د ماشومانو مالي ملاتړ او نفقه

اوسمهالیز 25.09.2023

زه او زما ماشوم څه حقونه لرو؟

د ماشومانو درلودل ډېر ښه دي خو لګښتونه یې ډېر وي او ځینې وخت د دې لګښتونو پوره کول سخت وي. په ځانګړې توګه کله چې مور او پلار سره جلا شي. ښایي د والدینو تر منځ د دې پر سر شخړه رامنځته شي چې باید د ماشوم د ساتنې لپاره څومره پیسې ورکړي. په جرمني کې د ماشومانو پیسې د ساتنې په حقونو پورې اړوندېږي، دا چې څوک باید چا ته د نفقې لپاره څومره پیسې ورکړي، په اړه یې قوانین شته. دلته به تاسې د ماشوم د ساتنې او پالنې د لګښتونو يا نفقې په اړه مالومات ولولئ کوم چې په جرمني ژبه کې ورته (Unterhaltszahlungen für Kinder) وايي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د ماشوم د نفقې قانون (Unterhaltsrecht) څه ته وايي؟

د ماشوم د نفقې قانون دا څرګندوي چې کله د کورنۍ غړي مرستې ته اړتیا ولري نو باید نور غړي مرسته ورسره وکړي. دې  مرستې ته نفقه ورکول يا (Unterhalt) وایي. د ماشوم نقې ته (Kindesunterhalt) وایي. دا نفقه ښايي له بېلابېلو لارو ورکړل شي:

-       نغدې نفقه: کله چې د کورنۍ یو غړی بل ته د دې لپاره نغدې پیسې ورکوي چې جامې او غذایي توکي پرې راونیسي دغه ډول ته نغدي نفقه (Barunterhalt) ویل کېږي.

-       طبیعي نفقه: کله چې والدین په مستقیمه توګه خپلو ماشومانو ته د غذایي توکو او جامو  امکانات برابروي، دې ډول ته طبیعي نفقه (Naturunterhalt) ویل کېږي.

-       پالنيزه نفقه: ماشوم یا هم د کورنۍ غړی د جامو او غذایي توکو تر څنګ پالنې او پاملرنې ته هم اړتیا لري. کله چې د کورنۍ غړۍ دا مسوولیت پر غاړه واخلي نو دې ډول نفقې ته پالنيزه نفقه (Betreuungsunterhalt) وایي. همدا شان د پالنې په بهیر کې د کورنۍ غړي نغدو پیسو ته هم اړتیا لري، چې د خپل ژوند چارې مخکې پرې بوزي. دا اندازه پیسې د پالن‍يزې نفقې برخه دي.

ډېری وخت د نفقې قانون له والدينو او د هغوی له ماشومانو سره اړه لري. همدارنګه ښايي د ژوند بل ثبت شوی ملګری يا ملګرې، نېکه او نیا هم د ماشوم د ساتنې او نفقې حق ولري.

څوک د ماشوم د نفقې ترلاسه کولو مستحق دي؟

ماشومان د نفقې ترلاسه کولو حق خپله له ماشومانو سره دی او بل مور يا پلار يې د اخستلو حق نه لري. دوی د ماشوم د لګښتونو د پوره کولو لپاره پیسې تر لاسه کوي او ماشوم ته يې ورکوي يا د هغه د لګښتونو لپاره مصرفوي.  يو څوک هغه وخت د ماشوم د نفقې ترلاسه کولو مستحق ګڼل کېدای شي، کله ماشوم قانوني عمر ته نه وي رسېدلی. همدارنګه، هغه ماشومان چې عمرونه یې له اتلس کلنۍ ډېر وي او د کاري اوسبيلډونګ ترسره کوي یا هم پوهنتون ته ځي، نفقه په خپله تر لاسه کوي.

څوک بايد د ماشوم نفقه ورکړي؟

دا چې بايد د ماشوم نفقه ورکړئ او که نه، له بېلابېلو لاملونو سره اړه لري:

-       ستاسې د ماشوم د اوسېدو ځای: که ماشوم مو له تاسې سره یوځای نه اوسيږي نو تاسې یې باید نفقه ورکړئ. که ماشوم مو ځينې وخت له تاسې سره ژوند کوي او ځينې وخت له بل مور يا پلار سره وي، بېل اصول پلي کېږي. که څه هم چې تر ۲۰۲۲ز کال  پورې د دې ډول حالت لپاره ځانګړي قوانین نشته، خو تاسې باید په مستقیمه توګه د ماشوم له بل پلار يا مور سره په دې اړه  توافق ته ورسېږئ. که په دې اړه له ستونزې سره مخ ياست، یوګندامت او يو وکيل مرسته درسره کولی شي.

-       ستاسې معاش: باید د ماشوم لګښتونه يا نفقه هغه وخت ورکړئ، چې په کافي اندازه عاید ولرئ. دا چې څومره عاید کافي دی، ستاسې له خپلې اړتيا وړ پیسو(Selbstbehalt) سره اړه لري. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.

يادونه: دا چې څومره وخت بايد د ماشوم د نفقه ورکړئ، روښانه نه ده. د اصولو له مخې تاسې باید د خپل ماشوم مالي ملاتړ تر هغه پورې وکړئ چې هغه خپل کاري لومړی کاري اوسبيلدونګ يا زده‌کړې بشپړې کړ. دا ځکه چې تر هغه وخت پورې دوی خپل لګښتونه نه شي پوره کولئ. دا کاري اوسبيلډونګ کېدای شي دوه‌ګونې حرفوي زده‌کړې، د ښوونځيو حرفوي زده‌کړې او یا هم یوه تحصلیي دوره وي. همدارنګه که ماشوم مو له يوه اوسبيلډونګ وروسته یوه تحصیلي دوره پیل کړي د لومړنۍ حرفوي زده‌کړې په ډله کې راځي. البته دا زده‌کړې او د فراغت سند يې باید د اوسبيلډونګ پر بنسټ وي او يا يې موضوع سره ورته وي. د بېلګې په توګه د بانکدارۍ له اوسبيلډونګ وروسته ښايي د اقتصاد يا سوداګرۍ پوهنځی پیل کړي.

که مو ماشوم ستاسو له خبرولو پرته ټرینګ پرېږدي او تاسو د دې پرېښودلو پر خلاف ياست نو تاسو کولی شئ چې هغه ته د ملاتړ يا نفقې پیسې ور نه کړئ. له هغه وروسته مو باید ماشوم په خپله د ځان لګښتونه پوره کړي، البته دوی بايد له اتلس کالونو پورته عمر ولري.

مهم: که ماشوم بېل واوسي او يو کاري اوسبيلډونګ ترسره کوي نو مور او پلار دواړه یې باید ملاتړ وکړي. دا په دې پورې اړه نه لري چې تاسو یو ځای ژوند کوئ که سره جلا شوي یاست.

د ځان لپاره کافي پیسې ساتل (Selbstbehalt) څه ته وايي؟

دا چې باید د ماشوم لګښتونه ورکړئ، نو تر څنګ يې باید د ځان لپاره هم په کافي اندازه پیسې ولرئ. کافي اندازه پیسې مانا دا چې د ځان د لګښتونو لپاره هم کافي پیسې ولرئ او د ماشوم نفقې له ورکولو وروسته باید له دولت څخه مرسته تر لاسه نه کړئ. کومه ټاکلې اندازه پیسې چې ستاسو لګښتونه پوره کړي د ځان لپاره کافي يا ساتل کېدونکې پیسې (Selbstbehalt) په مانا ده. دا هغه اندازه پیسې دي چې هره مياشت د خپلو لګښتونو لپاره اړتيا ورته لرئ. د دې پیسو اندازه د قانون له مخې ناڅرګنده ده خو قاضيان يې د  "Düsseldorfer Tabelle" له مخې اندازه ټاکي. په دغه لایحه کې هم د ځان لپاره د کافي پیسو اندازې توپیر کوي. دا اندازه په دې پورې اړه چې تاسې کار کوئ او که نه او ستاسې د ماشوم عمر څومره دی.

 

اوس (په ۲۰۲۳ز کال کې):

  • که چېرې کار کوئ او د خپل کوچني ماشوم نفقه ورکوئ، باید هره مياشت لږ تر لږه ۱۳۷۰ يورو د ځان لپاره ولرئ. دا پیسې هغه کسان ساتلای شي چې د ماشوم عمر يې له ۲۱ کلنو څخه کم وي او: ۱. باید واده يې نه وي کړئ؛ ۲. ښوونځي کې وي، اوسبيلډونګ ترسره سره کوي یا محصل وي؛ ۳. د مور او پلار تر منځ یوه سره ژوند کوي.
  • که چېرې وزګار يا بې‌دندې ياست او د ماشوم نفقه ورکوئ، باید هره مياشت لږ تر لږه۱۱۲۰ یورو د ځان لپاره وساتئ. دا پیسې هغه کسان ساتلای شي چې د ماشوم عمر يې له ۲۱ کلنو څخه کم وي او: ۱. باید واده يې نه وي کړئ؛ ۲. ښوونځي کې وي، اوسبيلډونګ ترسره سره کوي یا محصل وي؛ ۳. د مور او پلار تر منځ یوه سره ژوند کوي.
  • که چېرې ستاسو ماشوم: ۱. له اتلس کالونو لوړ عمر ولري؛ ۲. اوسبيلډونګ يا لوړې زده‌کړې ترسره کوي؛ ۳. ستاسې سره په کور کې نه اوسېږي، نو بيا هره مياشت لږ تر لږه ۱۶۵۰ یورو د ځان لپاره ساتلای شئ. دا خبره په کار او بېکارۍ دواړو کې صدق کوي.
د ماشوم د نفقې لږ تر لږه اندازه څومره ده؟

د ماشومانو د نفقې په قانون کې د ماشوم د نفقې لپاره ټاکلې اندازه پیسې نشته، خو قانون دا روښانوي چې لږ تر لږه باید څومره لګښت ورکړئ. دا مالومات د لږ لږه  لګښتونو په قانون (Mindestunterhaltsverordnung) کې تر لاسه کولئ شئ. په دې قانون کې هر کال بدلون راځي. د فدرال قانون جریدې پر وېبسایټ د دې مقررې د ۲۰۲۱ز کال بڼه موندلی شئ. د نفقې د پيسو کچه د ماشوم په عمر پورې اړه لري.

اوس مهال د تر ټولو لږ نفقې د قانون له مخې باید په ۲۰۲۳ز کال کې د خپل ماشوم د لګښتونو لپاره په لاندې اندازه پیسې ورکړئ:

  • هغه ماشوم چې تر ۵ کالونو پورې عمر ولري، هره میاشت ۴۳۷یورو تر لاسه کوي.
  • هغه ماشوم چې ۶ څخه تر ۱۱ کالونو پورې عمر ولري، په ۲۰۲۳ز کال کې هره میاشت ۵۰۲ یورو تر لاسه کوي
  • هغه ماشومان چې عمر یې له ۱۲ تر ۱۷ کالونو پورې وي، هره میاشت ۵۸۸ یورو ترلاسه کوي.  

 

يادونه: که چېرې مو ماشوم کينډرګېلډ ترلاسه کوي، له پورته يادو شوو ونډو څخه د کينډرګېلډ نيمه برخه کمولی شئ. البته دا په هغه  صورت کې کېږي چې ستاسې د ماشوم عمر له اتلس کالونو ټيټ وي. که د ماشوم عمر له اتلس کالونو لوړ وي او بيا هم کينډرګېلډ ترلاسه کوي، بيا د کينډرګېلډ د ټولو پيسو اندازه له دې ونډې کمولای شئ. د کينډرګېلډ په اړه نور مالومات په همدې نوم زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

تاسې او بل مور يا پلار د ماشوم د نفقې اندازه په ګډه تعینولی شئ. د دې کار لپاره د "Düssedorfer Tabelle" لایحه د لارښود په توګه کارولی شئ. قاضيان هم همدا ډول دغه لایحه د تر ټولو لږ نفقې لپاره د پرېکړې پر مهال کاروي. د يادونې وړ ده چې دا لایحه الزامي نه ده او یوازې د یوه لاښود په توګه کارول کېږي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د ماشوم د نفقې اټکلي کچه څه ډول محاسبه کولای شو؟

د دې لپاره چې وګورئ، څومره نفقه بايد ورکړئ، د محاسبې لپاره د "Düsseldorfer Tabelle" لایحه کارولی شئ.  د اټکلي اندازې موندلو لپاره لاندې مرحلې په ترتيب وڅارئ:

1.  خپل تعديل شوی خالص عاید (bereinigtes Netto-Einkommen) معلوم کړئ: د دې کار لپاره له خپل ناخالص معاش څخه لاندې شيان کمولای شئ: مالیه، د ټولنيزو بيمو ونډه او دې ته ورته نور لګښتونه. همداراز که چېرې پوروړي یاست او یا هم د لارې د کرايې په شان د کار لپاره نور لګښتونه لرئ، له ناخالص معاش څخه يې منفي کولی شئ. د "Düsseldorfer Tabelle" له مخې د خالص عايد پنځه سلنه مقدار د خپل کار د لګښتونو لپاره کمولی شئ. د دې مقدار د دقيقې محاسبې لپاره له خپل وکیل سره مشوره کولئ شئ. د وکیلانو پتې لاندې په بله برخه مې ومومئ. مهم: د عايد د محاسبې لپاره د تېرو ۱۲ مياشتو خالص معاش محاسبه کيږي. که چېرې د کریسمس امتیاز یا هم د رخصتۍ امتیاز واخلئ، دا مقدار هم ستاسې له عاید سره جمع کېږي. او که چېرې نور دا ډول عاید لرئ باید روښانه یې کړئ. دا کېدی شي د کرایې عاید یا هم د انلاین سهمونو څخه د تر لاسه شویو ګټو عاید وي.که چېرې شخصي کاروبار ولرئ، نو د تېرو درې کالونو لپاره ستاسو د ګټې او تاوان راپور د محاسبې لپاره کارول کيږي.  

يادونه: د قانون له مخې اړ یاست چې د خپلې شتمنۍ رښتينې کچه بل پلار يا مور ته څرګنده کړئ. که دا کار ونه کړئ، محکمه کولی شي تاسې دې کار ترسره کولو ته اړ کړي.

 

2.  د نفقې لومړنۍ کچه وټاکئ: د نفقې د لومړنۍ کچې ټاکلو لپاره د Düsseldorfer Tabelle لایحه کارولی شئ. په دې لایحه کې دا روښانه شوې ده چې هغه ميندې او پلرونه چې ماشومان له دوی سره یو ځای ژوند کوي، په میاشتنۍ توګه څومره پیسو ته اړتیا لري. چې دا اندازه پیسې د ماشوم نقفه او يا د پالنې لګښتونه بلل کېدای شي. دا هغه څه دي چې باید د ماشوم د پالنې لپاره ترسره شي. دا ښايي د هغوی د جامو مینځل، څه اخیستل او یا هم په کورنۍ دنده کې ورسره مرسته کول وي. د دې جدول په کيڼ اړخ لومړني کالم کې (Nettoeinkommen des/der Barunterhaltspflichtigen) د ماشوم د نفقې لپاره د پیسو اندازه مالومولای شئ. لومړی کیڼ اړخ ته کالم چې د خالص نقدي عاید په نوم دی، په لومړۍ رو کی تعديل شوی عاید معلومولی شئ. بیا په منځني کالم کې « Altersstufen in Jahren » په نوم کالم کې د خپل ماشوم عمر انتخاب کړئ او په همدې کتار کې  هغه اندازه پیسې لیکل شوې وي چې تاسې یې باید د خپل ماشوم د نفقې لپاره هغه ته ورکړئ. که له یوه څخه ډېر ماشومان لرئ نو دا اندازه د هر ماشوم لپاره جلا جلا ټاکلی شئ. بيا کولای شئ د ټولو ماشومانو نفقه يوځای ورکړئ. که ډېر ماشومان لرئ، نو د خپلو ماشومانو اندازه ولیکئ. هغه څه به په پایله کې تاسې ته په لاس درکړي چې د خپل ماشوم د لګښتونو لپاره یې بايد ورکړئ او هغه اندازه پیسې به پاتې شي چې تاسو یې د خپلو میاشتنیو لګښتونو لپاره ځان ته وساتئ.  دا اندازه محاسبه کول ستونزمن دي؛ دا چې دا چاره په سمه توګه تر سره کړو، نو راځئ چې یوه کیسه د بېلګې په توګه محاسبه کړو.

بېلګه: که تاسو د میاشتې ۲۴۰۰ یورو عاید لرئ او دوه ماشومان چې عمرونه یې ۵ یا هم ۸ کلونه وي. نو په Düsseldorfer Tabelle لایحه کې وګورئ چې کومه اندازه ستاسې په په میاشتني تعديل شوي عاید باندې پلي کېږي. ستاسې له ۲۴۰۰ خالص عاید څخه داسې ښکاري چې تاسو باید د ۲۳۰۱ تر ۲۷۰۰ کالم انتخاب کړئ یعنې دا کالم ستاسې د عاید پر بنسټ دی. دا چې څومره اندازه پیسې د خپلو دوه ماشومانو لپاره ورکړئ نو د « Altersstufen in Jahren » په نامه کالم انتخاب کړئ. دا ځکه چې هر څومره نفقه د ماشومانو لپاره ورکوئ، ستاسې د ماشومانو له عمر سره اړه لري. هلته د عمر د څلورو مرحلو لپاره جلا کالمونه شته. وګورئ چې کوم کالم ستاسې د ماشوم له عمر سره سمون خوري. ستاسې د پنځه کلن ماشوم لپاره 0-5 پورې مرحله پلې کېږي او د اته کلن ماشوم لپاره 6-11  مرحله پلې کيږي. ځکه نو باید خپل پنځه کلن ماشوم ته په میاشتنۍ توګه ۴۳۶ یورو ورکړئ او اته کلن ماشوم ته مو باید ۵۰۱ یورو ورکړئ. د لومړنۍ نفقې اندازه په لاندې ډول ده: ۴۳۶+۵۰۱= ۹۳۷. په دې توګه نفقه ۹۳۷ یورو کېږي، خو دا پیسې په هغه صورت کې باید ورکړئ چې د مياشتې په پای کې د ځان لپاره په کافي اندازه پیسې ولرئ. چې دا اندازه پیسې د ځان ساتل کېدونکې پیسې (Selbstbehalt) بلل کېږي.

 

3.  محاسبه کړئ چې ستاسې عاید ځان لپاره د ساتل کېدونکو پیسو له مقدار څخه لوړ دی: په دې ډول کولای شئ مالومه کړئ چې د نفقې ورکولو لپاره کافي پیسې ګټئ او که نه. د ځان لپاره د ساتل کېدونکو پیسو مقدار پورته په بله برخه کې کتلای شئ. دا چې ستاسې عايد د ځان لپاره د ساتل کېدونکو پیسو له مقدرا څخه لوړ دی او که نه، له خپل تعديل شوي مياشتني عايد څخه د خپلو مياشتنو لګښتونو په کمولو يې مالومولای شئ. که دا‌ مقدار د ځان لپاره د ساتل کېدونکو پیسو له اندازې لوړ وي، بايد نفقه ورکړئ. که دا اندازه لږ وي، له بل پلار يا مور سره په دې اړه خبرې وکړئ چې لږ نفقه ورکولای شئ او که نه. که دا شونې نه وي، بايد زيات کار وکړئ‌ او ډېرې پیسې وګټئ. د بېلګې په توګه يوه اضافي دنده واخلئ او يا له ګران کرايي کور څخه کډه وکړئ. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.  

دا چې دا سخته محاسبه د ځان لپاره اسانه کړئ نو لاندې مثال په غور سره ولولئ:

بېلګه: ستاسې تعديل شوی میاشتنی عاید ۲۴۰۰ یورو دی او د مخکينۍ بېلګې له مخې بايد د خپلو دوو ماشومانو لپاره  ۹۳۷ یورو ورکړئ. که دا اندازه پیسې ستاسو له میاشتي عاید څخه منفي شي نو تاسو ته به ۱۴۳۶ یورو پاتې شي. اوس هغه کسان چې دنده لري او د وړو ماشومانو نفقه ورکوي، د‌ځان لپاره د ساتل کېدونکو  پیسو مياشتنۍ اندازه يې ۱۱۶۰ یورو ده. که کار کوئ او خپلو دوه کوچنیو ماشومانو ته باید نفقه پیسې ورکړئ، نو ستاسو د خپل ځان لپاره ساتل کېدونکې پیسې له ۱۱۶۰ یورو  زياتې دي او په دې ډول د میاشتې په پای کې د ځان لپاره په کافي اندازه پیسې لرئ. ځکه نو د خپلو دواړو ماشومانو د نفقې پیسې ورکولئ شئ او باید دا اندازه پیسې خپلو ماشومانو ته ورکړئ.

1.  د اړتيا د کنټرول مقدرا (Bedarfskontrollbetrag) مشخص کړئ: دا هغه مقدار پیسې دي چې کولای شئ له خپل معاش څخه د نفقې له ورکولو وروسته يې د ځان لپاره وساتئ. که له دې مقدار څخه لږ پیسې درته پاته کيږي، کولای شئ د نفقې مقدار راکم کړئ. د دې کار لپاره د (Düsseldorfer Tabelle) کارولای شئ.

راځئ چې دا سخته محاسبه د لاندې بېلګې په کارولو سره اسانه کړو:

بېلګه: د خپلې اړتیا د اندازې د معلومولو لپاره د Düsseldorf table لایحه کتلی شئ. هلته تاسې یو کالم چې د اړتیا د کنټرول د اندازې په نوم دی پیدا کولی شئ. اوس هغه روګانې وګورئ چې ستاسو له عاید سره سر خوري. که ستاسو عاید ۲۴۰۰ یورو وي، نو ستاسې د عاید اندازه په درېیمه کرښه کې چې له ۲۳۰۱ څخه ۲۷۰۰ پورې کټګوري کې راځي. ځکه نو ستاسو د اړتیا د کنټرول اندازه ۱۵۰۰ یورو کيږي. کله چې تاسې د ماشومانو د ملاتړ پیسې تحویل کړئ نو تاسې ته به ۱۴۳۶ یورو پاتې شي او دا اندازه له ۱۵۰۰ څخه کمه ده. او دا په دې مانا ده چې تاسې مو باید د ماشومانو د نفقې لپاره لږ اندازې پیسې ورکړئ. دا چې دا چاره تر سره کړئ باید د خپل اصلي عاید د کالم لاندې یوه خانه لاندې وګورئ، چې ستاسو د پنځه کلن ماشوم لپاره به د پیسو اندازه ۴۱۶ یورو او د اته کلن ماشوم لپاره به مو دا اندازه پیسې یوازې ۴۷۸ یورو وي. دا چې بیا یې سره جمع کړئ ۴۱۶+۴۷۸= ۸۹۴ یورو کېږي. کله چې دا اندازه پیسې له خپل اصلي عاید څخه کمې کړئ یعنې ۲۴۰۰-۸۹۴=۱۵۰۶ یورو به پاتې شي. چې په دې توګه تاسو د ځان لپاره په کافي اندازه پیسې پرېښودلی شئ او ماشومانو ته مو ۴۱۶ او ۴۷۸ یورو ورکولی شئ.

 

مهم: دا ډېره ستونزمنه چې ټاکلې اندازه معلومه کړئ، ځکه چې هره کورنۍ په بېلابېل عاید او اړتیاوې لري. خو د قانوني اندازې د مالومولو لپاره د کورنیو مسایلو له وکیلانو سره مشوره وکړئ. د دې وکيلانو پتې پر (anwaltsauskunft.de.) وېبسایټ موندلای شئ. پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ.

که زه د څو ماشومانو نفقه ورکوم، کولی شم چې دا اندازه یو څه کمه ورکړم؟

که تاسو په کافي اندازه عاید لرئ نو باید د ټولو ماشومانو پوره نفقه ورکړئ. که د خپلو ټولو ماشومانو او د ځان د لګښتونو لپاره په کافي اندازه پیسې نه لرئ، دا یوه استثنايي قضیه (Mangelfall) ده. په دا ډول جلا قضیو کې ستاسې ماشومان په ځانګړي ترتیب د نفقې پیسې تر لاسه کوي. هغه اندازه پیسې چې تاس يېې باید د خپلو ماشومانو لپاره ورکړئ د بېل فورمل له مخې محاسبه کېږي. دا چې ټاکلې اندازه پیسې مالومول ستونزمن کار دی، ښه ده چې د دې کار لپاره د مرستې غوښتنه وکړئ.  د بېلګې په توګه د يوګندامت له ادارې څخه مرسته تر لاسه کولی شئ. د هغوی کارکوونکي له تاسې سره د دې اندازې په مالومولو کې مرسته کولی شئ او معمولا دوی په جرمني ژبه باندې خبرې کوي. پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. له يوګندامت سره له اړيکې نيولو مه وېرېږئ. د يوګندامت دنده دا ده چې له کورنيو سره مرسته وکړي او غوره مشورې ورکړي. د نورو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماشومانو اداره) لوستلای شئ.

که د ماشوم د نفقې په پیسو توافق ته ونه رسېږو، څه کولی شم؟

که تاسو او بل مور يا پلار د ماشوم د نفقې په اړه توافق ته ونه رسېږئ، کولی شئ د يوګندامت له ادارې سره په اړیکه کې شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسو ته دا اندازه مالومه کړي او محاسبه به کړي چې د ماشوم د نفقې لپاره باید څومره پیسې تر لاسه ورکړل شي. البته د دې ادارې کارکوونکي مسلکي او روزل شوي وکيلان نه دي. پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. له يوګندامت سره له اړيکې نيولو مه وېرېږئ. د يوګندامت دنده دا ده چې له کورنيو سره مرسته وکړي او غوره مشورې ورکړي. د نورو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماشومانو اداره) لوستلای شئ.کورني وکیلان هم تاسو سره د دې محاسبې په اړه مرسته کولی شي. البته د دوی لګښتونه بايد خپله ورکړئ. د کورنیو وکیلانو په اړه لا ډېر مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.  

د ماشوم د نفقې سند څه دی او د څه لپاره په کار راځي؟

تاسو او بل مور يا پلار کولی شئ د میاشتنۍ نفقې د دقیق مقدار په اړه توافق ولرئ او په يوه سند کې يې وليکئ. بیا اړتیا نشته چې په دې په اړه بیا بیا خبرې وکړئ.دا سندونه هغه وخت هم ګټور دي چې کله تاسې په محکمه کې له نورو والدینو سره د خپل ماشوم د ملاتړ د پیسو په اړه توافق ته نه رسېږئ. ځکه چې د نفقې د سند پلي کېدل لازمي (vollstreckbarer) دي. د پلي کېدو دا سند یو عمومي سند دی چې ښيي تاسې د څه مستحق ياست. دا سند، دا اسانتیا رامنځته کوي چې کله نورو والدین د ماشوم نفقه ور نه کړي، تاسې یې د سند له مخې غوښتنه وکړئ.

کولی شئ دا ژمنلیک په یوګندامت یا هم نوتار دفتر کې تاييد کړئ. که تاسو نوتار دفتر ته لاړ شئ د دې سند د ثبت لپاره باید یو څه اندازه پیسې ورکړئ. که په یوګندامت کې دا ژمنلیک تاييد يا رسمي کړئ هغه یې په وړتیا توګه تاييدوي. په دې توګه به وروسته یو رسمي سند تر لاسه کړئ. دې رسمي سند ته په يوګندامت کې "Jugendamtsurkunde" وایي. که تاسې دا سند په نوتار دفتر کې ثبت کړئ نو هغه ته د نفقې سند (Unterhaltsurkunde) ویل کېږې. په رسمي توګه ورته دا دواړه نومونه کارول کېږي.

د دې سند رسمي کولو لپاره باید په یوګندامت او یا هم نوتار دفتر کې وخت واخلئ. یوازې هغه والدین چې د ماشوم د ملاتړ پیسې ورکوي بايد دې ترمين ته ورشي. هلته د تګ پر مهال بايد ځان سره لاندې سندونه ولرئ:

-       د خپل هویت سندونه

-       د ماشوم د زېږېدو سند یا هم موټه‌پاس (Mutterpass)

-       هغه سند يا ليک چې د ماشوم د نفقې اندازه پکې لیکل شوې وي. دا هم بايد وليکل شي چې له څه وخت څخه هغه دا پیسې تر لاسه کوي او هره مياشت بايد ورکړل شي يا نه. دا سند د هغو والدینو له خوا چې ماشوم ورسره ژوند کوي، يوګندامت او يا بل حقوقي بنسټ له لوري جوړېدای شي.

-       د ماشوم د ملاتړ لپاره د محکمې د پرېکړې سند (که موجود وي).

پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. د نوتار دفتر پته notar.de ویبپاڼه موندلی شئ. همدارنګه د نوتار دفتر د ویبپاڼې په سرچ برخه کې بېلابېلې ژبې ټاکلی شئ خو د یوګندامت د ادارې کارکوونکي معمولا په جرمني ژبه خبرې کوي.

که بل مور يا پلار د ماشوم نفقه ورنه کړي، څه وکړم؟

که بل مور يا پلار د ماشوم نفقه نه ورکوي، د پیسو ترلاسه کولو لپاره ګڼ فرصتونه شته. دا فرصتونه د نفقې د سند له شتون او نه شتون سره اړه لري:

 

زه د ماشوم د نفقې ژمنليک يا سند لرم:

که د ماشوم د نفقې سند لرئ او بل مور يا پلار یې نفقه نه ورکوي، کولای شئ پر هغه يا هغې باندې د جبرې ورکړې دعوه (Zwangsvollstreckung) وکړئ. په دې ډول به محکمه د مقابل کس شتمني ظبطيږي. دا په دې مانا چې د هغوی له معاش څخه په مستقیمه توګه پیسې ګرځول کېږي او تاسو ته د ماشوم د نفقې لپاره درکول کېږي. د جبري ورکړې غوښتنه د خپل ښار يا سیمه‌ییزه محکمه کې کولی شئ. د دې کار د تر سره کولو لپاره باید د توقيف د حکم صادرلو او د نفقې لپاره د ورکړې د انتقال غوښتنليک ډک کړئ. له دې غوښتنليک سره د ماشوم د نفقې د ژمنلیک یوه کاپي او داسې يو سند چې وښيي، بل مور يا پلار هم د نفقې ژمنليک ترلاسه کړی دی، یوځای کړئ او ويې لېږئ. د دې فورم يا غوښتنليک د ډکولو لپاره د ځوانو کډوالو د خدمتونو له دفتر څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ.

 د دغه جبرې ورکړې د غوښتنې تر څنګ، مخامخ په محکمه کې هم خپل شکایت ثبتولی شئ.

زه د ماشوم د نفقې ژمنليک يا سند نه لرم:

که تاسو د ماشوم د نفقې سند نه لرئ او غواړئ د محکمې له پروسې څخه ځان وژغورئ تاسو کولی شئ د (Beistandschaft) په نوم د مرستې غوښتنه وکړئ. دا کار د وکیل او یا هم د يوګندامت د دفتر له لارې کولی شئ. د يوګندامت مرسته وړیا ده خو وکیل ښایي له تاسې د پیسو غوښتنه وکړي. مشوره ورکوونکي تاسې ته دا چاره ښه روښانوي او په دې مو پوهوي چې باید څومره اندازه پیسې د ماشوم د نفقې لپاره تحویل کړئ. همدارنګه پوه به مو کړي د ماشوم د نفقې لپاره څومره پیسې له نورو والدینو څخه غوښتلی شئ. د يوګندامت اداره او يا وکيلان به په مستقیمه توګه له نورو والدینو څخه د ماشوم د نفقې د پیسو غوښتنه وکړي. که هغوی بیا هم دا کار ونه کړي نو ښایي محکمې ته یې معرفي کړي. . پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. د وکيلانو پتې پر (anwaltsauskunft.de.) وېبسایټ موندلای شئ. د بهرنیو ژبو په برخه کې بله ژبه ټاکلی شئ. په دې ډول به تاسې ته یوازې د هغو وکیلانو شمېرې او پتې ښکاره کړي چې ستاسې په خپله ژبه خبرې کوي.

 

مهم: مشوره ورکوونکي یوازې ستاسو د ماشوم حقونه درته روښانه کوي. په قانوني توګه هغوی ستاسو استازیتوب نه کوي. د یوګندامت اداره به ستاسې د ماشوم د ۱۸ کلنۍ له کلیزې وروسته په وړیا توګه د نفقې په تر لاسه کولو کې له هغه سره مرسته وکړي.

له دې پرته تاسو کولی په محکمه کې هم خپل شکایت ثبت کړئ. د محکمې پرېکړې معمولا ډېر وخت نیسي. که تاسې د دې ستونزې لپاره عاجلې حللارې ته اړتیا لرئ. په عامه اصطلاح یوه ساده کړنلاره هم شته. لاندې په بله برخه کې کې په دې اړه زيات مالومات لوستلای شئ.

ساده کړنلاره څه شی ده؟

دا ساده کړنلاره يا پروسه (vereinfachte Verfahren) د محکمې یو ډول ساده او د لږ لګښت پروسه بللی شو. دا له ماشومانو ته فرصت ورکوي چې د خپل حق د غوښتنې لپاره شکای په ډېرې چټکۍ سره ثبت کړي. د دې ساده پروسې لپاره باید په لاندې شرایطو برابر یاست:

-        ماشوم باید د نفقې د پیسو د نه تر لاسه کولو له کبله شکایت نه وي ثبت کړئ.

-       نفقه تراوسه پورې په رسمي توګه (د بېلګې په توګه د نفقې د ژمنليک له مخې) نه وي ثبت شوې.

تاسو کولی شئ د ساده کړنلاړې پيل، په لیکلې بڼه له بل مور يا پلار څخه د نفقې د رسمي د ورکړې د غوښتنې له لارې وکړئ. دا خبره مهمه ده، ځکه له دغه غوښتنې پرته تاسې باید د دې غوښتنې تر پروسس کېدو پورې لګښتونه په خپله ورکړئ. که بل مور او يا پلار ستاسوې په دې غوښتنه باندې عمل ونه کړي نو تاسو کولی شئ له کورنۍ محکمې څخه د ساده کړنلارې غوښتنه وکړئ. غوښتنليک په مخامخ توګه د خپلې سیمې له کورنۍ محکمې څخه تر لاسه کړئ. ستاسې د ماشوم په سيمه کې محکمه د اړوندې قضيې مسؤوليت لري. د سيمې محکمې پر (Justizportal des Bundes) وېبسایت موندلای شئ. کله چې دغه پورټل ته دننه شوی د کورني قانون په قضیو (Familienrechtssachen) باندې کیک وکړئ او د خپل ماشوم د سيمې نوم او یا د ځای پوسټي کوډ داخل کړئ. کله چې تاسې دا فورمه ډکه کړئ، محکمه به مو غوښتنه ارزوي. که محکمه مو غوښتنليک ومني، د ماشوم د نفقې اندازه به محاسبه کړي او تاسې ته به یو پرېکړه‌ليک ولېږي. دا پرېکړه‌ليک تاسو ته په قانوني توګه دا حق درکوي چې له بل مور يا پلار څخه په جبري توګه د نفقې غوښتنه (Zwangsvollstreckung) وکړئ. له دغه پروسې څخه وروسته به د مور يا پلار له معاش څخه پیسې ګرځول کيږي او تاسې ته به یې د ماشوم د لګښتونو لپاره درکول کيږي. د جبري لګښتونو د غوښتنې لپاره د خپلې سیمې په کورنۍ محکمه کې خپل شکایت ثبتولای شئ. د دغه فورم د ډکونې لپاره د ځوانو کډوالو له ادارې څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ. د دې ادارې کارکوونکي په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي.

بل مقابل مور يا پلار هم د محکمې د پرېکړې په اړه خپل شکایت کولئ شي. د دې شکایت د ثبت لپاره باید ځينې شرطونه پوره کړئ. د بیلګې په توګه که بل مور يا پلار، د ماشوم د نفقې د پیسو له ورکړې وروسته د ځان لپاره په کافي اندازه پیسې ونه لري په دې صورت کې د محکمې د پرېکړې په مقابل کې خپل شکایت ثبتولی شي.

کولای شم د نفقې لپاره عريضه وکړم؟

هو. دا شکایت د کورنۍ د مسایلو په محکمه کې کولی شئ. البته غوره به وي چې چې د دعوې له ثبت مخکې په لیکلې بڼه له نورو والدینو څخه وغواړئ چې د خپل عاید په اړه تاسو ته معلومات ولېږي او تر ټاکل شوې نېټې پورې د نفقې پیسې درکړي. د دې کار لپاره د يوګندامت له دفتر،  وکیلانو او مشورتي مرکزونو څخه د مشورې غوښتنه کولی شئ. دا شکایت او غوښتنه اړینه ده، ځکه بيا وروسته د تېر وخت لپاره هم د نفقې پیسې ترلاسه کولای شئ. همدا شان کولای شئ له وک‍يلانو څخه هم مشوره ترلاسه کړئ. وروسته به محکمه د مشورې د لګښتونو زياته برخه پر خپله غاړه واخلي او له تاسې به يوازې ۱۵ یورو واخستل شي. د وکيلانو مشورتې ترلاسه کولو لپاره د خپلې سيمې له محکمې (Rechtspflege des Amtsgerichts) څخه مرسته وغواړئ.

د عريضې او دعوې د پروسې د تر سره کولو لپاره وکیل ته اړتیا لرئ. که  لږ عاید لرئ، د قانوني مرستې غوښتنه کولئ شئ. وروسته بیا دولت دا لګښتونه پر غاړه اخلي. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته) کې لوستلی شئ.

کله چې عريضه وکړئ، محکمه به له بل مور يا پلار څخه په لیکلې بڼه د ځواب ویلو غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره هغوی ته یوه نېټه ټاکي تر څو دا ځواب ورکړي. وروسته بيا دواړه والدين محکمې ته راغواړي او دا پرېکړه کوي چې څومره پیسې باید د نفقې لپاره ورکړل شي.

يادونه: د ماشوم د نفقې محکمه ښایي ډېر وخت ونیسي. که تکيه مو پر نفقه وي، کولای شئ د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره د ماشومانو د‌ پالنې د مرستې غوښتنه وکړئ.

که بل مور يا پلار بهر ژوند کوي، زه څه حقونه لرم؟

که بل مور يا پلار له جرمني څخه بهر ژوند کوي او بايد د ماشوم نفقه درکړي، کولای شئ د عدليې له فدرال ادارې (Bundesamt für Justiz) سره اړيکه ونيسئ. په بهر کې د استوګنې مرکزي اداره (Zentrale Behörde für Auslandsunterhalt) د دې کار مسوولیت پر غاړه لري.  د دې ادارې له کارکوونکو سره له دوشنبې تر پنجشنبې د سهار له ۸ بيا د مازدیګر تر ۴ بجو پورې په (۰۰۴۹۲۲۸۹۹۴۱۰۶۴۳۴) شمېره اړيکه نيولای شئ. دوی ته په (auslandsunterhalt@bfj.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په معمول ډول په جرمني او انګليسي ژبو خبرې کوي.

کولای شم د پخوا وخت لپاره هم د ماشوم نفقه ترلاسه کړم؟

هو. کولای شئ د تېر وخت (Rückwirkend) لپاره هم، له بل مور يا پلار څخه د ماشوم د نفقې غوښتنه وکړئ. په دې مانا چې د تېرو مياشتو يا کالونو لپاره د نفقې پیسې اوس هم ترلاسه کولای شئ. البته د دې کار لپاره ځانګړي مهلتونه بايد په پام کې ونيول شي.دا مهلتونه په لاندې ډول دي:

-       هغه ورځ چې تاسې له بل مور يا پلار څخه د هغه د معاش يا بل عايد د ثبوت غوښتنه کړې ده. د دې نېټې ثبوت هغه يا هغې ته د لېږل شوي ليک د کاپي په وسيله وړاندې کولای شئ.

-        هغه ورځ چې بل مور يا پلار ته مو د نفقې ترلاسه کولو لپاره ليک لېږلی دی. د دې نېټې ثبوت هغه يا هغې ته د لېږل شوي ليک د کاپي په وسيله وړاندې کولای شئ. دا ليک بايد نېټه ولري او کاپي يې بايد له ځان سره وساتئ. کولای شئ ليک د سپارښتي پوسټ (Einschreiben) له لارې ولېږئ. کله چې بل کس ليک ترلاسه کړي، تاسې به د پوسټ له ادارې څخه يو تاييد ترلاسه کړئ.

-       هغه ورځ چې له بل مور يا پلار څخه مو د ماشوم د نفقې درکول درولي دي. د دې کار د ثبوت لپاره د بانک سندونه وړاندې کولای شئ. که د نفقې سند يا ژمنليک لرئ، کولای شئ ثبوت کړئ چې نفقه بايد څومره وي.

يادونه: په استثنايي قضيو کې، که موله مور يا پلار څخه د عايد مالومات يا نفقه نه وي غوښتې، هم د پخوا مودې لپاره د نفقې پیسې ترلاسه کولای شئ؛ د بېلګې په توګه که د ماشوم پلار ناپېژانده وي او يا مور يا پلار په بهر کې واوسي.

تر هغه وخته چې بل مور يا پلار د ماشوم نفقه ورکوي، څوک له ما سره مرسته کوي؟

که بل مور يا پلار د ماشوم اوس مهال د ماشوم نفقه تاسې ته نه درکوي او ماشوم له تاسې سره ژوند کوي،  کولی شئ د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره له دولت څخه د ماشومانو د‌ پالنې لپاره د مرستې (Unterhaltsvorschuss) غوښتنه وکړئ. دا  مخکې له مخکې پیسې دي چې تاسې ته درکول کېږي او بل مور يا پلار باید دا پیسې بېرته دولت ته ورکړي.

دا چې تاسو د ماشوم د پالنې لپاره پیسې تر لاسه کوي او که نه، ستاسې د استوګنې له اجازې او ځینو نورو شرایطو سره اړه لري.

1.  که تاسې يا مو ماشوم له لاندې شرطونو يو ولري، د ماشوم د پالنې لپاره د مرستې غوښتنه کولای شئ:

-       تاسې او يا ماشوم مو په جرمني کې د استوګنې دايمي اجازه لرئ.

-       تاسې او يا ماشوم مو د اروپایي ټولنې د استوګنې دايمي اجازه لرئ.

-       تاسې او يا ماشوم مو کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) ولرئ.

-       تاسې په جرمني کې د لږ تر لږه شپږو میاشتو د کار اجازه لرئ ځکه چې تاسې د اروپایي ټولنې شین کارت، ICT یا هم موبایل ICT کارت لرئ.

يادونه: تاسې ښايي په هغه حالت کې هم د ماشومانو د پالنې د مرستې غوښتنه وکړئ چې که تاسې او يا ماشوم مو په جرمني‌کې د استوګنې اجازه  او د لږ تر لږه  ۶ میاشتو د کار اجازه لرئ. یا د استوګنې اجازه لرئ او مخکې مو د کار اجازه هم درلوده. ښه به وي چې په دې اړه له Unterhaltsvorschusskasse  او  Unterhaltsvorschussstelle ادارو او يا هم مشورتي دفترونو وپوښتئ.

 

2.  له دې پرته بايد لاندې ټول شرطونه پوره کړئ:

-       يوازې د ماشوم پالنه کوئ.

-       د ماشوم عمر مو باید له ۱۸ کلنو کم وي.

-       له خپل ماشوم سره په جرمني کې ژوند کوئ.

-       بل مور يا پلار ستاسو د ماشوم لګښتونه يا نفقه ورنه کړي یا یې هم په ټاکلي وخت ورنه کړي. همدا شان که هغه د لږ تر لږه نفقې قانون له ټاکل شوې اندازې څخه کمه نفقه ورکړي.

-       بيا ځلې مو واده نه وي کړئ یا مو له بل چا سره شريک ژوند نه وي پيل کړی.

 

که ستاسې د ماشوم عمر د ۱۲ تر ۱۷ کلنو تر منځ وي، بايد لاندې دوه اضافي شرطونه هم پوره کړئ:

-       ستاسې ماشوم باید له جاب سنټر څخه پیسې تر لاسه نه کړي.

- تاسو د اړمنو کسانو لپاره د جاب‌سنټر پیسې اخلئ او د بلې دندې له لارې هره مياشت لږ تر لږه ۶۰۰ ناخالصې يورو ترلاسه کوئ.

 

يادونه: که نه پوهېږئ چې ستاسې د ماشوم پلار څوک دی او يا  چېرته ژوند کوي، بیا هم تاسو کولی شئ د هغه د ماشومانو د پالنې لپاره مرسته تر لاسه کؤئ. البته له چارواکو سره بايد مرسته وکړئ چې هغوی پوه شي چې پلار یې څوک دی او ښايي چېرته وي. چارواکي دې ملوماتو ته اړتیا لري، ځکه د ماشوم له پلار څخه يې بېرته راګرځوي.

د ماشومانو د پالنې د مرستې غوښتنه له کوم ځای څخه کولای شم؟

 په خپله سيمه کې د Unterhaltsvorschusskasse   او  Unterhaltsvorschussstelle له ادارو څخه د ماشومانو د پالنې د مرستې (Unterhaltsvorschuss) غوښتنه کولای شئ. په معمول توګه د دې ادارو يوه څانګه د يوګندامت ادارو تر څنګ او يا له هغوی سره یوځای موندلای شئ. که دا اداره هلته نه وي، کولای شئ د يوګندامت له ادارې يې د دقيقې پتې پوښتنه وکړئ. پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ.

د ماشومانو د پالنې مرستې تر لاسه کولو لپاره باید یو فورم ډک کړئ.  دا فورم د اړونده ادارې پر ویبپاڼه او يا خپله له همدې ادارې څخه ترلاسه کولی شئ. ښایي ځینو نور اسنادو ته هم اړتیا ولرئ، ځکه نو غوره ده چې له دې ادارې څخه پوښتنه وکړئ.

دا ماشومانو د پالنې د مرستې د پیسو اندازه ستاسو د ماشوم په عمر پورې اړه لري. که ستاسې ماشوم اوسبيلډونګ ترسره کوي او یا هم په داوطلبانه توګه کار کوي او یا هم دنده لري، ښایي یو څه اندازه پیسې کمې شي.

د اصولو له مخې به تاسو په میاشتنۍ توګه په لاندې اندازه پیسې تر لاسه کوئ:

-       هغه ماشومان چې عمر یې د صفر او ۵ کلنو تر منځ وي ۱۸۷ یورو به تر لاسه کوي.

-       هغه ماشومان چې عمر یې د ۶ او ۱۱ کلنو تر منځ وي ۲۵۲ یورو به تر لاسه کوي.

-       هغه ماشومان چې عمر یې د ۱۲ او ۱۷ کلنو تر منځ وي ۳۳۸ یورو به تر لاسه کوي.

زه د خپل ماشوم نفقه نه شم ورکولی، څه باید وکړم؟

د قانون له مخې تاسې باید د خپل ماشوم نفقه ورکړئ. که بیا هم  دا نفقه يا پیسې نه شئ ورکولی، لاندې لارې چارې شته:

 

-       محکمه ښایي له تاسې غوښتنه وکړي چې بله دنده پیدا کړئ او یا هم بل کوچنی کور په کرایه ونیسئ.

-       محکمه ښایي ستاسو قضیه د جلا يا استثنايي قضیې په توګه حساب کړي.  د دې قضيې له مخې تاسې کافي عايد نه لرئ او د خپلو ټولو ماشومانو لګښتونه نه شئ ورکولئ. په دې حالت کې به تاسې د لږ نفقې په ورکړې مکلف وګڼل شئ.

-       بل مور يا پلار کولی شي د ماشومانو د پالنې لپاره د مرستې (Unterhaltsvorschuss) تر لاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي. چې په دې اړه لا ډېر مالومات پورته په بله برخه کې لوستلی شئ.

له کومه ځایه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که ستونزه يا پوښتنې لرئ، د ځوانو کډوالو د ادارې مشاورین درسره مرسته کولی شي. هغوی معمولا په بېلابېلو ژبو خبرې کوي. په خپله سیمه کې د ځوانو کډوالو د ادارې پټې د دې ادارې پر ویبپاڼه باندې موندلی شئ.  د دوی مشوره او مرسته وړیا ده.

که د مور او پلار کېدو، کورنۍ او ماشومانو په اړه څه پوښتنه لرئ، د والدینو له هاټلاین شمېرې سره اړیکه نیولی شئ. هغوی په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي او په ناپېژانده توګه مشور درکوي. د دوی مشوره وړیا ده. په خپله سيمه کې هم د دې ادارې څانګې موندلای شئ.

همدارنګه د يوګندامت له ادارې هم د مرستې غوښتنه کولئ شئ. د دوی مرسته هم وړیا ده. پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. له يوګندامت سره له اړيکې نيولو مه وېرېږئ. د يوګندامت دنده دا ده چې له کورنيو سره مرسته وکړي او غوره مشورې ورکړي. د نورو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماشومانو اداره) لوستلای شئ.

.

که د ماشوم د نفقې قانون په اړه پوښتنه لرئ، د کورنيو قوانينو له وکیلانو (Anwält*innen für Familienrecht) سره مشوره وکړئ. البته د مشورې لګښت بايد خپله ورکړئ. د دې وکيلانو پتې پر (anwaltsauskunft.de.) وېبسایټ موندلای شئ. کله چې دې ویبپاڼې ته دننه شوئ، په Erweiterte Suche باندي کلیک وکړئ، وروسته « Ehe- und Familienrecht » برخهع انتخاب کړئ، هلته مو د خپلې سیمې پوست کوډ ووهئ. همدارنګه د بهرنیو ژبو په برخه کې د بله ژبه ټاکلی شئ. په دې ډول به تاسې ته یوازې د هغو وکیلانو شمېرې او پتې ښکاره کړي چې ستاسې په خپله ژبه خبرې کوي.

مهم

 د يوګندامت ادارې پته نه شئ موندلی؟ پر (unterstuetzung-die-ankommt.de) وېبسایټ د خپلې سيمې يوګندامت موندلای شئ. له يوګندامت سره له اړيکې نيولو مه وېرېږئ. د يوګندامت دنده دا ده چې له کورنيو سره مرسته وکړي او غوره مشورې ورکړي. د نورو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماشومانو اداره) لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: