د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه

Das Bild zeigt fünf Ordner in verschiedenen Farben. Sie stehen mit ihrem Rücken zur Kamera. Auf ihnen steht "Deutsch".
اوسمهالیز 25.03.2024

څنګه کولای شم تر لوړې کچې د جرمني ژبې زده‌کړې ته دوام ورکړم؟

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس (Deutsch für den Beruf - Berufssprachkurse) کې ګډون وکړئ. دې کورس ته (berufsbezogene Deutschsprachförderung) هم وايي. دا کورس به له تاسې سره مرسته وکړي چې د جرمني د کار په مارکېټ کې ګام کېږدئ او يا زده‌کړو ته دوام ورکړئ.

زه د دندې لپاره څنګه جرمني ژبه زده کولای شم؟

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس څه ته وايي؟

د جرمني ژبې د زده‌کړې لپاره د کار اړوند ډېر کورسونه شته. په اساسي موډلونو کې کولای شئ د جرمني ژبې عمومي مهارتونه لوړ کړئ. په ځانګړي موډل کې بيا کولای شئ په ځانګړو برخو تمرکز وکړئ. په اساسي موډلونو کې کولای شئ د جرمني ژبې د B1، B2 يا C1 په کچه کورس ته ورداخل شئ او د C2 تر کچې زده‌کړه وکړئ . په ځانګړو موډلونو کې د بېلګې په ډول د دندې اړوند تخنيکي او حرفوي اصطلاحات زده کولای شئ. که لا مو هېڅ ژبه نه وي زده کړې؛ کولای شئ دا ځانګړي موډلونه له A1 يا A2 کچې پیل کړئ. 

آيا زه د دندې لپاره د جرمني ژبې د کورس ترسره کولو اجازه لرم؟

د جرمني ژبې د کورس اجازه د هر کس د استوګنې له اجازې سره اړه لري:

د استوګنې اجازې درلودونکي يا قبول شوي کسان: په عمومي ډول ټول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري او له جاب‌سنټر يا د کار له ادارې سره د کار پلټونکي کس په توګه ثبت وي؛ د اوسبیلډونګ په لټه وي؛ اوسبيلډونګ ترسره کوي او يا يې له وطنه د زده‌کړو راوړي سندونه په جرمني کې رسمي کړي وي.

يادونه: هغه کډوال چې کار لري خو د جرمني ژبې مهارتونه يې د ژبې لپاره کفايت نه کوي؛ کولای شي په دې ډول کورسونو کې ګډون وکړي. په داسې حالاتو کې بايد د کورس د لګښتونو يوه برخه خپله ورکړئ.

د لنډمهاله کار ت  يا (Aufenthaltsgestattung) لرونکي: که لا مو هم د پنا اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې او د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي، د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورسونو کې مو ګډون له اصلي هېواد يا وطن سره اړه لري:

  • هغه کسان چې د ښه راتلونکي (guter Bleibeperspektive) په نوم له هېوادونو راغلي وي، کولای شي په دې کورسونو کې ګډون وکړي. اوس مهال د کار وزرات له نظره دا هېوادونه سوريه، اريتريا، سوماليا او افغانستان دي.
  • که څوک د خوندي هېوادونو له ډلې له کوم هېواد څخه راغلي وي؛ په ادې کورس کې د ګډون اجازه نه لري. دا هېوادونه عبارت دي له: البانیا، بوسنياهرزګوينا، جورجيا، ګانا، کوسوو، شمالي مقدونيا، مولدووا، مونتينيګرو، سينيګال او سربيا.

·       د نورو هېوادونو هغه اوسېدونکي چې د ۲۰۱۹ کال د جولای مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته جرمني ته راغلي دي او د کار له ادارې سره د کار لټوونکو په توګه ثبت شوي دي او يا کار يا اوسبيلډونګ ترسره کوي؛ له درې مياشتو وروسته کولای شي په يادو شوو کورسونو کې ګډون وکړي. د دې کار لپاره بايد اړونده ادارې ته غوښتنه وړاندې کړي.

ډولډونګ لرونکي: هغه کسان چې ډولدونګ لري؛ د دندې لپاره د ژبې په کورسونو کې ګډون يې د ډولډونګ له مودې او ډول سره تړلی دی:

·       که څوک له شپږو مياشتو په جرمني کې وي د کار له ادارې سره د کار پلټونکي کس په توګه ثبت وي؛ اوسبيلډونګ ترسره کوي او يا کار کوي کولای شي د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس کې ګډون وکړي.

·       هغه کسان چې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې د دوهم او درېيم بند له مخې يو ځانګړی ډولډونګ يا (Ermessensduldung) ترلاسه کوي؛ د دندې لپاره د ژبې  کورس ترسره کولو اجازه لري. د اوسبیلډونګ لپاره ډولډونګ (Ausbildungsduldung) او د کار لپاره ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) د (Ermessensduldung) برخه دي. د دې کورس پيلولو لپاره بايد بمف (BAMF) ته غوښتنه ولېږئ.

چېرته او څنګه د دې کورس لپاره ځان ثبتولای شم؟

که د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس ترسره کولو اجازه لرئ؛ کولای شئ په جاب‌سنټر يا کار اداره کې له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ. که وړ وګڼل شئ؛ له ياد شوي مامور څخه به په کورس کې کې د ګډون يو ليک (Bildungsgutschein) ترلاسه کړئ. له دې ليک سره کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه کورس ته ورشئ او ځان ثبت کړئ. دا چې کوم کورسونه د دندې لپاره د جرمني ژبې ټولګي لري؛ اړوند مامور درته ویلای شي. د دې تر څنګ په انلاين ډول پر KURSNET-Website هم دا ډول يو کورس پلټلای شئ.

که کار کوئ او د کارپلټونکي په توګه مو ځان نه وي ثبت کړی؛ کولای شئ له خپل رييس څخه وپوښتئ چې په کورس کې د ګډون اجازه درکوي او که نه. 

د دندې لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې کورس څومره لګښت لري؟

که چېرې جاب‌سنټر يا د کار اداره د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس کې ستاسې ګډون ومني؛ لګښتونه به‌ يې هم دوی ورکړي. که کار کوئ او غواړئ د ژبې مهارتونه مو نور هم لوړ کړئ؛ د دې کورس نيم لګښتونه بايد خپله ورکړئ. البته له خپل ريیس/ې هم پوښتلای شئ چې دا لګښتونه درکوي او که نه.

 

په کورس کې له بريا وروسته تاسې ته د ګډون تصديق‌ليک (Teilnahmebescheinigung) درکول کيږي. که کورس مو په يوه عمومي ازموينه ختم شي؛ تاسې د سرچينو لپاره د اروپايي ټولنې د چوکاټ له مخې  د ټولو مرحلو په ګډون د ژبې د زدکړې يو بری‌ليک او د ازموينې په بېلابېلو برخو کې د نمرو پاڼه (Deutschzertifikat) درکول کيږي.

پام مو وي چې هغه مسلک ته په کتو چې غواړئ کار پکې وکړئ او‌ يا هغه زدکړو ته چې غواړئ ګډون پکې وکړئ؛ ښايي له تاسې د جرمني ژبې د تخصصي ازموينې (Fachsprachenprüfung) يا پوهنتون ته د تلو لپاره د جرمني ژبې ازموينې (Deutsche Sprachprüfung für den Hochschulzugang) په شان ځانګړو ازموينو يا سندونو غوښتنه وشي. له دې مخکې چې په ازموينه کې ګډون وکړئ؛ ځان ډاډه کړئ چې د يوې دندې د پيل يا زدکړو د پیل لپاره څه ډول سند ته اړتيا لرئ.

مهم

که په خپل وطن کې مو لوړې زده‌کړې ترسره کړې وي او غواړئ په جرمني کې د ډاکټر، درمل جوړوونکي (فارمسست) او يا ارواپوه په توګه کار وکړئ؛ بايد د جرمني ژبې د تخصص يوه ازموينه ورکړئ. که په ازموينه کې بريالي شئ؛ کولای شئ په يادو شوو دندو کار وکړئ. ازموينې ته د تياري لپاره غوره ده چې جرمني ژبه د C1 تر کچې پورې زده کړئ. د دې کورسونو پلټلو لپاره په جابسنټر يا کار اداره کې ستاسې اړوند مامور له تاسې سره مرسته کولای شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: