا (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: د هغو کډوالو کورنيو يو‌کلن ماشومان هم وړکتون ته د تګ حق لري چې په لومړنيو کمپونو کې نه اوسيږي.

معلول کسان هم کيتا ته تلای شي؟

معلول او هغه ماشومان چې له ودې وروسته پاته (Entwicklungsverzögerungen) وي؛ هم کولای شي وړکتون ته ولاړ شي. په وړکتون کې د دوی او نورو ماشومانو پالنه يوځای کيږي. د دې تر څنګ داسې ځانګړي وړکتونونه هم شته چې د شديد معلوليت لرونکو ماشومانو پالنه پکې کيږي. د ځوانانو اداره يا يوګندامت کولای شي په دې اړه نور مالومات درکړي. د خپلې سيمې اړوند يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د وړکتون لپاره نور کوم بديلونه شته؟

که خپل ماشوم ته په وړکتون کې ځای نه شئ موندلای او يا غواړئ بچيان مو په وړو ګروپونو کې او يا يوازې وپالل شي؛ کولای شئ د ورځې پالونکې / پالونکي (Tagesmutter / Tagesvater)، رضاعي انا/بابا (Leih-Oma / Leih-Opa) او يا د او پېر (Au-Pair) په نوم پالونکي د خپل ماشوم د پاللو لپاره وګمارئ. البته په ياد مو وي چې ياد شوي کسان د ماشومانو د پاللو په برخه کې زده‌کړې او تخصص نه لري.

ورځني پالونکي په عمومي ډول پر يوه وخت د څو ماشومانو پالنه کوي. دوی ماشومان په خپل کور کې ساتي. د کيتا په شان، د دې ډول پالنې لپاره هم مالي مرسته ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره د خپلې سيمې يوګندامت او يا سيمه‌ييزې ادارې (Verwaltung) ته ورشئ. دوی له تاسې سره د يوه وړ پالونکي په موندلو کې مرسته کوي. له دې ادارو څخه د مالي مرستې د غوښتنليک اړوند فورمې هم ترلاسه کولای شئ.  پالونکې انا (لای اوما) هغه زړې مېرمنې دي چې د يوې نيمه وخت دندې يا ميني‌جاب په چوکاټ کې د يوې کورنۍ د ماشومانو پالنه يا ساتنه کوي. دا اناګانې ښايي په يوه کور کې د رښتينې انا په شان راشه درشه ولري او په عمومي ډول له ورځنيو پالونکو يا ټګزموټو څخه کمې پیسې اخلي. د دې تر څنګ پالونکي نيکه‌ګان (Leih-Opas) هم شته. اوپېر بيا له بهرنيو هېوادونو څخه راتلونکي ځوانان يا پېغلې دي چې په جرمني کې له ژبې او هېواد سره د بلدتيا لپاره څو مياشتې تېروي. دا کسان ستاسې سره ژوند کوي او د کور په چارو يا د ماشومانو په پالنه کې درسره مرسته کوي.

پر (www.betreut.de) وېبسایټ د ورځنيو پالونکو، رضاعي انا يا بابا او اوپېر لټون کولای شئ. په دې وېبسایټ کې ځان ثبتول او لټون وړيا دی.

مهم

وړکتون ته د ماشوم هره ورځ تګ مهم دی. داسې نه شي کېدای چې يوه ورځ ولاړ شي او بله ورځ نه ځي. که د ماشوم لپاره په وړکتون يا کيتا کې ځای غواړئ؛ اړ ياست چې هغه په منظم ډول هلته بوزئ او بېرته يې راولئ او يو څه لګښتونه يې ورکړئ. که د کډې کولو په شان د کوم لامل له کبله مو ماشوم نور وړکتون ته نه شي تللای؛ بايد د وړکتون ادارې ته پر وخت خبر ورکړئ او له هغوی سره خپل تړون فسخه کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: