په جرمني کې د زدهکړو مالي مرسته يا بافوګ (BAföG)

په جرمني کې له چا سره د زدهکړو لپاره مالي مرسته کيږي؟
د کاري ژوند يا کريير جوړولو لپاره لوړې زدهکړې مهمې دي خو د لوړو زدهکړو پر مهال پیسې په سختۍ موندل کيږي. په جرمني کې د زدهکړو د تمويل لپاره دولتي پروګرام شته چې (Bundesausbildungsförderungsgesetz) يا بافوګ نوميږي. که څوک خپله او يا يې والدين لږ عايد ولري او جرمني ته د زدهکړو په ويزه نه وي راغلي، کولای شي د بافوګ غوښتنه وکړي او يوه ټاکلې اندازه پیسې ترلاسه کړي.
په څه بايد ځان وپوهوو؟
بافوګ د فدرالي زدکړو د مرستې قانون (Bundesausbildungsförderungsgesetz) مخفف دی. بافوګ د محصلينو لپاره يو دولتي مرستندوی پروګرام دی. په عمومي ډول هغه جرمنيان او ځينې بهرنيان چې خپله يا مور او پلار يې د دوی د زدهکړو لګښتونه نه شي ورکولای؛ د دې مرستې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي. د یوه اصل له مخې محصلين نه شي کولای له جابسنټر يا سوسيال څخه مالي مرسته ترلاسه کړي؛ بافوګ له دوی سره د زدهکړو په بشپړولو کې ډېره مرسته کوي.
دا مرسته دوې مساوي برخې لري چې يوه برخه يې مرسته او بله يې بېسوده دولتي قرض دی. دا په دې مانا چې له فراغت او کار موندلو وروسته د درکول شوو پیسو يوازې يوه برخه او پرته له کوم سوده بېرته دولت ته ورکول کيږي.
د بافوګ تر لاسه کول، په جرمني کې ستاسې د استوګنې له حالت، د زدهکړو له سندونو او عمر سره اړه لري:
عمر:
د لوړو زدهکړو پيلولو لپاره د بافوګ غوښتلو پر مهال مو بايد عمر له ۴۵ کالونو زيات نه وي البته په ځانګړو حالاتو کې ځينې استثناوې هم په پام کې نيول کيږي. د بېلګې، په ډول که په خپل وطن کې د خرابو حالاتو له کبله زدهکړې نيمګړې پاته شوې وي او يا په جرمني کې د ابيتور له بشپړولو وروسته سملاسي لوړې زدهکړې پیل کول غواړئ؛ د عمر محدودیت په استثنايي ډول ځنډېدلای شي. په دې اړه زيات مالومات پر (bafög.de) او (intez.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د استوګنې اجازه:
په عمومي ډول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنې قانوني اجازه ولري او دلته ثبت وي، د بافوګ ترلاسه کولو مستحق بلل کيږي. که جرمني ته په تحصيلي ويزا ((§16b Aufenthaltsgesetz) راغلي ياست، بافوګ نه درکول کيږي. د بافوګ اړوند په اتمه ماده کې په دې اړه نور مالومات هم لوستلای شئ.
هغه کسان چې جرمني ته د کډوال په توګه راغلي وي، د بافوګ ترلاسه کولو لپاره ځانګړي قوانين ورباندې پلي کيږي:
· که د جرمني د اساسي قانون د ۱۶الف مادې له مخې مو سياسي پنا تر لاسه کړې وي؛ يا مو د پناغوښتنې قانون د دريمې مادې له مخې د کډوالۍ او يا هم د همدې قانون د ۴مې مادې له مخې د فرعي خونديتوب حق تر لاسه کړی وي؛ کولای شئ په جرمني کې د بافوګ غوښتنه وکړئ.
· که د استوګنې قانون د شپېتمې مادې د پنځم او اووم بند مطابق مو ډيپورټ ځنډول شوی وي؛ ډولډونګ مو ترلاسه کړی وي اويا دلته د خپلې کورنۍ له غړو سره تازه یوځای شوي ياست، جرمني ته له راتګ ۱۵ مياشتې وروسته د بافوګ تر لاسه کولو غوښتنه کولای شئ. که په لومړيو ۱۵ مياشتو کې زدهکړې پیل کړئ، د پناغوښتونک لپاره له مالي مرستو (Asylbewerberleistungen) برخمن کېږئ.
· که د پناغوښتنې پروسه مو لا روانه وي او ځواب يې نه وي راغلی، د بافوګ تر لاسه کولو وړ نه ګڼل کېږئ خو کولای شئ د زدهکړو په دوران کې هم د پناغوښتونکو لپاره مالي مرسته ترلاسه کړئ. د يادونې وړ ده چې له قبولۍ سمسلاسي وروسته د پناغوښتونکو لپاره مالي مرسته بنديږي. د محصل په توګه تاسې ته د جابسنټر مرسته هم نه درکول کيږي. له همدې کبله غوره ده چې وخت لا د بافوګ لپاره د (Vorabentscheid) غوښتنه وکړئ
تر اوسه د ترسره شوو زدهکړو سندونه
که پخوا مو په بهر کې زدهکړې کړې وي او اوس غواړئ په جرمني کې ادامه ورکړئ، د لاندې شرطونو له پوره کولو سره بافوګ ترلاسه کولای شئ:
- په بهر کې مو ترسره کړې لوړې زدهکړې دلته په جرمني کې له لوړو زدهکړو سره معادل (institutionell gleichwertig) نه ګڼل کيږي. د بېلګې په توګه که چا د شپې يا نيمه وخت پوهنتون لوستی وي او يا لوړو زدهکړو له ۳ کالونو لږ وخت نيولی وي او يا يې هم داسې لوړې زدهکړې کړې وي چې د شاملېدو لپاره د ۱۲م ټولګي د فراغت سندونو ته اړتيا نه لري.
- که يوازې لسانس ولرئ او اوس غواړئ ماسټري واخلئ.
- په بهر کې مو لوړې زدهکړې نه وي بشپړې کړې او اوس غواړئ دلته په جرمني کې دوام ورکړئ. د يادونې وړ ده چې که غواړئ په بله څانګه کې زدهکړې وکړئ، ښايي خبره يو څه پېچلې شي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.
- په بهر کې له بشپړو شوو زدهکړو سره نه شئ کولای چې په جرمني کې اکاډميکه دنده ومومئ خو په خپل هېواد کې مو مو له دې سندونو سره اکاډميکه دنده ترلاسه کولای شوای او د زدهکړو پر مهال مو دا فرصت نه درلود چې د بافوګ د اتمې مادې له مخې، د استوګنې له يادوو شوو اجازو سره سم په بهر يا جرمني کې زدهکړه وکړئ.
مهم: يوازې هغه محصلان بافوګ ترلاسه کولای شي چې له د دوکتورا له کچې ټيټې زدهکړې ترسره کوي. په دې توګه يوازې د لسانس، ماسټرۍ، دولتي ازموينې (Staatsexamen) او دوهګونو زدهکړو (duales Studium) لپاره بافوګ ترلاسه کړئ. که غواړئ دوکتورا واخلئ، بايد د تمويل لپاره يې نور فرصتونه ولټوئ.
د تمويل د نورو فرصتونو او د کډوالو لپاره د استثناوو په اړه نور مالومات د( INTEZ e.V) ادارې د بافوګ له لارښود څخه ترلاسه کولای شئ. ځينې وخت د بافوګ غوښتنه له کوم ځانګړي دليل پرته رديږي، ځکه نو ښه ده چې په خپلو حقونو وپوهېږئ. په دې اړه ياد شوی لارښوود مرسته کولای شي. که د بهرنيو سندونو يا د زدهکړو څانګې د بدلون له کبله مو د بافوګ غوښتنه رد شي، کولای شئ له يادې شوې ادارې سره پر (info@intez.de) برېښناليک اړيکه ونيسئ.
دا چې د زدهکړو د څانګې له بدلولو وروسته هم بافوګ درکول کيږي که نه، ستاسې له زدهکړو د سمسترونو له شمېر سره اړه لري:
- که په بهر کې مو له څلورو سمسترونو زياتې زدهکړې نه وي ترسره کړې، کولای شئ په جرمني کې د څانګې له بدلولو سره سره بافوګ ترلاسه کړئ.
- که په بهر کې مو ۵ سمستره لوستي وي اوس غواړئ په جرمني کې په بله څانګه کې زدهکړو ته ادامه ورکړئ، يوازې هغه وخت بافوګ ترلاسه کولای شئ چې د څانګې بدلولو لپاره يو مهم دليل ولرئ. په دې دليلونو کې د بېلګې په توګه ښايي يو دا وي چې ووايئ چې په خپله هېواد کې مو د زده کړو څانګه ټاکل په خپله خوښه نه وو.
- که په بهر کې مو له ۵ سمسترونو زياتې زدهکړې ترسره کړې وي، يوازې هغه وخت بافوګ ترلاسه کولای شئ چې د څانګې د بدلون لپاره يو نه ردېدونکی دليل (unabweisbaren Grund) ولرئ. دا دليل ښايي د بېلګې په توګه دا وي چې د ټپي کېدلو له کبله مو د موسيقۍ زدهکړې بشپړې نه شوای کړای او يا هم د تراوما له کبله ونه توانېدئ چې طب بشپړ کړئ. ځينو محکمو هم هغو کسانو ته د بافوګ د ورکړې پرېکړې کړې دي چې د کډوالۍ له کبله يې زدهکړې نه دي بشپړې شوې او اوس يې د زدهکړو څانګې بدلې کړې دي. البته دا تضمين نشته چې نورې محکمې دې هم ورته پرېکړې وکړي.
که د بهرنيو سندونو يا د زدهکړو څانګې د بدلون له کبله مو د بافوګ غوښتنه رد شي، کولای شئ له يادې شوې ادارې سره پر (info@intez.de) برېښناليک اړيکه ونيسئ.
که د بافوګ تر لاسه کولو شرايط مو پوره کړي وي؛ کولای شئ د بافوګامت (BAföG-Amt) اړوندې ادراې ته غوښتنليک ولېږئ. د دې کار لپاره بايد بېلابېل فورمونه ډک کړئ او په خپل پوهنتون کې يې د بافوګ ادارې (BAföG-Amt) ته ولېږئ. د دې ادارې يوه اړونده څانګه پر (studentenwerke.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ د بانکي حساب د جزياتو او په پوهنتون کې د داخلېدو په شان ځينو نور سندونو ته هم اړتيا ده. اوس د بافوګ لپاره په انلاين ډول هم خپله غوښتنه لېږلای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات پر (bafög.de) وېبسایټ لوستلای شئ. په ياد مو وي چې د بافوګ له غوښتنې وړاندې مو بايد په پوهنتون کې نوم ليکنه کړې وي او د هغوی د تاييد سند له ځان سره ولرئ. په سختو حالتونو کې، د بېلګې په توګه که له وړاندې د فراغت سندونه لرئ، کولای شئ د مخکې تاييد (Vorabentscheid) غوښتنه وکړئ. په دې توګه له نوم ثبتولو وړاندې خبرېږئ چې د مالي مرستې ترلاسه کولو چانس لرئ او که نه. په دې ډول کولای شئ د بېلګې په توګه روښانه کړئ چې ستاسې لپاره د عمر د محدوديت کومه استثنا شته او يا په داسې حال کې چې له بهره د پوهنتون د لسانس سندونه لرئ، بيا هم د لسانس ترسره کولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کولای شئ او که نه.
که د بافوګ ترلاسه کولو لپاره په عريضه کولو کې ستونزه لرئ؛ کولای شئ خپله له بافوګامت (BAföG-Amt) اداره کې د مرستې غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ د پوهنتون د محصلانو له ټولنې (Studierendenwerk) هم د مرستې غوښتنه کولای شئ. همدا شان کولای شئ په پوهنتون کې د محصلانو له عمومي کمېټې (Allgemeinen Studierendenausschuss) هم مرسته وغواړئ.
که د بافوګ تر لاسه کولو لپاره ستاسې غوښتنه ومنل شي؛ هره مياشت به یوه اندازه پیسې تر لاسه کړئ. د دې پیسو مقدار ستاسې له مالي حالت، د مور او پلار له خوا مالي مرستې، ستاسې په ښار کې د ژوند کولو بيې او ستاسې له پانګې، جايداد او شتمنۍ سره تړلی دی. د دې پیسو تر ټولو ډېر مقدار په ۲۰۲۲ کال کې ۹۳۴ يورو دی.
که څوک د بېلګې په توګه هره مياشت له ۴۵۰ يورو زيات عايد ولري، لږ بافوګ ترلاسه کوي. د مور او پلار عايد هم پر بافوګ اغېز لري خو که عمر مو له ۳۰ کالونو لوړ وي او يا مو ۵ کاله په مالي توګه خپلواک ژوند کړی وي، د دوی عايد په پام کې نه نيول کيږي.
دا چې دفتري کارونه يو څه وخت اخلي نو لومړی قسط ښايي د بافوګ له پيل شاوخوا يوه مياشت وروسته تر لاسه کړئ. البته په دې وخت کې د تېر وخت پیسې هم د اوسنيو سره يوځای درکول کيږي.
د دې تر څنګ که تاسې د يوه کډوال په توګه ثبت شوي ياست؛ ستاسې پوهنتون هم د بس د ټکټ او وړيا جرمني کورسونو په شان برخو کې له تاسې سره مرسته کوي. د بافوګ سيمهييزه اداره په دې اړه تاسې ته لا زيات مالومات درکولای شي.
د بافوګ پیسې يوازې د زدهکړو د مودې لپاره ورکول کيږي. دا چې دا موده څومره ده؛ ستاسې له پوهنتون او د زدهکړو له څانګې سره تړلې ده. که د زدهکړو لپاره مو اوږدې مودې ته اړتيا وي؛ کولای شئ د بافوګ د وخت د غزېدو غوښتنه وکړئ. البته ډېر وخت دا موده د يوه يا دوو سمسترونو لپاره غزول کيږي.
د بېرته ورکړې موده به د بافوګ د دورې له ختمېدو (د بافوګ د وروستي معاش له ترلاسه کولو) پينځه کاله وروسته پیل شي. په بله وينا د بېرته ورکړې موده مو د زدکړو له پای پينځه کاله وروسته پیليږي. له دې پينځو کالونو وروسته، د فدرالي ادارې (Bundesverwaltungsamt) له لوري د پیسو د بېرته ورکړې يو ليک ترلاسه کوئ. په ياد مو وي چې تل دې ادارې ته د خپلې اوسنۍ پتې په اړه خبر ورکړئ. له دې پرته ښايي جريمه شئ.
په عمومي ډول تاسې بايد ټولې ۱۰٫۰۱۰ يورو تحويل کړئ. په مياشتني ډول د قسط کچه ۱۳۰ يورو ده. البته اړينه نه ده چې هره مياشت ۱۳۰ يورو ورکړئ، د دې پر ځای به په هرو درې مياشتو کې ۳۹۰ يورو ورکوئ. که ستاسې مياشتنی عايد کم وي؛ تر لسو کالو پورې مو د بېرته ورکول کېدونکو پیسو پروسه ځنډېږي.
که ټولې پیسې په يوه ځل ورکړئ، یو څه نور تخفيف هم درکول کيږي. د دې مانا دا ده چې بېرته به کمې پیسې تحويل کړئ.
که له ټول تلاش سره سره بيا هم د دشلو کالونو په موده کې يادې شوې پیسې بېرته ورنه کړای شئ، له ورکولو يې معافېږئ. که له فراغت وروسته د کم عايد له کبله د پیسو له بيا ورکړې معاف شئ، د بېرته ورکړې موده تر ۳۰ کالونو پورې غځول کيږي.
په ياد مو وي چې که بل هېواد ته هم ولاړ شئ؛ د بافوګ غوښتل کېدونکې پیسې بايد بېرته ورکړئ.
نه. د يوه زدهکوونکي يا محصل په توګه تاسې له جابسنټر څخه د مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. جابسنټر يوازې د بېدندې کسانو ملاتړ کوي؛ په داسې حال کې چې محصلين ځانګړې مرسته تر لاسه کوي. د زدهکوونکو ملاتړ د بافوګ (BaföG) له لارې کيږي. البته ستاسې د ژوند ملګری/ملګرې او بچيان بيا هم له جابسنټر څخه مرسته ترلاسه کولای شي.
که د بافوګ ترلاسه کولو لپاره په عريضه کولو کې ستونزه لرئ؛ کولای شئ د پوهنتون د محصلانو له ټولنې (Studierendenwerk) د مرستې غوښتنه کولای شئ. که له بافوګامت سره ستونزه لرئ، کولای شئ په پوهنتون کې د محصلانو له عمومي کمېټې (Allgemeinen Studierendenausschuss) هم مرسته وغواړئ.
که د بافوګ غوښتنه مو رد شي، کولای شئ د ټولنيزو حقونو له يوه متخصص وکيل سره اړيکه ونيسئ. وکيل بيا کولای شي ستاسې په رد شوې غوښتنه اعتراض وکړي او که مسله حل نه شي، محکمې ته عريضه وکړي. په خپل شاوخوا کې يو وکيل پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ. د لږ عايد لرونکو کسانو لپاره په جرمني کې د محکې د لګښتونو مرسته هم شته. دا مرسته د دولت له خوا د لږ عايد لرونکو کسانو لپاره ده. په دې توګه، په ځانګړو حالتونو کې د د وکيل او محکمې د پروسې لګښتونه درکول کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته) کې ولولئ.
مهم: که د بهرنيو سندونو يا د زدهکړو څانګې د بدلون له کبله مو د بافوګ غوښتنه رد شي، کولای شئ له يادې شوې ادارې سره پر (info@intez.de) برېښناليک اړيکه ونيسئ.
مهم
د يوه زدهکوونکي يا محصل په توګه تاسې له جابسنټر څخه د مرستې ترلاسه کولو حق نه لرئ. جابسنټر يوازې د بېدندې کسانو ملاتړ کوي؛ په داسې حال کې چې محصلين ځانګړې مرسته تر لاسه کوي. که په پټه زدهکړه پیل کړئ او وروسته جابسنټر خبر شي؛ په تېره موده کې ټولې درکول شوې پیسې به بېرته درنه واخلي.