د سندونو تاييد شوې کاپيانې

اوسمهالیز 27.03.2023

تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟

 تاييد شوو کاپيانو (beglaubigte Kopie) اصطلاح يا (Sie müssen das beglaubigen lassen) جمله مو خامخا ډېره اورېدلې ده. په ځانګړي ډول پوهنتون ته د نوم‌ليکنې پر مهال او يا هم په شتندس امت کې ځينې وخت د سندونو د تاييد شوو کاپيانو غوښتنه کيږي. تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟ دلته په دې اړه بشپړ مالومات او ګټور لېنکونه ترلاسه کولای شئ.

پيانو د تاييد لپاره څه کولای شم؟

تاييد شوې کاپي څه ته وايي؟

تاييد شوې کاپي د يوه سند هغه کاپي ده چې په قانوني او رسمي ډول تاييد شوي وي. قانوني تاييد هغه ټاپه ده چې د يوه اصل سند کاپي په رسمي ډول تاييدوي. په جرمني کې ډېرې ادارې د اصلي سندونو پر ځای د هغو د کاپيانو غوښتنه کوي څو د اصلي‌ سندونو د ورکېدو مخنيوی شوی وي.

تاييد شوې کاپيانې ټاپه کيږي څو وښيي چې له اصلي سند سره جوړې دي. دا نښه د يوې ځانګړې ټاپې (لوګو يا دفتري مهر) او د  تاييدوونکي کس د لاسليک په وسيله کيږي. ټاپه بايد د يوه سند په ټولو پاڼو ولګول شي. دا تاييد دا مانا نه لري چې د تاييد شوي سند اصل قانوني او اصلي دی خو دا ښيي چې تاييد شوې کاپي د اصلي سند يوه کاپي ده.

يادونه: د جرمني د ډېرو ادارو مسؤولين د سندو د کاپي تاييد شوې کاپيانې نه مني؛ ځکه بايد اصل هم له ځانه سره ولرئ. د بېلګې په ډول که تاسې له افغانستان څخه تاييد شوې کاپي ولرئ؛ چارواکي به يې په آسانۍ ونه مني.

د سندونو کاپيانې چېرته تاييدولای شم؟
  • د وګړو اداره (Bürgeramt)

بورګرامت د هغو سندونو کاپيانې تاييدوي چې د جرمني د دولتي ادارو له لوري ورکول کيږي او يا بايد دوی ته وړاندې شي. دوی په عمومي ډول د يوې پاڼې د تاييد لپاره ۴ يورو غواړي. په لويو ښارونو کې ډېر وخت په ښاروالۍ (Bürgeramt   يا Rathaus) کې وخت اخستلو ته اړتيا ده. که وخت مو مخکې نه وي اخستی؛ بايد په کتار کې انتظار وکړئ.

  • نوتار (Notar)

د بورګرامت تر څنګ د نوتار له لارې هم خپل سندونه تاييدولای شئ. البته د نوتار د تاييد لګښتونه يو څه زيات دي. په جرمني کې نوتار هغو کسانو ته وايي چې د شخصي خلکو يا شرکتونو او دولتي ادارو تر منځ د سندونو د تاييد چارې او همغږۍ چارې پر مخ وړي. په خپله سيمه کې يو نوتار پر (notar.de) وېبسایټ موندلای شئ.

  • ښاروالي (Standesamt)

د زېږېدنې، واده يا ماليې په شان سندونه د ښارواليو په اړونده ادارو کې تاييديږي. دا ادارې ښايي د هر سند په تاييد له ۵ تر ۸ يورو لګښت واخلي.

  • ښوونځی او پوهنتون

د کاپيانو د تاييد لپاره بله آسانتيا په هغه پوهنتون يا ښوونځي کې د اسنادو د کاپيانو تاييدول دي چې تاسې ورنه اصلي سند ترلاسه کړی وي. له دې ډلې ځينې پوهنتونونه يا ښوونځي په وړيا ډول د ځينو سندونو کاپيانې تاييدوي خو د نورو لپاره پیسې غواړي.

که څوک په جرمني کې نه وي خو د جرمني د کومې ادارې لپاره د کوم سند د کاپي تاييد غواړي؛ کولای شي په هماغه هېواد کې د جرمني سفارت ته ورشي. په دې ځايونو کې د ځينو سندونو تاييدول لګښت غواړي. د نړۍ په هېوادونو کې د جرمني د سفارتونو لست له (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ څخه ترلاسه کولای شئ.

د سند د تاييد لپاره بايد څه له ځان سره ولرم؟

د سندونو د کاپيانو د تاييد لپاره د تاييد مرکز ته اصلي سند او يوه نورمال کاپي له ځان سره يوسئ. په يا مو وي چې ډېرې ادارې د تاييد لپاره يو څه پیسې غواړي. په دې ادراو کې مسؤول کس به ستاسې اصلي سند او کاپي وګوري او پرتله به يې کړي. که دواړه سندونه سم وي؛ په هغو به ټاپه ووهي او د تاييد لاسليک به وکړي. د دې کار لګښت په هر ښار او اداره کې له بلې سره توپير لري.

يادونه: که له جاب‌سنټر څخه پیسې ترلاسه کوئ؛ د پیسو د ورکړې بېل له ځان سره وساتئ او وروسته يې د جاب‌سنټر اړونده ادارې ته وروړئ؛ ښايي له جاب‌سنټر څخه ورکړل شوې پیسې بېرته تر لاسه کړئ.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

که د سندونو په تاييد کې ستونزه لرئ، کولای شئ د مهاجرو له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د دې مرکزونو يو يې پر (bamf.de) يا (jugendmigrationsdienst.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

مهم

د ژباړې مرکزونه د کاپيانو د تاييد صلاحيت نه لري. ځينې ژباړنان ښايي په درواغو ستاسې اسناد تاييد کړي او دا تاييد د رسمي دفترونو له لوري نه منل کيږي. بايد ځان ډاډه کړئ چې د اسنادو د ژباړې لپاره د ژباړې قانوني مرکزونو ته ولاړ شئ. دا ډول مرکزونه پر (justiz-dolmetscher.de) او (bdue.de) وېبسایټونو موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: