د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو (LGBTQIA+) لپاره پنا او د استوګنې اجازه

اوسمهالیز 19.01.2024

د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي کسان د کډوال په توګه کوم حقونه لري؟

په جرمني کې د ژوند په لومړيو اونيو يا مياشتو کې هر څوک له ستونزو سره مخ کيږي. البته د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي (LGBTQIA+) بايد د نورو کسانو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مبارزه وکړي. دلته به د دې کسانو لپاره د حقونو او فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

په څه بايد وپوهېږم؟

که په خپل هېواد کې د جنسي لېوالتيا يا جنسي هويت له مخې څارل کېږئ او ژوند ته مو ګواښ وي، له بند سره مخ کېږئ او يا هم غيرانساني چلند درسره کيږي، کولای شئ د يوه پناغوښتونکي يا کډوال په توګه خونديتوب ترلاسه کړئ. البته دا ګواښونه بايد ډېر جدي وي. په ياد مو وي چې يوازې د ځورولو يا څارلو قضيه کافي نه ده. تاسې بايد بمف ته د مرکې پر مهال ثابته کړئ چې له همنجنس‌باز، بدل جنسيت لرونکی او يا ورته بل څه ياست او په خپل وطن کې مو ژوند په رښتيا تر ګواښ لاندې و. بمف (BAMF) به ستاسې په هېواد کې د دې کسانو حالت ته په کتو ستاسې په اړه پرېکړه وکړي. ستاسې د قبولۍ چانس ستاسې د هېواد له حالت او ستاسې له ثبوتونو سره اړه لري. البته غوره ده چې له پنا غوښتنې وړاندې له يوه وکیل يا مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. پر (queer-refugees.deوېبسایټ خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. د پنا غوښتنې په اړه زيات مالومات زموږ د پناغوښتنې په څپرکي کې موندلای شئ.

يادونه: د بمف کارکوونکي ښايي د مرکې پر مهال له تاسې ستاسې د جنسي لېوالتيا يا هويت په اړه ډېرې شخصي پوښتنې وکړي. البته تاسې کولای شئ وټاکئ چې له يوه نارينه يا ښځينه سره مرکه کول غواړئ. د دې تر څنګ هلته د همجنسبازانو د مرکې لپاره د ځانګړې تجربې لرونکي کسان هم شته. په ياد مو وي چې له مرکې وړاندې دوی ته د خپلو غوښتنو په اړه خبر ورکړئ

د پنا غوښتنې پر مهال له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

تاسې هر وخت کولای شئ د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو کسانو لپاره له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. که له په کور کې له يوځای اوسېدونکو يا د کمپ له مامورينو سره ستونزه لرئ، له ټولنيزو کارکوونکو سره له مشورې او مرستې غوښتلو مه وېرېږئ. تاسې په خپل استوګنځي کې له اندېښنې پرته د اوسېدو حق لرئ. که ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر له تاسې سره مرسته نه کوي او يا خپله د ستونزې برخه وي، په خپل شاوخوا کې له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ.

په ځينو سترو ښارونو کې د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو کسانو ځانګړي کمپونه هم شته. دا چې ستاسې په سيمه کې هم دا ډول کمپ شته او که نه، له مشورتي مرکزونو پوښتنه وکړئ.

زما سره په خپله سيمه کې تبعيض کيږي؛ د اوسېدو ځای بدلولای شم؟

په عمومي توګه له يوه ځايه بل ځای ته لېږدېدل پېچلي او ستونزمن دي. دا چې تاسې د خپلو اوسېدو ځای بدلولای شئ او که نه، ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري.

د پنا  غوښتلو پروسې پر مهال: د پناغوښتنې د پروسې په سر کې به تاسې په يوه ځانګړې سيمه يا ښار کې مېشت کړل شئ. تر هغې چې له سوسياله مرسته ترلاسه کوئ؛ د اصولو له مخې بايد په هماغه سيمه کې پاته شئ. دې کار ته د استوګنې د ځای مکلفيت (Wohnsitzauflage) وايي. بلې سيمي يا ښار ته لېږدېدل يوازې په ځانګړو حالاتو کې ممکن دي. د بېلګې په ډول که د چا د ژوند ملګری/ې يا واړه ماشومان په بل ښار يا سيمه کې واوسي؛ کولای شي هغه ښار ته کډه شي او يا هغوی راولي. که څوک د خپلې اوسېدو په سيمه کې له ډېرو دښمنيو او بلد چلند سره مخ شي؛ دې ته سخت حالت (Härtefall) وايي. دا کسان کولای شي د خپل ښار يا اړونده بهرنيانو چارو له ادارې (اوسلنډربېورده) څخه د بيا مېشتېدنې غوښتنه وکړي. د اوسلنډربېهورده دفترونو پتې پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې غوښتنه کې بايد ټول هغه دليلونه وليکئ چې روښانه کړي، ولې په دې ښار کې ژوند کول درته سخت دي. البته غوره ده چې له دې کار وړاندې له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

پورته شرطونه د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره هم پلي کېدای شي.

د پنا درلودونکو يا قبولو شوو کسانو لپاره: هغه قبول شوي کسان چې لا هم له سوسيال يا جابسنتر څخه مرسته ترلاسه کوي؛ بايد تر درې کالو په هغه سيمه کې ژوند وکړي؛ کومې ته چې د پناغوښتنې د پروسې پر مهال لېږل شوي او استوګن شوي دي. بل ځای ته کډه کول يوازې په ځانګړو حالاتو کې شوني دي. د بېلګې په ډول که څوک په بل ښار کې داسې دنده ومومي چې خالص معاش يې له ۷۱۰ يورو زيات وي او ټولنيزه بيمه ورکړي؛ کولای شي بل ښار ته کډه وکړي. همدا شان هغه کسان چې به بل ښار کې زده‌کړې يا اوسبیلډونګ پیلوي؛ کولای شي بل ښار ته کډه وکړي. همدا شان که د چا د ژوند ملګری/ې يا واړه ماشومان په بل ښار يا سيمه کې واوسي؛ کولای شي هغه ښار ته کډه شي او يا هغوی راولي. که څوک د خپلې اوسېدو په سيمه کې له ډېرو دښمنيو او بلد چلند سره مخ شي؛ دې ته سخت حالت (Härtefall) وايي. دا کسان کولای شي د خپل ښار يا اړونده بهرنيانو چارو له ادارې (اوسلنډربېورده) څخه د بيا مېشتېدنې غوښتنه وکړي. د اوسلنډربېهورده دفترونو پتې پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې غوښتنه کې بايد ټول هغه دليلونه وليکئ چې روښانه کړي، ولې په دې ښار کې ژوند کول درته سخت دي. البته غوره ده چې له دې کار وړاندې له مشورتي ادارو سره سلا وکړئ. د (queer-refugees.de) او (VLSP) پر وېبسایټونو خپل ځان ته نږدې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

مهم

که څوک له تبعيض يا ځورونې سره مخ شي؛ خامخا دې د مرستې غوښتنه وکړي. د جرمني قانون د تبعيض، ځورونې او توهين پر وړاندې ستاسې پر خوا دی. د مرستې ترلاسه کولو لپاره يوه له يوه مشورتي مرکز يا تبعيض ضد ادارې سره اړيکه ونيسئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: