څه ډول کولای شم د ځان لپاره ښه دنده ومومم؟

اوسمهالیز 05.03.2024

له کومه ځايه د کار او زده‌کړو په اړه مشوره ترلاسه کړم؟

که له ماشومانو پوښتنه وشي چې غواړې څه شی جوړ شې؟ سملاسي يو ځواب درکوي. وروسته بيا د دې پوښتنې ځواب يو څه سختيږي. په جرمني کې ډېرې زياتې دندې شته او د هغو لپاره د زده‌کړو يا اوسبیلډونګ د وړ څانګې غوره کول د هر چا لپاره اسانه نه دي. ځکه د جرمني د کار ادارې (Die Agentur für Arbeit) ډېر زيات مالومات راټول کړي دي او ډېر مرستندوی مواد يې چمتو کړي څو له خلکو سره د دندو په ټاکلو کې مرسته وکړي.

د دندو لپاره کوم مشورتي خدمتونه شته؟

د دندې يا مسلک مالومول

که تر اوسه هېڅ نه پوهېږئ چې کومه دنده ستاسې لپاره ښه ده او يا کوم مسلک بايد غوره کړئ؛ د يوې ازموينې په ترسره کولو ښايي يوه نظريه ترلاسه کړای شئ. د کار د ادارې پر وېبسایټ د ځان ازمايښت (Selbsterkundungstools) يا (CHECK-U) په نوم ازموينې په مرسته پوهېدلای شئ چې کوم اوسبیلډونګ يا د زده‌کړو څانګه ستاسې لپاره غوره ده. په دې ازموينه کې ستاسې لېوالتياوې او مهارتونه مالوميږي او د يوه وړ مسلک وړانديز درته کوي. البته دا ټېست يوازې هغه وخت بشپړولای شئ چې ښه جرمني ژبه مو زده وي.

دا ازموينه په خپل شاوخوا کې د بېڅ (Berufsinformationszentrum (BIZ)) په يوه څانګه کې ترسره کولای شئ. تاسې کولای شئ دې ادارو ته له مخکې نيولي‌ وخت پرته ورشئ او  هلته په شته کمپيوټرونو کې دا ازموينې ترسره کړئ.

پر (planet-berufe.de) وېبسایټ د خپل قوت ټکي او لېوالتياوې پېژندلای او د ځان لپاره غوره اوسبيلډونګ يا دنده موندلای شئ. د (Match Talent) اداره په جرمني کې د دندو لپاره په ګڼو ژبو مشوره ورکوي. له دوی سره په ګډه د ځان لپاره مناسبه دنده موندلی شئ. د دې تر څنګ د دې ادارې اړوند په کاري غونډو او ورکشاپونو کې هم ګډون کولی شئ.

که په خپل هېواد کې مو کاري تجربه ترلاسه کړې وي خو د زده‌کړو رسمي سندونه ونه لرئ؛ کولای شئ پر (myskills.de) وېبسایټ وپلټئ چې په جرمني کې کومه دنده ستاسې له مهارتونو او تجربې سره جوړه راځي. د دې وېبسایټ په اړه نور مالومات د جاب‌سنټر يا کار ادارې مامورينو هم ترلاسه کولای شئ. د دې ازموينو پايلې کولای شي له تاسې سره د مسلک په غوره کولو او يا د د زده‌کړو د اړتيا وړ څانګې په موندلو کې مرسته وکړي. همدا شان پر (www.meine-berufserfahrung.de) وېبسایټ هم د ځان سرسري ازموينه کولای شئ. پورته يادې شوې دواړه ازموينې د جرمني ژبې تر څنګ په انګليسي، عربي، ترکي، روسي او پارسي ژبو هم ترسره کولای کولای شئ.

د دندو په اړه د مالوماتو موندل

کله مو چې د پلټنې دايره تر يوه يا څو ځانګړو مسلکونو يا دندو پورې محدوده شوه؛ کولای شئ په خپله سيمه دې د دندو د مالوماتي مرکز (BIZ) يوې څانګې ته ورشئ او په دې مسلکونو کې د کار کولو لپاره د نورو ګامونو او يا راتلونکي برخليک په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ. د دې تر څنګ د دې مرکز پر وېبسایټ هم په انلاين ډول د هر مسلک په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. د دندو په مالوماتي مرکزونو کې د هرې دندې او مسلک په اړه ډېرې مالوماتي پاڼې او لارښودليکونه ترلاسه کولای شئ. په دې مرکزونو کې له اړوندو مامورانو هم د دندو په اړه پوښتنه کولای او مالومات ترلاسه کولای شئ.

پر (planet-beruf.de) او (berufenet.arbeitsagentur.de) وېبسایټونو هم د هرې دندې په اړه ډېر مالومات ترلاسه کولای شئ. زيات مالومات له جاب‌سنټر يا د کار له ادارې (Arbeitsagentur) هم ترلاسه کولی شئ. د (Match Talent) اداره په جرمني کې د دندو لپاره په ګڼو ژبو مشوره ورکوي. له دوی سره په ګډه د ځان لپاره مناسبه دنده موندلی شئ. د دې تر څنګ د دې ادارې اړوند په کاري غونډو او ورکشاپونو کې هم ګډون کولی شئ.

پر (berufe.tv) د ډېرو دندو په اړه ګڼې ويډيوګانې موندلای شئ. په دې ويډيوګانو کې د اوسبیلډونګونو ترسره کوونکي د خپل دندو او ورځنيو زده‌کړو په اړه خبرې کوي. پر دې وېبسایټ له A څخه تر Z پورې د لټون په وسيله د ټولو دندو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ او يا کولای شئ د يوې ځانګړې دندې په اړه ټولې ويډيوګانې وګورئ. د دې مالوماتو په وسيله د بېلابېلو دندو په اړه يو عملي احساس ترلاسه کوئ او د خپلې خوښې د دندې د ورځنيو چارو په اړه لا ډېر پوهېدلای شئ.

د اوسبیلډونګ لټون

که د اوسبيلډونګ په لټه کې ياست؛ کولای شئ زموږ د دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او ښوونځيو د اوسبيلډونګ څپرکي وګورئ.

که د اوسبيلډونګ پلټلو يا هغه ته د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه مرستې ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د دندو مالوماتي مرکز (BIZ) ته ورشئ. هلته د اېښودل شوو کمپيوټرونو په وسيله کولای شئ د اوسبيلډونګ يا حرفه‌يي زده‌کړو پلټنه وکړئ او يا د يوې دندې لپاره غوښتنليک چمتو کړئ. د دې ادارې کارکوونکي ستاسې سره د اړتيا پر مهال مرسته کوي. همدا شان هلته خپل سندونه هم سکن کولای يا چاپولای شئ. د دندو په مالوماتي مرکزونو کې د دندو د غوښتنليکونو په اړه په ورکشاپونو يا روزنيزو غونډو کې هم ګډون کولای شئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه تر ټولو نږدې څانګه د کار ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ.

 

د اوسبیلډونګونو پلټلو لپاره د (AzubiWelt) په نامه اپليکېشن هم مرسته کولای شي.که غواړئ لوړې زده‌کړې وکړئ؛ په اړه يې ټول مالومات د (پوهنتونونو ته نوم‌ليکنه) او (د پوهنتونونو سيستم) په نوم زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې ولولئ. د (abi.de) په نوم وېبسایټ کې د جرمني د لوړو زده‌کړو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.

د کار او زده‌کړو په اړه مشوره ترلاسه کول

که غواړئ د يوې دندې موندلو لپاره مرسته ترلاسه کړئ او يا د يوه مسلک غوره کولو د شرطونو او يا هغه د څرنګوالي په اړه مالومات ترلاسه کړئ، کولی شئ د کار ادارې د مسلکي مشورو څانګې ته ورشئ. د دې ادارې کارکوونکي د جرمني د کار د بازار په په اړه ډېر مالومات لري او پوهيږي چې د کومو دندو لپاره ډېر کسان غوښتل کيږي. د دې ادارې کسان د اوسبيلډونګ په موندلو کې هم مرسته کولای شي.

د مسلکي مشورو د څانګې کارکوونکي له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې لا هم د اوسبيلډونګ پیلولو لپاره تياری ونه لري. د بېلګې په ډول که د چا جرمني ژبه نه وي زده او يا د ښوونځي د فراغت سند ونه لري؛ دا مامورين به مرسته ورسره وکړي او مشوره به ورکړي. په داسې حالتونو کې اړوند کسان کولای شي د دندې لپاره د تياري روزنيزه دوره (berufsvorbereitende Bildungsmaßnahme) بشپړه کړي او خپل د اړتيا سندونه ترلاسه کړي. که چا د اوسبيلډونګ پيلولو لپاره ټول شرطونه پوره کړي وي خو بيا هم اوسبيلډونګ نه شي موندلای؛ ښايي لومړنۍ روزنيزه دوره (Einstiegsqualifizierung) مرسته ورسره وکړي. په دې دوره کې اړوند کس په يوه کارځای کې ۶ مياشتې عملي زده‌کړه يا پرکتيکوم ترسره کوي. په دې ډول نه يوازې له خپلې دندې څخه يو عمومي تصوير ترلاسه کوي بلکې يو څه کاري تجربه هم ترلاسه کولای شئ او په دې توګه د اوسبيلډونګ موندلو لپاره ستاسې چانس زياتيږي. پر (www.einfachzukunft.de) وېبسایټ په بېلابېلو ژبو د هغو کسانو نظرونه لوستلای شئ چې له دې پخوا يې دا ډول لومړنۍ روزنيزې دورې ترسره کړې دي. که څوک غواړي له پورته يادو شوو روزنيزو دورو کومه يوه ترسره کړي کولای شي د جاب‌سنټر او يا کار ادارو د مسلکي مشورو د څانګو له مامورينو پوښتنه وکړي او په اړه يې مالومات ترلاسه کړي.

د مشورې لپاره د وخت يا ترمين د کار ادارې پر وېبسایټ په انلاين ډول او يا (۰۸۰۰۴۵۵۵۵۰۰) شمېرې ته په زنګ وهلو اخستلای شئ. همدا شان په خپله سيمه کې د کار ادارې تر ټولو نږدې څانګې ته هم د دې کار لپاره ورتلای شئ.

د (Match Talent) اداره په جرمني کې د دندو لپاره په ګڼو ژبو مشوره ورکوي. له دوی سره په ګډه د ځان لپاره مناسبه دنده موندلی شئ. د دې تر څنګ د دې ادارې اړوند په کاري غونډو او ورکشاپونو کې هم وړيا ګډون کولی شئ او دوی کولی شي تاسې ته د وايتربيلډونګ په اړه هم مالومات درکړي. زيات مالومات له جاب‌سنټر يا د کار له ادارې (Arbeitsagentur) هم ترلاسه کولی شئ.

مهم

د کډوالو لپاره د جرمني په ډېرو ښارونو کې پروګرامونه شته چې کولای شي له تاسې سره دندې ته په تيارۍ او اوسبيلډونګ موندلو کې مرسته وکړي. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (څوک زما سره د اوسبيلډونګ په موندلو کې مرسته کوي) کې موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: