آرتور اخمتګالیف

Artur Akhmetgaliev
اوسمهالیز 02.11.2023

د روسي ژبې اېډېټر

آرتور اخمتګالیف په روسيه کې لوی شوی دی. هغه د ښوونځي پر مهال له کيسه کولو سره په خپله لېوالتيا پوه شو. ځکه نو هغه له ښوونځي تر فراغت وروسته ژورناليزم ولوست. هغه د عملي کار د‌ يوې برخې په توګه بېلابېلو رسنيو ته راپورونه وليکل. د پوهنتون له پای ته رسولو وروته د ټلويزيوني خبريال په توګه کار پیل کړ.

په ۲۰۱۰ کال کې هغه سنت پيترزبورګ ته ولاړ او د 100TV چینل سره يې د توليد په برخه کې کار پیل کړ. هلته هغه د نشنليزم او LGBTIQ د حقونو په موضوعاتو هم کار وکړ. په روسيه کې د همجنسبازانو د پروپاګند پر ضد د قانون په اړه د نقدوونکي راپور له کبله د هغه ژوند له ګواښ سره مخ و. هلته د همجنسبازۍ ضد کسانو له لوري له بريدونو سره سره دولت د هغه ملاتړ ونه کړ او هغه اړ شو چې هېواد پرېږدي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې آرتور ته په جرمني کې پنا ورکړل شوه. هغه تر اوسه دلته د TAZ شبکې ته راپورونه ليکلي او د RTL Nord او دوچه وېله لپاره يې مقالې ليکلې او ژباړلې دي.

آرتور په روسي ژبه د غږېدونکو کډوالو لپاره د ژباړن او لارښود په توګه کار کوي کوي. هغه د ۲۰۲۰ کال له دسمبر راهيسې له هنډبوک جرمني سره د روسي ژبې د اېډېټر په توګه کار پیل کړی دی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: