ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو؟

Das Bild zeigt eine Grafik aus verschiedenen Puzzleteilen. Auf den Puzzleteilen stehen Begriffe aus dem Bereich Asylverfahren.
اوسمهالیز 31.07.2023

ډولډونګ لرونکي کسان د استوګنې اجازې ترلاسه کولو کوم فرصتونه لري؟

په جرمني کې ډېر کسان د کلونو لپاره له ډولډونګ سره اوسيږي. ډېر مهال د ډولډونګ د اعتبار موده د ډېرو کالو لپاره غځول کيږي او درلودونکي يې ښايي په‌ پای کې د استوګنې معمول اجازه ترلاسه کړي. البته د استوګنې د نورمال اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. د خپلو شرطونو په اړه له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ. 

يادونه: هغه کسان چې هويت يې نامالوم وي او يا پله بله وينا د خپل هېواد تذکره يا پاسپورت ونه لري، د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې یو ډول ډولډونګ ورکول کيږي چې لايت ډولډونګ نوميږي. د دې ډولډونګ درلودونکو ته د ډولډونګ موده، په جرمني کې کې د استوګنې په کالونو کې نه شمېرل کيږي. د بېلګې په توګه که دوی وغواړي د جرمني پاسپورت واخلي، د دې ډولډونګ موده به ورته حساب نه شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په راتلونکي بل څپرکي کې لوستلای شئ. 

تازه: د استوګنې له ازمايښتي اجازې سره خبره بدله ده. په پام کې ده چې له دې اجازې سره ډولډونګ لرونکو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره شي. په دې حالت کې لایت ډولډونګ موده له ډولډونګ څخه د مخکې مودې په توګه شمېرل کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د استوګنې ازمويښتي اجازه) کې ولولئ.

 

ډولډونګ لرونکي کوم فرصتونه لري؟

د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې پينځم بند له مخې، د بشردوستانه دلايلو لپاره د استوګنې اجازه

ځينې کسان ښايي ډولډونګ د مودې له غځېدلو وروسته د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې پينځم بند له مخې د بشردوستانه دلایلو پر بنسټ د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دا کار هغه وخت کيږي چې د ډولډونګ درلودونکي، د بېلګې په توګه ونه شي کړای خپل هېواد ته سفر وکړي او يا يې هېواد پاسپورټ ورنه کړي.

د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • لږ تر لږه د ۱۸ مياشتو لپاره مو د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې ډولډونګ درلودلی وي. که له دې کم وخت کيږي؛ ځينې وخت د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) د استوګنې اجازې درکولو پرېکړه کوي. په جرمني کې ستاسې د‌ ژوند کولو موده او د کار په مارکېټ کې ادغام، په دې پرېکړه کې مهم رول لري.
  • بېرته مو خپل هېواد ته تګ ناشونی وي. د بېلګې په توګه د ځينو لاملونو له کبله هلته سفر نه شئ کولای او يا پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای او بېرته خپل هېواد ته له پاسپورت پرته نه شئ تللای.
  • تر A2  کچې يا لوړې پورې په جرمني ژبه خبرې کولای شئ. دا خبره بايد د کورس، ښوونځي؛ اوسبیلډونګ يا پوهنتون د فراغت په سند ثابته کړئ.
  • د خپل ژوند اړتياوې بايد خپله او د دولت له مرستې پرته پوره کړئ. په دې حالت کې بيا د کډوالو لپاره د دولتي مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. البته ښايي د بهرنيانو چارو اداره دا شرط معاف کړي. البته دا په هغه صورت کې کيږي چې دوی ډاډه شي چې تاسې په راتلونکي کې د خپل ژوند لګښتونه پوره کولای شئ.
  • که ماشومان لرئ؛ هغوی بايد ښوونځي ته ولاړ شي.
  • بايد د دموکراسۍ اساسات ومنئ او په اړه يې لومړني مالومات ولرئ. دا مالومات په معمول ډول په د لوري موندنې (Orientierungskurs) په کورس کې زده کيږي؛ کوم چې د ادغام د کورس برخه دی. البته تاسې کولای شئ یوازې د (Leben in Deutschland) ازموينه ورکړئ. که د جرمني د يوه ښوونځي د فراغت سند ترلاسه کوئ، دې ازموينې ته اړتيا نشته.
  • د خپل ډيپورټ د مخنيوي لامل تاسې خپله نه ياست. د بېلګې په ډول که چا په دوکه د خپل ډيپورټ مخنيوی کړی وي او يا يې له اړونده ادارو سره همکاري نه وي کړې؛ ښايي بشري دلايلو له کبله د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.
  • بايد جرم او جنايت مو نه وي ترسره کړی.
  • تاسې بايد پاسپورت ولرئ او يا داسې سند ولرئ چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه مو کړې ده.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

د ډولډونګ اجازې د مودې غځېدلو پر مهال د بهرنيانو چارو اداره ګوري چې له جرمني د اړوند کس ايستل ممکن دي او که نه. که دا کار شونی وي؛ د استوګنې د اجازې سند به يې نوی نه شي او له دوی به وغوښتل شي چې جرمنی پرېږدي. په داسې حالاتو کې له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ.  په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ.

د استوګنې قانون د ۲۵ ب مادې له مخې، د ښو ادغام شوو لويانو لپاره د استوګنې اجازه

د استوګنې قانون د ۲۵ ب مادې له مخې که څوک په جرمني کې د ډېر وخت لپاره پاته شوي وي او په ټولنه کې ښه ادغام شوي وي، کولای شي د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کړي. د استوګنې دا ډول اجازه د درې کالونو لپاره ورکوي کيږي او بيا غځول کيږي. 

د دې کار لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

 

  • د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې ډولډونګ، د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis)، د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung)، يا د استوګنې ازمايښتي اجازه (Chancen-Aufenthaltsrecht) ولري.
  • اړوند کس بايد لږ تر لږه ۶ کاله په دوامدار ډول په جرمني کې پاته شوی وي او په دې موده کې يې د استوګنې لنډمهاله اجازه (Aufethaltsgestattung)، يا د زغمل شوې استوګنې اجازه (Duldung) او يا دې ته ورته بله قانوني اجازه درلودلې وي. که څوک واړه بچيان ولري؛ په جرمني کې له څلور کاله پرله‌پسې اوسېدو وروسته د استوګنې عادي اجازه ترلاسه کولای شي. يادونه: که له تېرو دېرشو مياشتو مو کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) درلودلی وي؛ د دې شرط پوره کول اړين نه دي.
  • د جرمني ژبې A2 سند. دا کسان بايد د ښوونځي، حرفوي زده‌کړو او پوهنتون د فراغت د سندونو په شان ځينې ثبوتونه وړاندې کړي چې وښيي دوی په جرمني ژبه پوهيږي.
  • که څوک بچيان ولري؛ بايد په منظم ډول ښوونځي ته ولاړ شي.
  • د خپل ژوند لګښتونه په خپله ورکړای شي. د اصولو له مخې دا کسان بايد دولتي مرسته ترلاسه نه کړي. البته د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) ښايي هغه وخت په دې شرط سترګې پټې کړي چې پوه شي تاسې په راتلونکي کې دنده ترلاسه کولای او خپل لګښتونه پوره کولای شئ. 
  • د لېبرال دموکرات اساسي قانون په اړه مالومات ولري او په لومړنيو اساساتو يې وپوهيږي. ډېر کډوال په دې اړه د لوري موندنې په کورس (Orientierungskurs) کې مالومات ترلاسه کوي؛ کوم چې د انټګراڅيون کورس برخه دی. البته تاسې کولای شئ یوازې د (Leben in Deutschland) ازموينه ورکړئ. که د جرمني د يوه ښوونځي د فراغت سند ترلاسه کوئ، دې ازموينې ته اړتيا نشته.
  • اړوند کس بايد د خپل ډيپورټ په مخنيوي کې لاس ونه لري او په نه همکارۍ تورن نه وي.
  • بايد جرم او جنايت یې نه وي ترسره کړی.
  • بايد پاسپورت ولري او يا داسې سند ولري چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه ېې کړې ده خو بريالی شوی نه دی. 

يادونه: که د ژوند ملګری/ملګرې او ماشومان مو له تاسې سره یوځای اوسي، دوی هم کولای شي د استوګنې دا جازه ترلاسه کړي او اړتيا نشته چې دوی دې هم په جرمني کې ۶ کاله تېر کړي وي. البته نور شرطونه بايد دوی هم پوره کړي.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

 

د استوګنې قانون د ۲۵ الف مادې له مخې، د ښو د ادغام شوو نويو ځوانانو لپاره د استوګنې اجازه

هغه ځوانان چې عمرونه یې د ۱۴-۲۶ کلونو تر منځ‌ وي او د ۱۲ میاشتې یې ډولډونګ درلودلی وي او په جرمني کې ډېر ژوند کړئ وي او په ټولنه کې په ښه توګه ادغام شوي وي کولی شي د استوګنې قانون د §25 مادې د ۵ بند په اساس د استوګنې اجازه تر لاسه کړي چې د دغه اجازې موده دری کاله ده او وروسته د تمدید وړ هم ده.‌

د ۲۰۲۳ کال له جنوري میاشتې او د استوګنې د اجازې د تر لاسه کولو لپاره باید لاندې شرطونه پوره کړئ:‌

  • عمر مو باید د ۱۴تر ۲۶ کلونو پورې وي.‌
  • لږ تر لږه مو دری کاله پرلپسې په جرمني کې ژوند کړی وي.‌
  • د استوګنې لاندې یو ډول اجازه ولرئ: د استوګنې قانون §60a اجازه، Aufenthaltserlaubnis،‌  Aufenthaltsgestattung.‌
  • د استوګنې د اجازې د غوښتنلیک پر مهال مو د ډولډونګ ۱۲ میاشتې پوره شوې وي،‌ یا هم د استوګنې قانون §104c مادې په اساس د استوګنې ازمایښتي اجازه ولرئ.
  • لږ تر لږه مو دری کاله په بریالیتوب په جرمني کې زده کړې کړې وي.‌
  • داسې هېڅ باید درباندې ثابت شوي‌ نه وي چې د جرمني د اساسي قانون پر خلاف مو کوم عمل تر سره کړئ وي. د بېلګې په توګه په هېڅ‌ افراطي او تروریستي سازمان کې فعال نه وی.‌
  • د کډوالو چاره اداره په دې ډاډه شي چې په ټولنه کې په ښه توګه ادغام شوي یاست. د بېلګې په توګه د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته مو پوهنتون یا هم اوسبلیډونګ پیل کړی وي.
  • بايد پاسپورت ولري او يا داسې سند ولري چې، دا روښانه کړي چې د پاسپورت ترلاسه کولو هڅه ېې کړې ده خو بريالی شوی نه دی.
  • باید له ۲۷ کلنۍ مخکې دا غوښتنلیک د کډوالو چارو ادارې ته وسپارئ.‌

د استوګنې قانون د پورته يادې شوې مادې له مخې د دې نويو ځوانانو ميندې او پلرونه يا د ژوند ملګری/ملګرې هم کولای شي د استوګنې اجازې غوښتنه وکړي. دا کار يوازې هغه وخت کېدای شي چې اړوند کس د خپل ډيپورټ په مخنيوي او يا جرمن تورن نه وي او له دولته مرسته ترلاسه نه کړي.

په دې اړه لا زيات مالومات د زاکسن انهالت ايالت له لوري د کډوالو لپاره په دې خپره شوې خبرپاڼه کې موندلای شئ.

د استوګنې قانون د ۱۸ الف مادې له مخې، د متخصصو ډولډونګ لرونکو لپاره د استوګنې اجازه

د استوګنې قانون د ۱۸ الف مادې له مخې هغه متخصص کسان چې لاندې شرطونه ولري؛ کولای شي د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړي:

  • د زده‌کړو له مخې د زغمل شوې استوګنې سند (Ausbildungsduldung) سند ولري؛ حرفوي زده‌کړې يې بشپړې کړې او په خپله څانګه کې يې دنده موندلې وي. او يا؛
  • د داسې دندې وړانديز ولري چې حرفوي زده‌کړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا لري. او يا؛
  • په جرمني کې يې کاري حرفوي زده‌کړې (Berufsausbildun) يا پوهنتون پای ته رسولی وي. او يا؛
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند ولري چې په جرمني کې رسمي شوی وي او په جرمني کې يې لږ تر لږه دوه‌ کاله تخصصي کار کړی وي. او يا؛
  • په جرمني کې يې لږ تر لږه درې کاله د ماهر کارګر (Fachkraft) په توګه کار کړی وي او لږ تر لږه د يوه کال لپاره يې د خپل ژوند لګښت ورکړی وي.

پر دې د پاسه ياد شوي کسان بايد لاندې شرطونه هم پوره کړي:

  • د کار فدرالي اداره (Bundesagentur für Arbeit) بايد د دوی غوښتنه تاييد کړي. البته په داسې حالتونو کې د لومړيتوب ازموينه (Vorrangprüfung) نه ترسره کيږي.
  • بايد د ژوند کولو لپاره کافي ځای (کور، اپارتمان) ولري.
  • د جرمني ژبې د B1 په کچه خبرې وکړای شي.
  • له ترهګريز او توندلارو خوښتونو سره اړيکې ونه لري.
  • کوم ستر جرم يې نه وي ترسره کړی.
  • د ژوند د لګښتونو ستره برخه خپله ورکړي.
  • اړوند کس بايد د خپل ډيپورټ په مخنيوي کې لاس ونه لري او په نه همکارۍ تورن نه وي.
د استوګنې د ازمايښتي اجازې له مخې قبولي ترلاسه کول

د جرمني د استوګنې د ازمایښتي اجازې نوی قانون (104c Aufenthaltsgesetz§) د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې وروسته نافذ او د ۲۰۲۳ز کال د جنوري‌ له لومړی وروسته پلي کېږي.‌ د دغه استوګنې د اجازې موده به ۱۸ میاشتې وي،‌ دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې پنځه کاله یې په جرمني‌ کې له ډولډونګ سره ژوند کړی وي،‌ کوم جرم یې نه وي‌ کړئ او د جرمني‌ اساسي قانون ته ژمن وي.‌ د دې تر څنګ تاسو باید په دغه ۱۸ میاشتو کې دننه د اوږد مهاله استوګنې اجازې د تر لاسه کولو شرطونه پوره کړئ په ځانګړې توګه هغه د استوګنې اجازه چې د §25a   او 25b§ قانون په اساس ورکول کېږي.‌ که په دغه ۱۸ میاشتو کې د دې کار په کولو بریالي نه شئ بیا به ډوډونګ درکړل شي.‌ په دې اړه بشپړ مالومات د استوګنې ازمايښتي اجازې په څپرکي کې ولولئ.

چېرته او څنګه د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شم؟

د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره د خپلې اړونده بهرنيانو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده ادارې ته ورتللای او غوښتنه وړاندې کولای شئ. له دې ادارو څخه د اړوندو فورمو غوښتنه کولای شئ. د دې تر څنګ کولای شئ وپوښتئ چې سملاسي په ليکلي ډول غوښتنليک وړاندې کړئ او که په راتلونکي کې ترمين يا وخت اخستل اړين دي. له غوښتنليک سره د ډکو شوو فورمو او د ژبې د زدکړې د سرټيفیکیټ په ګډون د کور د قرارداد، د اوسبیلډونګ د قرارد او نورو اړوندو سندونو کاپيانې هم ملګرې کړئ او د ترمين په ورځ يې له ځان سره يوسئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که ډولډونګ لرئ او غواړئ په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ، کولای شئ له يوې مشورتي‌ ادارې يا وکيل سره هم په دې اړه مشوره وکړئ. په ياد مو وي چې د وکيل نيولو لګښت ښايي زيات وي. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ.

مهم

که د استوګنې اجازې لپاره له یو يا دوه شرطونو پرته نور پوره کړئ، خامخا له يوې مشورتي ادارې يا وکيل څخه مرسته وغواړئ. دوی کولای شي تر ځانګړو شرايطو لاندې په دې اړه له تاسې سره مرسته وکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: