بشر الأسدي

د عربي ژبې اېډېټر
بشر الاسدي په ۱۹۹۰ کال کې په سوريه کې زېږېدلی دی. هغه د دمشق په پوهنتون کې ژورناليزم لوستی او بيا يې له هيکل مېډيا سره د اېډېټر په توګه کار کړی دی. په ۲۰۱۳ هغه د هېواد د حالت په اړه ګڼو عربي رسنيو ته راپورونه ورکول پيل کړل.
بشر د ځوانانو لپاره د ډيجيټل رسنيو د کارونې، اېډېټ او ډيجټل محتوا د توليد په ګڼو روزنيزو پرګرامونو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په ترکيه کې د عرب ماشومانو لپاره يوه داسې پوهنيزه سلسله هم خپره کړې ده چې ماشومان څنګه وکړای شي خپله مورنۍ ژبه وساتي.
په سوريه کې د سخت حالت له کبله، په ۲۰۱۸ کال کې بشر له خپلې کورنۍ سره برلين ته راکډه شوی دی او له د ۲۰۲۱ کال له اپرېل راهيسې يې له هنډبوک جرمني سره د اېډېټر په توګه کار کړی دی. هغه د ۲۰۲۲ کال له پیل راهيسې د هنډبوک جرمني د عربي ژبې اېډېټر دی.