په جرمني کې پالنه او پرستاري

اوسمهالیز 05.09.2023

که څوک په جرمني کې زوړ شي او له کاره ولويږي؛ څه به کوي؟

سخته ناروغي؛ ټکر کول او يا ډېر عمر کولای شي يو څوک د مينځلو، اخلي پخلي، پېر او پلور يا روغتيايي پاملرنې په شان له ورځنيو چارو وغورځوي. له نېکه مرغه په جرمني کې دا کسان يوازې نه پرېښودل کيږي او مرسته ورسره کيږي. که څوک د دې کارونو لپاره له شپږو مياشتو د ډېر وخت لپاره مرستې ته اړتيا ولري؛ په جرمني کې د پالنې د مرستې ترلاسه کولو مستحق ګڼل کيږي. په داسې حالت کې له دې کس سره د پالنې د بيمې (Pflegeversicherung) له لوري کومک او مالي مرسته کيږي.

په څه بايد وپوهېږم؟

آيا زه د پالنې لپاره بيمه شوی يم؟

هغه کسان چې دولتي روغتيايي بيمه لري؛ اړتيا نه لري چې د پرستارۍ د پالنې په بيمه کې د شاملېدو لپاره غوښتنه وړاندې کړي. د دولتي بيمې لرونکي په اتومات ډول د پالنې په بيمه کې هم شامليږي. له جاب‌سنټر او کار له ادارې څخه د پیسو ترلاسه کوونکي بيمه شوي کسان هم په دې قانون کې شامل دي.که څوک شخصي روغتيايي بيمه ولري؛ بايد د پالنې د يوې شخصي بيمې بېله غوښتنه هم وکړي. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

هغه کسان چې د کډوالو لپاره د سوسيال مرسته ترلاسه کوي؛ د پالنې د بيمې تر پوښښ لاندې نه راځي. البته د پناغوښتنې قانون د ۶مې مادې پر بنسټ تاسې حق لرئ چې د روغتيا لپاره اړين لګښتونه ترلاسه کړئ او ځينې وخت ښايي د پالنې بيمه هم په دې لګښتونه هم شامل وي. د دې لګښتونو ترلاسه کولو لپاره بايد د سوسيال‌امت ادارې ته ورشئ. د غوښتنليک چمتو کولو لپاره له يوه مشورتي مرکز څخه مرسته ترلاسه کړئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز مهاجرو د شوراګانو پر وېبسایټ موندلای شئ.

که د پالنې خدمتونو ته اړتيا ولرم؛ څه بايد وکړم؟

په داسې حالتونو کې هڅه وکړئ چې له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ او مرسته ترې وغواړئ. دا سلامشوره نه یوازې ستاسې سره د دې حالت له کبله د رامنځته شوو اندېښنو په کمولو کې مرسته کوي؛ همدا شان کولای شي ستاسې له ستونزې سره سم وړ حل درپه ګوته کړي. د مشورتي دفترونو کارکوونکي به بېلابېل قوانين درته روښانه کړي او د نورو اړينو ګامونو په اړه به لارښوونه درته وکړي.

که څوک روغتيايي بيمه ولري؛ د بيمې شرکت د مشورې ترلاسه کولو او لومړي ګام لپاره وړ ځای دی. په عمومي ډول ټول بيمه شوي کسان د روغتيايي بيمې له پیسو سره يو ځای، په اتومات ډول د پالنې صندوق (Pflegekasse) ته د اوږدمهاله پالنې يا پرستارۍ د پاملرنې د بيمې پیسې هم ورکوي. دا صندوق يا اداره بيا د اوږدمهالې پالنې پر مهال له اړونده کسانو سره مرسته کوي. د اوږدمهاله پالنې د صندوق تر شا د روغتيايي بيمې شرکت ولاړ دی. د روغتيايي بيمې شرکتونه خپلواک مشاوران يا مشاورانې لري چې کولای شي تاسې ته وړيا مشوره درکړي او پوښتنې مو ځواب کړي. دا مشوره ورکوونکي د اړتيا پر مهال ستاسې کور ته هم درځي. د جرمني ژبې تر څنګ، ځينې مشاوران په نورو ژبو هم مشورې وړاندې کوي. په خپل شاوخوا کې د پالنې يو مشورتي مرکز پر (zgp.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د پورته يادو شوو ځايونو تر څنګ د لويانو مهاجرو لپاره د مشورې په مرکزونو (Migrationsberatung für Erwachsene) کې هم مالومات او مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې مرکزونو مشوره هم وړيا ده او کارکوونکي يې په څو ژبې خبرې کولای شي. په خپل شاوخوا کې د کډوالو لپاره مشورتي دفتر پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

څوک د پالنې خدمتونو د پیسو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي؟

د پرستارۍ يا روغتياپالنې د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره بايد د خپلې روغتيايي بيمې له شرکت څخه غوښتنه وکړئ څو د پالنې له بيمې څخه تاسې ته د دې خدمتونو برابرولو پیسې درکړي. د دې کار لپاره هغوی ته ليک يا برېښناليک ولېږئ او يا ټليفون ورته وکړئ. د دې کار لپاره فورمه د اړونده روغتيايي بيمې پر وېبسایټ موندلای شئ. په ياد مو وي چې د خپل غوښتنليک يو رسيد ترلاسه کړئ. د پالنې د بيمې اداره ۲۵ کاري ورځې وخت لري چې وګوري تاسې د پالنې د خدمتونو مستحق ياست او که نه. له دې ارزونې وروسته به دوی بېرته تاسې ته ځواب درکړي. د پالنې د بيمې اداره د دې ارزونې لپاره يو خپلواک پلاوی ټاکي او هغوی به ستاسې له کور او حالت څخه ليدنه وکړي.

يادونه: د دولتي بيمې له شرکتونو څخه د پالنې د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مو بايد د تېرو لسو کالونو په دوران کې په مسلسل ډول دوه‌ کاله د بيمې پیسې ورکړې وي.

د بيمې د ادارې ارزوونکي څه ډول پوهيږي چې زه د پالنې د خدمتونو مستحق یم؟

د بيمې د ادارې ارزوونکي بايد له تاسې سره د ليدلو کتلو لپاره يو وخت وټاکي. دوی نه شي‌کولای بې‌خبره ستاسې دروازې ته ورديږي. که د کورنۍ غړي يا نور پالونکي څوک لرئ؛ بايد په دې ليدنه کتنه کې حاضر وي. پر دې مهال به ارزوونکو ته روښانه کړئ چې څنګه، څومره او چېرته خدمتونو، مرستې او پالنې ته اړتيا لرئ. دوی ته بايد د ډاکټر ټولې نسخې يا نور ورته سندونه هم ورښکاره کړئ.

دا ارزوونکي په لاندې شپږو برخو کې د اړوند کس حالتونه څېړي او ګوري چې څه ډول خدمتونو ته اړتيا لري:

1.     خوځېدل

2.     عصبي او د اړيکو مهارتونه

3.     اروايي او د چلند ستونزې

4.     ځاني بسياينه

5.     خپلې درملنې ته پاملرنه، د بېلګې په ډول په منظم ډول د خپلو درملو خوړل

6.     ورځنۍ او ټولنيزې چارې، د بېلګې په ډول په خپله د ورځنيو چارو پلانول او له نورو کسانو سره راشه درشه

 

د دې ارزونې له مخې به تاسې ته د پالنې يوه درجه وټاکل شي. په جرمني کې د پالنې ۵ درجې شته. دا درجې په خپلو چارو کې له لږ نيمګړتيا (د پالنې لومړۍ درجه) نيولې بيا د خپلو چارو په ترسره کولو کې تر شديدې نيمګړتيا (د پالنې پينځمه درجه) پورې دي.

د ارزوونکو د راپور له بشپړېدو وروسته د پالنې د بيمې اداره ستاسې د غوښتنې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي. د دې پرېکړې پايله تاسې ته د پوست له لارې لېږل کيږي. که د چا غوښتنه ونه منل شي او يا فکر کوي چې د پالنې ټاکل شو درجه يې ډېره ټيټه ده؛ کولای شئ د څلورو اونيو په موده کې اعتراض وکړي. پر (pflege.de) وېبسایټ په جرمني ژبه په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ. که مرستې يا مشورې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په خپل شاوخوا کې د پالنې د ملاتړ مشورتي مرکزونو ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې د پالنې يو مشورتي مرکز پر (zgp.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د (pflege.de) وېبسایټ د پالنې د درجې يو شمېرونکی ماشين لري چې په مرسته يې کولای شئ د خپلې پالنې اټکلي درجه مالومه کړئ. په دې ډول مخکې له مخکې پوهېدای شئ چې د پالنې د خدمتونو مستحق ياست او که نه.

د روغتياپالنې کوم ډولونه شته؟

په عمومي ډول د روغتياپالنې يا روغتيايي پاملرنې درې ډولونه شته. اړوند کس ښايي په کور کې له پاملرنې لاندې وي؛ کله ناکله بستر شي او يا دوامدار بستري وي.

-        په کور کې تر پاملرنه لاندې کس ته هره ورځ يا په اونۍ کې څو ځله يوه روغتياپاله يا روغتياپال راځي او خدمت يې کوي. که د چا د کورنۍ غړي د خپل ناروغ پالنه کوي؛ کولای شي دا خدمت خپله پر غاړه واخلي او يا له پرستارانو سره مرسته وکړي. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (په کور کې پالنه) کې ترلاسه کولای شئ.

-        د نيمه بستر کسانو پالنه په کور او يو روغتيايي پالنځي دواړو کې کيږي او دا کار د يو څو محدودو ورځو لپاره کيږي. دا ډول پالنه يوازې د ورځې او يا يوازې د شپې له خوا کيږي. که په عمومي ډول د چا پالنه په کور کې کيږي خو هلته ځينې وخت يوازې پاته کيږي او نه شي کولای خپل کارونه ترسره کړي؛ ښايي په دې وخت کې د روغتياپالنې يوه مرکز ته يوړل شي. دا ډول خدمتونه ښايي د هغه چا لپاره ښه وي چې د کورنۍ غړي يې د ورځې يا شپې له خوا کار ته ځي او يا يې د کومې ناروغۍ له کبله پالنې ته اړتيا زياته شوي وي.

-        د دې تر څنګ د بشپړې بستري يا دوامدارې روغتياپالنې يا‌پرستارۍ خدمتونه هم شته. په دې حالت کې دا کس د تل يا يوې ټاکلې مودې لپاره په يوه پالنځای کې ساتل کيږي. د دې ډول پالنې اجازه يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې په بل ډول د اړوند کس د پالنې شونتياوې نه وي.

دا ټول ډولونه ښېګڼې او بدګڼې لري. دا چې ستاسې لپاره يې کوم ډول غوره دی؛ ستاسې له ځانګړي حالت، د پرستارۍ د ټاکل شوې کچې او مالي امکاناتو سره اړه لري. په ځانګړي ډول د بشپړ بستر يا دوامداره پالنې د خدمتونو لګښت ډېر زيات دی. په عمومي ډول هر څومره چې د چا د پرستارۍ درجه لوړه وي؛ په هماغه کچه به د پالنې له بيمې څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړي. البته دا بيمه د پالنې ټولنې پیسې نه ورکوي.

ښه دا ده چې ښه وختي د پالنې د خدمتونو او فرصتونو په اړه مشوره او مالومات ترلاسه کړئ او ځان وپوهوئ چې تاسې ته د پالنې کومه درجه درکول کيږي او د پرستارۍ کوم ډول درته غوره دی.که حالت يا اړتياوې مو بدلې شي؛ هر څومره ژر چې کولای شئ؛ د خپلې پالنې د بيمې له ادارې سره اړيکه ونيسئ. په دې ډول به دوی وتوانيږي چې خپل خدمتونه پر وخت ستاسې له شرطونو سره برابر کړي.

 

څه ډول د پرستارۍ ښه خدمتونه يا د پالنې غوره مرکز ومومم؟

پر (Heimverzeichnis) وېبسایټ کولای شئ د پرستارۍ يا روغتياپالنې يو ښه مرکز ومومئ. په دې لړښود کې به ټول هغه مرکزونه ومومئ چې تاسې يې د يوې ځانګړنې له مخې په لټه کې ياست. د دې تر څنګ د دولتي بيمې ادارې هم کولای شي تاسې ته د پالنې د مرکزونو او خدمتونو په اړه مالومات درکړي. پر (AOK-Pflegenavigator) کولای شئ په خپل شاوخوا کې د پالنې خدمتونه او يا مرکزونه ومومئ. پر (pflegelotse.de) هم د پالنې خدمتونه، مرکزونه او مشورتي خدمتونه ومومئ. د پالنې د مرکزونو د ټاکنې او يا د پالنې د خدمتونو د غوراوي چک‌لېستونه هم د پلټلو او غوره کولو پر مهال مرسته درسره کولای شئ.

آيا زما د کورنۍ غړي کولای شي زما پالنه پر غاړه واخلي؟

هو. تاسې د نرسېنګ مسلکي خدمتونو ته اړتيا نه لرئ. که د کورنۍ له غړو يا دوستانو مو څوک غواړي په کور کې ستاسې پالنه وکړي؛ کولای شئ دا کار هغه ته وسپارئ. دې کس ته به د دې کار لپاره هره مياشت يوه ځانګړې اندازه پیسې ورکړل شي. د دې پیسو اندازه د ارزوونکو له راپور او ستاسې د پالنې له درجې سره اړه لري. تاسې کولای شئ د مسلکي پرستارۍ او په کور کې د پالنې يو ګډ سيستم هم غوره کړئ.

که د کورنۍ د غړو يا دوستانو له لوري مو پالنه کيږي؛ په کال کې دوه ځله مسلکي کسان د مشورې لپاره درته راځي او د تاسې او د کورنۍ غړو ته مو د پالنې لپاره مشورې درکوي او لارښوونې درته کوي. تاسې همدا شان د پالنې د وړيا کورس مستحق ياست. په دې کورس کې به ستاسې د کورنۍ غړي د پالنې يا پرستارۍ په اړه لومړني مالومات ترلاسه کړي.

آيا د پالنې د بيمې اداره د نورو مرستندويو توکو پیسې هم ورکوي؟

که د ويلچر او ګرځېدو راګرځېدو د نورو وسايلو په شان کوم څه ته اړتيا وي؛ د پالنې د بيمې ادراه به يې پیسې ورکړي. که له دې ډول وسيلو کوم څه ته اړتيا لرئ؛ له خپل ډاکټر سره يې په اړه خبرې وکړئ؛ ځکه د پالنې د بيمې اداره يې د ورکولو لپاره د ډاکټر نسخه يا تاييد ليک غواړي.

د دستکشونو، ميکروب‌ضد توکو او نورو ورځينو اړتياوو لپاره هم د پالنې د بيمې له لوري يوه ټاکلې اندازه پیسې درکول کيږي. د دې شيانو ترلاسه کولو لپاره د ډاکټر تاييدليک ته اړتيا نه لرئ. البته د پالنې د بيمې ادارې ته يې بايد د ترلاسه کولو لپاره يو غوښتنليک وړاندې کړئ.

څه ډول کولای شم د پالنې د بيمې د اړتيا پر مهال د ډېرو لګښتونو مخنيوی وکړم؟

د پالنې د بيمې اداره په معمول ډول د پالنې د خدمتونو لپاره ټولې پیسې نه ورکوي. اړوند کسان بايد اضافه پیسې په خپله ورکړي او يا يې د کورنۍ غړي يا دوستان مرسته ورسره وکړي. البته د اړتيا پر مهال د سوسيال‌امت اداره هم مرسته کوي. البته هر څوک کولای شي مخکې له مخکې د پالنې د بيمې له يوې خصوصي کمپنۍ سره هم ځان ثبت کړي څو د اړتيا پر مهال اضافه لګښتونه ورکړي. د بيمې اکثر شرکتونه دا ډول اضافي بيمې هم لري. دولت تر يوې کچې د بيمې د خصوصي شرکتونو ملاتړ کوي. په دې اړه نور مالومات پر (bundesgesundheitsministerium.de) موندلای شئ.

که خپله پرېکړه ونه شم کړای؛ څوک به مې قانوني استازيتوب وکړي؟

که نور خپلې چارې په خپله نه شئ ترسره کولای؛ يوه يا څو نورو داسې کسانو ته اړتيا لرئ چې ستاسې پر ځای پرېکړې وکړي. دا چې يو څوک ښايي يو په يو له هر څه ولويږي؛ ښه به وي چې مخکې له مخکې د يوه يا څو کسانو په اړه يو داسې ليک لاسليک کړئ چې ستاسې قانوني وکالت ولري. په دې اړه نور مالومات پر (pflege.de) وېبسایټ هم لوستلای شئ. البته ښه ده چې د (Betreuungsverfügung) او (Patientenverfügung) په نومونو دوه نور قانوني سندونه هم لاسليک کړئ څو په راتلونکي کې د ستونزو او ناسم پوهاوي مخنيوی شوی وي.

که چېرې ډېره ناوخته وي او تاسې کوم خپل څوک د قانوني‌ وکالت لپاره نه وي ټاکلی او وخت يا تون يې هم ونه لرئ؛ د سرپرستۍ د محکمې (Vormundschaftsgericht) له لوري به يو څوک د پالونکي (Betreuer) په توګه درته وټاکل شي. د دې کار لپاره بايد د خپلې سيمې په محکمه (Amtsgericht) کې د پالنې غوښتنليک (Betreuungsantrag) ثبت کړئ. که د دې کار لپاره مرستې ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو له ادارې سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د مشورتي مرکز موندلو لپاره (bamf.de) وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ.

که زما پالندوی/پالندويه په سم ډول خدمت ونه کړي؛ څه کولای شم؟

که د پرستارانو له لوري مو سم خدمت نه کيږي او يا ناسم چلند درسره کيږي؛ د بېلګې په ډول پالونکي مو ځوروي؛ کولای شئ په خپله سيمه کې له (Krisentelefon) سره اړيکه ونيسئ. پر (zqp.de) وېبسایټ هم په خپله سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

مهم

که پرستار يا پرستاره مو سم خدمت نه کوي؛ کولای شئ د (Krisentelefon) ادارې په (۰۷۰۳۱۶۶۳۳۰۰۰) شمېره شکایت وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي به ستاسې شکايت ثبت کړي او د ستونزې د حلولو لپاره به مرسته درسره وکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: